(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لاریون ولې ضروري نه و؟

[08.Sep.2015 - 16:51]

لیک: مجيد قرار

په دې کې شک نشته چې افغانیت د افغانستان وجودي فلسفه تمثیلوي.  دا ملت چې ملت دی، تر یوه نامه لاندې ملت دی او چې دا نوم نه وي، دا ملت نشته. لکه څنګه چې په سوداګرۍ کې وایي چې د یوه شرکت نوم د هغه شرکت نیمه سرمایه ده،

دغسې د ملت جوړونې په بحث کې هم دغسې یو نوم یوه یوه عظیمه سرمایه بللای شو چې له پېړیو پېړیو یاد شوی، د نړۍ د ګوټ ګوټ د انسانانو په لاشعور کې کښېنستلی، د استرالیا د جوړېدلو له وخته د استرالیا په تاریخ کې، له لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې سره د جرمنیانو په ذهن او د ترکانو په زړه کې حک شوی، د نړۍ په شاهي او ملي موزیمونو کې په دې نامه د یوه مغرور او ستر هېواد د پاچهانو ډالۍ ایښي او د هندوستان د تاریخ په زړه کې د یوه کلیشوي اتل او اسطوروي کردار تر حده پېژندل شوی دی.

د افغانستان جمهور رئيس د هندوستان د سفر په دوران کې په دې دلیل، پر یوه مهم فورم رابندر نات ټاګور د کابلي والا داستان نېکه یادونه وکړه چې دې داستان د افغانستان پلازمینې کابل ته داسې برانډ ورکړی چې په ملیاردونو ډالره ارزي.

د همدې نامه دروندوالی او لویوالی د دې خبرې یو عمده دلیل دی چې باید واړه خلک یې د وړو سیاسي عقدو د ایستلو او وړو سیاسي اهدافو، څوکیو، او موقفونو ترلاسه کولو او خپل مخالف د ځپلو لپاره ونه کاروي.
په دې کې هم شک نشته چې افغان تل پر دې لوی او ویاړلي نامه ویاړېدلي، نازېدلي او د هغه یې قدر کړی دی.

افغاني غیرت، غیرت افغاني، غرور افغاني، افغانیت، هغه اصطلاحات دي چې له واخانه، د سلیمان تر غرو، تر شمشاده، له آمو تر اباسینه، ټولو یو رنګ کارولي.

له بلې خوا، په سیاسي صحنه کې هغو وګړیو چې کسب و کمال، طرحه او پروګرام، ایډیالوژي او فکر، منشور او منطق نه لري، تل د عملي، ځمکینیو، او مشخصو موضوعاتو پر ځای پر آفاقي، عمومي مقبولیت لرونکیو او په عامه احساساتو پورې تړلیو مسایلو سیاست کوي.

د نړۍ په ځینو هېوادونو کې په عمومي او ټولمنلیو ارزښتونو د سیاست کولو اجازه نشته. دا ځکه چې که یوه ډله د عمومي ارزښتونو ټېکه داري په لاس کې واخلي، بله ډله ځان په اوتوماته بڼه پردی او اجنبي احساسوي او ضرر یې عمومي ارزښت ته رسېږي.

له بده مرغه، له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې افغانستان د اسلام په نامه ړنګ بنګ، ګډ بوډ کړای شو. علت یې دا و چې یوه ډله را پورته شوه، ځان یې د دین ټېکه دار کړ. بهرنیو استخباراتو پړي پکې واچول، او ټول ملت یې پرې لوټې لوټې کړ. هغه زمانه د هغې ډلې له برکته اسلام فېشن شو.

هوټلي پر خپل هوټل د اسلامي هوټل نوم کېښود، سیاستوال پر خپل ګوند، د روغتون مالک پر خپل روغتون، پوهنتوني پر خپل پوهنتون او د ښوونځي مالک پر خپل ښوونځي.

د دې کار تر ټولو لوی ضرر دین ته ورسېد. دیني طبقه بدنامه او دین مو د پردیو استخباراتو د نفوذ او لاسوهنې وسیله شوه.

