(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پروفیسر ميا عنوان الدين کاکاخېل په ياد

[17.Aug.2015 - 18:13]

لیک: نورالبشر نوید

په رنګ سور سپين، داسې لکه د پر امن انقلاب جنډه، سور د انقلاب نښه او سپين د امن په علامت!

په قد لکه چنار او په عزم او اراده لکه غر!

پستې پستې خبرې چې د چا ګومان پرې نه راتلو چې پخپله په غوږونو دروند دى.

د قدمونو چاک، دومره چاک، تا به ویل چې لمونځ يا جنازه ترې قضا کېږي!

په ژبه، په کردار، په ګفتار بې ازاره!

په قلم په حرف او په خپل هدف رسا!

په خوي خصلت سر تر پا پښتو او پښتون!

په شهبازي سترګو عینکې لکه چې د خپل پښتون وطن تماشه په عدسه کوي!

چې اردو کې یې کالم ليکلو نو د پښتو خواږه یې په اردو کې هم وو چې په پښتو کې یې ليکل کول نو دومره پراخه وو لکه د پښتو درياب!

بقول د حمزه بابا د شعر:

حمزه د ښکلي يار به درته څه صفت کوم

ګُوړه چې د هرې ډډې وڅکې خوږه ده

تاثر:

نن بيا د تاثر په داسې پېچ و خم کې تاو راتاو شوم چې د ځان چل نه راځي. ستا نوم، ستا يادونه، ستا خبرې، ستا لفظونه را پورې لکه د شاتو د مچو نښتي دي.

خو دا مچۍ اوس شات نه راکوي، زما په وجود لشې ماتوي، خو ستا د يادونو د شاتو د مچو د لشو دردونه هم خواږه دي چې نن د مرګ نه پس هم زما په تاثر کې ما سره يې.

د جنورۍ په ۳۱مه مردان پرېس کلب کې د اجل پرښته راغله، لکه چې تا له یې ګلاب بویولو له درکړو او يا یې تا له د جنت نه انستهيزيا راوړې وه، ته په خواږه خوب ویده شوې.

تا ټول عمر د رڼا طلب کړى و خو د ماخوستن په تياره کې د قبر د تيارې په غېږ کې ویده شوې، په ګور دې نور شه.

د ليکوال حجره خالي شوه، ستا د حجرې ښاغلي غلي، خاموش ناست دي.

د پښتنو حجرې هسې هم بندې دي، حجره او جومات دواړه په هېڅ يو دور کې د يو بل په ضد نه دي پاتې شوي، خو له بده مرغه داسې حالات راغلل چې حجرې ته د جومات راوتي مهراب نه د ثواب په ځاى عذاب راوځي، تا د ليکوال د پښتو په حجره کې داسې داسې عذابونه وليکل!

تا ټول عمر پښتو وکړه، پښتو دې شته کړه، په پښتو مين وې، زمونږ د وطن خانان نوابان ميان مُلا او کسب ګر ته پښتون نه وايي خو عجيبه دا ده چې پښتو د خانانو نوابانو نه ده.

ستا او زما مردان هم د لويو لويو خانانو نوابانو بادارانو ښار دى، موږ په کې د قلم مزدوران یو.

له پخوا يو غلط رسم را روان و چې مزدوران چا نه يادول، تاج محل د مغل شهنشاه او د نور جهان د محبت په نوم يادېدو خو تاج محل جوړونکي استاذان او د مزدورانو استاکارې ګوتې چا نه يادولې.

اوس دا رسم په نوې دنيا کې بدل شو، اوس مزدوران استاذان، د هنر او د فن خاوندان ياديږى او د محترم قمر راهي دا مصرعه بامعنا شوه چې:

که مردان دې د بادارو

خو مردان غزل زما دى

ګرانه ميان جي!

ځکه نو ستا قلم او ستا حرف په دانش او دانشورۍ يادېږى او ته چې په کومه خاوره ''بخشالى مردان'' کې د مرګ په خوب ویده شوې، دغې خاورې د اميرزاده خان غوندې د سرې جنډې سړى را پېدا کړى و.

دی د مردان د نوابانو په مقابله کې د ۱۹۷۰ په انتخاباتو کې کامياب شوى و او له ولي خان سره د حیدراۤباد جېل په مقدمه دوران کې په حق رسېدلى و.

ستا خاوره په محترم اجمل خټک او د پښتو په شاعرانو اديبانو دومره ګرانه وه چې په بخشالي کې به یې مشاعرې کولې.

خو اوس عجيبه دا ده چې ستا د پښتو په خاوره کې کشمالو نشته او پېريان ډېر دي، ته به وایې ګنې کوهِ قاف نږدې راغلى دى. د ځمکې تنابونه څومره لنډ شول، پېريان ماماګان او ادم زاد یې يو بل ته نږدې کړل.

تا د پېريانو په ډولۍ کې د اجمل خټک د سرې ډولۍ خوبونه ليدل، نه یوازې خوبونه بلکې د خوبونو تعبيرونه دې هم ورکول، خوبونه خو هر څوک ليدلى شي، تعبيرونه هر څوک نشي ورکولى.

دلته خو تاريخ او د خوبونو تعبيرونه ليکل د دربار په ژبه وي، وګوره داسې بدبخته به دې ليدلي وي چې په هاغه جهان کې د ژبې نه ځړېدو ته غاړه کېدي خو دلته په خپله ژبه رښتيا نشي ليکلى!

ته رښتونى وې، په لويو سرکاري دربارونو کې دې رښتيا وویل، رښتيا دې وليکل، رښتيا دې وښودل، دلته دې ځان له ژبه ترخه کړه خو هلته په هاغه جهان کې دې خوله خوږه کړه.

اى رښتونى ليکواله!

