(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یوه مسافر کیسه ؟

[25.Nov.2015 - 13:49]

د کسوړو او د یوه مسافر کیسه
لیک:ذبیح الله شریفي
یو مسافر وو ډیر تنګ سو د تنهایي له وجې غرق پرق وو په چورتونو فکرونو کې یوه ورځ یی تسمیم ونیاوه چی وځم ایباندی ښه چکر وهم کله سی شپه شوه بیا کورته راځم هم هغه وو دا مسافر پردي وطن کې لاړ ووت ښه ډیر وګرځی دی کله چی کور ته راته په ده شپه شوی وه خو هم دا سی په چورتونو فکرونو کې روان وو اوس چی لاندی ګوري په لار کې یو سو کسوړی پرتی دي خو په یوه کسوړه لیکل شوي دی د سرو زرو د الماسو کسوړه په بله کسوړه لیکل سوي دا د ډیرو پیسو کسوړه په بله کسوړه لیکل سوي دا د ښه تجارت او ښه ډیر کار او بار کسوړه په بله کسوړه لیکل سوي دا په پردي وطن کې د عیش او نوش مستي ساتري کسوړه اوس دا مسافر چی ګوري چی په یوی وړوکې خرینی خړیپړی کسوړو باندی لیکل سوي چی دا دی په خپل وطن کې له خپل او خپوانو دوستانو ملګرو سره د خوشحالۍ دوستۍ ساترۍ کسوړه
د مسافر هم پرته له کوم فکره سوج نه هم دا وړه خیرنه خړه پړه کسوړه راواخیسته روان سو خو دا نفر چی یو سو قدمه وړاندی لاړ اوس چی ګوري دا نوری کسوړی هم راروانی شوی خو دۍ ډیر د کار د کسوړو ته هیران سو هم هغه وو چی خیرینی خړی پړی کسوړی په د سړي غږ وکړ چی زه تا نه دا سووال کوم چی تا ولی زه راوخیستم راجیګه دی کړم د سړی په ځواب کې ورته وویل چی زه بیخي ډیر تنګ شوی وم له تنهایي بی وطني نه نور زما نفرت راځي له بی وطني مسافرۍ او تنهایی نه ما په دی خاتر باندی ته پرته له کوم شک شکوا فکر سوج نه راواخیستي کسوړی ورته وویل ښه سمه دی اوس پوهه سوم ستا په مقصد باندی هم هغه وو چی د سړي کسوړی ته وویل چی کولی شم زه تانه دا پوښتنه وکړم او ځواب یی راکړی کله چی ته ما راوخیستلی زه چی روان شوم دا نوری کسوړی هم راروانی شوی دا څه حلت وو که ځواب راکړی ؟
خیرنی خړی پړی کسوړی ورته وویل زه د ټولو کسوړو مشره یم بادشاه یمه دا نوری کسوړی زما وزیرانې دي ځکه دوی ماپسی راروانی سوی ستا قیسمت ښه وو چی زه ده راواخیستم دا وه د کسوړو کیسه

 

- ذبیح الله شریف
بېرته شاته