(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوټه: دنړیوال سیمینار تیاری

[31.Aug.2015 - 19:43]


                                                                                                                                                           لیک: عبدالبجار كاكړ
 پښتواكيډمي كوټي داتابيا او تياري نيولي دي چي درارواني مياشتي په دولسم ديارلسم او څورلسم ستمبر يو نړۍ وال سيمنار ولمانځي چي په دي څیړنغمونډه  كښې به دپاكستان او افغانستان علاوه به دنورو ملكو څخه دپښتوچوپړوهونكي پوهان او دقلم خاوندان ګډون په كښې ولري په دي اړه په تيره چارشپښه په پښتواكيډمي كښې ديادي اداري چارواكو درسنېو او دميډيا داستازو سره يوه ناسته وكړه او دراروان پروګرام په اړه يې معلومات وركړو او داهيله يې د دوي څخه وكړه چي ددي سيمنار په اړه زياته ځائي او وخت وركړي دهغه چيړن غونډه به دپښتوژبي او ادب ته ورپيښي ناخوالي خنډونه او په راتلونكي وخت كښې دپښتوژبي ادب كلتور دپرمختيادپاره به لاري چاري لټوي او سنجوي لكه وړاندي چي وويل شول په دي سيمنار كښې به دپښتو ژبي ادب تاريخ كلتور رسنې زده كړي (تعليم) او دسياست دميدان مخور ليكوال رڼ انده او دايبان ګډون كوي.
             پښتواكيډمي كوټه چي نزدي نيمه پيړي دمخه يې بنسټ كښيښول شو د دپروكړاونو او خواريو وروسته نن ځان ته يو ښكلۍ غټه او پراخه وداني لري چي دهري چاري دپاره يې خپله خپله خونه ده چي په رښتيا هم داښائي چي دادكوټي دپښتواكيډمي وداني ده كه څه هم اكيډمي ډېر څه په خپله غاړه لري چي ديوې ژبي دهري لاري چيړن وشې خو دبده مرغه ياده اكيډمي تراوسه و هغه ځائي ته نه درسيدلۍ چي داكيډميانو دنده وي خو بياهم ترپخوا پښتواكيډمي كوټي وده كړي ده او موږ داهيله لرو چي اكيډمي به خپله دنده بشپړه ترسره كړي ددي سره سره چي دكوټي په پښتواكيډمي ډيري نيوكي كيږي خو داځائي دنيوكونه دي خو بيا هم چي ياده اكيډمي ودي ځائي ته رارسيدلۍ ده دا هم غنيمت دي.
                كه څه هم دا دپښتواكيډمي لومړي هڅه ده چي دوي نړۍ واله چيړن غونډه يا سيمنار كوي كه څه هم ددي دمخه داسي دېر سيمنارونه په پيښور كابل او دنړۍ په نورو ملكو كښې ترسره شوي دي خو هغه پايلي نه دي ترلاسه كړي كومي چي دوخت او دحالاتو غوښتنه وه نه په هغه پريكړه عمل شوي دي كومي پريكړي چي په شوو چيړن غونډه كښې شوي وي بيلګي په ډول كال دوه دمخه چي په كابل كښې ودي ته ورته غونډه وشوه چي دپښتود ودي او پرمختيادپاره به يو مركز په كابل كښې پرانشل كيږي چي دي مركز څانګي به په پيښور كوټه او نورو ښارو كښې غزول كيږي او په ګډه به وپښتو ته ورپښي به په ګډه دمنځ څخه دوړولوهڅي كيږي خو ديادي نړۍ والي غونډه سره دهر څه دكاغذ په مخ پاته شول هم داسي چل دنورو چيړن غونډه سره شوي دي لكه وړاندي چي وويل شول چي دپښتواكيډمي دالومړلي وار دي چي نړۍ واله چيړن غونډه يې راغوښتي ده او په كوموناخوالو او موضوعاتو به په دي غونډه كښې وينا وي او پريكړي كيږي هغه هم ډيري په زړه پوري دي چي پښتو ژبه د ډېره وخته څخه ورسره مخامخ ده او هر پښتون افغان داهيله لري چي په دي غونډه كښې به هم داسي په زړه پوري چيړني او پريكړي وشې چي وهر چاته دا باور وركول شي چي پښتو ژبه د ډېرو ناخوالو سره سره داسي خښتان لري چي دخپلي ژبي نه يواځي ځغورنه كوي شې بلكې دنړيوالو پرمخ تللو ژبو په لومړي ليكوكښې هم د رولي شي او هر پښتون وګړي په دي هيله دي چي داچيړن غونډه به نه يواځي په زړه پوري پايلي ولري بلكي په شوو پريكړو به هم په بشپړه ډول عمل هم وشي او دپخواوارو به دناستي پاستي پوري پاته نه شي ددي سره سره چي دپښتو او پښتون په مخ كښې هر وخت خنډونه اچول شوي او اچول كيږي چي هر په پښتومين وګړي په دي پوهيږي خو د ډېرو ناخوالو سره سره چي هر ځائي ليدل كيږي خو بيا هم ځموږ ليكوالو شاعرانو او رڼ اندو خپله حوصله او توان دلاسه نه دي وركړي او موږ په دهغه كهول وياړ كوو چي بيله دچاد مرستي پښتو دومره مخ  په وړاندي روانه كړي ده چي دهغه ژبو په لومړيو ليكو كښې بريښي وكومو ژبو ته چي دولتي مرستي په خوروارو وركول كيږي خو ځموږ ليكوال شاعر او رڼ انده دادنده په خپلو وږو په خپله خوښه د ډېرو خواريو سره اخستي ده چي هم دهغه عمل دپښتو دنيمكرغي نخښه ده.
