(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دتاریخ حیات افغاني لیکوال او پښتو ژباړه

[21.Sep.2015 - 17:39]

دتاریخ حیات افغاني لیکوال محمد حیات خان اودحیات افغانی دتاریخ پښتو ژباړه

لیک: ډاکتر لطیف یاد

 کله چې انګریزانو دهند په نیمې وچې ( بر صغیر) باندي حکومت اوراج کاوه نوډبټي محمد حیات خان او دده پلار دانګریزانو به وخت کې د دوي په ملازمت کې و.محمد حیات خان د محمد کرم خان زوی دکمال خان لمسی ، دجلال خان کړوسی او دجمال خان کودی دي .نوموړی دواه په سیمه کې چې حسن ابدال ته نږدې دی او دراولپنډۍ دتوابعو نه دی زیږیدلی و.

 دده پلار محمد کرم خان دانګریزانو په پوځ کې برتهي ( استخدام ) شوی و او دسکهانو دشورش په وخت کې دانګریزي پوځی ( جان نکلسن) ملګری واو په دغه شورش کې دانګریزانو په ملګرتوب کې وژل شوي دی.دي دخپل پلار تر مړیني وروسته کپټان ایبټ ته چې په هغه وخت کې دپيښور ډپټي کمیشنر و او دایبټ اباد سیمه دهغه دنامه له کبله مشهوره ده ورغی او هغه هم دیوه ټولي دسپاهیانو مشري ده ته ورکړه اووروسته چې کله کبټان جان نکلسن په پنجاب کې دپوځي خوځنده ځواکونو مشري پر غاړه واخیسته نو دي یې دخپل سلاکار یا مشیر په توګه وټاکه .دی وروسته دجان نکلسن سره ډیلي ته لاړ. دا هغه وخت وچې دهند ولسونو او پر ګنو په ۱۸۵۷ زیږدیزکال کې دپرنګیانوپر خلاف عمومی پاڅون وکړ او په دغه پاڅون کې دډیلی کشمیري ګیټ ته نږدې جان نکلسن هم ووژل شو.

 انګریزانو نوموړی د۱۸۵۷ زیږدیز کال تر عمومی پاڅون وروسته لومړی دپیښور تحصیلدار وټاکه .وروسته یې په ۱۸۶۱ زیدیز کال کې دشاه پور اکسټرا اسسټینټ کمشنر وټاکل شو او بیا وروسته یې دپښتونخوا دبنو په سیمه کې داکسټرا اسسټینټ کمیشنر په توګه وټاکه.ده ته په ۱۸۷۳ زیږدیزکال کې دانګریزانو له خوادده دهغه ښو خدمتو نو په بدل کې چې دوی ته یې کړي وودهند دستوري نښان هم ورکړل شو.

 دافغان- انګریز په دویمه جګړه کې۱۸۷۸-۱۸۷۹ زیږدیز کلونو ترمینځ هغه وخت چې افغانستان دانګریزانو سره په جګړه کې بوخت و نو دي په انګریزي پوځ کې سیاسي افسرو.

 دی لیکي کله چې په بنو کې اکسټرا اسسټینټ کمشنروم دپښتنو په اړوند مې ډیر تاریخي معلومات ترلاسه کړل نوځکه مې وپتییله چې دافغانستان اودپښتنو دززړور قوم حالا ت ولیکم نوځکه مې پردغه کتاب د ( حیات افغاني )نوم کیښود ځکه چې دافغانانو اوپښتنو تاریخ دي . محمد حیات خان دغه کتاب د۱۸۶۵ زیږدیز کال دجنورۍ دماشتې په درویشتمه نیټه ولیکه او په هماغه کال یې بشپړ اوچا پ کړ.

 تاریخ حیات افغانی په دریو برخو ویشل شوی دی او یولو ی پنډاو غټ کتاب دی . ددغه کتاب به لومړۍ برخه کې دافغانستان دجغرافیوی جوړښت اوددغه هیواد دپخواني او لرغوني تاریخ په اړوند خبرې شوي دي . په دویمه برخه کې یې دپښتنو قبیلو او دافغانستان دنورو میشته قومونو حالات راغلي دي اودریمه برخه یې دبنو اودهغه ځای داوسیدونکو تاریخ دي .

 ما داکتاب څو کلونه وړاندې دښاغلي شهید فرهاد ظریفي سره په ګډه په پښتو وژپاړه اوښاغلي اکیډیمیشن علامه رشاد بابا پرې یوه مشرحه سریزه ، حواشي او تعلیقات ولیکل او دافغانستان دعلو مو اکیډیمۍ هغه دآریانا په مطبعه کې په دریوټوکونو کې دڅلوروزرو ټوکوپه شمیر چاپ کړ ،خو دکابل په بدمرغه جګړو کې چې د دښمنو او رقیبو ډلو تر مینځ وشوه زما دغه کتاب هم وسوځید، خو دغه کتاب ددویم او دریم ځل لپاره په پيښور کې ددانش چا پ خونې په ۷۴۴ مخونو کې چا پ کړ .

- ډاکتر لطیف یاد
بېرته شاته