(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دفخر افغان خبرې

[27.Nov.2015 - 21:13]

لیک: ضیاالحق سیند
ما په خپله دې لیکنه کې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) د کتاب ( زما ژوند او جد و جهد) څخه (۴۵) غوره خبرې را ټولې کړې دي ، د نوموړي همدا اثر (زما ژوند او جد وجهد) ما څو څو ځله ولوست او ما ترې همدا (۴۵) خبرې راښکلې دي ، بیا هم کیدای شي چې زما د نظر څه نا څه پاتې وي، خو ما خپله هسه کړې ده، همدا خبرې چې هره خبره یې د بدخشان د لالونه د قیمت څخه لوړه ده، زما نه مخکې هم د ګران مشر محمد صادق ژړک سیب! په وینا په دې اړه یو لیکنه شوې ده ، چې نوم یې دې (زما د باچا خبرې) خو ما هغه لیکنه نه ده لیدلې او نه هم دې لیکنې د لیکلو پورې زه ترې خبر وم، خو بیاهم زه ځکه خپله دا لیکنه بې ګټې نه ګڼم ، چې کیدای شي ،زما او د هغه لیکوال چې باچا خبرې یې راټولې کړې دي ، د اندونو (نظرونو) تر مینځ کم او زیات توپیر وي ، هغه دا چې کیدای شي چې د باچا خان ځینې خبرې چې ما دلعلونه سره ورته کړي دي ، هغه لیکوال ته هیڅ ارزښت و نه لري او همدا خبره سرچپه وګڼه…

د خان عبدالغفار خان (باچا خان ) هره خبره د کاڼي کرښه ده، نه یې لمر ، نه یې سیلۍ او نه یې باران ړنګولی شي، د خپل وخت د پښتنو رښتینی سرلاری پاتې شوی دی، د نوموړي په شان مشران به په پښتنو کې ډېر کم تېر شوي وي ،چې د ګوتو په شمیر کې هم نه راځي، باچا خان په خپله یوه خبره کې هم دې ټکي ته داسې اشاره کوي((په پښتنو کې ډېر لوی لوی پاچاهان او مشران پیدا شوي دي او تېر شوي، خو هیچا په پښتنو کې اجتماعي ژوند او د اجتماعي ژوند فکر نه دی پيدا کړی، اولنی تحریک د خدایي خدمتګار تحریک دی، چې اجتماعي ژوند او فکر یې په کې پیدا کړو))   (۲۷ مخ)

باچا خان په (۱۸۹۰ ز ) کال د هشنغر په اتمانزو کې د بهرام خان کره وزیږید او په (۱۹۸۸ ز) کال د (۹۸) کلونو په عمر د تل لپار له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه اود نوموړي له وصیت سره په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو . روح یې ښاد او جنت یې ځای شه

د لیکنې په دې برخه کې اړینه بولم چې په خپله اصلي موضوع (د فخر افغان خبرې)پیل وکړم ، هره خبره به یې کټ مټ بې له کومې ګوتوهنې د نوموړي له خپل کتاب (زما ژوند او جد وجهد) څخه د اخځلیک په ښودلو سره راوړم.

اولنۍ مدرسه:

۱ــ د مور غیږ د انسان اوله او ډېره مهمه مدرسه ده. (۱۷ مخ)

د بدۍ وس:

۲ ــ خدای (ج) دې پښتون ته د بدۍ وس نه ورکوي او چې وس ومومي، لکه د لړم د بچو خپله مور خوري.   (۲۵ مخ)

بهادران:

۳ ــ رښتیا خبره دا ده، چې ظالمان بهادران نه وي ،ډېر بزدله او بیمانه وي ، بهادر سړی هېچیرې په چا ظلم نه کوي. (۲۶ مخ)

اجتماعي ژوند فکر:

