(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څوک مسوول دی

[26.Dec.2015 - 19:10]

لیک: ‌ډاکتر خوشال روهي

نن سبا ناهيلي ډېره زیاته شوې ده او په هر ځای او هر مجلس کې له حکومت او روان وضعيت څخه شکايت اورېدل کېږي. څه موده وړاندې مې د هېواد يو شمېر ولايتونو ته سفر درلود او له ګڼ شمېر خلکو سره مې لیده کاته وشول، په اکثرو مجلسو کې يو عام شکايت دا و چې، په تېرو ټاکنو کې يې د سر په بيه د ډاکتر صيب اشرف غني لپاره کمپاين وکړ او حتی خپلې تور سرې يې د رايو په کتارونو کې ودرولې، خو اوس چې اشرف غني پاچا شوی هر څه يې هېر کړي دي، نه يې څوک غږ اوري او نه يې څوک له ستونزو ځان خبروي. د دوی په وينا چې اشرف غني له دوی سره ډېرې ژمنې کړې وې، خو اوس هغه ژمنې ټولې باد وړې دي. ما د دوی په غم کې ځان شريک وباله او د حل پر لارو مې خبرې ورسره وکړې. ما ورته وويل، چې اشرف غني هم وران سړی وخوت، اوس نو دوې لارې دي: يوه لاره دا ده چې څلور کاله نور صبر وکړو او دا ځل يو سم سړي پسې ودرېږو، خو اندېښنه دا ده چېکېدای شي نوی سړی هم د کرزي او اشرف غني په څېر ورانی وکړي او زموږ ټول انتظار عبث شي. دوهمه لار دا ده، چې تر څلورو کلو انتظار تېر شو او لاس په لاس يوه چاره وسنجوو او هغه دا چې راځئ له تېرو څوارلسو کلو يې زده کړو. که تېرو څوارلسو کلو ته وګورو، کرزی هم په دواړو دورو کې زموږ په رايو پاچا شو، خو تر پاچا کېدو وروسته به يې موږ هېر کړو، د هغه چا خبرو ته يې غوږ نيوه او هغه چاته يې امتياز ورکاوه چې زور يې درلود او ډله يې درلوده. اشرف غني هم همداسې کوي. دا د سیاستوالو ډېر بد عادت دی چې هغه چاته زيات ارزښت ورکوي او هغه چاته ډېرغوږ نیسي، چې زور لري،زر لري، ډله لري او خپل غږ اوچتولای شي. دوی وايي، چې اکثريت خاموش خو هسې هم اوس خاموش دی، راځه لومړی د هغه چا غم وخورو چې جنجال جوړوي، اکثريت خاموش ته به بيا وروسته ګورو.
زما په اند راتلونکي څلور کلونه د افغانستان په سياسي ژوندانه کې ډېر مهم کلونه دي، که چېرې دا کلونه په انتظار تېر کړو ښايي له داسې زيانونو سره مخ شو، چې جبران به يې بيا ناشونی وي.  راځئ دېته وګورو چې که حکومت ښه روان و، ملا تړ يې وکړو؛ که په غلطه روان و، مخه يې ونيسو او په سمه يې روان کړو؛ او که په لوی لاس يې ورانی کاوه، بيا يې سمه چاره وکړو. خو ستونزه دا ده چې همدا اوس موږ نه د ملاتړ سمه وړتیا لرو، نه د اصلاح لپاره فشار او نه هم د مخالفت لپاره ځواک.
