(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولې پښتو؟

[14.Sep.2015 - 16:43]

 

لیک: عبدالله عابد

له ژبې څخه زما تعریف همغه پخوانی او کلاسيک تریف دی چې ژبه د پوهیدو او پوهولو وسيله ده نو کومو ټکو ته چې په دغې ليکنه کې ګوته نيول شوې په هيڅ ډول د تعصب او کرکې له امله نه ده بلکې د هغې نيمګړتيا په ګوته کول دي چې له بده مرغه په افغانستان کې د رسنيزو او رسمي بنډارونو او مجلسونو کې تر سترګو کيږي.

په رسنيو او يا رسمي او عامه ناستو کې له سياسي مشرانو نيولې بیا آن تر پښتو ژبو متخصصینو پورې تر ډيره ځان په دې مکلف ګڼي چې بايد په دري ژبه خبرې وکړي یو وار بیا زه دلته په دې ټينګار کوم چې زما دا خبره د دې معنی نه ورکوي چې بايد په دري دې څوک خبرې ونه کړي خو حقیقت دا دی چې ډيری پښتانه مشران د خبرو پر مهال له کچې زیات ځان مکلف ګڼي څو په رسمي او رسنيزو ناستو کې پښتو خبرې ونه کړي يو له هغو لاملونو چې دغې خبرې ته يې لار هواره کړې دا ده چې له بده مرغه هغه انځوريزې رسنۍ چې نن د هيواد په کچه مطرح دي دري ژبه په کې تر ډيره لاسبرې ده نو کله چې پښتانه چارواکي يا شنونکي دغو رسنيو سره مرکه یا بحث ته شي نو د هغمې دري ژبې برلاسې روحيې سره سم خوځيږي او ځان پرې مکلف ګڼي خو نور بیا دغې خبرې ته ژمن نه دي.

بیرته لومړۍ خبرې ته ګرځم چې هر هغه څوک چې خبرې کوي موخه يې دخپلو خبرو باندې د نورو پوهول دي خو تر ډيره پښتانه وتلي شخصیتونه یا به مجلس کې حاکمې فضا تر اغیزې لاندې لاړ شي او یا که کوم ټلويزيوني بحث وي نو د چلونکي یا رسنۍ کې حاکمې فضا څخه اغیزمن کيږي او دا خبره له پامه غورځوي چې اوريدونکي يې ټول هغه څوک نه دي چې دی دلته تر اغيزې لاندې يۍ تللی او د هغه په پل پل ږدي.

یاده موضوع دومره جدي ده چې له يو پښتون مرکه کيدونکي څخه په ډيره آسانۍ دا هيله کيدلای شي چې په دري ژبه خبرې وکړي خو بر عکس بیا نه.

ژوندۍ بیلګه يې له طلوع نیوز سره د پخواني جمهوری حامد کرزي نږدې دوه ساعته مرکه ده چې ښاغلي کرزي په دغې مرکه کې آن یوه جمله هم پښتو خبرې ونه کړې په داسې حال کې چې د هیواد ډيری سيمو کې ښايي خلک د ده په خبرو نه پوهيدل او دې ته په تمه ول چې که پوره پښتو خبرې نه کوي نو ښايي د خپل د واک د مهال په څير نيمه پښتو خو به ووايي.

تر دې ورهخوا په ملي شورا کې ډيری پښتانه استازي په عمومي غونډو کې د پښتو په ځای دري ته ترجيح ورکوي خو د نورو ژوبو خلک بیا هيڅ کله دا هڅه نه کوي چې خپله ژبه پريږدي.

- عبدالله عابد
بېرته شاته