(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارواني جګړي او وژني دڅه دپاره..؟

[09.Sep.2015 - 16:28]

لیک: عبدالجبار كاكړ

 كه څوك داخبره مني كه نه مني دارواني جګړي يواځي او يواځي داقتصادي ګټو دپاره يې نښلولۍ دي او ګټي هم دهغه زورور ودي چي دوي دهري لاري و هغه ته رسيدل غواړي كه څه هم و دهغه جګړو ته د مذهبونو ترمنځ وتوپيرنومونه يانور نومونه وركول كيږي خو دجګړو موخه يواځي او يواځي خپلي ګټي خوندي ساتل وي اوګټه اخستونكي دخير په غونډي ورته ناست وي خو دخاوري اوسيدونكي په بيلو بيلو نومونو ديوه او بل دپوه پناه كولو په جهاد بوخت دي خو يواځي وسلي او لګښتونه په يوه او بل نامه وهري ډلي ته ورسوي چي دهغه پخپلو كښې نه يواځي ووژني بلكي دسره سړي يې هم  په يوه او بل نامه دمنځ څخه يو شې چي بيادسردپورته كيدو څوك پاته نه شي چي دوي دخپلي خاوري او دهغه شتمنيو ساتنه وكړي چي قدرت د دوي په خاوره كښې زيرمه كړي دي او دوي د ډېره وخته څخه هم په دهغه شتمنيو ناز او وياړ كوي چي دوي به هم ددهغه معدني زير موڅخه يو وخت ګټه ترلاسه كړي چي وكولي شي چي خپل ولس څو كاله او خوشاله وساتي خو د روانو شخړو څخه داسي اټكل كيږي چي هم دهغه ارمان به د دوي كله هم ترسره نه شي ديدمرغي ځائي خو دا هم دي چي هم دهغه جنګيالۍ ډلي چي وشاته نور زورور ناست دي په پټو سترګو دګټي او دجګړي دګټلو په خاطر خپلي قامي شتمني او اقتصاد (لږو ډېر) داسي ورانوي او داسي لوټي لوټي كوي چي په بشپړه دنوروو مرستو ته په ګوډوشې او خپلي ټولي چاري هم د دوي په خيرات ترسره كړي او كه چيري داخيرات په ودرول شي نو دوي ديوه ولس په حيث دخواستخوالۍ سره مخامخ شي داهر څه موږ داوخت په خپلو سترګو ګورو او دپوهي خاوندان ډېر ښه په دهغه لوبه پوه دي او دتېرو دوو درولسيځو څخه هم دهغه لوبه روانه ده او دهغه بوبه به نوره هم دوام  كوي او دجګړي دهغه ځائي مشران به هغه وخت(سپيڅلۍ مشران) په ځان پوه شې چي او به په بشپړه تر وخت تيري شوي وي.

