(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچا خان عدم تشدد او نورې مبارزې

[14.Dec.2015 - 22:01]

لیکوال او ژورنالیست:احمدالله ارچیوال
باچا خان په خپله هم یو ښه لیکوال و، د نوموړي د لیکلو موخه د عامو خلکو پوهول وو او له همدې امله یې په ساده پښتو ژبې لیکنې کولې. علامه حبيبي باچا خان یو ریالیست لیکوال ګڼي.
باچا خان په داسې وخت کې نړۍ ته سترګې وغړولې چې پښتانه له یوې خوا د پرنګي د زور او ظلم لاندې وو، له بلې خوا د پرنګيانو لپاره په کار بوختو خانانو او تش په نامه مذهبي مشرانو په یو یا بل نوم پښتانه له بدې ورځې سره مخ کړي وو. د پښتنو دښمنانو د مذهب او دود (رواج) په نوم پښتون د پښتون دښمن ګرځولى و چې پښتانه دومره کمزوري کړي د پرنګي له جغ نه خلاص نه شي.
وروسته له هغه چې باچاخان په هندي وسلوال ځواک کې له ګډون او د لوړو زده کړو له پاره بريتانيا ته د تللو ارادې پرېښودې نو باچا خان د پښتنو د ټولنيز ژوند سمون ته ملا وتړله.
باچاخان باوري و، چې په وړو وړو خبرو جنګېدل او له یو بل سره په سلګونو کلونو دښمنيو پالل د پښتنو زور اوبه کړى او ددوی غلامۍ ته یې لاره اواره کړې، همدا لامل و، چې باچاخان کلي په کلي وګرځېد او د پښتنو د منظمېدو او په وړو وړو خبرو د نه جنګېدو تبلیغ يې کاوه. نوموړي په هر کلي کې د پښتنو جرګې جوړې کړې، چې پښتانهمنظم کړي. خو دغه کار آسان نه و، ځکه یو شمېر پښتنو خانانو خپل وخت پرنګيانو ته په چاپلوسۍ تېراوه، هڅه به يې دا وه چې ځان پرنګي واکمنو ته نژدې کړي. باچاخان نه یوازې دا چې د دغه ډول ملکانو او خانانو پر خلاف تبلیغ کاوه، بلکې هغوی يې سمې لارې ته بلل او په خپل عملي ژوند کې یې ثابته کړه چې د پرنګي چاپلوسي کول یو ناوړه کار دی.
کله چې په حکومت کې له بنديزونو سره سره باچاخان د پښتني سیمو ليدنو ته دوام ورکړ، حکومت دغه کار د جرمي قانون د ۱۴۴ مې مادې پر خلاف ګاڼه او له دې امله یې وغوښتل چې باچا خان له خپل کار نه منع کړي. د هغه وخت د صوبه سرحد کمېشنر سرارابف ګریفیت له دغه امله باچا خان یوې مېلمستیا ته دعوت کړ، خو باچا خان د دعوت له قبلولو مخکې انکار وکړ، بالاخره کمېشنر د باچا خان د راوستلو لپاره پوليس ولېږل، د باچا خان او کمېشنر ترمنځ خبرې ترخې شوې او باچا خان د کمېشنر له دفتره ووت.
کمېشنر یو ځل بیا په راتلونکي کې له باچا خان سره د کتلو اراده وکړه، باچا خان ځواب ورکړ، چې یقيناً نوموړی به په راتلونکي کې له کمېشنر سره بیا وګوري، خو کمېشنر باید د دغه کار لپاره په خان پسې پولیس ولېږي.
بې سوادي لویه ستونزه
باچا خان بې سوادۍ ته د پښتنو د سترې ستونزې په سترګه کتل، نوموړي د پښتنو په سيمو کې د آزادو مدرسو په نوم ۸۷ ښوونځي جوړ کړل. دغه وخت پښتانه له دوه اړخه په ستونزو کې راګير وو، له یوې خوا حکومت د پښتنو تعلیم ته ډېره توجه نه کوله او له بلې خوا که به په کوم کلي کې لومړنی ښوونځی موجود و، ځينې ملایانو به هلته د پښتنو د بچو له کلو سره مخالفت کاوه او دغه کار یې د اسلام ضد ګاڼه، خو د حل لاره له هېچا سره نه وه.
