(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

آزادي، انقلاب او پښتانه

[07.Sep.2015 - 12:42]

لیک: شاهین بونیری 
په موجوده حالاتو کې له سواته تر وزیرستانه په زرګونو تعلیمي ادارې په بمونو الوځول شوي دي. آیا په دې انقلاب یا ازادي لاریون کې د دغه تعلیمي ادارو د بیا جوړولو څه پلان وړاندې کړل شوی دی؟

په پاکستان کې د پخواني پوځي دیکټېټر ایوب خان له صنعتي انقلابه راواخلې د پخواني وزیر اعظم ذوالفقار علي بوټو تر سوشلسټ انقلابه، او  د پخواني جنرال او صدر ضیا الحق، د جماعت اسلامي او د  نورو مذهبي ګوندونو په ګډون د مسلم لیګ تر شنه انقلابه بیا د عوامي نېشنل ګوند او نورو کیڼلاسو سیاسي ګوندونو تر سره انقلابه بیلابیل نومونه مخې ته راغلي دي، سیاسي ماحول يې تود کړی دی، بحثونه يې راپارولي دي خو ډیر ژر تېر شوی دی او بیا له خلکو هېر شوی دی.
انقلاب بدلون راولي ـــــــ خو دغه انقلابونو هغه بدلونونه نه دي راوستي د کومو چې یې دعوې کړې وي.
د پښتنو په نوي تاریخ کې د یو پښتون په توګه زه په دې خاوره یو انقلاب پېژنم او هغه د ۱۹۳۰ مې په لسیزه کې د باچاخان د خدايي خدمتګار تحریک هاغه انقلاب وو چې د هندوکش په لمنو کې دېره پښتانه يې رابیدار کړل، سیاسي شعور يې ورته ورکړو او د عدم تشدد له لارې يې قامي مبارزې ته تیار کړل
.
په پاکستان کې د ترهه ګرۍ د بې شمېره پېښو او په پوځي عملیاتو کې د لکونو خلکو له بېکوره کېدو  وروستو اوس یو ځل بیا د ازادۍ او انقلاب خبر کېږي، بحثونه کېږي او د میډیا په چېنلونو داسې سیاسي مشرانو ته څلور ویشت ساعته وخت ورکول کېږي چې د طاقت سرچشمه يې ولس نه بلکې د هیواد مقتدره حلقې دي