په دې وروستیو کې، د نوي نظام له راتګ سره سم، د اسلامي وروستاړي ځای ملي وروستاړی شو. په لسګونو ملي ګوندونه را ووتل، د هر یوه تر یوه پرپړه اوږده نامه وروسته ملي راغی. ورځپاڼه هم ملي شوه، ټولنه هم ملي شوه، پر شخصي تلویزونونو شعارونه هم ملي شول، او د شخصي تلویزیونونو مالکانو خپلې ګډې وډې څېرې د ملي څېرو په کتار کې
ودرولې.

واضحه خبره ده چې بهرنیو استخباراتو مليوالي پاسورډ ترلاسه کولو ته هم را ودانګل. د دې کلیمې په مالکیت پسې شول چې ورو ورو، له دې نامه څخه هم د خپلو نظامونو، خپل وجود او خپل ثبات پر خلاف د افغانانو د کارولو لپاره کار واخلي. دا تحرکات لومړی سر هغه وخت پیل شول چې د افغانستان تېر ولسمشر د ستراتیژیک تړون پر سر له امریکایانو سره په جدي مباحثه کښېووت.

هغه وخت امریکایانو وغوښتل چې حامد کرزی د افغانستان را تلونکي څخه و وېروي، او ورته ووایي چې که تړون لاسلیک نشي، نو افغانستان به خامخا په کورنۍ جګړه کښېوزي. د دې تبلیغ او منطق د تقویې لپاره ځینو خاصو حلقو ته امکانات ورکړل شول چې د یوه او بل قوم په ښکنځلو د قومي شخړو بازار ګرم کړي. په دې منځ کې ځینو خلکو خپل ملګري اختطاف او دې موضوع ته یې قومي رنګ ورکړ.

په دې وروستیو کې د ملي توري د بشپړ استخباراتي کېدلو، سوداګریزو کېدلو او سیاسي کېدلو یوه پراخه پروسه پیل شوه چې له یوې خوا د اختلاف درزونه پراخ او له بل پلوه، سیاسي سوداګرو ته د نظام، ثبات، او ملي وحدت پر خلاف د ولسي احساساتو د کارولو موقع ورکړل شي. د دې کار لپاره ترټولو مناسب بحث، له تذکرې څخه د افغان د تورې د لرې کېدلو او بیرته ځای پر ځای کېدلو بحث و.

اول سوال خو دا دی چې دا توری چا لرې کړ؟ ولې یې لرې کړ؟ په څه طریقه یې لرې کړ؟

دا توری د تېر ولسمشر کرزي د کابینې د عدلیې وزیر لرې، د هغه وخت کابینې منظور، او د هغه وخت د ولسمشر لخوا د خپلو زر خریدو وکیلانو په وسیله له پارلمان څخه تصویب کړای شو. دا کار په ډېره مرموزه، استخباراتي او مغرضانه طریقه ترسره کړ. استخباراتي طریقه یې ځکه بولم چې د افغان توري لري کوونکیو هیڅکله موضوع رسنیزه نه کړ.

ټول کار یې په پټه وکړ او تر پایه یې په پروسه کې د خپلو ګوتو خاپی پرېنښود. دا چې دا کار یې ولې وکړ، د دې دوه لاملونه کېدای شي.

لومړی خو دا چې استخباراتي کړیو قصداً غوښتل چې د ملت تر منځ د درز اچولو او له مهمو مسألو څخه د افغانانو د ذهن اړولو لپاره یې د یوې حربې په توګه وکاروي. دوهم دا چې یوه ډله فاشیستو لنډه غرو تر پروړه لاندې اوبه تېرې کړې او د تخنیکي دلایلو پر بنسټ نه، بلکې د قومي او فاشیستي دلایلو پر بنسټ یې دا توری پټ په پټه له تذکرې څخه و ایست.

یو کمزوری احتمال دا دی چې دا توری دې د تخنیکي استدلال پر اساس، په دې دلیل چې تذکره هسې هم یواځې افغان ته ورکول کېږي، او د
افغانستان تابعیت د افغان معنا ورکوي، ایستل شوی و.