باچا خان پښتانه د هند د نيمې وچې له نورو قومونو سره د مثبتې مقابلې او د خوشحاله ژوند تېرولو لپاره د راوېښولو په موخه کور په کور او کلي په کلي وګرځېد.
نوموړي د قومونو په ژوند کې د مورنۍ ژبې په ارزښت پوهېده او له دې امله یې له موډرنه ساینسي علومو سره سره د پښتنو بچو ته په آزادو مدرسو کې په پښتو ژبه تدریس کاوه. له دې امله نه یوازې دا چې پښتنو بچو ته په خپله ژبه آسانه شوه، بلكې پښتنو پېژندګلوي ومونده او ژبه یې له بشپړې نابودۍ وژغورله.
باچا خان که له یوې خوا د پښتنو د رنسانس لپاره هڅې کولې او د حاجي صاحب ترنګزو په شان روښان خياله پښتنو سره يې د پښتنو د ودې او پرمختګ لپاره هڅې کولې له بلې خوا يې د دیوبند د مدرسې له ديني عالمانو سره په پټه او ښکاره وخت په وخت ليدنې کولې او له هغوی یې د پښتنو د ژوند د ښه والي لپاره مشورې اخیستلې.
رئیس الاحرار
د شیخ الهند مولانا محمود الحسن او مولانا عبيدالله سندهي او د سيمې د نورو عالمانو سره یې ښې اړيکې درلودې او وخت په وخت يې ورسره مشورې کولې، وروسته د دیوبند مدرسې باچا خان ته، د مسلمانانو د خدمت او له اسلام سره د هغه د مینې له امله د رئیس الاحرار لقب ورکړ.
په آزاده مدرسه کې نه یوازې دا چې باچا خان نجونو او هلکانو ته د زده کړو لاره برابره کړه، بلکې خپله کوچنۍ لور یې د نورو عامو پښتنو نجونو سره یو ځای د زده کړو په موخه کښېنوله. باچاخان نه یوازې دا چې د پښتنو حجرې د خپلو فعالیتونو لپاره وکارولې، بلکې جوماتونو سره یې هم ډېرې ټینګې اړيکې ساتلې او زیاتره وخت به یې له لمنځونو وروسته په جوماتونو کې په سیاسي مسایلو خبرې کولې او له دې امله یې د حجرې او جومات ترمنځ یو قوي تړون رامنځ ته کړو.
باچا خان د پښتنو په ژوند کې د سمونونو په موخه د خپلو هڅو د منظمولو په خاطر په ۱۹۲۱ کال انجمن اصلاح افاغنه رامنځ ته کړ. داسې ويل کېږي چې د انجمن موخه د پښتنو تر منځ سمونونه چټکول او د هغوی تر منځ يووالۍ رامنځ ته کول وو. کله چې د پرنګي راج یوې جرګې له باچا خان څخه د نوموړي انجمن د رامنځ ته کولو لامل وپوښته، باچا خان ځواب ورکړ چې د انجمن موخه د پښتنو په ژوند کې سمون راوستل وو، چې حکومت باید دغه کار کړی وی.

د پښتنو په ژوند کې د سمونونو د راوستلو په خاطر د باچا خان حل لاره څو بعدي وه، لومړى نه یوازې دا چې په خپلو هڅو کې یې له رواجي، کلتوري او مذهبي لارو چارو استفاده وکړه، بلکې رسمي تعلیمات او رسنۍ يې هم په خپلو چارو کې وکارولې او په ۱۹۲۸ م کال کې یې د هند په نيمه وچه کې د پښتو ژبې لومړۍ مجله «پښتون» رامنځ ته کړه.
