(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د میروس شوقي په هکله یوه یادونه

[26.Oct.2015 - 09:58]

د پښتو موسقي د نامتو سندرغاړي، میروس شوقي په هکله یوه یادونه

لیک: اسم هجران

د بشریت له پیدایش تر اوسه یا په عامیانه اصطلاح له بابا آدمه تر دي دمه د تاریخ په اوږدو کې داسي هنري څهري پیدا او راڅرګند شوي چې د پخپل فطری استعداد په توان سره یې ستري کارنامي ترسره کړي، او د وخت نومیالي بلل شوي دي. دا اتلان که د پوهي او حکمت په ډګرونو کې وو، او یا هم که د هنر او ادب په محفلونو کې. البته یو توپیر شته، چې د پخواني کارنده اشخاصو ټول زیارونه او فني وړتیاوي به د دوي له مرګ سره یو ځای خاوري شول، خو په اوسنې عصرکې هرڅه د تاریخ په غیږ کې ثبت کیږي، او په ډیرو مواردو کې د نورو لپاره هم د لاري مشعل ثابتیږي. په هرصورت له سریزي به تیرشو، اصلي خبري ته به راشو، ځکه لوستونکي اوس له ډیرو مقدماتي خبرو په تنګ شويدي.
د یادونې مطلب مي له هغه میروس شوقي څخه ده چې د شمشاد تلویزون په جوړ پخیر پروګرام کې سندري وايي او پخپله خوږه لحجه کتونکي خوشحاله ساتي. دا خبره هم د یادنې وړ ده چې څو کاله وړاندي یوه شپه چې په شمشاد تلویزون کې د موسقي پروګرام خپریدو د مرحوم قدیم سندرغاړي په غږ او لحجه مې دا سندره «ورپسې نور جګ لاسونه» واوریدله، نو ګمان می وکړ چې دا به د هغه پخوانی هنرمند ریکارډ شوي سندره وي، او اوس به په تصویري ډول خپریدو ته عیاره شوي. خو وروسته جوته شوه چې دا قدیم نه دی، بلکه دا د میروس شوقي غږ ده چې دا هنري بیلګه يې وړاندي کړه. د شمشاد تلویزون د جوړ پخیر په اوسنې پروګرام کې چې میروس شوقي خپله هنري ننداره وړاندي کوي، نو په کتو سره مي دده په ساز او آواز کې ډیري وصفي وړتیاوي ولیدلي. هغه نه یوازي د قدیم فن او اسلوب ته چې په پښتو موسقي کې ځانګړتیا لري،انعکاس ورکولي شي. بلکه پخپل ذوقیه کلامونو سره د نورو ډیرو هنرمندانو په لحجوو سره تقلید کولي شي او ښه انځور یې وړاندي کوي. د میروس هنري هاندونه د هر لیدونکي او اوریدونکي د ستاینې وړدي، تلوسه یې زیاته وي او ګوته په غاښ ورته پاته کیږي. اګرچې ما میروس شوقي له نژدي نه ده لیدلي، خو کله چې دده چهري او انداز ته مي نور هم په غور سره وکتل، نو دده په قافیه، چهره، غږ او اسلوب کې د بری صغیر د نامتو سندرغاړي نصرت فتح علیخان نښې هم له ورایه مشاهده کړي، چې دا به نه مبالغه وي، او نه طنز. ځکه دده د صورت غټوالي، د څهري شباهت، ښکلي حنجره او د سندرو ویلو توان کټ مټ هغه ته ورته والي لري. مرحوم نصرت فتح علیخان چې به کله د رزم او بزم محفل ګرم کړ نو په ساعتونو به یې بې له کومه ځنډه دوام درلود او ناستو کسانو او اوریدونکو به خوند تري اخیست او دی به هم نه ستومانه کیدو. داسي میروس شوقي هم له دي وصفه خالی نه دي، او په هغه معیار خپله وړتیا ښيې.
د بحث څخه مطلب دادي چې نصرت فتح علیخان چې به کله په یوه هندي فلم کې سندره ثبت کړه، نو پخپل والهانه غږ به یې د(هندپاکستان) دواړو هیوادنو ترمینځ ترنګلي واټنونه را لنډ بلکه په عرضي توګه دفن کړل،او مینوالو یې هم دي خپل هنري ویاړ بالو، او په ګډه یې ددي هستي ننګه او ملاتړ کاوو. غوښتنه مې داده که زموږ اړوند دولتي اداري په تیره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي پدې هکله غور وکړي او د میروس شوقي له خداداد هنري استعداد څخه ګټه واخلي او هغه په لویه پیمانه استعمال کړي. نو کیدايي شي چې د هغو موخو د لاسته راوړلو لپاره د اساني وسیله وګرځي د کومو لپاره چې زیاته لیوالتیا ورته ښودل کیږي، چې هغه د جنګ پرځای ملي سولې ته وده او د بیلتون پالني پرځای د ملي مشارکت د اجنډا زرین اصول دي. ددي لپاره نو د ممبر غږ او د ستیج هنري ترغیبي هڅو ته اړتیا ده چې اذهان جوړ کړي. نو د بزم او ترنم په برخه کې یې میروس شوقي رغنده رول ترسره کولي شي. هیله ده چې دا وړاندوینې د اوبو په سر کرښې ونه ګرځي او عملي بڼه خپله کړي.

- اسم هجران
بېرته شاته