زه د ازادۍ په نامه د یو سیاسي ګوند پر لاریون څنګه باور کولی شم کله چې په قبایلي سیمو کې په لکونو پښتانه قبایل د ازادۍ د اته شپیته کالونو باوجود تر یو غېرانساني نظام لاندې ژوند کوي او له بنیادي انساني حقونو بې برخې دي. آیا په دې ازادي مارچ کې د دغه قبیلو د ازادۍ او هغوی ته د هېواد د یوشان اوسېدونکو د حقونو خبره یا وعده شوې ده؟ زه خو دا فکر کوم چې ازادي مارچ باید د لاهور پر ځای له خېبره یا وزیرستانه پیل شوی وای ځکه چې د دغه سیمې ولس تر اوسه د پولیټیکل اېجنټ او وسله والو ډلو غلامان دي
.
خو وړومبی راځئ چې د انقلاب خبره وکړو. انقلاب څه ته وايي؟
په موجوده حالاتو کې له سواته تر وزیرستانه په زرګونو تعلیمي ادارې په بمونو الوځول شوي دي. آیا په دې انقلاب یا ازادي لاریون کې د دغه تعلیمي ادارو د بیا جوړولو څه پلان وړاندې کړل شوی دی؟
د یو تاریخي عمل په توګه ــــــ انقلاب د هغه غورځنګ په معنا دی چې اکثره له تشدده ډک وي او موخه يې د یو زوړ نظام له مینځه وړل او د ټولنې په اساسي ادارو کې یو پیاوړی بدلون راوستل وي
.
په اتلسمه عیسوي پېړۍ کې د فرانسې انقلاب په نتیجه کې بادشاه له تخته راګزار کړل شو او له سره راواخلې تر بېخه د ټولنو د بیا جوړولو هڅې وشوې. هم له هغه وخته انقلاب او تشدد له یو بل سره تړلي ټکي وګرځېدل.
 په شلمه عیسوي پېړۍ کې ډېرو انقلابي مشرانو په ۱۹۱۷ کال م کې د ولادمیر اېلیچ لینن په مشرۍ له روسي انقلابه الهام واخیستو. لینن د کارل مارکس پ دې خبره باور لرلو چې د ټولنې لپاره د تاریخ له یوه پړاوه بل پړاو ته د تګ لپاره انقلاب اړین او مهم دی.  په شلمه عیسوي صدۍ کې د ایران انقلاب د انقلابونو یو بله نمونه ده. په ایران کې د ۱۹۷۹ م د انقلاب موخه دا وه چې ګنې ټولنه ډېره سیکولر شوې ده او غربي قدرونه او کلتور ورباندې غالب شوی دی نو د دې لپاره د اسلامي اصولو او قدرونو په رڼا کې د ټولنې بیا جوړښت پکار دی
.
زه به په دې لاریونونو کې هله د شریکېدو فکر کوم چې ماته په دې خاوره کې د خپل ژوند او قامي وجود په اړه د ځینو پوښتنو جواب ترلاسه شي. په موجوده حالاتو کې له سواته تر وزیرستانه په زرګونو تعلیمي ادارې په بمونو الوځول شوي دي. آیا په دې انقلاب یا ازادي لاریون کې د دغه تعلیمي ادارو د بیا جوړولو څه پلان وړاندې کړل شوی دی؟
شلمه پیړۍ د انقلابونو هغه وه او د نړۍ په ډېرو سیمو او هېوادونو کې د اروپايي او امریکايي امپراتورۍ پر ضد خلکو پاڅون وکړو او انقلابونه يې راوستل
.
انقلاب په ټولنه، کلتور، اقتصاد او سیاسي ادارو کې لوی بدلونونه راولي.
د برصغیر د ازادۍ ستر مبارز خان عبدالغفار خان «باچا خان» وینا ده چې انقلاب عالمان او پوهان غواړي. د انقلاب لپاره وړومبې خبره هم دغه ده چې ټولنې د سیاسي، کلتوري او اقتصادي ستونځو پوهه ترلاسه کړل شي، د هغې تجزیه وشي او بیا د دغه ستونځو په نتیجه کې د ولس غوښتنې اوسیاسي فکر منظم کړل شي او د سیاسي انقلابي نظریې یا مفکورې په شکل کې ولس ته په داسې انداز  وړاندې کړل شي چې د ټولنې ټول غړي ورباندې پوهه شي. د دغه پوهې په نتیجه کې وړومبې د انقلاب هدف ټاکل کېږي او د دغه هدف پر لور د مزل پیل کیږي. انقلاب د عمل نوم دی. تشې خبرې او ادعاوې ټولنه نشي بدلولی. د انقلاب لپاره دا خبره هم مهمه ده چې ولس په کومو حالاتو کې ژوند کوي له هغه حالاتو بیزاره وي، غوسه وي او د سیاسي عقیدې په بنیاد دغه حالات بدلول غواړي
.
د پښتنو په نوي تاریخ کې د یو پښتون په توګه زه په دې خاوره یو انقلاب پېژنم او هغه د ۱۹۳۰ مې په لسیزه کې د باچاخان د خدايي خدمتګار تحریک هاغه انقلاب وو چې د هندوکش په لمنو کې دېره پښتانه يې رابیدار کړل، سیاسي شعور يې ورته ورکړو او د عدم تشدد له لارې يې قامي مبارزې ته تیار کړل.
د پښتنو وطن له قدرتي وسیلو ډک دی، د ځنګلونو او ښایستونو وطن دی، د رنګونو وطن دی او د سیندونو وطن دی. بیا هم زه بې روزګاره یم، بې وطنه یم، او بې وزله یم. زما د وطن په وسیلو زما د واک غوښتنې ته ولې د غدارۍ په نظر کتل کیږي؟
دغه انقلاب دا وطن د فیرنګي له غلامۍ ازاد کړو او دا اوس چې پښتانه څه نا څه سیاسي شعور لري هم د دغه انقلاب برکت دی. دغه انقلاب ولې خپل منطق انجام ته ونه رسید، دغه یو جلا بحث دی.
زه به په دې لاریونونو کې هله د شریکېدو فکر کوم چې ماته په دې خاوره کې د خپل ژوند او قامي وجود په اړه د ځینو پوښتنو جواب ترلاسه شي
.
په موجوده حالاتو کې له سواته تر وزیرستانه په زرګونو تعلیمي ادارې په بمونو الوځول شوي دي. آیا په دې انقلاب یا ازادي لاریون کې د دغه تعلیمي ادارو د بیا جوړولو څه پلان وړاندې کړل شوی دی؟
د ترهه ګرۍ په پېښو او بریدونو کې په زرګونو پښتانه ماشومان، سړي او ښځې وژل شوي دي. په دې لاریونونو کې د دغه شهیدانو د وینې څه ذکر شته او پ دغه پیښو کې ککړو خلکو ته د سزا ورکولو څه اصول ټاکل شوی دی او کنه؟
د پښتنو وطن له قدرتي وسیلو ډک دی، د ځنګلونو او ښایستونو وطن دی، د رنګونو وطن دی او د سیندونو وطن دی. بیا هم زه بې روزګاره یم، بې وطنه یم، او بې وزله یم. زما د وطن په وسیلو زما د واک غوښتنې ته ولې د غدارۍ په نظر کتل کیږي؟
ایا د ازادي او انقلاب لاریونونو مشران ما ته د دې پوښتنو ځواب راکولی شي؟ چې کله ماته ځواب ترلاسه شي او دغه ځوابونه د ادعاو او نعرو پر ځای په ريښتیاو او غیرجانبدارۍ ولاړ وي نو بیا به زه هم اسلام اباد ته لاریون ته ځم!

- شاهین بونیری
بېرته شاته