(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلغمان د کلای سراج ....

[21.Oct.2015 - 17:21]

دلغمان د کلای سراج ( قلعة السراج ) تاریخي بڼ

لیک: ډاکتر لطیف یاد
لغمان دافغانستان په ختیز کې یوه تاریخي او دلرغوني ګندهارا په سیمو کې مشهوره سیمه ده . په زړو ویدي نسخواو کتابون کې هم دلغمان دسیمې ذکر او یادونه شوې ده.د لغمان سیمی ته په اوومې زیږدیزې پیړۍ کې مشهور چینایی زایر هیو ن تسنګ هم سفرکړی دی او په خپل یونلیک کې یې دلغمان دسیمې یادونه کړې ده .همداراز په لرغونو تاریخی کتابونو ک دا سیمه دلمپاکا په نامه هم یاده شوې ده او او سیدونکي یې دالینا د قبیلې خلک ښودل شوي دي چې په آریا یی قبیلو ک یوه مشهوره قبیله وه . همداراز دهند مغولي واکمن ظهیر الدین محمد بابر په مشهورتاریخي اثر بابر نامه کې هم دلغمان صوبه دلمغان او لمقاناتو دصوبې په بڼه لیکلې شوې ده او دغه سیمه یې یوه شنه او زرخیزه سیمه ګڼلې ده .
دلغمان دولایت زیاتره خلک پښتانه دي او مشهورې قبیلې یې ساپي، تره خیل ، نیازي ، رستم خیل ،حسین خیل ، خروټي، اوریا خیل ، الیاس خیل ، الکوزي ،ابراهیم خیل ،هوت خیل ، ادریمزي ، جبارخیل ، سهاک ، ناصر ،ګبري ، بابکر خیل، علی خیل، هزار میښي، محمد زي ، وردګ ، خیرو خیل ، تره کي او امر خیل دي .
لغمان دالینګار ، الیشنګ ، قرغیو ، دولتشاه او بادپښ په نامه ولسوالۍ لري او دوه مست او څپاند سیندونه هم پکې بهیږي چې یو یې دالینګار او بل یې دالیشنګ سیندونه دي چې دلغمان ولایت ددغو دوو سیندونو په برکت شین او آباد دی .
دلغمان ولایت په مرکز مهترلام کې یو ښکلی تاریخي بڼ شته چې کلای سراج نومیږي او دافغانستان دواکمن سرا ج الملة والدین امیر حبیب الله خان له خوا چې په امیر شهید سره هم مشهور واو دافغانستان دخپلواکۍ داتل اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان پلار و ودان شوی دی . نو موړی به په ژمي کې دلغمان ولایت ته ته او دالیشنګ او الینګار په درو کې به یې ښکار کاوه، ځکه په ژمي کې دکابل هوا سړه وه او لغمان او جلال آباد سیمو ملایمه او ښه اب وهوا درلودله .
دکلای سراج یا قلعة السراج تاریخی بڼ دامیر حبیب الله خان له خوا ددغه ولایت په مرکز مهترلام کې په ۵۵ جریبه ځمکه کې جوړشوی دی . علامه محمود طرزي په سراج الا خبار افغانیه کې دامیر حبیب الله خان له خوا ددغه بڼ دودانولو ذکر او یادونه کړې ده اوویلي یې دي چې امیر حبیب الله خان ددغه بڼ دجوړیدو سره ځانګړې مینه درلودله .په دغه بڼ کې یوه کلا هم وه امیر حبیب الله خان یو ه ښایسته ماڼۍ او یو ښایسته جومات هم پکې جوړ کړی دی .ددغه لوی بڼ شاو خوا مستحکم دیوالونه وو او شمالي دروازه یې دنغاره خانې په نامه یادیدله . دبڼ کلا څلور محا فظتي برجونه درلودل چې داړتیا په وخت کې دد ښمنانونه ددفاع لپاره جوړشوي وو. دبڼ شاوخوا د سروې او خرما ونې کرل شوې وې . په دغه بڼ کې ډول دول میوه دارې ونې لکه نارنج ، لیمو .، مالټې او ترنج ونې مو جودې وي . په بڼ کې د ښایسته ګلانو او فوارو لپاره هم ځایونه جوړ شوي و وچې دغه بڼ ته یې ځانګړې ښکلا ور بخښلې وه. دغه کلا او بڼ په سقاوی اړودوړ کې ډیر زیانمن شو . وروسته داعلیحضرت محمد ظاهرشاه دواکمنۍ په وخت کې دامیر حبیب الله خان استو ګنخي یا ماڼۍ نه د ښوونځيپه توګه ګټه اخیستله کیدله . دغه بڼ وروسته دافغانستان دتیرو څلو یښتو کلونو په جګړو کې نور هم له مینځه لاړ ، خو دافغانستان او سني حکومت پکې یو میلمستون ودا ن کړی دی .
لنډه داچې دکلای سراج بڼ دلغمان یو تاریخي بڼ ګڼل کیږي .
Latif Yad

 

- ډاکتر لطیف یاد
بېرته شاته