             كه موږ يواځي كابل پيښور او كوټه دپښتو دودي مركزونه ونوموونو دابه دهغه چاسره زياب وي چي دوي دكلو څخه نيولي دښارو پوري دپښتو په چوپيړ كښې بوخت دي ځكه چي دپښتو پتنګان په هر كلي بانډه او ښارو كښې دخپلۍ ژبي چوپيړوهي خو دابيله خبره ده چي دوي په ګوتو باندي شميرل كيدي شي ولي چي زياتره په دي نه دي خبر چي پښتو ژبه په كوم حال كښې ده هم دهغه خبره او مشكل دي چي نن ځموږ پښتو ورسره مخامخ ده په كار دي چي په راروانه چيړن غونډه كښې ودي ناخوالي ته زياته پاملرنه وشې او پښتون ولس ودي ته رابولل شي چي دوي دخپلي مورني ژبي سره دومره بيګانه نه شي په  دي پراخه خاوره او په كروړو پښتو كښې دبيګانه توپ دهغه زهرجن بوټي دبيخه څخه استل په كار دي پښتانه چي په بيلو بيلو برخو كښې فرنګي سامراج تكي تكي كړي نو هم دد كبله دهري برخي ناخوالي او مشكلات بيل بيل دي په كار دي چي داناخواله په دهغه را روان سيمنار كښې په ګوته شي او يوه كوټلي لار ورته وتراشل شي چي څنګه هر وګړي وخپلي مورني ژبي ته هم دومره ارزښت وركړي لكه دنړۍ نور خلګه چي وخپلي مورني ژبي ته وركوي لكه وړاندي چي وويل شول چي دهري بيلي برخي ستونځي او ناخوالي بيلي بيلي دي تركومه چي په پاكستان كښې وپښتو حال دي په رښتياهم هغه خواښنونكي دي ولي په دي ملك يوه ډله(LOBBY) دهغه وخته څخه داسي هڅي كوي چي نه يواځي په دي ملك اوسيدونكي دخپلي ژبي څخه بيګانه شې بلكي خپلي دهغه تاريخي ژبي وكباړنه ورټيل وهي ولكه هغه پښتو وي ياپنجابي بلوڅي بروهي ياسرائيكي وي په تيره اونۍ كښې دپاكستان ستري محكمئى(S.C) و دولت ته دالارښودنه وكړه چي اردو ژبه دي نه يواځي په دفترانو كښې نافذه شي بلكي دملك ټولي چاري دي دانګريزي په ځائي په اردو كښې ترسره كيږي ستري محكمئي دالارښودنه هم وكړه چي په پاكستان كښې چي كومي مورني او قامي ژبي دي دهغه د ودي دپاره دولت تراوسه څه كړي دي خو دبده مرغه په رسنېو كښې داردو په اړه دشوي پريكړي هر كلي او درناوي كيږي خو دتاريخي مورنيو ژبو په اړه دشوي حكم هيڅ ذكر نه كيږي چي ددي څخه تاسو اټكلي كوي شي دهغه زور وره ډله په  دي بريالۍ شوي ده چي دوي خلګه دخپلو مورنيو څخه بيګانه كړي او دارښتيادي چي ځموږ ځوان كهول دخپلي مورني ژبي سره هيڅ اړيكي نه ساتي وائي خو پښتو خود نورو ژبو توري او ټكي بي دريغه په كښې ګار وي داځكه چي په ښوونځي كښې وماشومانو ته په خپله مورني ژبه زده كړي ته وركول كيږي ددي سره سره چي ټول نړۍ وال په دي په يوه خولي دي چي يوه ماشوم ته لومړي زده كړي پخپله مورني ژبي وركول ډېر اړين او ضروري دي.
               ليك ډېر اوږ دشوخو خپل داليك په دي هيله پائي ته رسوم چي لوئي څښتن دي دپښتواكيډمي كوټي دهغه چيړن غونډه بريالۍ كړي او ددي دڅنګه په دهغه غونډه كښې داسي پريكړي وشي چي دپښتو ژبي ناخوالي نه يواځي په ګوته شې بلكي په شوو پريكړو پشپړه عمل هم وكول شي او دپښتو دودي او پرمختيادپاره داسي تلاره وتراشل شي چي دهري برخي ليكوال شاعران او رڼ انده په هغه عمل وكړي او ددي دڅنګه وپښتو او نورو ژبو ته هغه برخه وركړي چي كوم ورته ټاكل شوي دي دلته ورځپاڼي مجلۍ او كتابونه تر چاپ تيريږي بازار ته راځي خو دراينولو څوك نه ليدل كيږي او دپښتو ورځپاڼه مجله او كتاب رانيول داسي ورته ښكاره كيږي لكه دانګارسكروټه چي په لاس كښې اخلي.
  چي خيرخواله وطن نه ي ملنګ جانه
                                                                        غرض دا چي نه پښتون نه انسان دي
                                                                                       (اروښاد ملنګ جان)

- عبدالبجار كاكړ
بېرته شاته