(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمسعودلارویان بیا دنندارې پر دریځ

[12.Sep.2015 - 06:12]

لیک: سرلوڅ مرادزی
د وږي ۱۸ مه چې ظاهر کې د شهید اونۍ د پیل لپاره په نښه شوې، په حقیقت کې یوازې د احمدشا مسعود د تلین په نوم د نظارشورا او جمعیت لخوا، هر کال افغانانو او په تېره بیا کابلښاریانو ته د خپلو مټو او زور د ښودلو او ډارولو په موخه، په پام کې نیول شوې ده.
لکه څنګه چې په ځانښودنې سره د جهاد او مقاومت د کلمو پرله پسې کارول، اسلامي جمعیت او نظارشورا یوازې د ځان غنیمت بولي او په دې باره کې د نورو جهادي تنظیمونه برخه بابیزه او ناڅیزه بولي، دغسې دوی د شهید اونۍ هم یوازې د مسعود د لمانځلو او یادونې لپاره یرغمل کړې او چمتو نه دي چې د مجاهدینو د نورو ډلو د سرخېلانو له مړو سره دا ورځ شریکه کړي!
دوی که یوخوا له حکومت او افغان ولس څخه د جهاد او مقاومت په ټیکدارۍ تر نورو مجاهدینو د زیات امتیاز غوښتونکي دي، بلخوا غواړي د شهید اونۍ هم باید یوازې د احمدشا مسعود امتیاز وګڼل شي.
په حقیقت کې دا ورځ او اونۍ د نظارشورا په غوښتنه او ټینګار پر پخواني حکومت تپل شوې او په ټولیزه توګه د شهیدانو د اونۍ نوم یوازې د دوی لخوا د خپلو موخو د پټولو لپاره، د یوه چتر پتوګه کارول کیږي.
بل پلو تر نورو لومړی د مسعود په امتیاز، د شهید اونۍ کې تر ډېره د نظارشورا او جمعیت مړي یاد او لمانځل کیږي، د نورو تنظیمونو مړي لکه د هزاره ــ بابا مزاری نوم څوک په خوله هم نه اخلي، دا راز دغه تنظیمونه هم د خپلو مړو په قصه کې نه دي او د خپلې خوښۍ او یا ډار په لامل، نظارشورا ته تر خپلو مړو هم ورتېر شوي دي!
دا څووم کال دی چې د شهید په اونۍ کې نظارشورا د حکومت په پيسو او امکاناتو د مسعود مړی د خپلو تنګنظرو سیکټاریستي او سمتي سیاسي موخو لپاره، د خرڅلاو مارکیټ ته وړاندې کوی او هر وار يي د تېر ځل په نسبت په لوړ سیاسي نرخ او جیګه بیه پلوري!
سږکال هم د کابل په کوڅوــ واټونو او د مسعود د مړي د خرڅلاو په مارکیټ کې، د نظارشورا د سوداګرو چیغې او چنې د نورو کلونو پشان تودې او غوږ کڼوونکي وي او د مسعود د اصلي ارزښت پرځای، د هغه د خرڅلاو بیه د ملانصرالدین د خره د قصې پشان(۱ ) خورا لوړه او جیګ پوړ ته ختلې وه!
خو د انځور په بل اړخ د ولسونو منځ کې په دې اړه بل ډول قضاوت کیږي، په یوه خبر کې لولو« د نظار شورا پلويانو د تېرو کلونو په څېر يو ځل بيا د کابل په لارو کوڅو کې د خلکو تر منځ ترهه خپره کړه. د نظار شورا پلويانو چې وسلې او د جمعيت د واکمنۍ د مهال بيرغونه يی له ځانونو سره ګرځول، دوه ځايه پر ملي امنيتي ځواکونو ډزې وکړې، چې په يوه پېښه کې يو تن شهيد او دوه نور ټپيان شول او په بله پېښه کې هم يو شمېر کسان ټپيان شول. د شورای نظار لنډغرو هڅه کوله له وسلو سره د هودخېلو سيمې ته لاړ شي او هلته پر عامو خلکو بريد وکړي، خو د ملي امنيتي ځواکونو لخوا يې مخه ونیول شوه. همدغه نامسووله وسلوال د ابن سينا روغتون ته ننوتي او يو ډاکتر يی د مرګ تر سرحده وهلی او ځينې نور يې هم ټپيان کړي دي.»
د همدې خبر په ادامه، په نوره پرمختیا کې لولو« ملی امنیت اعلامیه خپره کړی او ویلی دی چی نن له غرمی وروسته یی د کابل پر هوتخیلو د شورای نظار د لنډغرو د برید مخه نیولی ده ، یعنی خبره تر دی حده ده چی دوی پر هوتخیل سیمه د برید سم پلان نیولی وو. امنیت اعلامیه کی لیکلی چی د برید په مخنیوی کی د دوی یو سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی.»
