(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کونړ ، پېښور او جرمنى کې د ډاکتر کبير ستورى د لومړى تلين پوهنيزى(علمى) يادغونډی

[24.Mar.2007 - 22:51]

پر پښتو پښتونولۍ مين ، ملى مبارز او د پښتنوټوليز ولسوليز ګوند ( PSDP) مشر او بنسټ ايښودونکى ارواښاد ستورى د لومړی تلين پوهنيزی ( علمى ) ياد غونډی او ازادى مشاعری په کونړ ، پېښور او جرمنى کې جوړيږى . د کونړ ولايت په ناستون ( مرکز ) اسدآباد کې د کونړ د ميشته فرهنګيانو له خوا د 2007 ع کال د اپريل د مياشتى په څلورمه نېټه د چارشنبى په ورځ . په پېښور کې د غنی خان د ادبی ، کلتوری او څیړنیز ی جرګی او پښتو نړيوال (عالمى ) کانګرس له خوا د 2007 ع کال د اپريل د مياشتى په ديارلسمه نېټه د جمعى په ورځ . او په جرمنى کې د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP) له خوا د 2007 ع کال د جون د مياشتى په اتمه نېټه د جمعى په ورځ د کولن د ښار سره نژدى د هورت په ښار کې جوړيږى . درنو هيوادوالو ، پوهانو ، اديبانو ، ليکوالانو ، شاعرانو ، ادبى، ولسى او ملى سړيتوبونو ( شخصيتونو ) ته د ګډون بلنه ده هيله ده چې خپلى ليکنى او شعرونه د غونډى په ورځ د ځان سره راوړی او یا ئې په لاندنی پته راوليږی او په خپل ګډون سره د ار واښاد ډاکتر ستورى روح خوشحاله کړۍ .

په درناوى عزيز سرشار د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند د خپرونو چارو مشر
Stori Kiebitzweg 12 50389 Wesseling Germany [email protected]
- د پښتونخوا خبريال
بېرته شاته