په تېرو څوارلسو کلو کې زموږ مهمه ستونزه دا وه، چې تل مو د قوتونو او سېستمونو پر ځای پر اشخاصو پانګونه کړې ده او په هر ځل ټاکنو کې مو خپلو کانديدانو ته له شرايطو پرته سپين چېکونه ورکړي دي. له بده مرغه پر اشخاصو پانګونه له ډېرو خطرونو ډکه وي، ځکه کېدای شي يو شخص ضايع شي، تطميع شي، تهديد او وډار شي، له خپلو ژمنو پښېمانه شي او يا هم بې لارې او منحرف شي، نو له کبله به يې زموږ ټوله خواري عبث لاړه شي. د ټاکنيز کمپاين پر مهال د تحول او تداوم ټيم دا شعار چې اشرف غني د ملت کانديد او عبدالله د جميعت کانديد! زما لپاره ډېر په زړه پورې ځکه نه و، چې عبدالله د يوه ټيم يا سېسستم استازېتوب کاوه او هماغه ټيم ته مسوول هم و، ټيم بيا کولای شول د ملت د يوې برخې استازېتوب وکړي، خو د ملت کانديد يعنې څه؟ ملت به اوس څنګه او د چا له لارې له خپل کانديد څخه پوښتنه کوي؟ د ټاکنو په لومړي پړاو کې ډاکتر عبدالله په هرولايت کې منظم ټيمونه درلودل، خو ډاکتر غني د ټيمونو په جوړولو لګيا و او همدا لامل و، چې په لومړي پړاو کې عبدالله له دوو ولايتونو پرته نور په ټولو ولايتونو کې تر لس سلنې زياتې رايې خپلې کړې.
دويمه ستونزه دا ده چې، موږ پر خپل وخت د ستونزو غم نه خورو او د ښو بديلونو لپاره پر خپل وخت کار نه کوو، بلکې کله چې پر موږ ټکه راولوېږي بيا له ناچارۍ پرېکړه کوو او له ناچارۍ انتخاب کوو. څوارلس کاله مو ځان پدې خبره وغولاوه چې د بد او بدتر، تر منځ د بدو انتخاب يوه ناچاري وه. خو موږ به ځان له ناچارۍ څخه بالاخره څه وخت خلاصوو؟ کله چې پر موږ ټکه راولوېږي، نو په منډو شو، خو کله چې خبره تېره شي بېرته د غفلت په خوب ويده شو او ځان پدې خبره تېر باسو چې وخت ډېر دی او خدای (ج) هم مهربان، يوه چاره به پيدا شي. د تېرو ټاکنو په دويم پړاو کې، چې يو شمېر مهم کانديدان له ډاکتر عبدالله سره يو ځای شول، د ولس يوه لويه برخه د زورواکو او قومي ټيکه دارانو له واکمنۍ څخه په اندېښنه کې وه او په سلګونو زرو خلکو غوښتل چې د اشرف غني په ګټه رايه واچوي، خو د رايې کارتونه يې نه لرل. دوی غوښتل چې د رايې په ورځ هم خپل نومونه ثبت کړي، هم کارت واخلي او هم رايه واچوي، مانا دا چې دوی غوښتل د جنګ په ورځ آسونه چاغ کړي، خو دا کارناشونی و. دا ډول چارې د يوې ورځې نه وي، بلکې که موږ غواړو په راتلونکې کې له خپلو ارزښتونو سره سم يو مسوول کانديد بریا ته ورسوو او ځان له ناچارۍ څخه وژغورو، بايد له اوسه نه د خلکو تر منځ د عامه پوهاوي چار ترسره کړو، خلک منسجم کړو، د رايې کارتونو ته يې وهڅوو او پدې خبره يې قانع کړو چې همدا کارتونه به يوه ورځ د دوی او د ټول هېواد برخليک ټاکي، خو دا چار په انفرادي ډول نه کېږي، بلکې دا د منظمو ډلو، بنسټونو او تحريکونو کار دی.
