(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ژبه او کلتور

[25.Nov.2015 - 22:47]

لیک: ایمل ګدون
   سلامونه ملګرو او ده پښتو ژبې,دود دستور او کلتور مينه والو هر چرته چې ياۍ ستاسو ده ښه ژوند او روغتيا په هيله ستاسو ورور 
مونږ په يو داسې منطقه کې ژوند کوو چرته چې هره ورځ زمونږ ده پيژندګلو ده روکولو بندونه تړلې کيږی
پخوا به دا کار اغيارو کوو اوس ورسره پدې کار کې پښتانه هم ملګرتيا کوی او دا هم ده زاتی ګټو,چاپلوسۍ او  ناپوهۍ ده لاسه.
که يو سړې ده بام په سر هم کينی خو چې خپله ژبه او کلتور پريږدی نو دده پيژندګلو به هم ده غيرو سره  کيږی
پښتو نوم يوازې ده يو ژبې نه دې
دا کلتور هم دې ده ژوند لاره هم ده.
بشر دوستی هم ده. د انسانی ژوند داسې يو صفت به نه وی چې هغه په پښتو کې نه وی.
دا بيله خبره ده چې مونږ هغه صفات اوس نه لرو يا پوهيږو پرې نه.
ده پښتو او پښتون پيژندګلو څوک ده ملی وخدت په نوم روکوی او څوک يې ده مذهب او اويا کلن پاکستان په نوم روکوی.
او دا عمل له ډيره وخته جاری دې.
ده يو پښتون دپاره يوازې دا مهمه نه ده چې دې په قام پښتون وی او پښتو وائي.
دې سره سره ده پښتو فکر او نظر پکار دې.
او دې له پاره دا هم مهمه نه ده چې مونږ پردو ژبو پسې بد ووايو.
که نن په مونږ چا پردۍ ژبې منلې وی او کوښښ يې دا وی چې زمونږ ژبه روکه کړی نو مونږ ته پکار دی چې راپورته شو او خپلې ژبې ته کار وکړو او خق يې وګټو.
مونږ ته مبارزه پکار ده .
ده خپلې ژبې سره ده ظلم او جبر نندارې ډيرې وشوې.تبصرې هم ډيرې وشوې.
او که دا کار   جاری  وو نو ياد ساتۍ چې په راتلونکی کې به يوازې هغه خلک پښتو وائي چې نالوستې وی
يو وخت به بيا داسې راشی چې څوک به نالوستې پاتې نشی مخکې پرې فکر وکړۍ.
نن پښتو نه ده ميډيا ژبه ده
نه ده کاروبار ژبه ده
او نه ده تخقيق ژبه ده
او دا هر څه ده يو پلان ده لاندې کيږی
ځکه چې يو ژبه يوازې وينا ته پاتې شی او په هغې هم په چل ول پابندۍ لګوی نو تر څو به ژوندۍ وی?
يو پښتون به پارسی او
 اردو زده کوی نو هله به په يو چوکۍ کينی او دنده به ورته سپارلې کيږی که هغه يې خپله سيمه وی او که پردۍ خو دا ژبې به زده کوی .
دلته يو وضاحت کوم چې زه دا نه وايم چې نورې ژبې مه زده کوۍ
خو که چرې نورې ژبو ته کار کيږی
نورې ژبې ده ميډيا او کاروبار ژبې کيداۍ شی نو پښتو ولې داسې نشی کيدې?
زما په نظر په ننی دور کې ده مورنۍ ژبې او انګريزۍ زده کول مهم دی
ځکه مورنۍ ژبه کې زده کړو سره به زمونږ ژبه,پيژندګلو او دود دستور هم ژوندې پاتې شی 
دويمه ژبه انګريزی ده چې ده تخقيق ژبه ده او ده نړۍ ده قامونو ترمنځه ده کاروبار,اقتصاد او اړيکو دپاره مهمه ده چې دا هم زده کړې شی.
نور که څوک هر څومره ژبې زده کوی نو څه بدی پکې نيشتې خو په خپله خاوره په خپله ژبه کې تعليم ده هر انسان بنيادی خق دې.
ده هندی او ايرانی ژبه دې ده هغوی مبارک شی زمونږ پيژندګلو د نه روکوی.
په پاۍ کې
 راځۍ   چې په پښتونخوا کې ده پنجاب ده ساتلې شوې  هغې خلکو غندنه وکړو چې ده پبلک سکولونو په نامه ښونځيو کې يې په پښتو ژبه بنديز لګولې دې او پښتنو ماشومانو ته په غوږ کې دا خبرې اچوی چې پښتو جهالت دې او ددې ژبې هيڅ راتلونکې نيشتې.
ده پنجاب ساتلې دا پښتانه د په خپل ګريوان کې وګوری چې ددوی نيا نيکه ده دهلی وو که ده پښتونخوا?
ايمل ګدون

- ایمل ګدون
بېرته شاته