باچا خان وايي چې د پښتون د تاسیس پرمهال په کوزه پښتونخوا کې پښتانه دومره وروسته پاتي وو، چې دوی پښتو لیکلی او لوستلی نه شوه او خپلې مورنۍ ژبې ته يې په سپک نظر کتل. پښتون مجله نه یوازې دا چې د هند د نيمې وچې او افغانستان د پښتنو په سیاسي، اقتصادي او ټولنيز موضوعاتو د پښتنو د پوهاوي کچه لوړه کړه، بلکې پښتانه يې د نړۍ له نورو برخو لکه اسټرالیا، امریکا او اروپا سره وتړل او د باچا خان پيغام یې نړيوالو ته ورساوه. اګر چې له پښتون مجلې وړاندې په پښتونخوا کې ځينې نورې مجلې لکه افغان او پېښور کې د پښتو برخې موجودې وي، خو پښتون یوازینۍ جریده وه چې په بشپړ ډول په پښتو ژبه وه.
باچا خان د پښتنو ترمنځ هېڅ ډول طبقاتي نظام ته قایل نه وو او تل یې د طبقاتي نظام پر وړاندې مبارزه کوله، د نوموړي په وړاندې نواب، خان، بزګر، موچي او عام سړى یو ډول وو. د باچاخان په نېدې ملګرو کې دوه خانان او دوه بزګران وو. د چارسدې سالار امین جان او د بنو سالار یعقوب خان د نوموړي دوه مالداره ملګري، جيلیا خان د چارسدې او د بنو وطني چاچا له ډېرو غريبو کورنیو څخه وو.
ولې باچا خان د خپلو دغو ملګرو ترمنځ په هېڅ توپير قایل نه و.
باچاخان نه یوازې دا چې د پښتنو د ښځو د ښوونې او روزنې بندوبست وکړ، بلکې په عملي توګه يې ښځې په جرګو کې تنظیم او هم ځای پرځای کړې. باچا خان پښتنو ښځو ته داسې یو پلاټ فورم ورکړ، چې ښځو په سیاسي او ادبي ډګرونو کې د نارینه وو ترڅنګ مبارزو ته دوام ورکړ او د سیده بشري بېګم، بېګم نسیم ولي خان، الف جانه خټکه او نورو مېرمنو په شان مېرمنې له خپلو پښتنو وروڼو سره د آزادۍ په مبارزه کې څنګ په څنګ ودرېدلې. د هغه وخت پښتني ټولنه یوه کرنیزه ټولنه وه، زیاتره پښتنو د بزګرۍ له لارې ژوند تېراوه، پښتنو له تجارت څخه کرکه کوله، هغه خلکو چې سوداګري به یې کوله هغوی پښتانه نه ګڼل کېدل. پښتون مجله د دغه ادبي منډو ترړو لپاره یو پلاټ فورم و.

خامتا
له بل خوا د کرکېلې له لارې پښتنو زیاتې پيسې لاس ته نه شوې راوړی او له دې امله پښتانه په اقتصادي لحاظ ډېر وروسته پاتي وو. باچا خان پښتنو ته د دوکاندارۍ او تجارت توصیه کوله او په خپله يې په خپله سیمه کې یو ستر مارکېټ رامنځ ته کړ. باچا خان له هند څخه د سپڼهې ماشینان خپلو خلکو ته ور معرفي کړل او خلکو ته یې د خپل لاس جوړ شویو بوټانو او خامتا ټوکر د کارولو توصیه کوله، د خامتا او نورو ټوکرانو جوړول په چارسدې، مردان، بنو، سوات او نورو پښتنو سیمو کې دود شول ، چې تر دا ننه هم د دغه سیمو سیمه ییزې ټوټې (خامتا) او په لاس جوړې شوې جامې ډېرې مشهورې دي.
باچا خان نه یوازې دا چې د پښتنو سیمه ییز مارکېټ يې په نيمه وچه کې له نورو مارکېټونو سره وتاړه، بلکې د صنعت په کارولو سره د پښتنو د بېوزلۍ ستونزه تر ډېره بریده حل شوه. د باچا خان په زمانه کې ادبیاتو په ځانګړي توګه په شعر، نثر، ډرامې اوکیسې لیکلو کې ډېر پرمختګ وشو. د دغه وخت په شاعرۍ کې پښتانه د خپلو حقونو او آزادۍ لاسته راوړلو ته وهڅول شول او سیاسي شعر په پښتو کې له دغه وخته خپل اوج ته ورسېده. د دغې زمانې د نثر لمن ډېره ارته ده او د ولس د راوېښولو هڅې، پښتو ادب کې د داستان (لنډې كيسې) لیکل له همدغه وخته پيل شول.