خو دلیل چې هرڅه و، دا غلط، د ملي روحیې خلاف او مغرضانه کار د تېر ولسمشر د کار پر مهال وشو. قانون جوړ، منظور، تصویب، او توشیح شو. توشیح داسې شو چې د ولسمشر پر مېز پنځلس ورځې پرې واوښتې او پر هر قانون چې پنځلس ورځې د ولسمشر پر مېز واوړي، هغه که رد نه شي، نو په اوتومات شکل توشیح شوی ګڼل کېږي.

لنډه دا چې دا ستره ملي شخړه هم، لکه د لسګونو نورو ملي ستونزو، لکه د کابل بانک د شخړې، لکه د امنیتي تړون د شخړې، لکه دوهم دور ته د ټاکنو د قصدي بیولو، لکه د خالي خزانې د په میراث رسېدلو، لکه له امریکا او لویدیځ سره د اړیکو د ستونزې او لکه د لسګونو نورو ستونزو، دا شخړه هم نوي حکومت او سرګردانه ولسمشر ته په میراث پاتې شوه.

نوي ولسمشر، چې پر دې ټولو ستونزو یې همزمانه کار پیل کړ، د کابل بانک ناکامي یې په یوه بریا بدله کړه، له لویدیځ سره یې اړیکې تر بل هر وخت بهتره کړې، افغانستان ته یې ۱۶ ملیارده ډالره را پیدا کړل، او پر لسګونو نورو پروسو یې کار پیل کړ، د ټولو ترڅنګ یې، د تذکرې پر مسأله هم جدي څېړنه وکړه.

د ولسمشر لومړی کار دا و چې د توشیح شوي قانون تعدیل ته لاره برابر کړي. البته د ولسمشر لخوا د تذکرې د تعدیل هڅه یواځې د افغان کلیمې د ځایولو لپاره نه، بلکې د تذکرې په څلورو برخو کې د جدي ستونزو له امله وه چې په دې څلورو کې دری ستونزې مستقیماً په قانون پورې اړه لري.

په دغسې وخت کې چې ولسمشر په جدي هڅه بوخت و، یو عالم نورې شخړې موجودې وې، هره ورځ د ولسوالیو د سقوط خبرونه راتلل، په کابل کې د اویاوو هېوادونو استاځو د افغانستان پر راتلونکي خبرې کولې، پر ولسمشر د کابل د رسنیو، بهرنیو سفارتونو، ملګرو ملتونو، داخلي مخالفینو، په تېره د اجرائیې د ملګرو لخوا د تذکرې د قانون د عملي کولو لپاره جدي فشارونه روان و، یو شمېر هغو وګړیو چې له حکومت څخه دوی ته په نقش نه ورکولو خفه ول، د خلکو د تحریک هڅې پیل شوې.

دا کسان د ولسمشر د ټیم لخوا بیا بیا را وغوښتل شول، د دوی ټولو سوالونو ته ځواب وویل شو. دوی ته د ولسمشر د جدیت پوره اطمینان ورکړل شو او له دوی څخه د صبر او حوصلې تر څنګ د ولسمشر د تصامیمو د ملاتړ غوښتنه وشوه. دوی ته دا وویل شول چې تاسې څه غواړئ، ولسمشر غواړي هغه او تر هغه زیات ستاسې لپاره وکړي. تاسې یواځې دا غواړئ چې د افغان کلمه دې بیرته ځای پر ځای شي، ولسمشر غواړي چې د تذکرې ټیم دې اصلاح او ملي، د تذکرې قانون دې تعدیل، د تذکرې د ادارې حقوقي حیثیت دې بدل، د تذکرې دوولس جدي تخنیکي ستونزې چې د افغانستان ملي امنیت او ملي اسرارو ته ګواښ پېښوي، هوارې او د تذکرې قرارداد چې له فساده ډک دی، سم شي. دا داسې ده، لکه یو څوک چې تا ته موټر درکوي او ته په موټر کې یواځې نمبر پلېټ غواړې، یا لکه د یو چا چې کور غلا شوی وي او هغه یواځې دا غواړي چې په کور دې زما نوم ولیکل شي.

له بده مرغه، دې سیاسي غرضي مرضیانو هیڅ وخت ونه غوښتل چې د ولسمشر او د هغه د ټیم خبره واوري.