              موږ پخوا هم داخبره كړي وه چي جګړه دمذهبو او دفرقونه ده بلكې داجګړه په سلو كښې سل دګټو او داقتصاد جګړه ده چي زورځواكي يې هم ددي لاري ترلاسه كول غواړي چي تاسي يو بل په بېلا بيلونومو او پلمو سره وژني موږ به نه يواځي ستاسو دجګړو ننداره كوي بلكې خپلي ګټي به هم څارو په دهغه جګړو كښې دبشريت اوداسلام چي څومره سپكاوي كيږي څومره زيانونه چي رسيږي ځموږ يې په څه ولي چي موږ يې په كيسه كښې نه يو..؟ نن چي په افغانستان په عراق ليبيا شام يمن او نورو ملكو كښې چيري چي معدني زيرمي دي دهغه خو نړي جګړي رواني دي كله چادا فكر كړي دي چي جګړي ولي په ځانګړو سيمو كښې دوام لري چي ژوندي وړوكي بيلګه يېدپاكستان بلوڅ سيمه ده يا دقبائيلو شمالي وزيرستان يانوري خواوي دي لومړي يې ددهغه يادشوو هيوادو پوځي ځواكونه دمنځ څخه په يوه او بل نامه يو وړل بيايې چي څه وكړو هغه ټولو د ټولي نړۍ په مخ كښې ديوه غوړولي كتاب وارو دي چي دپوهي خاوندان ښه په پوهيږي يا خو دوي څه ويلي نه شي يا يې په وس كښې څه نه شته؟ ولي چي هر سړي هر كور هر څنډه هر كلۍ هر ملك يې يو دبل په سيالۍ كښې سره درولي دي او هغه وياړونه او عنحنات چي دقومونو پيژندنه ده دهغه دمنځ څخه دوړولو دپاره يې هر غيربشري لاره په مخه كړي ده ملكونه قامونه يې په بېلا بېلو ناخوالو او مشكلانو كښې راګير كړي دي چي غله ته وائي عمل دروان دي او كورواله ته وائي غل درغي چاچي لږ و ډېر رښتيا ويل هغه تهروركول او يوه داسي ويره يې وغوړوله چي داوخت هر سړي دخپل سوري څخه ويريږي مخ سړي ووژل شول خبريالان تهر ورشول ولسونه په اقتصادي مشكلاتو كښې راګير شول سياسي ګوندونه فلج او دكاره واستل شول ځكه چي ميدان چخالي شو او هر بغاړي په زياته بياد هغه زورځواكي خپلۍ ډول ډول لوبى باندي كوي آن داچي مسلمانان يې دالقائده طالب داعش بغدادي شعيه سني ديوبندي بريلوي وهابي سلفي كردي عربي شمالي او سويلي او دا ډول په بيلا بيلو ډلو سره ووېشل چي يوه ډله دبلي ډلي وينا او ريدلوته تياره نه ده دبده مرغه ځموږ دهغه مذهبي ډلي ولس داسي سره وويشي چي هر يو دبل سره دښمني كښې لويدلي دي او هر ډله په خپل دريځ داسي ټينګ ولاړ دي چي اټكل يې نه شي كيدي ددي سره سره چي دټولو مسلمانانو دين او مذهب يو دي قرآن او رسول(ص) يې يودي او ټول په يوه رب ذوالجلال ايمان راوړي دي خو دايوه خبره او پوښتنه دهر چاپه زړه كښې ګرځي او يوغټ شمېرداپوښتنه كوي چي دا القائده داطالب دا داعش دكومه راغلو  او دوي دچاپه ګټه تماميږي؟ ددي دپاره په كار دي چي شل كاله دمخه ورځپاڼي كتابونه او مجلۍ وكتل شي؟

                دليك داوږ دوالي دكبله موږ خپله خبره راټولو وداوخت چي ولسونه دويري او دبي امنيتي ترسوري لاندي ژوند كوي خلګه داقتصادي ناخوالو او مشكلاتو سره مخامخ دي بي روزګاري او ګراني چي كوم سوري غوړ ولي  دي حكومتونه چي دولسي واكمني چغاري وهي او دپرمخيائي كارواواځي خپروي او دښه صباؤن زيري وركوي خو په رښتيا هم داهسي خبري دي دوي پخپله څومره واك او اختيار لري دنورو دمرستو په چپه دهغه حكمرانان خپلي چاري ترسره كوي شي كه ځواب په ياكښې دي نو څنګه دوي خپلواك دي چي ولسونه يې په دوه وخت ډوډي حريان د ځموم سترپيغمبر حضرت محمد(ص) ځكه په خپل يوه حديث كښې راوړي دي چي مسكنې او فقر يو وكړي وكفرته اړه وي شې نوپه داسي حال كښې چي ولسونه په فقراخته وي بلكې خپله واكمنان په خيرات راټولولو بوخت وي نو دولسونه سره به هغه څه كيږي لكه نن چي ليدل كيږي او نن ورځ موږ وينو چي ددهغه جګړو ځپلو هيوادو وګړي چي شمېر يې په لكاؤ كښې دي داروپاملكو ته كوچ كوي چي كيدي شي په دهغه ملكو كښې يې سوله امنيت او روزګار په برخه شي په خپله په دهغه جګړه ځپلو ملكو كښې چي كوم حال دي هغه خو ديچي دي پخپله هند چي داقتصادي پرمختيالوئي لوئي داوي كوي دبي روزګاري  يې داحال دي چي ديوه خبر سره سم د ديشو چپړاسيانو خدمتګارانو دبهرني دپاره پنځه او يازره كسانو خپل خواستونه ياعرضي ورته وركړي وي چي دوي ته ورته په پاكستان او نورو ملكو كښې هم ليدل كيږي.