بله ستونزه دا ده چې کله ته د منظم او ډله ييز کار خبره چا ته کوې، نو درته وايي به چې زما سياست نه خوښېږي. زما په اند سياست کومه ساعتېري نه، بلکې زموږ مجبوري ده. که چېرې زه او ته د سالم سیاست ډګر ته راونه وځو، نو تل به د چټلو سياستونو قرباني و. لارې دوې دي، يا به پخپله سالم سياست کوو او يا به د نورو چټلو سياستونو ته غاړه ږدو. په افغانستان کې سياست له نورې نړۍ سره ډېر توپير لري. په نوره نړۍ کې ښايي يوازې يو شمېر حرفه يي سياستوال سياست وکړي او عام ولس يوازې د ټاکنو په ورځ خپل دريځ څرګند کړي، خو په افغانستان کې زموږ مرګ او ژوند او زموږ برخليک له سياست سره تړلی دی. زما په اند سياست زموږ اسلامي، ملي او حتی کورنۍ وجيبه ده. که موږ غواړو د ظلم او فساد په مخنيوي کې خپله اسلامي دنده ترسره کړو، که موږ غواړو د افغانستان د تجزيې او غلامۍ په مخنيوي کې خپل ملي مسووليت ترسره کړو او که موږ غواړو د خپل اولاد، ناموس، سر او مال په ساتنه کې خپله کورنۍ وجيبه ترسره کړو، نو له سياست څخه مو چاره نشته. دا سمه ده چې همدا اوس په زرګونو مدني بنسټونه او ټولنيز سازمانونه جوړ شوي او هر يو يې پخپل ځای کې اغېز لري، خو له يوې سياسي تکيې او چتر پرته دا بنسټونه داسې دي لکه د شګو کوټنۍ، که يوه د سياسي سېلاب يوه څپه راشي نو هرڅه به پوپناه کړي. د افغانستان اصلي ستونزه سياسي ده او د حل لاره يې هم سياسي ده او د سياسي حل لپاره هم  پر اخلاقي ارزښتونو ولاړ پياوړو ملي - سياسي قوتونو ته اړتيا ده.
نن سبا د حکومت د بدلانه او يا کنټرول شوي سقوط خبرې کېږي. يو شمېر ډلې وايي، چې حکومت په غلطه روان دی او بايد چاره يې وشي، خو د هغوی چارې ته چې موږ ګورو يوازې د ځان غم خوري او هغه زورواکي چې په اوسني وېش کې ځان بې برخې ګڼي، هڅه کوي په نوي وېش کې خپله برخه ترلاسه کړي.که حکومت بدلېږي او يا سقوط کوي، بديل به يې څه وي؟  آيا موږ تاسې د بديل په توګه مطرح يو او که بيا به د ناچارۍ له مخې د مافیا، زوراکانو او بلواکانو تر منځ يو انتخابوو؟
موږ ټول له روان وضعيت څخه شکايت کوو، خو د حل پر  عملي لارو فکر نه کوو، او که فکر کوو نو بيا نورو ته وايو چې داسې بايد وکړئ او دا نه وايو چې پخپله څه کولای شو! پدې ټول پوهېږو چې نوي مصيبتونه او نوې لوبې موږ ته په کمين کې دي، خو پدې نه پوهېږو چې له دغو لوبو څخه څنګه ځانونه وژغورو. هره ورځ يو شمېر رسنۍ، کارپوهان او سياستوال لګیا دي او د راتلونکي مصيبت په اړه تحليل وړاندې کوي، خو د مصيبت د دفع کولو لپاره له هېچا سره د ډاډ وړ نسخه نشته. يو خو له بده مرغه موږ نه په ملي امنيت کې، نه د ملي امنيت په شورا کې، نه د بهرنيو چارو په وزارت کې او نه هم په خپلواک ډول داسې بنسټونه لرو چې روانه لوبه او د پردې تر شا لاسونه او نيتونه  تحليل کړي او د لوبې د دفع کولو لپاره يوه دقيقه ستراتيژي جوړه کړي. يوه مشر خبره کوله چې له امريکې سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي لانجه پدې وه، چې په اصلي لوبه يې پوه کړي او بیا په لوبه کې د ده ونډه مالومه کړي. مانا دا چې زموږ په هېواد کې داسې بنسټ نشته چې حتی ولسمشر ته د لوبې رښتينی انځور وړاندې کړي. که فرضاً موږد لوبې په دقيق تحليل بريالي هم شو او ستراتيژي هم ورته جوړه کړو، بيا هغه ظرفيتونه نشته چې دا ستراتيژي پلې کړي.