د دې لامل واضح و. لامل دا و چې یو خو دوی له حکومت سره له لویه سره عقده درلوده، او دا عقده یې له تذکرې پرته هم هر وخت پاللې وه. دوهمه دا چې دوی نه غوښتل د خلکو د تحریک دا لوی فرصت له لاسه ورکړي. درېیمه دا وه چې په دوی کې ځینې استخدام شوي وګړي ول او همدا دنده ورکړل شوې وه چې په دغسې حساس وخت کې له وړاندې څخه پروګرام شوی د ملي بې ثباتۍ پروګرام عملي کړي.

دوی قانع ول، خو نه قانع کېدل. د ولسمشر سلاکار ډاکټر خپلواک وایي، هر یوه ته مې بیل بیل وویل چې تاسې را ته ووایاست، ولسمشر تر دې زیات چې کوي یې، څه وکړي. هغه وایي، یوه یې هم ځواب نه درلود.

واضحه خبره ده چې د لاریون ګټې او تاوانونه دواړه درلودل، خو په دې کې شک نشته چې تاوان یې تر ګټې ډېر زیات و. ګټه یې دا وه چې دوی وایي په دې کار نظام تر فشار لاندې راځي. خبره دا ده چې تر اوسه خو غني تصمیم نه دی نیولی، او اطمینان یې هم درکړی دی.

د دوی د دې کار منطق هم د ملا نصرالدین منطق ته ورته دی. ملا نصرالدین ته خپل زوی ته د مستو دېګ ورکاوه چې دا د ګاونډي کره ورسوه، نو د دېګ تر ورکولو وړاندې یې یوه کلکه څپېړه وواهه. ماشوم په ژړا شو، مور یې ورته وویل چې ولې دې وواهه؟ وېلې چې مستې تویې نه کړي. وېلې نو تر اوسه خو یې تویې کړي نه دي؟ وېلې چې تویې یې کړي، نو بیا یې وهل څه فایده. نو دا خلک هم هماغه د ملاصاحب کاته کوي، او د پاکستانیانو خبره، برای احتیاط یې د نظام مخې ته څپېړې نیولي دي.

البته د لاریون تاوانونه ډېر ول. لومړی تاوان خو د لاریون له رهبرۍ او په منځ کې د مغرضو وګړیو له تصرفاتو څخه را ولاړ شو، چې د نظام حیثیت ته یې شدیده صدمه ورسوله. د افغانیت داعیه یې د افغانستان د نظام پر خلاف وکاروله. نظام یې افغان ضد، او یو څو جاسوس اشخاص یې افغان دوست معرفي کړل. دوهم تاوان یې د بې وخته اقدام و. دلته یوه نړیواله غونډه روانه وه. د اویا هېوادونو استاځو ته دا پیغام ورکړل شو چې افغانان لا پر خپل هویت صلاح نه دي. په ټول ښار کې یې یواځې زر یا یو نیم زر کسان افغانیت غواړي.

درېیم ضرر یې دا و چې د افغانیت پاکه او ملي داعیه یواځې د یوې منفورې ډلې او د جنرال طاقت، احدي، یون او نورو په څېر منفورو اشخاصو د شخصي او سیاسي ګټو لپاره، او د نظام او ولسمشر پر ضد وکارېده.

البته څلورم او تر ټولو لوی او اساسي ضرر یې دا و چې د افغان توری یې په لوی لاس له اتفاقیوالي څخه د تنازع او اختلافي توب مرحلې ته کش کړ. نور نو دا خبره رسمي شوه چې افغانان د خپل هېواد پر نامه شخړه لري. دوی دې پرېښي وای چې دا لاریون د افغان د کلیمې مخالفینو را ایستلی وای. هغوی دا کار نشوای کولای.

