(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو ( ی ) ګانې ی ې ي ئ ۍ

[04.Sep.2015 - 18:06]

ليک : محمد اسماعيل يون
په پښتو ژبه كې د بل هر توري په شان (ى) ګانې د كارونې ځانګړي ځايونه لري. كه چېرې په نثر او نظم كې هر يوه پر خپل ځاى وكارول شي نو د متن په روانۍ، اسانۍ، مانيزي څرګندونې او خوږلنۍ كې به ډېره مرسته وكړي. خو كه چېرې دا (ى) ګانې پر ځاى او خپله بڼه ونه كارول شي، نو لوستونكى د متن په لوستلو كې ټكنى كيږي او كله كله دې ته مجبوريږي چې د جملې پاى ته ځان ورسوي او بيا له سره د جملې روغه بڼه ولولي. دا د دې مانا وركوي چې د پښتو هر لوستونكى د پښتو د هر كتاب متن دوه ځله لولي. كله كله د (ى) ګانو د ناسمې كاريدنې له كبله يوه كلمه، جمله يا تركيب همغه د ليكوال غوښتتې مانا هم نه شي رسولى او لوستونكى له ذهني ستړيا سره مخامخوي. هغه كسان خو لا له ډېرو ستونزو سره مخامخوي چې پښتو ليك لوست يې پوره او بشپړ نه وي. د راډيو، ټلويزيون او د نورو غونډو وياندويان هم د (ى) ګانو د نه مراعت له كبله له سختو ستونزو سره مخامخيږي او كله كله دومره ستره تېروتنه كوي چې د متن اصلي مانا ته چورلټ بدلون وركوي. په پښتو كې د بل هر توري په انډول د (ى) ګانو كارېدنه زياته ده. دا ځكه چې پښتو (ى) ګانې په حقيقت كې (پنځه) بېل بېل غږونه (واولونه) او دوه (=درې) يې غبرګ غږونه (ديقتونګونه) دي.
پښتو ژبپوهانو د پنځه وو بېلا بېلو غږونو لپاره يو ګرافيم (انځور) ټاكلى او اصلاً ستونزه له همدغه ځايه پيليږي. خو دا ستونزه په (ى) ګانو كې د شكلي بدلون او د ټكو د تغير په وجه تر يوه بريده له منځه وړل شوې ده. عام لوستونكي دې پنځه وو بېلا بېلو غږونو (اوازونو) ته په يوه سترګه ګوري او زياتره يې ګرد سره د توپير په كيسه كې هم نه دي. ډېر پښتانه ليكوال او چاپ چارې د دې (ياګانو) د كاريدنې پر ځاى، ارزښت او بڼې باندې پوهيږي. ځينې يې په ليك كې مراعت ته ډېره پاملرنه كوي. خو ځينې يې بيا پر مراعتولو ځان ستړى كوي. هغه آثار او كتابونه چې د (ياګانو) پوره مراعت پكې شوى وي. لوستونكي ورسره زياته ليوالتيا ښيي. د دې لپاره چې په راتلونكو چاپي كتابونو كې د دې تورو (د بېلا بېلو ياګانو) مراعت وشي او يا هغو كسانو ته چې تر اوسه لا د دې تورو په دقيق استعمال او كاريدنه كې ستونزې لري او يا پرې نه پوهيږي، د هغو د معلوماتو لپاره دلته د دې تورو (ياګانو) په اړه څو څرګندونې كوو.
۱- ى (ay):
دې تر نرمه (يا) وايي، ځينې يې بې ټكيو (يا) هم بولي. دا (ى) په حقيقت كې له دوو غږونو څخه جوړه شوې ده. يانې يو غبرګغږ (ديفتونك) دى چې ېو غږ (a) يې خپلواك (واول) او بل  نيم واك (سيمي واول دى). يانې (ى =ay). د كاريدنې ځايونه يې دا دي:
- په زياترو مفردو نارينه نومونو كې چې يا د وينا له مخې او يا په حقيقي ډول نارينه وي راځې، لكه سړىْ منګى، لرګى، زمرى، پرګى، پسرلى، منى.
- په ځينو كړونو (فعلونو) كې راځي لكه: تللى، خوړلى، ګټگلى، ليكلى، وېشلى، ژړلى، خندلى، كړى، وړى، مړى، پړى.
