(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وطن په ګلدرو

[10.Sep.2015 - 21:05]

لیک: فیروزخان اپریدی
ګران اجمل بابا مرحوم په ما ډير ګران وو . زه به چې کله وطن ته لاړم نو د هغه ملاقات ته به ارومرو تللم.
د هغو د ملاقاتونو رودادونه مه په خپل کتاب"""
د وطن په ګلدرو""" کښې خوندي کړي دي..تاسو سره د يو ملاقات احوال شريکوم. مننه
فيروز افريدي

د اجمل بابا سره ليدل او د هغۀ په اعزاز کښې په مصري بانډه کښې مشاعره:
د اجمل بابا سره د ليدلو او هم په هغه ورځ د بابا په اعزاز کښې په مصري بانډه کښې په مشاعره کښې برخه اخستلو دپاره ١٩ اپرېل ٢٠٠٩ء ټاکلے شوې وه.
د مقرره تاريخ نه څو ورځې وړاندې ملګري اباسين يوسفزي صېب او لائق زاده لائق صېب په دغه ټاکلي شوي پروګرام کښې د برخه اخستلو وېنا کړې وه. په اتلسم اپرېل د مصري بانډې پښتو ادبي جرګې مشر سېکتر زاهد خان او زما د دوبۍ ملګري نياز افريدي ټيليفونونه وکړل چې په سبا له جوړه مشاعره کښې به خامخا ګډون کوئ.
ما هغوئ ته تسلي ورکړه چې تاسو بې غمه شئ. د اجمل بابا سره ليدل کتل په ما هسې هم پور دي. په دغه دستوره کښې به ارو مرو شرکت کووم. سبا له په ما پسې لائق زاده لائق صېب او بصير ستوري صېب موټر راوستو. په وړومبي فرصت کښې د پروفېسر پرېشان خټک صېب درېمې ته تلل وو. هلته مونږ د خټک صېب د خاندان او په تېره پردل خټک صېب سره ليد لکتل او فاتحه وکړه.
څۀ شېبه ناسته مو هم ورسره وکړه او بيا مو ترې رخصت واخستو. پرېشان خټک په شپاړسم اپرېل ٢٠٠٩ء په اسلام آباد کښې د خپل کشر مرحوم ورور په کور کښې وفات شوے وو.
په اولسم اپرېل ئې خاورو ته وسپارلو، زۀ او لائق زاده په وړومبۍ ورځ د هغۀ د جنازې رسمو ته د تللو دپاره جوړ نۀ شو. حالانکې ملګري اباسين يوسفزي صېب راته په وخت خبر هم کړے وو.
په درېمه ورځ مونږ د فاتحې دپاره لاړو. او چې د حيات آباد نه راستانۀ شو نو نېغ اکوړي ته ورسېدو. په لاره کښې مو پروفېسر راج ولي شاه خټک صېب، پروفېسر اباسين يوسفزے صېب او د هغوئ ملګرے فېض الله هم وليدل.
څۀ دپاسه يوه بجه نېغ اکوړي ته ورسېدو. او د اجمل بابا دېرې ته وردننه شو. هلته د اجمل بابا ځوئے ايمل خان خټک، شعېب صادق او نور ګڼ شمېر ملګري د مخکښې نه په انتظار ناست وو. د پېښور ټيليوزيون پروډيوسر فاروق مهمند او د هغۀ سټاف د ريډيو پاکستان ډپټي کنټرولر لائق زاده لائق پرته پروډيوسران د خپلو الا تو سره رارسېدلي وو.
د دوئ سره د شمشاد د ټيليوزيون افغانستان پروډيوسر محمد اسرار اتل او د هغۀ د کېمرو ملګري هم رارسېدلي وو. زۀ، اباسين صېب، راج ولي شاه خټک صېب او ملګرے لائق زاده لائق د بابا په ډيوډۍ کښې پرتو کټونو باندې کښېناستو. لږه شېبه وروستو بابا هم په وهيل چيئر کښې دغه ډيوډۍ ته راورسولے شو. د ټولو سره ئې ليدل کتل او ستړي مشي وکړل. د ټي وي کېمرې ورته نيغې کړے شوې او د سوالونو لړۍ پئېل شوه.
بابا ډېر ضعيف شوے دے. په ارام ارام ئې خبرې شروع کړې. د کمال خبره دا ده چې حوش او حواس ئې لکه د زلمي بېدار دي. هيڅ خبره ترې نۀ خطا کيږي. په وجود ئې لږۀ يخني رادرومي او اکثر د ساړۀ شکايت کوي. په پښتونخوا کښې د امن په حقله د ډاکټر راج ولي شاه خټک د يو سوال په ځواب کښې دردوند مشر اجمل بابا وفرمائيل چې:
داسې امن غواړم چې زما د خاورې پت وي
د بم او ډالر نه وي د ايمان او د غېرت وي

