(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژبې ته خدمت

[18.Aug.2015 - 20:21]

ژبې ته خدمت

ژبې ته خدمت په خبرو نه کیږي بلکې دا خدمت په عمل کیږي . که هر څوک په خپله ژبه خبرې وکړي ، لیکل وکړي نو دا خپلې ژبې ته ستر خدمت دی. زمونږ ډیر شمیر پښتانه ژبې ته د خدمت خبرې کوي خو په عمل کې دا کار نه کوي ، دوي په بله ژبه خبرې کوي او لیکل کوي نو ځکه د دوي خدمت ته خدمت نه شو ویلای. هر پښتون که هغه شاګرد دی ، که محصل دی ، که معلم دی ، که ډاکټر دی ، که انجنیر دی ، که مامور دی ، که وزیر دی ، که والي دی ، که سفیر دی ، که ملا دی ، که قاضي یا حاکم دی ، که هره وظیفه لري نو که په خپله ژبه لیکل وکړي ، لوستل وکړې او ویل وکړي نو ژبه به ترقي وکړي ، ژبه به یې د نورو ژبو سیاله شي . د پښتنو یوه ستره بدبختي دا ده چې زیاد شمیر پښتانه په خپله ژبه لوستل او لیکل نه شي کولای یا که یې کولای شي خو نه یې لیکي ، دا کار ورته سخت ښکاري او یا هم په خپله زبه ورته لیکل عیب ښکاري . پښتو ژبې ته خدمت په لاندې ډول ښودل کیږي .
۱ - په ژبه خبرې کول
۲ - په پښتو ژبه لیکل او لوستل کول
۳ - په پښتو ژبه د آثارو ترجمه کول
۴ - د پښتو فلمونو جوړول
۵ - په پشتو ژبه دیني کتابونه لیکل او له عربی ژبې څخه د دیني آثارو ترجمه کول.
۶ - په پښتو ژبه هنري آثار لیکل
۷ - د پښتو موسیًۍ ته توجه کول
۸ - د دولت له خوا د پښتو ژبې ته د اساسي قانون په چوګاټ کې توجه کول او د پښتو ژبې حق پر ځای کول.
۹ - په دفتري چارو کې د پښتو ژبې پکارول .
۱۰ - په پښتو ژبه د تلویزیون نوي چینلونه جوړول .
۱۱ - پښتانه ماشومان د پښتو کتابونو ، مجلو لوستلو ته تشویقول.
۱۲ - د پښتنو پوهانو ، عالمانو یادول او قدر کول .
۱۳ - پښتو ادبي او فرهنګي ټولنې او غونډې جوړول ،
۱۵ - په پښتو ژبه تدریس ته وده ورکول او توجه کول .
او داسې نور ډیر ډیر وړاندیزونه شته چې د عملي کیدو په صورت کې به د پښتو ژبې سر او څڼه سمه جوړه شي .
دا سخت کار نه دی ، هر پښتون دې د خپلې ژبې خیال وساتي ، د خپلې ژبې درناوی دې وکړي ، د خپلې ژبې عزت دې وساتي ، خپله ژبه دې وپالي نو له دې سره به یې عزت وساتل شي او درناوی به یې وشي،

- ریښتین
بېرته شاته