ورځه، که ځینې ملګري دا استدلال کوي چې نه، غبرګون ضروري و، ځکه چې مقابل لوری قوي، او نظام کمزوری و، نو بیا دا لاریون په اوس حالت کې په لاندې دلیلونو ضروري نه و:

1ـ دا بحث د کوڅې او لارې نه و. ځکه لومړی خو هیچا په رسمي کچه د افغان د کلیمې مخالفت نه کاوو. د یو شي چې مخالف نه وي، د هغه دومره ډنډوره کول څه ضرور و؟ دوهمه دا چې په کوڅه لاره کې هم هیڅوک د افغان مخالف نه و. نو چې یو څوک تا ته یو قلم په رضا درکوي او تا د هغه مخ ته سوکان نیولي وي، دا کوم معقولیت دی؟ دا بحث سیاسي و، او باید دا موندل شوې وای چې ولسمشر کرزي ولې له روغې تذکرې څخه د افغان او اسلام توري و ایستل شول؟ دلایل یې څه و؟ دا څوک دي چې قانوني پروسې یرغمل کوي؟ ولې اشرف غني ته دومره لویه شخړه په میراث پرېښودل شوه؟ که دغه خلک چې د افغان توری یې له تذکرې و ایست، د دې بحث په رسمي کولو نه شرمېدای، ولې یې په عام محضر کې کله د خپل کار دفاع ونکړه؟

2ـ دوهمه خبره دا وه چې ولسمشر خپل کار کاوو. اوس یې هم کوي. ما مخکې هم مثال درکړ. هغه ټول موټر درته را ستنوي، او ته یې یواځې نمبر پلېټ غواړې. هغه ټوله اداره بدلوي، ته یواځې په یوه توري پسې نښتی یې. هغه د قانون غټه برخه بدلوي، ته یې یواځې یوه ماده تعدیلول غواړې.

3- دا لاریون باید یا د قانون تر جوړېدلو مخکې شوی وای، یا بیا هغه وخت شوی وای چې غني خپل اجراآت بشپړ کړي وای. دا مرحله خو د هیڅ کار هم نه ده. د غني ستونزه دا ده چې تل خلکو د پروسې په منځ کې تر مرۍ نیولی وي. د تفاهملیک موضوع بشپړه نه وه، دوی نظام تر ستونې ونیو. د افغانستان نړیوال اعتبار ته یې شدیده صدمه ورسوله. د تذکرې مسأله د ولسمشر لخوا په جدیت او تر سخت فشا لاندې درول شوې ده، او دوی د غني عکسونه سوځي، او بیا په داسې ورځ چې بیا هم د اویا ملکونو استاځي زموږ لپاره د چندې کولو په منظور را ټول شوي دي.

په هر صورت، اوس لاریون وشو. که یې ګټه رسېده هم، ورسېده او که یې تاوان رسېده هم ورسېده. زما په نظر یې لومړی تاوان دا و چې د هغې داعیې تر شا چې باید کم لوی، واړه زاړه، پښتانه او غیرپښتانه، ښاري او اطرافي ټول ولاړ وای، او باید په ننګه یې سل زره کسان را وتلي وای، یواځې زر یو نیم زره د خاصو ډلو مربوط پښتانه را ووتل.

د افغان کلیمه رسماً اختلافي شوه. نن طلوع، یو تلویزیون، نړیوالې رسنۍ او د افغانیت ضد عناصر رسماً وایي او لیکي چې “واژۀ متنازع افغان”.

نن د افغانستان نور توکمونه رسماً ځانونه له افغان توري څخه بېګانه محسوسي او په ټولو رسنیو کې پنځه کسه ناپښتانه نه موندل کېږي چې د افغان کلیمې د ننګې خبره وکړي. زموږ ناپوهانو د ستمیانو تبر ته لاستی ور واچاوه چې ګواکې افغانیت تحمیلي دی. دلته خبره هماغه ده چې وایي، افغان په سمه دوزخ ته ځي، او په زور جنت ته نه ځي.

دا ټول تاوان داسې وخت ورسېد چې که لاریون شوی وای، که نه وای شوی، ولسمشر خپل کار، په خپله طریقه، په قانوني لاره ترسره کاوه. د تذکرې ستونزه یواځې د افغان او اسلام د ذکر نه ده. په تذکره کې یو عالم نور مرداری دی چې له اصلاح پرته یې د تذکرې وېش له سره ممکن نه دی.

Majeed Qarar

- مجيد قرار
بېرته شاته