- په ځينو نسبي نومونو كې هم كاريږي لكه: كندهارى، ننګرهارى، پېښورى، كابلى...
- هغه نومونه او فعلونه چې په (ا=ay) پايته رسېدلي وي، لكه: ځاى، چاى، كابل باى، راتلاى او ځينې نور...
۲- ي “I” :
دې ته څرګنده يا معروفه (يا) وايي. دا يو خپلواك غږ (واول) دى. د كاريدنې ځايونه يې دا دي:
- زياتره هغه مفرد نارينه نومونه چې په (ى=ay) پايته رسېدلي وي، د هغو د جمع كولو لپاره لكه: سړى = سړي، منګى = منګي. پسرلى = پسرلي او نور.... سړى په (ان) هم جمع كېداى شي، سړى = سړيان.
- زياتره هغه يو ګړي (مفرد) نارينه نومونه چې مفرد شكل يې په (ى=ay) پای ته رسيدلى وي. د هغو د بدلېدونكي (مغير) حالت لپاره لكه: سړى وايي (اصلي حالت). سړي وويل اوښتى (مغير) حالت. منګى اوبه لري (اصلي حالت) زمري غوښه وخوړه (اوښتې بڼه) او داسې نور....
- په ځينو نسبتي ستاينومونو كې لكه: ځي، راځي، خوري، نه خوري،مري، وړي، بولي، ولي او نور...
- په ځينو مفردو كسبي نومونو كې هم كاريږي. لكه:موچي، دوبي، توپچي، تبله چي، ربابي، كبابي او نور...
۳- ې (e) :
دې ته اوږده (يا) وايي. دا يو خپلواك (واول) غږ دى. د كارېدنې ځايونه يې دا دي:
- زياتره هغه مفرد ښځينه نومونه چې په زور (a=o) پايته رسېدلى وي. د هغو د جمعى له پاره. لكه: پاڼه = پاڼې، لمبه، لمبې، ډيوه=ډيوې، پلوشه = پلوشې، وړانګه = وړانګې او داسې نور...
- د هغو ښځينه نومونو د اوښتې بڼې لپاره چې اره بڼه يې په همدې زور (a=o) پايته رسېدلې وي لكه: پلوشه راغله (اصلى حالت)، پلوشې ډوډۍ وخوړه (اوښتى حالت)، ډيوه له لرې ښكاري (اصلي حالت)، د ډيوې رڼا ته ناست دى (اوښتې بڼه). لمبه سره او شنه ده (ار حالت). د لمبې رنګ سور دى.
- په ځينو مفردو ښځينه نومونو كې لكه: ناوې، ادې.خواښې او نور...
- په ښځينه نومځرو (ضميرونو) كې لكه دې، هغې.
- په ځينو فعلونو كې لكه: ژړلې، خندلې، وېلې، خوړلې، ليكلې، څكلې، څښلې او نور...
۴- ۍ (ay):
دې ته زوركى والا (يا) وايي، دا له دوو غږونو جوړه شوې چې يو يې خپلواك (a) او يو يې نيمواك  دى چې دواړه په ګډه يو غبرګغږ (ديفتونګ جوړوي). دا (ۍ) په زياترو مفردو ښځينه نومونو كې راځي لكه: نړۍ، وړۍ، شړۍ، ګلالۍ، ملالۍ، مړۍ، ځولۍ، خولۍ، او داسې نور...
- د ځينو هغو نسبتي ستاينومونو د اوښتې بڼې لپاره هم راځي چې په (ي) پايته رسيدلي وي: لكه هغه ډيره خوشحالي وكړه (اصلي حالت). هغه له ډيرې خوشحالۍ پر ځان نه پوهېده (اوښتې بڼه). سوكالي دې غواړم. ستاسې د سوكالۍ په هيله او داسې نور...
۵- ئ (aY):
دې ته همزه لرونكې (يا) وايي. دا له زوركۍ والې (ۍ) سره په وينګ (تلفظ) كې هېڅ توپير نه لري، دواړه يو ډول غږونو څخه جوړې دي. يانې دا هم يو غبرګغږ دى چې يو غږ زوركۍ والې (ۍ) سره يې د كاريدنې ځايونه توپير كوي.
يانې دا چې زوركى واله (ۍ) په نومونو او د ځينو ستاينومونو د مغيره حالت لپاره او همزه لرونكې (ئ) په فعلونو كې راځي. په ځانګړي ډول د امر او نهې په فعلوونو كې لكه: وخورئ، كېنئ، مه كينئ، پاڅئ، ځئ، راځئ او نور...
