(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور: د غني خان په ياد کې غونډه وشوه

[18.Mar.2007 - 21:05] د پښتو د ستر شاعر، سياستوال، انځور جوړونکي، فېلسوف او ليکوال غني خان د کليزې د لمانځلو په مناسبت د پښتو ادبي کانګرس او غني خان پښتو تحقيقي جرګې لخوا د شريکې هڅې په توګه د جمعې په ورځ، د مارچ په شپاړسمه نېټه ماسپښين درې بجې د پېښور په پرېس کلب کې درنده غونډه جوړه شوه چې د پښتو ژبې زيات شمېر ليکوالو، شاعرانو، ژورنالستانو، مينه والو او د لرې ځايونو څخه راغليو مېلمنو پکې ګډون درلود. د غونډې رئيس نامتو ليکوال او ژورنالست سلطان احمد صابر، مشران مېلمانه ملت پال سياستوال لطيف اپريدے، د اريانا پوهنتون د مشر مرستيال انوار ظفري، د پښتانه ليکوال مشر ډاکټر فضل دين خټک، د (د لاس ګل) په نامه خېريه موسسې مشره بېګم معراج همايون، نامتو شاعر ډاکټر محمد اعظم اعظم او ګلزار اپريدى وه او د کوربه چارې جهانزېب نياز ترسره کړې. د غونډې د ستيژ چارې ډاکټر محمد عالم يوسفزي په زړه راښکونکي انداز کې ترسره کړې او ګډون کوونکو ته يې د خوشحالۍ او جذبې ورکولو سره سره په پرله پسې توګه د غم خبرونه هم اورول. عجيبه د تصادف خبره ده چې څلور کاله وړاندې زه د کراچۍ څخه پېښور ته راغلم نو په اشنغر (غني ډېرۍ) کې پښتو ادبي کانګرس د غني خان په ياد کې يوه همداسې غونډه جوړه کړې وه چې په مينځ کې يې اعلان وشو (يو ډېر د غم خبر رارسېدلى دى، د پښتو ژبې ځانګړى او ښۀ شاعر اشرف مفتون په حق ورسېدو) او څلور کاله وروسته چې زه دې غونډې ته ورغلم نو هم د غونډې په مينځ مينځ کې د غم خبرونه اورول کېدل چې ګډون کوونکي يې يو ځل د بيا بيا غم په اورولو خندا ته اړ کړل. د غم خبرونه دا وه، چې يو پښتون شاعر معز الله نګار په حق ورسېدو، د پاکستان حکومتي واکدارانو اسلام اباد کې د جيو تلويويزون په دفتر بريد وکړ او داسې نور. غونډې ته مفلس دراني (مقاله: غني خان او رابندرنات ټېګور)، صابر شاه صابر (شعر)، مهر محمد مهر (شعر)، خورشيد ثاقب (شعر)، فريدون خان (شعر)، ډاکټر محمد اعظم اعظم (د غني خان په شخصيت خبرې)، امين غفار امين (شعر)، قندهار اپريدى (پېروزينې)، شبير دراني (شعر)، اکرام الله ګران (غزل)، جلبل خټک (شعر)، احمد علي عاجز (مقاله)، حميد الرحمان نادان (شعر)، مياجان خيال مند اپريدى (شعر)، ودود اشنغرى (شعر)، سيد عابد جان (مقاله)، عالمزېب خټک (شعر)، سلطان محمد صابر (خبرې)، فضل دين خټک (پېرزوينې)، لطيف اپريدى (پېرزوينې او غوښتنې) او جهانزېب نياز (مقاله) په خپلو مقالو، شعرونو، خبرو او پېرزوينو کې غني خان د يو سرلوړي انسان او ځانګړي شاعر په توګه ياد کړ. د پښتو ادبي کانګريس غړي شهاب الدين خټک اعلان وکړ چې نوموړى کانګريس به د اپريل د مياشتې په ديارلسمه نېټه، د جمعې په ورځ درې بجې په همدې پريس کلب کې د نوموتي شاعر او ليکوال خداى بښلي کبير ستوري په ياد کې يوه غونډه جوړوي چې ټولو مينه والو ته پکې د ګډون بلنه ورکول کېږي. غونډه کې د پښتو د يو ښۀ شاعر سېف الرحمان سليم – چې په دې وروستيو کې يې لدې نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي – لپاره د بښنې دعا وغوښتى شوه او د يو قرارداد له مخې د حکومت لخوا د پاکستان د قاضي القضات د ګوښه کولو او د جيو ټلويزيون په دفتر د بريد غندنه وشوه. په دې غونډه کې د پېښور مېشتو ليکوالو او فرهنګپالو ترڅنګ د کواټ، باجوړ، خېبر، مردان او ځينيو نورو سيمو څخه راغليو مېلمنو هم ګډون درلود او د دوى ترڅنګ د جرمني څخه راغلى مېلمه او د ټول افغان د وېبپاڼې مسئول چلوونکى شېرزاد کامه وال هم راغلى و د ټول افغان نه په مننه.
-
بېرته شاته