دوست محمد کامل مومند، سید راحت زاخيلي، سید رسول رسا، ماسټر عبدالکریم، حمزه شینواری، خلیق، سمندر خان سمندر، اجمل خټک، غني خان، قاضي الله عطاء الله خان او ځينې نور هغه نومونه دي، چې د دغه وخت پښتو ادب لپاره یې ستر خدمتونه کړي.
له پورته نومونو پرته په دغه دوره کې یو شمېر ښځينه شاعرانې او لیکوالانې هم راپيدا شوې، زیتون بانو، سلطانه شمیم، قانته بیګم او بشرا بیګم د دغه ډلې مخکښې ښځينه لیکوالانې دي.
باچا خان په خپله هم یو ښه لیکوال و، د نوموړي د لیکلو موخه د عامو خلکو پوهول وو او له همدې امله یې په ساده پښتو ژبې لیکنې کولې. علامه حبيبي باچا خان یو ریالیست لیکوال ګڼي.
اسلامیه کالج، آزاد پښتون او له کوزې پښتونخواخپرېدونکو نورو مجلو هم د پښتون په پل پل کېښود، په ساده او آسان نثر لیکل یې پيل کړل. په کوزه پښتونخوا رایج نثر کې اوس هم د باچا خان او پښتون مجلې اثر لیدل کېږي.
سلیم راز وايي چې په دغه دوره کې نه یوازې دا چې د پښتو ادبیاتو په اسلوب بلکې په ډول او خیال کې هم پرمختګ شوی.
باچا خان د ۱۹۲۹ کال د رضا کارو یوه نوې ډلګۍ جوړه کړه، دغه ډلګۍ د خدايي خدمتګار په نوم یادېدله. د دغه ولسي تحریک موخه دا وه، چې د هند په آزادۍ کې برخه واخلي او د پښتنو په سیاسي ټولنيز او اقتصادي ژوند کې په ژوره توګه سمون راوړي. خدایي خدمتګار یو سیمه ییز تحریک وو، خو د کانګریس سره یې په همغږۍ خپل فعالیتونو ته دوام ورکولو.
د خدایي خدمتګار هر نوی غړى اړ وو چې د تحریک له خوا په تر سره كېدونكو او روزنیزو پروګرامونو کې برخه واخلي، دغه روزنیز پروګرامونو د پښتنو په کلتوري ژوند کې د ژور بدلون غوښتنه کوله.
عدم تشدد داسې وسیله وه چې ښځو، نرو، غریبو، مالدارو او د ټولنې ټولو خلکو په کې ګډون کولای شو، له پښتنو پرته په خدايي خدمتګارو کې هندوان او سیکان هم شامل وو. د عدم تشدد په مبارزه کې پښتنو پرته له دې چې له زوره کار واخلي، د نه همکارۍ ، غاړه نه اېښودلو او شلونونو له لارې مبارزه کوله. د خدايي خدمتګارو چې شمېر یې په دوه درې کلونو کې د یو روایت له مخې درې سوو زرو او د بل روایت له مخې سل زرو نفرو ته ورسېد، واکمن یې وارخطا کړل او د دغه تحریک د بدنامولو هڅې يې پیل کړې.
ډېرو خانانو ملکانو او د واکمن پرنګي ملګرو هم د تحریک د بدنامولو هڅې کولې او پرنګيانو خو آن دوی نیمه پوځي تحریک ګڼل او په باچا خان يې ډول ډول تورونه لګول. که څه هم شاید داسې فکر وشي چې خدایي خدمتګارانو سترې سیاسي لاسته راوړنې نه درلودې، خو لکه څنګه چې اندراګاندې وايي: د اتشينو پښتنو په خدایي خدمتګارانو بدلېدل یوه ډراماتیکه پېښه وه او دغه تحریک د پښتنو د بدلون لامل وګرځېد.

- احمدالله ارچیوا
بېرته شاته