                   هم دهغه خوارولسونه چي دبيلو بيلو ناخوالو سره مخامخ دي خو د دوي دمنځ څخه يوه وړوكي لاس پوځي ډله چي ډول ډول څهري او مخونه لري دوي دولسونه هر څه پخپله ګيده كې اچوي ديو ډول ګډوډيو(CORUOTION) څخه مخ نه ګرځوي هم ددهغه زورځواكو ملكو په چوپړكښې دهغه وخته څخه لګيادي او د دوي باداران دنارو ناوړه چارو دڅنګه رسنې او ميډيا په ډېره ناوړه لار ددهغه خوارو ولسو په ضد ګارهوي دهغه ځان ته دبشر دوستي  داويداره وائي چي دوي رسنې خپلواكه دي خو داداوه دسر څخه بيځايه ده دهغه ملكونه چي زياتره رسنې د دوي  په واك كښې دي يواځي او يواځي دخپلو ګټو دپاره ګاروي كومه پيښه چي د دوي دګټو په ضدوي هغه دسره خپروي او ددي څخه(BLACK OUT) كوي خو دسنيو يوه داګټه چ دنړۍ ولسونه  يې بيداراو دشعور خاوندان يې كړل ډېردوياړ خبره ده دهغه زورځواكو چي كوم درواغ درسنېو دلاري په كلو كلو خپاره كړل نن هر وګړي په دي پوه شوي دي او دوي چي كومه خبره خپروي هر اويدونكو په پوهيږي چي د دي خبري دخپرولوماناڅه ده او دوي كومه مخه لري دولسونو ددهغه دشعور جګواكي به ودي نړۍ ته يو ښه زهري راوړي خو داهر څه به دولسونه په موټو كيږي دوي به دهغه هر جبردمنځ څخه دوړولو ږغ راپورته كوي او داڅه ناخوالي چي دوي يې ګالي دبه دمنځ څخه وړي هر څه به په بله خوارا اړوي ولي چي رواني چاري پا نظام نور دومره توان نه لري چي نړۍ واكي او ولسي چاري ترسره كړي چيري چي هر څه به په درواغو ولاړ دي آن داچي دسړي څخه نيولي ټولني بياترملك او نړۍ پوري هر څه په درواغو چليږي كه داسي نه ده؟ خو ددي دپاره به دنړۍ دولسونو ترمنځ پيوستون جوړه ول وي ځكه زياتره ولسونه د داسي ناخوالو سره مخ دي چي نور نو د دوي ځخم جواب وركړي دي په تشو او اځوپروپګينډ او په زور ولسونه نور تګ نه شي كولي ځموږ ددي وړاندي څو ليكومانا كله هم دانه ده چي دلته دسوشلزم پرچاركوو بلكې وټولي نړۍ ته ديوه داسي نظام اړتياده چيري چي امنيت وي سوله وي بشريت وي برابري وي عدالت وي چي دهغه هر څه ځموږ دسپيڅلۍ اسلام لارښودنه او تګ لاره ده هم دا خبره ده چي په تيرو ورځو كښې يوه غربي پوه او مفكر دا وړانديځ وكړي چي نړۍ داوسنيو ناوړه ناخوالو څخه دځغورلو يواځني لاره داسلام په لارښودنو دعمل كولو دلاري خپلي دي شي چي دنړۍ دنورو مذهبو هم دالارښودنه ده دهغه ښاغلۍ داهم وويل چي عيسائيت په زوره نه شي خيريدي دهغه كار به څوك كوي؟ دابه ولسونه او پوه عالمان كوي نه دهغه اوسني څوك چي مذهبونه او بشر يې دړي وړي كړي دي دا اوسني نړۍ وال نظام داتوان نه لري چي ونړۍ ته ورپيښو ناخوالو مخ نوي وكړي چي په هغه كښې يو لوئي خطر دچاپيريال ككړتيايا(PULLAYION) دي كه نړۍ هم په دهغه دروغجني لاره روانه وه نو بۀ دناوړه صباؤن سره مخامخ كيږي

[email protected]
 

- عبدالجبار كاكړ
بېرته شاته