د يو بل سوال په ځواب کښې چې ډاکټر صېب ترې وکړو چې تاسو باندې د قوم پرستو او ترقي پسندو دا جګړه ده چې هغوئ ستاسو ادبي حېثيت بېل بېل ګڼي.
په ځواب کښې ستر مشر وفرمائيل چې څوک قوم پرست وي او ترقي پسند نۀ وي نو هغه هډو قام پرست جوړېدلے نۀ شي. مطلب ئې دا وو چې قام پرست او ترقي پسند دواړه يو شے دے. بيا بابا زياته کړه چې تاسو زما سپينه کونتره نظم وګورئ نو تاسو ته به اندازه وشي.
د پښتنو د ادب دپاره د کار په حقله تاسو مطمئين يئ؟
د يو ملګري د سوال په ځواب کښې بابا ووئيل چې پښتانۀ اديبان شاعران ډېر کار کوي. او زۀ د دوئ د کار نه مطمئين يم. خو افسوس په دې رادرومي چې په دوئ کښې اتفاق نشته. او ډلې پرې جنبې جوړوي. بابا زياته کړه چې دا دے فېروز ناست دے. زۀ د قطر ادبي ملګرو ته سلام کووم. دوئ ډېر په مينه او پښتنه جذبه کار کوي خو افسوس چې په دوئ کښې هم بې اتفاقي ده. زۀ په پښتنو اديبانو شاعرانو کښې يووالے او اتفاق غواړم.
بابا زياته کړه چې مونږ کومې غلطۍ کړې دي هغه تاسو مۀ کوئ. په خپلو کښې مخالفتونه مۀ کوئ. او په حکومتي ادارو او نشرياتي ادارو کښې ځانونه ځائے کړئ. چې په دغه وسيلو د پښتون قام دپاره صحيح کار کېدلے شي. د يو بل سوال په ځواب کښې چې پښتنو ليکوالانو کښې کوم کسان داسې دي چې تاسو د هغوئ د کار نه خوشحاله يئ. که تاسو ئې نومونه اخستل غواړي؟
بابا وفرمائيل چې ګل مې: نومونه راباندې مۀ اخله، خلق به رانه خفه شي. کار کول پکار دي. مونږ ډېر پسمانده پاتې شوي يو. د پښتو ژبې ا اولس دپاره کار کول ډېر ضروري دي.
بابا يو ځل بيا زما نوم واخست او زما د ملګرو ئې ډېر تعريف وکړ، پروفېسر اباسين يوسفزي صېب د غني خان په حقله تپوس وکړو. نو بابا وفرمائيل چې غني خان نۀ يواځې د پښتنو بلکې د دې خاورې او منطقې لوئے لېونے فلسفي شاعر دے. بابا د غني خان شعر هم اووئيلو چې:
يا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم
يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې
هغوئ د غني خان په کلام کښې د پښتون قام د رابېدارولو توانا هڅه وستائيله.
هغۀ اووئيل چې کله کله به چې ما نظم اووئيل خو ځينې خلق به رانه خفه شو. هغه د يو نظم يوه مصرعه ووئيله "چې خوار خټک ته ګوره چې نظمونه په اوبو ليکي". په دا موقع بابا د "غرۀ چينه" نومې نظم ذکر هم وکړو.
د اباسين يوسفزي صېب د يو بل سوال په ځواب کښې چې ستاسو په شاعرۍ کښې دا د جذبې او جوش مالګه ولې زياته ده؟
بابا وفرمائيل چې ژړه وه مې مه، په مازغو مې بوج راځي.
زما مور ما پسې ړنده شوې وه. زما مور ئې ژړولې وه.
د سي آئي ډي والا زما د مور سره ډېرې سختۍ کړې وې. هغه ئې د څڼو راښکلې وۀ. ما شاعري د تاؤ نه کړې ده.
بابا زياته کړه چې زما شاعري د تاؤ او مينې په وجه انقلابي شوې ده. بابا زياته کړه چې ما شاعري د انعام اکرام او داد، تحسين او نوم دپاره نۀ ده کړې. هغۀ وفرمائيل چې دغه دے د اکادمي ادبيات ادارې پنځه لاکهه روپۍ انعام راکړو، او ما واپس کړو. زما شاعري د انعامونو دپاره نۀ ده، دا د تاؤ او د مينې د جوش په نتيجه کښې شوې ده.
د کبير ستوري مرحوم زوئي بصير ستوري په حقله چا اشاره وکړه او د کبير ستوري د هلو ځلو په حقله د يو تپوس په ځواب کښې اجمل بابا اووئيل چې کبير ستوري ډېر لوئے خدمت کړې دے. هغه په جرمني کښې د پښتو دپاره او د پښتنو دپاره منډې ترړې کړې دي. او دا خلق ډېر مخلصه دي. د قطر او بهر هېوادونو کښې مېشته پښتانۀ ډېر په اخلاص د پښتنو او پښتو دپاره کار کوي. دا فېروز ناست دے او زۀ وايم چې دوئ ټول ډېر ښۀ کارونه کوي خو چې په خپلو کښې يو موټے اومتفق وي نو دا به د قام دپاره ډېره فائده وکړي.