د کابل ډیرکي ښاریان د شهیدانو د اونۍ په نوم د نظارشورا د زور او وحشت دغه ننداره په کلکو ټکوغندي، په دې اړه د دغه وحشت یو نندارچې وايی« د شهید د اونۍ دلمانځلو په پلمه د کابل ښار د لنډه غرو د مستیو، بی باکیو چی د تشدد، وحشت او ویری او ترهی اچولو سره ملګری وو، شاهد وو. همدا اوس می په تیلویزون کی د ملي امنیت د شهید شوي سرباز د مور، خور او نورو خپلوانو کوکاری او چغی واوریدی چی واقعا زړه بوګنوونکې دي»
خو بلخوا امرالله صالح د دولتي امنیت پخوانی مشر او د نظارشورا پوخ غړی او همدارانګه د احمدشا مسعود کورنۍ وايی، هغه کسانو چې د وږي په ۱۸ مه يی د کابل په کوڅو او واټونو کې د مسعود ، جهاد او مقاومت په اړه نارې او چیغې وهلې او یايي ځینې کسان وژلي او ټپې کړي او د نظارشورا او جمعیت بیرغونه يی پخپلو اوږو لیږدولي، د احمدشا مسعود د لارې او مکتب لارویان او پلویان نه دي او هسې لنډه غر دي!
کله چې د احمدشا مسعود کورنۍ دغه کسان لنډه غر بولي، اوس پوښتنه دا ده، چې دغه لنډه غر څوک دي؟
دغو کسانو د اسلامي جمعیت بیرغونه له کومه کړل او څنګه یوازې د اسلامي جمعیت بیرغونه لیږدوي او د نظارشورا او جمعیت د مړو او ژوندیو سرخیلانو د زنده باد چیغې وهي؟
دغو کسانو پر موټرو نصب وسلې او ماشیندارې له کومې کړی، دا وسلې او ملیشه يی ــ پوځي پريټونه او پر سرکونو او واټونو پوځي ګزمي د کومو موخو لپاره پر لار اچول کیږي؟
بلخوا هر کال په دغه ورځ نیمه پوځي مارشونه څوک او د څه لپاره ترسره کوي؟
د مسعود د کورنۍ په څرګندونو کې دا هم ویل کیږي چې دغسې ملیشه يی ــ پوځي مارشونه د احمدشا مسعود مکتب او لار ته زیان رسوي او هغه بدناموي!
خو ایا د احمدشا مسعود په مکتب او لار کې د لنډه غرۍ، کوڅه ډب توب، چور، تالان او غلا پرته بله کومه ښېګڼه هم لېدل کیږي؟
د احمدشا مسعود مکتب په ټوله کې د غلا، چور، وژنې، بې امنۍ او لنډه غرۍ مکتب دی!
په دې مکتب کې پلویانو او لارویانو ته ښوول کیږی، چې څنګه غلا وکړي، څنګه خلک ووژنی، ګدوډې پېښه کړي او د امنیت مخه ډب کړی!
دغه مکتب کې د بېلتون، نفاق، کورنۍ جګړې او بغاوت درس لوستل کیږي!
د دغه مکتب لارویان او پلویان د وږي په ۱۸ مه، لږ تر لږه هر کال په دې ورځ، څو تنه وژنی، په لسګونو ټپي کوي او په ښارونو کې د خپل وحشت او بربریت لویه ننداره افغانانو ته وړاندې کوي!
د دغه مکتب پلویان د اساسي قانون د پلیتابه، امن او سولې په وړاندې لوی خنډ دی.
د نظارشورا او جمعیت ډله چې نیمايي حکومت د دوی په واک کې دي، د پاتې نیمايي حکومت د نیولو لپاره هرې وسلې او وسیلې ته لاس اچوي. په دې لار کې دوی د هرې کورنۍ چلوټې او بهرنۍ لاسوهنې لپاره لاس په نامه ولاړ دي!
نظارشورا او اسلامي جمعیت په دولت کې دننه داعش، القاعده او طالب ته ورته ځواک دی چې که هغوی افغان دولت له بهره ګواښوی، دوی لکه چینجیان دولت له دننه خوري او پیاوړتیا ته يي نه پریږدي!
دواړه د یوې سکې دوه مخونه دی. دواړه د سولې او امنیت، د هېواد د ودانۍ او د ټولنې د سوکالۍ په مخ کې خنډ دي!
د دواړو انحرافي تګلارو او ډلو په وړاندې اغیزمنه مبارزه د ژغورنې لار ده!
یادونه :
(۱ ) وايی چې ملا نصرالدین یو لټ خر درلود او ورسره په تکلیف کې وو. بلاخره يي تصمیم ونیو بازار ته يي یوسي او جارچي ته يي وسپاري چې په مناسبه بیه يي خرڅ کړي. جارچي لټ خر بازار ته یووړ او د خره په ښېګڼو او ستاینو يي په بازار کې لویه غاغا جوړه کړه. کله چې ملا نصرالدین د جارچي په خوله د خپل خره ښېګڼې او ستاینې واورېدلې، جارچي ته ورمخکې شو او په غوږ کې يی ورته وویل، چې زه د خپل خره له دومره کمالاتو نه وم خبر، اوس چې خبر شوم نه يي خرڅوم!
د ۲۰۱۵ کال د سیپټمبر ۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی

 

- مرادزی
بېرته شاته