(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مشاوریت ساري ناروغي

[16.Sep.2015 - 17:14]

لیک: خوشحال آصفی

پخواني ولسمشر کرزي په ارګ کې له کابینې څخه یې مشاورین زیات ساتلي و. په هره برخه یې ځانته یو مشاور ټاکلی و. اصلاً په افغانستان کې د مشاورت په نامه ساري ناروغي رامنځته شوې ده او دا د تیرو حکومتونو په ځانګړي ډول له ۱۳۷۰ کلونو راوروسته حکمومتونو میراث دی آن دا چې په ۱۳۷۰ کال کې د افغانانو سرسخته دښمنان او د بهرني هیوادونو اتباع هم د مشاورینو په توګه ټاکل شوي و. دا هغه میراث دی چې شونې ده تر ډیره وخته په دې هیواد کې شتون ولري، په تیرو حکومتونو کې هم کار به یې معلوم نه و خو د ولسمشر په څنګ کې به ترسلو ډیر مشاورین ناست و، اوس دا دی د ګډ حکومت د مشرانو د مشاورینو شمیر له کرزي هم اوړي. ولسمشر او اجرایوي ریس په هره برخه کې ځانته یو یو مشاور لري. هله دا د اقتصادي چارو مشاور دی، هله دا په کار او ټولنیزو چارو کې مشاور دی، هله دا په سیاسي چارو کې مشاور دی، هله دا په کورنیو چارو کې مشاور دی، هله دا په نړیوالو چارو کې مشاور دی، هله دا د ښځو په چارو کې مشاوره ده، هله دا د ځوانانو په چارو کې مشاور دی. هله دا په جهادي او د مجاهدینو په چارو کې مشاور دی او هله دا په کمونستي چارو کې مشاور دی، همداشان دیته ورته په لسګونو نور بې ګټې مشاورین.

د خدای لپاره دا څه حال دی؟ ولس په څه کې دی او حکومت مشران په څه کې دي؟ ولس له لوږې مري؛ سهار چې یوه مړۍ د خوراک لپاره په سوال پیدا کړي بیا د بیګا لپاره حیران وي چې خدایه اولاد به مې بیا په نهاره ویده کیږي، خو د ګډ حکومت مشران مو لکه د غنیمت مال په بیلابیلو نومونو د څوکیو په ویش نه جوړیږي، ولس مو د پوښاک لپاره په تن کولو جامې نلري او حکومت مشران مو په فرمایش له بهره د زرهاوو ډالرو په ارزښت دریشي ګانې غواړي، ولس مو د سرپناه ځای نلري خو چارواکي مو په بهرنیو هیوادونو کې بلډګونه او مارکيټونه رانیسي. خلک له لوږې او بیکارۍ خپل اولادونه پلوري یا هم بهر ته د تګ لپاره یې په دریابونو کې ماهیانو او په ځنګلونو کې د حیواناتو د خوراک ښکار کوي خو دوی د ملت په سرمایه په لسګونو مشاورین د ځان لپاره ټاکي.

زه حیران یم چې دلته زما په هیواد کې څه ریشخندي روانه ده، د مشاورینو په شمير کې ورځ تر بلې ډیروالی راځي خو د کار یې درک نه لګیږي. زه ډاریږم چې د مشاورینو د ګمارنې دا لړۍ تر دې حده ونه رسیږي چې سبا به وایې دا مې په ورځنیو چارو کې مشاور دی، دا مې د فامیل په چارو کې مشاور دی، دا مې په لباس اغوستو کې مشاور دی، دا مې د ږيري او یښتانو په اصلاح کې مشاور دی او دا مې …….

اصلاً دا مشاورین څه داسې مسلکي خلک نه دي چې ګویا د ملت له غمه به مړه وي او د هرې ستونزې د لازم حل لپاره به د ګډ حکومت مشرانو ته مشورې ورکوي، دوی ولس د مشاورینو په توګه نه دي ټاکلي بلکه دا هغه څوک دي چې د اجرایوي مشر او ولسمشر لخوا ورسره د ټاکنیز کمپاین پر مهال د څوکۍ وعدې شوې وې، دوی هغه څوک دي چې یا د ولسمشر او یا د اجرایوي ریس لخوا د یو وزارت او یا بل پوسټ لپاره ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو په موخه وړاندي شوي و خو د رد رایه یې اخیستې. نو اوس چې د څوکۍ وړتیا نلري او د باور رایه یې ترلاسه نه شوه کړای نو د مشاور په نوم یې خوله وربنده کړه.

زه له حکومتي مشرانو پوښته کوم چې آيا د ولس په نوم څوک پیژنۍ؟ آيا د حق په نوم مو څه اوریدلي یا یې پیژنۍ؟ او آیا د قیامت د ورځې په نوم مو څه تر غوږو در رسیدلي دي او که نه؟ تاسې ولې د ملت په پانګه او د بیت المال په شتمنیو ملنډې وهۍ؟

زه بیا هم د ګډ حکومت په مشرانو غږ کوم دغه کسان چی تاسې خپل مشاورین ټاکلي دي او ستاسې تر شاوخوا راټول دي، دغه کسان چې تاسې ته مشورې درکوي او جناب صیب، جلالت ماب صیب، فلان صیب او نور لقبونه درته استعمالوي؛ دوی ستاسې او د ملت دوستان نه دي بلکې هغه د څوکۍ او پیسو دوستان دي، هغوی د واک او قدرت دوستان دي، که باور نه کوۍ په امتحاني ډول یې یوه میاشت تنخواوې مه ورکوۍ بیا به وګورۍ چې څوک ستاسې رښتونی مشارو دی او څوک د ملت له غمه مړ او خاص د الله رضا او د ولس د ارامۍ لپاره مشورې درکوي؟

- خوشحال آصفی
بېرته شاته