د لائق زاده لائق په طرف بابا وکتل او يو ځل بيا ئې د ښاپېرۍ ذکر شروع کړو. چې زما ښاپېرۍ به ما له رارسوې. زۀ په دغه خبره ونۀ رسېدم چې بابا د څۀ ښاپېرۍ يادوي.
اباسين يوسفزي صېب د بابا نه د دنيا د نورو ثقافتونوپوښتنه وکړه.
په ځواب کښې بابا اووئيل چې زۀ يو ځل چين ته تللے ووم هلته کښې هغوئ چې ما وليدل او د هغوئ د رقص او موسيقۍ د فن مظاهره مې وليدله نو ډېر متاثره شوم. بيا زۀ کراچۍ ته راغلم هلته طوفان او افراسياب خټک هم وو. مونږ ووئيل چې د پښتنو په لاره وطن ته ځو.
د رحمان بابا په باره کښې فاروق مومند ورته په اردو کښې د خپلو تاثراتو ثبت کولو خواست وکړو.
اجمل بابا د رحمان باباد انسانيت سره د مينې او عشق په حقله د هغوئ د شعر او هنر خبره وکړه. ورپسې ئې د ايراني تورو او بيا په هند د احمدشاه بابا د يرغل او تاريخي کارنامو ذکر وکړو.
د پېښور ټي وي نوي سټېشن ډائرېکټر مجيد الله خليل په حقله بابا اووئيل چې مجيد الله ته اووايه چې امبارک شته اوس چې اختيار دې زيات شو نو چې کار اوکړې. ما ته معلوم دے مجيدالله د کار سړے دے.
د شمشاد ټي وي اسرار اتل بابا ته اووئيل چې د مينې ذکر اوکړه
بابا ورته په ځواب کښې ووئيل.
زما نوے کتاب "د سپين غرۀ د سره" زما د زلميتوب شاعري ده هغه ولوله چې زما د هلکوالي شاعري درته معلومه شي.
بابا په ١٩٥١ء کښې په اتمانزو کښې د شاعرۍ او بيا د سټېج نه د راکوزېدو او بيا د يو ډي اېس پي خبره هم وکړه چې ما پوره وانۀ ورېدے شوه.
د چائيو بسکټو نه وروستو بيا مونږ د بابا نه اجازت واخستو. او په تلو تلو کښې مې بابا ته اووئيل چې زۀ به يو ځل بيا ستاسو ديدن له حاضرېږم.
مونږ مصري بانډې ته په سيند دپاسه جوړې ډولۍ نما غوندې لفټ چيئر کښې پورې وتلو او څۀ دپاسه درې بجې خواوشا مشاعره د نياز افريدي په نظامت کښې پيئل شوه. د هغې نه وړاندې د مشاعرې کوربانو په مېلمنو ډوډۍ وخوړه.
زۀ ډاکټر راج ولي شاه خټک صېب او فاروق مهمند صېب پاتې شو. او د چائيو سره مو وچه ډوډۍ وخوړه. باقي ملګري د ډوډۍ ځائے ته لاړل.
خلق د يو هائي سکول بلډنګ په چمن کښې د لوئے خېمو د څپرونو لاندې راجمع شوې وو. د غونډې نه وړاندې جيو ټي وي زمونږ تاثرات ثبت کړل. په سټېج باندې ډاکټر راج ولي شاه خټک صدر محفل، پروفېسر اباسين يوسفزے مشر مېلمه، راقم الحروف د دوېم نشست صدر، لائق زاده لائق، فاروق مهمند، ايمل خان خټک، ايوب خټک، بصير ستوري او کوربه زاهد خان ناست وو.
په وړومبي نشست کښې ماصل خان اتش نظم واورولو،او عرفان خټک او پروفېسر اباسين يوسفزي صېب مقالې واورولې.
په اغاز کښې د بابا رېکارډ شوے تقرير هم واورولے شو د دې نه وروستو بيا راقم الحروف، لائق زاده لائق اوګڼ شمېر شاعرانو اديبانو خپل تاثرات په شعر او نثر کښې وړاندې کړل.
مشاعره تر ډېره وخته پورې جاري وه. د ماښام نه لږ وړاندې زۀ او لائق زاده لائق صېب د کوربانو په اجازت رخصت شو. او تېر ماسخوتن پېښور ته راورسېدو. په لاره کښې د بصير ستوري د ګاډي ټائر پنکچر هم لږ ډېر وخت واخستو. خو د مزې خبره دا وه چې بصير ستوري ګنګس شوے وو. او د اکوړي سره د راوتلو په موقع د مشرق او مغرب په سمت نۀ پوهېدو. تر نوښاره پورې به ئې وئيل چې يا خلقه زۀ اسلام آباد ته روان يم. مونږ به هم ورته اووئيل چې او کېدے شي. چې سر درباندې ګرځېدلے وي. اخر زمونږ په بيابيا وېنا هم د هغۀ تسلي نۀ کېده او د نوښار سره نزدې د يو لاروي نه ئې پوښتنه وکړه چې پېښور کوم طرف ته دے؟ هغۀ ورته اشاره وکړه چې دغه روډ چې تۀ پرې روان ئې نېغ پېښور ته تللے دے. بصير ستوري سوړ اسوېلے اويستلو او په تسلۍ روان شو.

- فیروزخان اپریدی
بېرته شاته