شکر دى ته خو دروغجن نه وې ځکه خو درله د مرګ پرښتې لکه چې ګلاب پوزې له دروړو او ته ویده شوې!

او بل اعزاز دې دا و چې تر اخري ساه او اخري نظر پورې متحرک پاتې شوې، نه دې لاسونه اورپېدل، نه دې لفظونه کاږه شول، نه دې قدم اودرېد.

لکه ونه مستقيم په خپل مقام هم نه وې کله يو خوا کله بل خوا، کله دلته، کله هلته، د سرکار له ګردشۍ څوکۍ نه د حالاتو د غلام ګردش پورې دا اوږد سفر تا داسې تېر کړ لکه يو ناکراره خوب!

دا داسې سفر و چې په خوب کې هم ويښ پاتې شوې او مرګ سره هم په ويښه روان شوې، تا ته به د خداى قاصد ويلي وي:

زه تا پسې راغلى يم.

تا به ورته ویلي وي:

ښه، ځه چې ځو!

تا د خداى مخلوق ته کله انکار نه دى کړى، د خپل رب قاصد ته به دې څنګه بهانې کولې. هغه خو بهانې هم نه مني.

د هغه تلو به څه عزت احترام وي چې په راښکلو څوک راکاږي، لکه ستا ورسره په چپه خوله کرار په مينه په رضا ولې نه ځي، داسې تګ هم د هر چا په نصيب نه وي.

زه چې ستا دا تاثر ليکم نو عجيبه غوندې کیفيت سره مخ يم لکه چې ته ما سره ناست یې او ما ته وایې:

بشر جانه! په والله چې له دې ژونده خو دا مرګ ډېر خوږ دى، که تريخوالى محسوسوم نو فقط دا چې زه يوې نوې دنيا ته راغلى يم، ۷۰ کاله قید بامشقت کې داسې ځينې ملګري، ځينې رشتې، ځينې ځايونه او د هغوى يادونه لږ تنګول کوي.

د ماشومانو لمسو خوږې خوږې خبرې مې رايادې شي. مرګ خو ځوانۍ ته ريورس ګېر لګول دي، ستاسو په دنيا کې خو وخت په وخت د انسان مشاده ورانيږي، راټيټيږي، ګونځې کېږي.

دلته خو يو موسم دى، يوه ځواني ده، يو وخت دى. شېبې ساکتې دي، ان لکه ستاسو د دنيا د ځوانۍ تصوير!

ګرانه ارواښاده!

زه چې ستا دا خبرې ليکم نو غلى شم، د پېښور شور ته وګورم، په سر راغلي جنګ ته زېر شم، او د اور په توده ځمکه خپلو مينو مينه والو ته وګورم او ستا د نوي جهان کیسه وګورم نو غلى غوندې ووايم:

ميان صېب!

ستا دا هر څه به دلته رانشي!؟

ته کټ کټ په خندا شې! ما ته ووايې:

بشر جانه! ته شپيلۍ هم وهې او ستوان هم خورې، چې کوم ځاى ستا نه دى نو څه کوې، راځه ترې، بيا دغلته خپل قدر وګوره، چې هيڅ نه وي، زموږ ملګرو سره خو د لفظونو بوساړې ډېرې دي.

يره ميان صېب! يو خو تا د مرګ نه هم ګپ جوړ کړو، زه دې ژاړم او ته خاندې!؟

هو کنه، دا خو کمال دى چې مرګ خاندي او ژوند ژاړي. مرګ او ژوند غبرګوني وروڼه دي خو يو ویده وي بل ويښ وي، چې ويښ وي هغې ته ژوند وايي، چې ویده شي هغه مرګ وي.

اوس ماته دلته داسې محسوسېږي چې زه ۷۰ کاله ویده وم او اوس راويښ شوم. داسې ويښ شوم چې اوس بیخي خوب نه راځي.

ميان صیب ما ته څه بل څه ووايه!

زه به تاته نور څه وواېم؟! ما چې ویل هغه مې وليکل او تاته مې وسپارل، ما چې څه کرل هغه مې ورېبل، زه خپل ځان ته ملامته نه يم خپل رب ته په ازاده غاړه راغلى يم.

ما د خپل رب نه راسپارلى قلم ښه په ايماندارۍ ساتلى دى. قلم زه ساتلى يم. باقي زما ګوتې قلم ته په ژړا شوې نه دي ځکه چې اوس دا ټپه بې کاره ده چې:

ګوتې قلم ته په ژړا شوې

خط به باقي وي موږ به تورې خاورې شونه

اوس چې څنګه ګوتې خاورې کېږي، دغه شان لفظونه، کاغذونه، کتابونه وينه او چينجى وخوري، لفظونه د لا وارثه مخلوق پشان وي.

کباړي راشي، بوجۍ ډکه کړي. اوس تنورونه هم نشته چې تنور پرې تود کړي، ګنې د لفظونو او د لفظونو د مالکانو حال به هم د دې شعر پشان و:

چې په يار پسې خپل ځان سيزي په اور کې زه په دا رسم مين يم د هندوانو

د ليکوال د مينه والو ليکواله!

اوس ته موږ سره موجود حاضر نه یې، ستا دنيا نوې شوه، تا ته چې خداى پاک کومه وظيفه در سپارلې وه هغه تا پوره کړه، حقه دا ده چې بېخي تر اخره پورې تا د قلم او د حرف په تعلق او تړون د خپلې عقيدې څرګندونه وکړه.

زه مننه او احترام کوم چې تا بغیر د څه نام و نمود، بغیر د څه ذاتي غرض نه پښتنو له په کلونو کلونو خپل لفظونه امانت ورکړل، موږ ټول ورته سلام او احترام وايُو!

 
نورالبشر نوید

 

 

- نورالبشر نوید
بېرته شاته