(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بريښنایې پيژند پاڼو ویش ولي ځنډیږي؟

[17.Aug.2015 - 14:44]

د بريښنایې پيژند پاڼو ویش ولي ځنډیږي؟
 

لیک: رحمتی ګیلانوال
دبریښنایې پیژند پاڼو دويش لپاره د ټاکل شوې اداري مسولینو تل دا ویلی چي  دبریښنایې پيژند پاڼو ویش ته پوره تیاری لری او هره شیبه چمتودي چې خپل کار پیل کړې. کله چې دولسي جرګې له  خوا  د بریښنایې پيژند پاڼو د ویش قانون تصو یب شو دافغان  او اسلام کلمه  یې ترې وغورځه وله  دولس  له سخت غبرګون سره مخامخ شو.په پایله کي ولسمشر غني دټاکنو پرمهال ژمنه وکړه چې ارګ ته له رسیدوسره سم به د تقنیني فرمان په صادرولوسره دا ستونزه هواره او په بریښنایې پيژند پاڼوکې به د افغان او اسلام کلمه چي دټول ولس غوښتنه ده ولکیله شي او دپيژند پاڼو ویش  به پیل کړي.
تقریبا یو کال تیرشو ولسمشر له نورو ژمنو سره داژمنه هم ترپښولاندي کړه. پرلیکلي فرمان یې تراوسه لاسلیک نه دی کړ،داسی ګونګسي وي چي ښاغلي عبدالله عبدالله ورسره مخالفت کوي. څو ورځي وړاندي چي ښاغلي عبدالله اعلان وکړ داسد پر ۲۸ دخپلواکي پر ورځ به دبریښنايې پیژند پاڼو ویش پیل شي خو ولسمشرداخبره ردکړه، چي تخنیکي ستونزو شته ،دهغو له هوارولو وروسته به ويش پیل شي. څو ورځي وړاندي ښاغلي استاد اسماعیل یون پرخپله فیسبوک پاڼه په بریښنایې پيژند پاڼو کي دافغان او اسلام دکلمو دزیاتولو په هکله له ښاغلي عبدالله سره لیدنه کتنه کړې او دخبرو اکثره ټکي خپاره کړې ول  چي عبدالله  څرګند کړه زه په دې هکله هیڅ مخالفت  نه لرم ،نه ولسمشر په دې هکله ماته څه ویلي دي، زه به ډيرژرستاسو وړاندیزونه ورته ورسوم  او ټينګار به وکړم چي داکلمي پکي زیاتي شي.
دا چي ولسمشر ولي دفرمان لاسلیک  او صادرولوته زړه نه ټينګوي خبره څه ده؟
داسي ویل کیږي چې په پارلمان کې  استخباراتي  شبکودونه  هلي ځلي وکړې چې دبریښنایې پیژند پاڼو د ویش  په قانون کې  دافغان او  اسلام کلمه په څونه سپین سترګي او هنر لري کړه .له ډيروجنجالو وروسته خبره د دواړو جرګو کمیسون ته ولاړه چي هغو هم دشبکو په لاس وهنو دولس په خلاف پریکړه وکړه.
تقریبآ یو کال تیر شو ملی وحدت حکومت له ولس سره دنورو ژمنو په څير داژمنه هم ترپښو لاندی او تراوسه یې دافرمان صادرنه کړاو دبریښنایې پيژند پاڼو ویش چي ملی پروسه او اړینه اړتیا ده ځنډولي ده.
داسی خبرونه اوګونګسي دي چي ولسمشر دغرب ترسخت فشار لاندي دی چې  په بریښنایې پييژند پاڼو کې  دي  د افغان او اسلام کلمه نه زیاتیږی.
ځګه چي دغرب له راتلو سره استخباراتي شبکو او دعیسویت دخپرولو موسیسو یو شمیر له افغاني او اسلامي ارزښتونو څخه لویدلي، دغرب داستخباراتي  شبکو ګوډاګیان، بې ضمیره کسا ن یې عیسویان کړي دي. کابل کې دروزني لپاره ورته چرجونه اومرکزونه جوړکړي چي بهیرته د لیږلو لړۍ یې روانه او په هندوستان کي دافغان چرج مرکزته لیږي ،له هغه ځایه غربي هیوادونو ته وړل کیږي.
کله چي په پیزند پاڼو کي دافغان اواسلام کلمه اړینه شي دغه عیسویان شوي افغانان مجبوردی چي عیسویت ولیکي له دې کارسره رسوا کیږي او دولس لخوا دخپلو مرتدو اعمالو په سزا رسیږي.که چیرته دعیسویت کلمه ونه لیکله شي بیا عیسویت ته ددوئ پر وفاداري شک پیداکیږي، غرب ته دتلو مخه یې نیوله کیږي
داسي ښکاري چي غربي استخباراتي  شبکو دافغان عیسویانو دهویت  پټولو لپآره اوهمدا ډول یوشمیر افغان ضد عناصرو با دارانو ،چي غواړی دافغان هویت دله منځه وړولو لپاره داوږدمهاله پلان دپلی کولولپاره لمړي ګامونه پورته کوي
پرولسمشر فشار راوړئ ترڅو په دې هکله د تقنیني فرما له صادر ولو ډه ډه وکړي.
که خبره داسي وي افغان مسلمان سرښندونکي میړنی ملت  د ټولو ملي او اسلامي ارزښتونو دساتلو  په خاطرپه ټول توان  د ملي وحدت حکومت تر څنګ دریږي .
رحمتی ګیلانوال

- لیک: رحمتی ګیلانوال
بېرته شاته