(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د چین د جمهور ریس د مرستیال د سفر ...

[05.Nov.2015 - 23:38]

د چین د جمهور ریس د مرستیال د سفر په هکله خوشبینې او سوالونه؟

لیک: شاه محمود میاخیل

د افغانستان سره د چین د دیپلوماتیکې اړیکو د شپيتمي کلیزی په مناسبت دچین د جمهوری ریاست مرستیال، Li Yuanchao د ۲۰۱۵م کال د نومبر په دریمه نیټه افغانستان ته سفر وکړ او د افغانستان سره يې وعده وکړه چې د ۷۹ میلونو ډالرو په ارزښت به لس زره اپارتمانونه جوړوی، یو زر او پنځه سوه سکالرشیپونه به افغانانو ته ورکوي اوهم به د کابل د دروازو لپاره سکنر ماشینونه تهیه کوي. تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان جمهور ریئس محمد اشرف غنی چین ته دری ورځنې سفر درلوده نو هغه وخت دچین حکومت وعده وکړه چې د افغانستان سره به ۳۲۷ میلونه ډالره کمک په راتلونکې څلورو کلونو کې کوي. د دی خبری یادونه ضروری ده چې د چین دا اوسنې د مرستې وعده د تیر کال د څلور کلونو کمکونو د وعده یوه برخه ده یعنې دا نوی وعده نه ده.

د چین د جمهور ریئس د مرستیال ډیر ښه هرکلی وشو او زیادتره حکومتی او غیر دولتی کړیود چین د دی وعدو ډیره ستاینه وکړه او د دی تر څنګ په افغانستان کې داسی فکرونه راپیدا شول چې ګوندې چین به په پاکستان فشار راولې چې د طالبانو دحمایت نه لاس واخلي او د افغانستان د سولې په پروسه کې به فعاله نقش ولوبوی.

په هرحال څرنګه چې د افغانستان اقتصادی او امنیتې وضعیت په اوسنې حالت کې ښه نه دی نو د هرچا لږ او زیات کمک ته اړتیا لري. زه هم د چین د دی مرستي ملاتړ کوم خو غواړم چې لاندې یو څو ټکو ته اشاره وکړم هغه دا چې مونږ هم باید په خپله ګټه او تاوان د چینایانو غوندې پوه اوسو.
زه لاندې څلورو مسلو ته اشاره کوم:
1. د دی د مخه د چین دولتی کمپنې ChinaNational Petroleum Corporation (CNP) د افغانستان په شمال کې د ۷۰۰ میلونو ډالروپه ارزښت د تیلو د استخراج لپاره اکتشافی قرارداد دافغانستان د حکومت سره امضا کړی دی.
2. د چین China Metallurgical Group Corporation (MCC) دولتې کمپنی د لوګر ولایت د عینک په سیمه کې د مسو د استخراج لپاره د دری بیلونو ډالرو په ارزښت قرار دا امضا کړیدی. د پورته دوه قراردادونو په اړوند ډیر سوالونه شته چې دا قراردادونه د افغانستان په ګټه نه دي او چینایې کمپنیو د افغانستان پخواني چارواکو ته بډي ورکړي او دا قراردادونه یې امضا کړي دي نو دا قرارددونه باید لغوه شي.
3. یوازی په ۲۰۱۴ م کال کې افغانستان د چین نه د ۱۰۳۸میلنونو ډالرو په ارزښت واردات درلودل. 
4. د دی نه برسیره چینايې کمپنیو د افغانستان د سرکونو ټیکي ختیځ او لویدیځ سیمو کې په تیرو څوارلس کلونو کې نیولې وی چې په هغه قراردادونو کې هم چینایانو ډیره ګټه کړی ده چې ښه بیلګه یې د کابل-جلال اباد بی کیفته سرک دی چې مالی مرسته یې د اروپا اتحادی له خوا شوی وه.

که مونږ یوازی پورته څلورو مسلو ته په دقت سره وګورو نو چین هرکال د افغانستان نه د ۷۹ میلونو ډالرو نه زیاته ګټه کړی ده او دا کمک د دوی په زکات کې هم نه راځي. مونږ فکر کوو چې لکه چین مونږ ته خیرات راکړی دی. دا ښه خبره ده چې د افغان حکومت باید د میلمنو قدر او ښه پالنه وکړي خو نه دا چې مونږ ځانونه دومره کم راولو چې مونږ هیڅ نه لرو او چینایانو د افغانستان نه هیڅ نه دی تر لاسه کړي.

په هر حال د سولې د خبرو په هکله ما په فیسبوک کې دا لاندې دوه سوالونه مطرح کړل:
1. ایا چین به د پاکستان نه تیر شي او که نه؟
2. که چین د پاکستان نه تیریږي نو ایا چین به پاکستان په دی قانع کړي چې د افغانستان په اړوند د خپل ستراتیژیک عمق د پالیسی نه تیر شي او که نه؟
د پورته دوه سوالونو په هکله دوستانو ډیري تبصري لیکلي وي چې دهریوه تبصره د قدر وړ ده. د پورته دوه سوالونو په هکله زه غواړم چې په لاندې ډول وضاحت ورکړم.