ځينو ته كېداى شي دا پوښتنه پيدا شي چې (ئ) ته اړتيا نه وه. يوازې (ۍ) بس وه. دلته بايد وويل شي چې د دې (ياګانو) په مرسته د هغو فعلونو او نومونو توپير كېدلى شي چې تلفظ يې يو شى وي خو مانا يې بېله وي. ځنې وختونه موږ داسې وييونو يا كلمو سره مخامخيږو چې د همدې دوه ډوله (ياګانو) په واسطه يې توپير كولاى شو.
لكه: هغه كړئ ؟ ( هغه كار كوئ)، هغه كار كړۍ ( هغه حلقه)
د كلمو په پاى كې د (ياګانو) د كارونې د پورتنيو يادونو تر څنګ د كلمو په منځ كې هم د ياګانو كارونې ته پاملرنه پكار ده. كه چيرې د كلمو په منځ كې د هغو سمه كارېدنه ونه شي، تر هغه پورې چې د ويل كېدونې كلمې څخه وروسته كلمه ونه لوستل شي، د كلمې په مانا كې د بدلون د پېښېدو امكان شته، لكه تېر(تېر مهال)، تير (لرګى). كه دا دواړه ېو ډول (تير) وليكل شي توپير به يې ونه شي، يا څيرې (شلېدلى) او څېرې (قوارې) كه يو ډول وليكل شي، او يا لكه: پير (لارښود) پېر (مهال). نو مانيز توپير به يې ونه شي.
په زياترو هغو كلمو كې چې په منځ يا پاى كې يې (يا) راغلى وي. كه د هغو دقيق او اره بڼه وكاروو. نو د كلمې له درست وينګ سره به مخ شو او د ډيرو مانيزو ستونزو مخنيوى به وكړو. خو له دې سره سره د كلمو، په ځانګړي ډول د هغو تركيبي كلمو په منځ كې چې د ېو ځاى كيدن اړتيا يې وي. د ځينو (ياګانو) بڼې نه شي مراعتېدلې، لكه نړۍ+وال= نړيوال. د نړيوال په تلفظ كې د زوركۍ والې (ۍ) غږ څرګند دى. بله بېلګه يې ګاډۍ+وان=ګاډيوان او داسې نور...
(ى) هم په منځ كې په خپله بڼه نه شي راتلاى، مجبور يو چې له (ي) څخه د (ى) په توګه ګټه واخيستل شي، لكه لوى + والى = لويوالى.
د دې يادونو تر څنګ كېداى شي د ځينو لوستونكيو په ذهن كې د دې (ياګانو) نومونه. د كارېدنې ځايونه او بڼې تر ډيره وخته پاتې نه شي. يا دا چې دې (يا) ته څه وايي او يا دې بلې ته څه وايي! كېداى شي د دې ټولې ليكنې چاڼ يوې جملې ته راټول كړو. داسې چې لوستونكى دې دا يوه جمله په ياد كړي او بيا چې په هره كلمه كې كومه (يا) راغلې وي هغه دې په همدې جمله كې د راغليو ياګانو په وزن كې واچوي او په همغه بڼه دې وليكي. دا جمله كېداى شي په دې ډول وي: تل دې وي انسان پالنه په ټوله نړۍ كې، سره يو شئ دا زموږ ارمان دى.
اوس نو كه په هره كلمه كې (يا) راغلي وي. د همدې (ياګانو) په وزن او له همدوى سره د ورته والي له مخې يې بڼې ټاكلى شئ! لكه شيدې، مستې. څرنګه چې په شيدې كې (دې) برخه د (تل دې) سره ورته والى لري. نو بايد چې (ې) وكارول شي. او (شي) له (وي) سره په وزن كې ېو شان ده. نو بايد (ي) وكارول شي. همدارنګه په (مستې) كې (تې) برخه د (دې) په وزن ده بايد چې (ې) وكارول شي. (شړۍ) د (نړۍ) په وزن او (شړئ = مه شړئ) د (شئ) په وزن راځي. سړى د (دې) په وزن دى. نو بايد همدا ډول (يا) وكارول شي.
پای.

 

- محمد اسماعيل يون
بېرته شاته