۴ ــ په پښتنو کې ډېر لوی لوی پاچاهان او مشران پیدا شوي دي او تېر شوي، خو هیچا په پښتنو کې اجتماعي ژوند او د اجتماعي ژوند فکر نه دی پيدا کړی، اولنی تحریک د خدایي خدمتګار تحریک دی، چې اجتماعي ژوند او فکر یې په کې پیدا کړو . (۲۷ مخ)

د پښتنون راویښول:

۵ ــ پښتون یو ژوندی قوم دی، د قومیت او قربانۍ ماره په کې شته، خو راویښول غواړي.(۶۳ مخ)

بې عمله دعا:

۶ ــ بې عمله دعا د خدای ج په نزد نه قبلیږي. (۶۴ مخ)

لوړوالی او ټیټوالی:

۷ ــ پستي او بلندي په عمل ده، که د چا عمل پست وي ، هغه نر وي که ښځه په کار دی ، چې پست وګڼل شي او د چا عمل چې وچت وي ، نر وي که ښځه په کار دی ، چې په درانه نظر ورته وکتل شي.(۷۵مخ)

د قوم ژوندي کېدل:

۸ ــ پښتون ژوندی قوم دی ، خو چې د ژوندي کولو خلک په کې پیدا شي، تر څو چې د یو قام کې د ژوندي کولو لپاره خلک پیدا نه شي، هغه قوم ژوندی کیدی نه شي.(۸۵ مخ)

د پښتو ژبې ګناه:

۹ ــ د هرې ژبې ویونکي خپلې ژبې ته ترقي ورکړې ده، پښتنو چې خپلې ژبې ترقي نه ده ورکړې ، دې کې د پښتو ژبې څه ګناه ده؟ دا خو زما او ستا ګناه ده. (۷۸مخ)

په ډلو کې اختلاف:

۱۰ ــ چې په ډلو کې اختلاف پیدا شي ، که ډېر ښه او زورور خلک وي هم بې کاره شي او دهغوې طاقت د یو بل په غورځولو کې صرف شي. (۱۷۳ مخ)

خود غرضي(ځان ځاني):

۱۱ ــ په خدمت کې اختلاف نه راځي ، اختلاف د خود غرضۍ نه پیدا کیږي. (۱۷۳ مخ)

د ښو او بدو فرق:

۱۲ ــ دا نن چې پښتانه په بدو لارو روان دي ، د دې وجه دا ده ، چې موږ د ښو او بدو فرق نه کوو او نه څوک شته ، چې د ښو او بدو په فرق مو پوهـ کړي. (۱۹۹ مخ)

خپل خیال پسې تګ:

۱۳ ــ موږ همیشه په خپل خیال پسې ځو او د بل فکر نه کوو ، دا یو لوی کمی دی. (۲۱۴ مخ)

د بل د کمزوریو راښکل:

۱۴ ــ زموږ په خلکو کې دا یو کمی دی ، چې موږ همیشه د بل د کمزوریو او عیبونو د راوښکلو او لټولو په فکر او غم کې یو او خپلو کمزوریو او عیبونو ته فکر نه کوو او په دې وجه خو موږ نن په دنیا کې برباد او نیستمند یو. (۲۲۰ مخ )

بل ته ګوته نیول:

۱۵ ــ په ځای د دې چې موږ بل ته ګوته ونیسو ځان ته ګوته نیول پکار دي او د نورو د اصلاح نه ړومبی د ځان اصلاح فرض ده. ( ۲۲۰ مخ )

زیات بې فایدې بحث:

۱۶ ـــ چې کوم ځای انصاف نه وي او نه څه قاعده او قانون وي، هغه سره زیات بحث کول څه فایده مند نه وي . (۲۴۰ مخ )

خپل عزت په لاس کې اخیستل:

۱۷ ـــ د هر سړي خپل عزت پخپل لاس کې دی او که هر سړی خپل خواهشات او ضروریات قابو ، نو همیشه به په ارام ، خوشاله او عزتمند وي. (۲۹۷ مخ)

د خپلې ژبې پرېښودل:

