(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما انا

[03.Nov.2015 - 09:42]

لیکوال: خپلواک ساپی
د ماشومتوب خبره ده . چې را په زړه شي نو ورسره ګڼ یادونه تازه شي. په شیبه کې مې هر څه لکه د فلم صحنې / یو په بل پسې له سترګو تیر شي. د نیکه د لاس کوډله ، لوګو وهلې توره کوټه، د کوټې په مینځ کې نغری ، د نغري ګرد چاپیره پراته څو کټکي ، په یوه کونج کې چاچوبۍ او څنګ ته یې د لمانځه لپاره غوړیدلې بروزه . ها خوا له دیوال سره جوخت زما او د انا کټ او پر کټ خپور انډيری . د انا د تور سان ګونځې – ګونځ کمیس او د کمیس په جیب کې زما لپاره ساتلي خواږه . کله د غوز دانه، کله مرخڼۍ ، کله املوک ، کله پتاسه او کله په ګوړه کې د غنمو نینې. د انا نجړومه مې هم هیره نه ده . هر ګهیځ به یې د هماغه نجړومې په تار پورې پر تړلي سولایي زما پر سترګو رانجه پورې کول. او بالاخره د انا تور څپوټي او د انا د وجود شم چې له بویلو پرته به یې زما سترګې نه پټيدې.
اصلا زما ژوند له هماغه ماشومتوبه د انا له غیږ سره تړلی و . له دې تړاوه د وینې او مینې یوه بې مثاله اړیکه جوړه شوې وه. د نیا او لمسیي له رواجې او معمولي رابطې څو ګامه ورتیره اړیکه. ښایي د دې یو لامل زما د ورور زیږد وي. هغه څه چې زه یې له کبله تر دوه کلنۍ وړاندې د مور له غیږې د انا غیږ ته لیږدیدلی وم. او بیا مې هماغه غیږ د خوراک او څښاک ژړا او خندا ، پخلاینې او مرورتوب ... پر دنیا بدله شوې وه. د شپې به مې هم د عادت له مخې سر د انا پر لاس کیښود . سینې ته به یې ورجوخت شوم . ورو ورو به مې د هغې د شم په بویولو سترګې پټې شوې . او بیا داسې یوه شپه راغله چې انا په کور کې نه وه. هغه د خپل ناروغه ورور تپوس ته ورغلې وه. تر ماښامه مې لار څارله خو انا رانغله . زړه مې ختلی و. ډوډۍ ته مې زړه نه کیده . مور مې پوهیده چې په انا پسې دردیږم. ښایي د همدې لپاره یې هغه شپه ټول پام پر ما و. شیدې یې راته په کوړه کې تودې کړې. بیا یې وچې شنۍ او توتان په ځولۍ کې راواچول ... د نغري سووي په ختمیدو او اور په ډوبیدو وو خو ما ته خوب نه راته . اخر یې په ښکلولو - ښکلولو کټ ته پورته کړم . خو کټ شړ و. نه پکې انا وه ، نه د انا شم. تاو راتاو شوم . د کټ سر او ښپو ته ولاړم . او یو ناڅاپه مې له خولې چیغه ووته : ما انا ته یوسۍ ! زه مې انا غواړم ....انا .... یوه ناشونې غوښتنه. مور مې پوهیده چې په پړې پورې نښتی یم خو د ګواښلو پر ځای یې مینه راکوله. هڅه یې دا وه چې ما ویده کړي. ښه ډير مې وژل . ان تر دې چې په سر مې درد شو . لا مې همداسې ژوړل ... مور مې د کټ ښپو ته ناسته وه . په زغم یې زما د بیدولو هڅه کوله. او بیا مې یو ناڅاپه په ماشومانه ذهن کې د انا څپوټی راوګرځيد: ما له د انا څپوټي .....پر سوږمو مې د انا څپوټې خپور کړۍ ....هله د انا څپوټي... مور مې پاڅيده . د انا د جامو غوټه یې پرانسته . څپوټي یې ترې راوویست . زما پر سوږمو یې خپور کړ. په څپوټې کې مې کټ مټ د انا شم احساس کړ. خوږ او خوندور شم . ژوره ژوره سا مې واخیسته .... او چې ګهیځ راپاڅيدم نو تر هر څه لومړی مې سترګې د انا پر څپوټي ښخې شوې.
زه ورو ورو لویدم او انا بوډۍ کیده ، خو تر مینځ مو مینه لاپسې ډيریده. په شپږ کلنۍ کې یې په ښوونځي کې شامل کړم. انا به مې تخته او کتاب په کڅوړه کې سمبال کړل . د سایي مشواڼۍ به یې هم پکې په احتیاط کیښوده. په مخ به یې ښکل کړم او په دعا - دعا به یې ښوونځي ته رخصت کړم: خدای دې لوی سړی کړه ... سردار شې ... منصبدار شې....
او بیا انقلاب شو. په کرکې او وینو د لړلی انقلاب د اورد لګیدو پر مهال زه په پوهنتون کې وم . زموږ ولسوالي د ټول هیواد په کچه د انقلاب د اور لومړنی خوراک و. په دې سره د ولسوالۍ لاره بنده شوه . د لارې په بندیدو مې له انا سره یو ځای له خپلې ټولې کورنۍ او خپل کلي سره رابطه پرې شوه.
کال وروسته خبر شوم چې انا مې په خورا بې وسۍ او ناهیلۍ له کرکجنې نړۍ سترګې پټې کړي دي. د انا د مرګ خبر مې سر وګرځاوه.ځمکه مې له ښپو وښویده . د یوې شیبې لپاره مې سا بنده شوه. داسې مې ګڼله چې پر اوږو مې له وسې پورته کوم دروند بار پروت دی. هر څه راته بې مانا شول . احساس مې بالکل بدل و. داسې یو احساس چې اصلا په لیکلو کې نه ځایږي.... تر ټولو ډير درد مې د خپلې بیوسۍ و. انا مړه وه خو ما یې قبر ته د لاس د پورته کولو وس هم نه درلود....
کلونه وروسته پاڼه بدله شوه . د خلقیانو او اخوانیانو جګړه ختمه شوه . خلقیانو وبایلله ، خو اخوانیانو ونه ګټله . دا ځل اور پر کابل راټول و. اخواني له اخواني سره د تخت او بخت جګړه کوله. د ډاکټر نجیب الله خبرې یو په یو ریښتیا کیدې . خو د کلیو لارې خلاصې وې. ما هم د کلي تکل وکړ. د انا زیارت مې په لومړیتوب کې و. د کاکا زوی مې هدیرې ته د تلو ملګرتیا وکړه. د انا پر قبر اوږدې ترخې ولاړې وې . له ترښو لاندې شنیلی زرغون شوی و. له دکانچې یې څو ډپرې ښویدلې وې . د قبر ښپو ته ودریدم . داسې مې انګیرله چې انا راسره روغبړ کوي . هماغسې روغبړ چې د پوهنتون په رخصتیو کې به یې کور ته له ننوتو سره جوخت په غیږ کې نیولم او پر مخ ، سر او سترګو به یې په بیا بیا ښکولوم .... له سترګو مې بې ارادې اوښکې راماتې وې. شیبه وروسته مې پر قبر سر کیښود . شنیلی مې بوی کړ . عجیبه احساس و. داسې مې ګڼله چې شنیلی د انا د وجود په شم کې ډوب دی. هماغه شم چې زه به یې په بویولو ویدیم. او هماغه شم چې انا به نه وه نو ما به یې په څپوټي کې لټاوه.

 

- خپلواک ساپی
بېرته شاته