د سوړ جنګ په دوران کې د چین او پاکستان تر منځ اړیکي اقتصادی او ستراتیژیکي اهمیت درلوده ځکه چین په سیمه کې د هندوستان سره رقابت درلوده او د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي ښي نه وي. پاکستان د هندوستان سره دښمنی درلوده نو ځکه په سیمه کې ورته د چین ملګرتیا مهمه وه یعنی د دواړو هیوادونو اړیکي په هغه فرموله چې د دښمن دښمن زما دوست دی ولاړي وي. دا چې نن سبا د چین اقتصاد د هندوستان په پرتله ډیر ښه شوی دی نو اوس چین هندوستان خپل سیال په سیمه کې نه بولې نو د هندوستان او چین تر منځ اړیکي یو څه ښي شوی دی او د دواړوهیوادونو ترمنځ تجارت په ۲۰۱۵م کال کې ۸۰ میلیاردو ډالرو ته رسیدلی دی. اوس د چین سیال اوس امریکا ده. همداشان د هندوستان اقتصاد د پاکستان په پرتله ډیر ښه دی نو اوس هندوتسان هم ځان د پاکستان سیال نه بولې خودومره غواړی چې د پاکستان له اړخه په امن کې وي او ترورستان هلته ونه لیږي. چین هم غواړي چې د پاکستان سره ښي اړیکي ولري او د پاکستان له اړخه باید چین ته د شرقی ترکتسان د اسلامی حرکت یا (ETIM-Easter Turkistan Islamic Movement) له شره محفوظ وی.

د پورته دوه سوالونو په هکله چې ایا چین به د پاکستان نه تیر شي او که نه؟ د دی خبری هیڅ سوال نشته دی چې چین دی افغانستان نه په پاکستان ترجیح ورکړي ځکه د شرقی ترکستان اسلامی حرکت د پاکستان له خواحمایت کیږي او پاکستان چین ته دا ګرنټي ورکولې شي چې دوی هغه په کنترول کې وساتي او د چین په خاوره کې به تخریب نه کوي. که ضرورت و نو پاکستان به د دی حرکت یو څو غړي هم چین ته په لاس ورکړي. په همدی توګه پاکستان د چین نه غواړی چې دوی باید د طالبانو سره د صلح د پروسه حمایت په دی شرط وکړی چې د پاکستان ګټي خوندې وی. نو په دی توګه چین هیڅکله په پاکستان دا فشار نشی راوستلای او نه غواړی چې فشار راولی چې پاکستان په زوره طالبان د خبرو میز ته کینوي او یا د طالبانو په ضد په پاکستان کې اقدام وکړي. څو ورځي د مخه د پاکستان صدراعظم نواز شریف په ډیرو ښکاره الفاظو کې په واشنګتن کې وویل چې دوی دا نه شی کولی چې هم طالبان د خبرو میز ته راولی او هم د هغوی پر ضد جنګ وکړی . تیرکال په لندن کې د یو کنفرانس په ترڅ کې چې ما هم هلته ګډون درلوده، د افغانستان لپاره د چین خاص استازی Sun Yuxi د خبرو په ترڅ کې وویل چې دوی په پاکستان فشار نشی راوستلای چې پاکستان دی د طالبانو حمایت ونه کړی. همداشان ده وویل چې دوی د عینکو د مسود استخراج لپاره هم کومه عجله نه لري او چین په سیمو کې د خپلو اوږدمهالو ګټو لپاره حوصله لري. د افغانستان یو مشهوره سیاستوال چې درنی اونی د مخه په چین کې په یوه کنفرانس کې برخه درلوده راته پرون وویل چې چینایانو موقف د څو میاشتو د مخه پوری ډیر فرق کړی ځکه چینایان اوس وایي چې د افغانستان حکومت او امریکا باید د حقانې د ډلې سره خبري وکړي ځکه بی د حقاني ډلې د طالبانو سره خبری اتری هیڅ معنی نه لري.

نو په دی توګه زما په اند افغانستان عاجلو مرستو ته اړتیا لري خو د چین رول په اقتصادی ساحه کې زمونږ عاجلی ستونځي نشي حل کولای. په سیاسی ساحه کې به چین هیڅګله په پاکستان فشار رانولی چې د طالبانو د حمایت نه لاس واخلي. د افغانستان حکومت باید په خپلو داخلی ستونځو او حکومتداری فکر وکړي ترڅو دلته د ثبات نښي او نښانې ولیدل شي نو بیا به سمیه ایز هیوادونه او هم نړیوال افغانستان ته د اهمیت په سترګه وګوري. افغانستان ته د پاکستان په توګه سیاست ته اړتیا ده چې په هر حالت کې د هر ملک سره معامله کوي او دخپل هیواد ګټو نه هیڅ نه تیریږي. د امریکا سره یوه معامله لری، چین سره بله معامله او عربی هیوادونو او حتی د هندوستان سره هم د افغانستان په اړوند متفاوته اړیکي لري. پاکستان د هند سره تجارتي او هم د خبرو اړیکي لري خو د افغانستان اړیکي د هندوستان سره نه شی زغملی.

- لیک: شاه محمود میاخیل
بېرته شاته