۱۸ ــ پښتنو کې دا ډېره لویه کمزورتیا ده، چې چېرته لاړ شي او چا سره واده وکړي، نو هغه خپله ژبه ترې پاتې شي. (۲۹۸ مخ)

د پښتون وژنه:
۱۹ ــ اې پښتنو وروڼو! یو کافر خپل کافر ورور نه وژني ، تاسو چې ځان مسلمانان وایې ، بیا ولې یو پښتون بل پښتون وژنې. (۳۱۴ مخ)

د پښتون غمخور:
۲۰ ــ هې افسوس! د نورو قومونو په شان د دوې (پښتنو) غمخور نشته! دا دوې شپون نشته ،ځکه خو یې شرمښان خوري او ماتوي . (۳۱۵ مخ)

د خپلې ژبې نه بغیر ترقي:
۲۱ ــ په دنیا کې هیڅ قوم بغیر د خپلې ژبې نه ترقي کولی نه شي. (۳۳۳ مخ)

خپلې ژبې ته سپک کتل:
۲۲ ــ چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي ، نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ترې ورکه شي ، نو ورک شي. (۳۳۳ مخ)

د خبرو او عمل یووالی:ش
۲۳ ــ چې سړی خبرې یو شان کوي او عمل بل شان وي نو د هغه خبرې په خلکو ښه اثر نه کوي.(۳۳۸ مخ)

انقلاب:

۲۴ ــ انقلاب یو سیلاب وي، چې راشي نو اوده خلک یوسي او ویښ ترې فایده اوچتې کړي. (۳۴۱ مخ)

د خدای خدمت:

۲۵ ــ خدای ج خو خدمت ته ضرورت نه لري ، د خدای د مخلوق خدمت د خدای خدمت دی. (۳۵۹ مخ)

تشدد او عدم تشدد:

۲۶ ـــ د عدم تشدد وسله تبلیغ دی او د تشدد وسله ټوپک دی ، عدم تشدد په خلکو کې محبت پیدا کوي ، همت پیدا کوي او جرات پیدا کوي او تشدد په خلکو کې نفرت پیدا کوي، ویره پیدا کوي او بزدلي پيدا کوي.(۳۶۱ مخ)

تشدد اسان او عدم تشدد ګران دی:

۲۷ ــ تشدد اسان دی او په دې لاره تلل هم اسان دی او عدم تشدد ډېر ګران دی او په دې لاره تلل هم ډېر ګران دي، یو سړي له د پړق جواب کې پړق ورکول اسان کار دی ، خو پړق زغمل ګران کار دی.(۳۶۱ ــــ ۳۶۲ مخونه)

تشدد او شکست:

۲۸ ــ عدم تشدد کې شکست نشته او تشدد کې شکست شته. (۳۶۱ مخ)

خبرې او عمل:

۲۹ ـــ په دنیا کې کوم قومونه چې خبرې لږې کوي او عمل ډېر، هغه قومونه همیشه خپل منزل ته رسېدلي دي. (۳۷۱ مخ)

د قوم ښځې:

۳۰ ــ د کوم قوم ښځې چې بیدارې شي او د ملک د ازادې لپاره ملا وتړي  ، نو هغه قوم څوک غلام ساتلی نه شي او هغه قومونه به ډېر زر خپل منزل ته ورسیږي. (۴۳۷ مخ)

وېده او وېښ قومونه:

۳۱ ــ انقلاب سیلاب دی او همیشه اوده قومونه وړي او ویښ ابادوي ، تاسو ویښ شئ او منظم شئ او نقلاب نه ګټه واخلئ. (۴۵۷ مخ)

ټول پښتانه یو قوم:

۳۲ ـــ اې پښتنو وروڼو ! موږ ټول یو قوم یو او یو بابا اولاد یو ، زموږ زموږ مثال د یوې ونې دی ، چې دې کې ډېرې څانګې وي ، خو مونډ یې یو وي. (۴۶۷ مخ)

یووالی:

