(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زهري میوې اود میوو زهري برخې

[21.Oct.2015 - 19:24]

لیک: پوهنمل محمود نظری
 موږ او تاسو هره ورځ رنګا رنګ میوې اوسابه خورو شاید دهغومیوو  یا سابو کومي برخې موږ بدن ته زیان ورسوي، روغتیا ته  موښه نه وي ؛په بدن کې د بې نظمي لامل سي؛ شاید هم  وژونکي زهر  ولري. ډیرخلک سوچ کوي د میوو خوړل   د روغتیا لپاره ښه  دي؛ مګر په ځینو میوو او برخو کې یې  ډیر پټ خطرونه هم  سته ، زهر لري چې انسان  فلج  او ناروغ وي او ان د وژنې سبب ګرځي .
ځینې خلک دمیوو غلطي برخې  په ناپوهې سره خوري چې ان د  وژلو لامل یې کیږي  ددې لپاره چې  داسې ونه سي دڅو زهری میوو او برخو  څخه   یې یادونه کوو ،ورسره  پام کوئ.
 
ترخه بادام
بادام وچه میوه ده ،  چې یوازې  او یا دنورو خوړو سره ګډیږي او خوړل کیږي ،هغه خپل ځانګړی خوند اوتیز بوی لري ، هغه په ډیرو هیوادو کې ډیر استعالیږي ، د تر خه بادامو یو خطر دا دی، چې ډیر ( سیانید  )لري د هغو د خوړو مخکې باید د هغه سیانید له منځه یوړل سي؛ ان په ځینو هیوادو کې د ترخو بادامو پلورل غیر قانوني دي ؛ لکه :  نیوزیلند
دزردالو تر خي مندکې هم زهري خاصیت لري: له  تودوخه  سره یې معامله کول زهر خنثې کوي   په امریکا کې دهغه بادامو پلورل قانوني دي چې له تودوخې سره معامله سوي وي او د زهرو اثر یې ورک  سوی او بکتریاوي یې له منځه تللې وي .
 
کاشو
دکاشو په پوستکې کې وي، اوومه کاشو ( اوروشیول) لری چې لږ زهري دي
ډیر باید ونه خوړل سي .
 
 
ګیلاس او الوبالو
ګیلاس او الوبالو  ښه میوې دي ،چې تازه ،پاخه اود نورو خوړو سره یو ځای خوړل کیږي، د ګیلاسو او الوبالو  مندکې زهري دي هغه ( هایدروجن سیانید ) لري ؛دهغه  د مندوکو خوړل له  سر دردی ،سربدالي،قی ،نفس تنګی ،لوړ فشار ،د بډوډۍ له کاره لویدلو نیولې او ان دکوما او مړینې سبب ګرځي
دګیلاس، زردالو ، شفتالو او الو  په مندوکو کې (سیانوجینک ګلایکو ساید) شته دهغه خوړل او زبیښل ډیر زیانمن دي .

رومیان
د رومیانو پاڼې او ډنډر د (ګلایکوالکالوید ) په نامه کیمیاوي مواد لري چې خوړل یې دعصبی کیدو او کانګي کولوسبب ګرځي باید ونه خوړل سي .
 
Jatropha Fruit
دجاتروفا ونه  له وچي هوا سره مقاومت لري، زڼې یې  زهری دي خلک هغه پخوي اوخوري ځکه تودوخه یې زهر له منځه وړي .
 
 
Daphne
دافنه میوه زهری ده په عمومي ډول   ونه یې د ښکلا لپاره کرل کیږي نه ده  میوو لپاره
.
 
European Spindle
داروپا سپيندل میوه ډیر ښه رنګ لري مګر زهری  ده  هغه (الکالوید  تیروبروماین ) او کافین لري خوړل یې د بډوډي اوځګر د خرابیدو او مړینې سبب کیږي .
مڼه
د مڼو زڼي زهری دي  هغه ( سیا نوجینک ګلای کوساید ) لري باید له میوې سره ونه خوړل سي
 
لوبیا
  لوبیا باید تر خوړولو مخکې ښه پخه سي ځکه هغه( لیمارین او فایتوهیماګلوتین)لري دلوبیا لږ اوومه خوړول انسان ډیر ناروغه او ان وژني، باید لوبیا لس دقیقي تر خوړولو مخکې وایشوول سي چې زهر یې  خنثې سي .
 
هندی غوزان
هندي جوز په عمومي ډول په مسالوکې استعمالیږي هغه ( میرستیسین) لري چې د کانګي کولو،سربدالی او سر دردی لامل کیږي ،چې پاخه سي زهر یې ورکیږي .
 
رواش
 رواش د  اوکزالیک اسید  مالګه لري چې زیات  خوړل یې بډوډې ته زیان رسوي  او ډیر خوړل یې ان د انسان د کوما لامل کیږي . 

پټاټې
که پټاټې روښنایي وخوري اویا شني سي یا  نیښ ووهي په هغه کې ( سولانین ) زیرمه کیږي باید پټاټې  تل په تیاره او یخ ځای کې زیرمه سي  که شنې سوې هغه بیرته په تیاره ځای کې وساتئ  د هغه زهر بیرته  ورکیږي ، نیښ وهلي او شني پټاټي خوړل  دانسان  دهاضمې د  خرابیدو لامل ګرځي او ان  د مړینې لامل کیږي.

- پوهنمل محمود نظری
بېرته شاته