(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دټاپې پروژې ګټې

[11.Dec.2015 - 14:24]

 لیک: استاد رفیع الله نیازي 
افغان ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني به سباته په تورکمنستان کې رسما د TAPI پروژه پرانیزي. افغانستان ته د ټاپي پروژې ګټې: ۱ - ددې پایپ لاین له ترانزيت څخه به هر کال له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیونه ډالر د ټېکس پیسې نغدې افغانستان ته ورکول کېږي.۲ - اټکل شوی چې یوازې په افغانستان کې به ددې پایپ لاین د غزېدو له امله نږدې ۱۲۰۰۰نفرو ته د کار زمینه برابره شي.۳ - د افغانستان په هغو سیمو کې چې پایپ لاین تېرېږي د سیمې خلک کولای شي له ګازو ګټه واخلي. ۴ - د ګازو له پایپ لاین سره سړک غزیږي چې په اقتصادي لحاظ یې افغانستان ته ډېره ګټه رسیږي هغه خلک چې د پایپ لاین په شاوخوا کې مېشت دي ډېر کاري فرصتونه، او د ژوند د ښه کېدا عصري چانسونه لري. ۵ - افغانستان هم ګاز لري د وخت په تېرېدو افغانستان کولای شي خپل ګاز د همدغه پایپ لاین له لارې وپلوري. ۶ -دا پروژه ښایي په سیمه کې د افغانستان - پاکستان او د پاکستان -هندوستان تر منځ د ډېرو امنیتي او سیاسي کړکېچونو په راکمولو او ختمولو کې مرسته وکړي ان کېدای شي دا پروزه په سیمه کې د سولې د پروژې په نوم ونوموو . ۷ -ددې پروژې په تګلوري کې د سیمې د اوسپنې ډېر ستر کان د حاجي ګک پروت دی چې د اوسپنې د استخراج په برخه کې له همدغو ګازو څخه ګټه اخیستل کېږي.۸ -ددې پروژې له پلي کېدا سره به د افغانستان اقتصادي وړتیا څو چنده لوړه شي، نوي ښارګوټي به جوړ شي او اوسنۍ ډېرې نا امنه سیمې به په څو کلونو کې په هر لحاظ خورا پرمختګ وکړي.۹ - د نړیوالو اړیکو په برخه کې به د سیمه ییز سیاست د ځینو منفي اړخونو په ځانګړي ډول د پاکستان په وړاندې افغانستان ته د سیاسي فشار یوه اله په لاس ورشي، خو ددې پروژې د عملي کېدو لپاره امنیت حیاتي موضوع ده، ددې پروژې ډېره سیمه ییزه ګټه د خونړۍ او نا منل شوې کرښې ډیورنډ دواړو غاړو مېشتو ولسونو ته رسېږي، نو تر هر چا د دوی ډېر مسوولیت دی چې د دې زرین چانس نه ګټه واخلي کنه نو ټول عمر به د نورو د ګټو لپاره مري.

- رفیع الله نیازي
بېرته شاته