کله چې په يوه هېواد کې بحران رامنځته شي، يا يو ملي او مدبر زعامت هېواد له بحران څخه ژغوري، يا پياوړي ملي بنسټونه لکه اردو او استخبارات (لکه په ايران، پاکستان او مصر کې) مداخله کوي او يا هم پياوړي سياسي ګوندونه خپل سياسي اختلافات يوې خواته کوي او د ملي ګټو لپاره سره يو کېږي، لکه په پاکستان چې سياسي ګوندونه د «سب سې پهلا پاکستان!» تر شعار لاندې راټولېږي.
له بده مرغه چې ملي زعامت ليدل کېږي نه او دولتي زعامتمو دوه سره لري چې پخپلو کې د واکپر وېش نه سره جوړېږي، ملي بنسټونه هم د زورواکو تنظیمونو او قومي ټېکه دارانو تر سيوري لاندې پر بهرنيو مرستو ولاړ دي؛ اوهغسې ملي سياسي ګوندونه هم نشته چې ولس پرې ډاډمن اوسي.
د ملي زعامت او ملي بنسټونو د ستونزې حل خو په لنډ وخت کې ګران دی، خو که چېرې ولس وغواړي کولای شي د پياوړو ملي سياسي خوځښتونو تشه په لنډ وخت کې ډکه کړي.
زما په اند هغه ولس چې په تېرو ټاکنو کې راويښ شوی و بايد د غفلت له خوبه ډډه وکړي، لومړی خو بايد افراد له انفراديت څخه راوځي او ځانونه په هغو ډلو کې منظم کړي چې اهداف، ارزښتونه او مشرتوب يې په نسبي ډول د دوی لپاره د منلو وړ وي. دويم هغه ډلې چې ورته اهداف لري، پخپلو کې همغږي رامنځته کړي او د يووالي، اتحاد او یا ائتلاف له لارې پياوړي حرکتونه رامنځته کړي. زموږ بااحساسه ځوانان او مشران وايي، چې د سر او وينې په بيه د هېواد او ولس د ژغورنې لپاره قربانۍ ته چمتو دي، خدای (ج) دې ټولو ته اجر ورکړي. زما په اند افغان ولس يو ډېر باهمته ولس دی او ښايي د نړۍ پر مخ ډېرو لږو ملتونو د افغانانو په څېر د خپلو ارزښتونو او خپلواکۍ لپاره دومره لويې قربانۍ ورکړې وي، خو له بده مرغه ښايي ډېر لږ ولسونه نن سبا د مصيبتونو په دومره زياتو لومو کې ښکېل وي، لکه افغان ولس. خبره دا ده چې د همت، غيرت او قربانۍ کمی نشته، بلکې خبره د تدبير په نيمګړتيا کې ده. زما په اند اوس د دې وخت رسېدلی چې خپل سرونه وساتو، بلکې له فکر څخه يې د وطن لپاره کار واخلو؛ خپله وينه له توئيدلو وساتو او له خولو څخه يې د ابادۍ لپاره کار واخلو، او که چېرې کومه قرباني ورکوو نو هغه د خپلې خودخواهۍ قرباني ده. يوازې له دې لارې موږ کولای شو ځانونه له ناچارۍ او روانې بدمرغۍ څخه وژغورو او د بدو بديلونو پر وړاندې ښه بديلونه رامنځته کړو.
 د حل اصلي لاره دا ده، هغه خلک چې په رښتيا د هېواد او ولس ګټو ته لومړيتوب ورکوي، داسې يو ځواک رامنځته کړي چې ملاتړ او مخالفت يې ارزښت او د هېواد د برخليک اړوند په ټولو حياتي پروسو او معاملو کې فعاله ونډه واخېستل شي.
راځئ د دې پر ځای چې تل د نورو مسووليتونو ته ګوته نيسو، د خدای (ج)، وطن او خلکو پر وړاندې خپل مسووليت هم درک کړو او ترسره يې کړو.
و ماتوفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب
 rohi.af

- خوشال روهي
بېرته شاته