(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو کتابونو چاپول زیات شوي

[30.Dec.2015 - 22:33]

فرخنده اسد

مشال: په خېبر پښتونخوا کې د چاپخانو مالکان وايي، سږ کال یې د تېرو کلونو په پرتله د پښتو په سلګونه نوي کتابونه چاپ کړي. دوی وايي، ښايي د کتاب پېرېدونکیو (اخیستونکیو) شمېر لوړه شوي وي، ځکه خو یې د چاپولو شمېره هم جګه ختلې ده.

د پېښور په خیبر بازار کې د یونیورسټی بک ایجنسۍ چې د کتابونو پلورولو یو لوی دوکان دی، یو کارکوونکی وایي، په دې سره د کتابونو مړاوې لړۍ بیا راوژندۍ شوه. خو زیاتوي چې په نویو چاپ شویو کې ۸۰ فیصده د شاعرۍکتابونه دي.
((څه موده خو د پښتو کتابونه بلکل ختم شوي ول، خو دغه سلسله بیا راژوندۍ شوه، او د پښتو د کتابونو چاپیدل پیل شول. اوس د ځایي خلکو مینه هم د پښتو له کتابونو سره زیاته شوې ده. سږ کال د پښتو کتاب اخیستونکيو شمېره ډېره وه))

په پېښور صدر کې د کتابونو چاپخانې مشر چاپوونکی اخلاق احمد وایي، سږ کال یې د خیبر پښتونخوا کلتور ډایرېکټرېټ تر شلو زیات کتابونه چاپ کړي دي چې زیاتره پکې د شاعرۍ ول:

((له ۲۰۱۴ -۲۰۱۵ مه د پښتو د ۲۰ او ۲۵ په منځ کې مو کتابونه چاپ کړي دي، ډېری لیکوالان د چاپ وس نه لري، نو ځکه د کلتور ډاېرېکټرېټ یې په خپل مالي لګښت ورته چاپوي، خو مسله دا ده، چې د پښتو کمپوزران نشته، نن سبا بس یو دوه کمپوزران دي))

د پېښور اسلامیه کالج او پوهنتون استاد، لیکوال او شاعر اباسین یوسفزی بیا وایي، له تېرې څه مودې راهیسې د پښتو کتابونو چاپول او مینه وال زیات شوي دي:

((ما دوه درې کاله د دې جایزه اخېستې ده،په دې کې د [اکاډیمۍ اف لېټر] د یوې څیړنې ترمخه په ټول پاکستان کې تر ټولو زیات د پښتو کتابونه چاپېږي. په ۲۰۱۵ م کې د اکرام الله ګران [ژوند]، او د اندېش شمس القمر کتاب [پیمانه د غزل] کتابونه

چاپ ته راوتي دي، موږ پرې ډېر کوښښ وکړ چې هغه په خپل ژوند کې خپل کتاب چاپولو ته غاړه کېږدي، خو دا سې ونشو، او د خېبر اپرېدي کلیاتد یادلولو وړ کتابونه دي چې خلکو ورته انتظار کاوه او زیات وپلورل شول))

خو لیکواله او شاعره حسینه ګل تنها وايي، د پښتو کتابونو لوستونکي اوس هم ډېر کم دي:

((د پښتوکتابونه خو داسې بې موره بې پلاره دي، لومړی شاعران او لیکوالان دومره وس هم نه لري، چې خپل کتاب چاپ کړي، بیا زموږ ادارې هم نشته، بیا که چاپ شي نو لوستونکي نه وي، او په پېسو اخیستونکي خو اډو شته نه))

د پښتو لیکوالان وايي په دغو کتابونو کې زیاترو لیکوالانو او شاعرانو په حالاتو لیکل کړي دي، چې څنګ یي په سیمه کې بد امنۍ او نورو امنیتي مسلو ژوند له کړاونو سره مخامخ کړی دی، او ځینو بیا په ټولنیزو مسلو خبرې کړي دي.

- فرخنده اسد
بېرته شاته