۳۳ ــ پاڅئ ! دا خپل کور جوړ کړئ ، دا بېل بېلوالی پرېږدئ ، یو قوم شئ ، که یو قوم شوې نو ستاسو دنیا به اباده شي او اخرت هم.(۴۶۸ مخ)

د مشر ټاکنه:

۳۴ــ چې ټول قوم په یو سړي متفق شي نو خپل منزل ته ورسي ، خو دې خبرې ته کتل په کار دی چې هغه سړی چې څه کوي د ځان د پاره کوي او که د بل د پاره؟ (۵۰۹ مخ )

بد قسمته قوم:

۳۵ ــ هغه قوم دنیا کې ډېر بدقسمته وي چې هغوې کې داسې خلک پیدا شي ، چې په خپله خو د قوم او ملک د خدمت د پاره تیار نه وي او چې څوک په کې د خدمت د پاره پيدا شي، هغوې خدمت ته نه پېریږدي. (۵۱۶ مخ)

د خدای د پاره د قوم خدمت:

۳۶ ــ چې د خدای د پاره د قوم خدمت کوي ، نو د هغوې مخه څوک نشي بندولی او هغوې د چا مخالفتونه نه کوي ، ځکه چې خپل څه غرض یې نه وي، مخالفت خو په ذاتیاتو کې پېدا کیږي.(۵۱۶ مخ)

غلامي:

۳۷ ـــ غلامي د خدای ج لعنت دی ، او موږ له د دې لعنت نه ځان خلاصول په کار دی او دا به هله وشي ، چې موږ کې قامولي ، ورورولي اتفاق او مینه محبت پېدا شي. ( ۵۲۳ مخ)

د قومولې دنیا:

۳۸ ــ نن دا دنیا د قومولې دنیا ده او تاسو وګورئ ، چې چا کې قومولي ، ورورولي او اتفاق دی ، نو هغه اباد دي او چې کومو قومونو کې پرې ، جنبې تربګنۍ او دښمني دي ، هغه برباد دي.(۵۲۳ مخ)

زور او احسان:

۳۹ ـــ پښتون یو داسې قام دی ، چې د زور په نسبت په احسان زر تابع کیږي.(۵۵۵ مخ)

د خدای نه وېره:

۴۰ ـــ د چا په زړه کې چې د خدای ویره وي، نو هغه په زړه کې د بل چا وېره نه راځي او د چا په زړه کې چې د خدای وېره نه وي ، هغه د هر چا نه یرېږي.(۵۵۸ مخ)

غم او فکر:

۴۱ ــ غم او فکر هغه چا سره وي ، چې د ځان د پاره کار کوي او څوک چې د خدای د پاره کار کوي ، هغوې هیڅ فکر او غم نه کوي. (۵۶۱ مخ)

د قوم او ملک محبت:

۴۲ ـــ د یو سړي په زړه کې چې د خپل قوم او د خپل ملک محبت وي او همدردي وي ، بیا به خلک د هغه خبرو منلو ته تیار وي که هغه سړی د هر ملت او مذهب وي . (۶۳۵ مخ)

انسان او همدردي:

۴۳ ـــ انسان چې انسان وي ، څومره همدرد وي او چې انسانیت ترې لاړ شي نو بیا څومره بې رحمه شي. (۷۰۸ مخ)

ليډر(مشر) زړور توب:

۴۴ ــ د کوم قوم لیډران چې زړور وي هغه قوم کې هم زړورتیا پېدا شي او چې د کوم قوم لیډران بزدل وي ، هغه قوم کې بزدلي پېدا شي. (۷۷۳ مخ) ت
د پښتون پښتون کېدل:

۴۵ ــ که پښتون پښتون شي ، نو دی څوک غلام کولی نشي. (۷۸۶ مخ)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ااخځلیک ل: فخر افغان، عبدالغفار خان، زما ژوند او جد و جهد، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲ لمریز کال

      ضیاءالحق سیند

- ضیاالحق سیند
بېرته شاته