(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنى بنسټ کيښودل شو

[23.Mar.2007 - 16:02] 2007. 21.03 : د ۱۳۸۶ ل کال د وری د ( حمل ) د مياشتى په لومړۍ نېټه د جرمنى د کولن د ښار او د شاوخوا اوسيدونکو کونړو ځوانانو له خوا د هيواد د کولتورى پرمختيا او په ځانګړی توګه د کونړ د کولتورى بهیر د لا پياوړتيا او په جرمنى کې د خپل کولتور د ساتنى ، پالنى او روزنى په موخه د هورت په ښار کې د کونړ د ځوانانو کولتورى ټولنى بنسټ کيښودل شو . بنسټ ايښوونکى غونډه د ماښام په ۱۹ بجو د انجنير فريداله ساپى له خوا ددی ټولنى د جوړیدو او ضرورت په اړه په لنډه وينا سره پرانستل شوه . ورپسى د غونډى برخه والو په خپل وار د ځوانانو د ټولنى په جوړيدو او ضرورت رڼا واچوله او د نظريو څرګندونه ئې وکړه او د ټولنى د کارونو د پرمختيا په خاطر يوه د کار ډله جوړه شوه چې د غړو نومونه ئې په لاندى ډول دی . فريداله ساپى ، مطيع الله روفى ، شير ولى شير ، عزيز سرشار ، نصير ستورى ،سید رحيم يوسفى ، امين سادات ، او اتل سالارزی . ددى تر څنګ ، مشورتى جرګه ، ادبى ډلګۍ ، تخنيکى ډلګۍ او هنرى ډلګۍ هم وټاکل شوی. د کونړ غږ مجلى لومړنۍ ګڼه چې په ښکلى ډيزاين د کونړ اوپه جرمنى کې د کونړ ميشته فرهنګيانو لخوا له چاپه تازه راوتلى وه حاضرينو ته ورکړل شوه . د غو نډى په دوهمه برخه کې چې د مشاعری برخه وه د پښتو ژبې پیاوړی شاعرا فسانه نګار اونامتو لیکوال ښاغلی محمداجـان یـار ، ښاغلى عزيز سرشار ، ښاغلى خالد ساپى ، ښاغلى نسيم خان ستورى او ښاغلى عبدالولى برهان خپل شعرونه واورول ورپسى برخه والو د خاطرو او ټوکو ټکالو په ويلو سره چې ګډونکونکو د خوښى سبب و کرځيده غونډی ته ښکلا وروبخښله. د غونډی په پای کې ښاغلى محمد اجان يار د کونړ په ارزښت او کارنامو رڼا واچوله . او د ماخستن په لسو بجو د يار صاصب په علمى او ارزښتناکه ويناغونډه پای ته ورسيده .
پښتونخوا: اته ویشتمه ګڼه، ۲۰۰۶ ع کال، شلم کال Kunar Cultural Association, Germany-Koeln Pakhtoonkhwa: Jahrg./ Vol.: 20 Nr./No.: 28 Year 2006 - د پښتونخوا خبريال
بېرته شاته