(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کندز په اړه معلومات

[03.Oct.2015 - 19:14]

ګرانو ملګرو! د کندز په اړه معلومات یو ځلی ئې د خپلو معلوماتو د ډیریدو لپاره ولولئ او د نورو د خبریدو لپاره یی شریک کړی .

لیک: ډاکټر رفیق الله زړه سواند

وایی توره به لالا وهي مړۍ له عبدالله وهي د شورا نظار داړه ماران د جمیعت او جنبش غړی یو شی ښه پیژنی هغه پیسې دي د کندز ولایت یو له هغه ولایتونو نه دی چې د پراخو ځمکو او سوداګریز بندر په لرلو سره دی خلکو ته لنګه غوا ده،ټول لکه د مچ او میږی هلته ورټول شوی دی په زور ظلم او پیسو یی په کندز که ځمکې جایدادونه او کار و بار په خپله ولکه کی نیولی وو . د خپلی دی ولکی او ناروا ګټې د ساتلو او زیاتولو لپاره یی په یو مخ پښتانه چې ددی ولایت شپیته تر اویا سلنه نفوس جوړوی له ملکي او پوځی ادارو ویستلي دي او آن د کور او کلی پریښودو ته یی اړ ایستلی دی

د بیلګی پډول: قسم جنګل باغ امنیه قوماندان سید جهانګیر د امنیت امر غلام نبی اندرابی دعامه نظم ۴ لوا قوماندان عبدالله ګارد واکنش سریع د کندز د څلورو حوزو امرین تاجک د پنځو ولسوالیو قوماندانان د امنیی تاجک د یوی ازبک د پارلمان د رییس کاکا د ټولو ولسوالیو د استخباراتو مدیران تاجک اربکیان ۹۸ سلنه تاجک ازبک او ترکمن دی یواځې د اردو د لوا قوماندان پښتون دی چې د لمړی سر نه تر اوسه ټوله جګړه اردو کوی د شپږ ولسوالیو ولسوالان دری تاجک یو اوزبک او دوه پښتانه معاون د والی چه اوس سرپرست هم شو تاجک او د ولایت څلور رییسان تاجک او اوزبک په دولتی ادارو کی ۹۵ سلنه یا تاجک او یا هم ازبک ۵ سلنه پښتانه او په محبس کی ۹۸ سلنه پښتانه او دوه سلنه نور خلک دی. بیا وایی کندز پښتنو مخالفینو ته سپارلی دي.

دوی پرته له چور، غلا تهمت ، بهتان او دسیسو جوړولو بل کار نلری د کندز سقوط د دی خلکو د بی غیرتی او د ووسۍ له امله وو چې په زرهاو تنه یی پرته له هیڅ ډول مقاومت او جګړې لکه میږې وتښتیدل او بیا پړه پر پښتنو اچوی چی اصلآ د کندز په اداره کی هیڅ رول واک او صلاحیت نلری وراچوی تاسی فکر وکړی چې جګړه والی کوی یا وسله وال ځواک . آیا هغه څوک چه ګټه او چور د خپل ځان بولی ولی د وطن دفاع د بل نه غواړی اوس هم د کندز د نیول کار تر ډیره پښتانه کوی. بس دهماغه سیاسی فاحشو اصطلاح کارول دی خلکو ته ډیر مناسب نوم دی دوی په کندز کی پښتانه هومره و ځورول چې له جګړی پرته ورته بله لار پاتی نشوه په لاس یی راویستل او کیدایشي په خپله اوسنی رویه نور پښتانه هم دی ته اړ کړی.
قضاوت ستاسی

- ډاکټر زړه سواند
بېرته شاته