(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښه شوه چې امان الله خان

[06.Jan.2016 - 09:49]

ډېره ښه شوه چې امان الله خان کافر وخوت
 

لیک: عبدالهادي حیران 
دا د کافرۍ مسلمانۍ ډېره عجیبه لوبه ده. زه چې په ښو بدو پوه شوی یم او له عقل مې کار اخیستل پیل کړي نو په هر ځای کې چې به مې داسې خبره وکړه چې د چا ایمان ته به ترې خطر پیدا شو (ریښتیا د کوم مسلمان ایمان په خطر کې نه دی؟) نو سمدلاسه به یې راته ویل “کافر شوې”، “ته خو کافر یې”، “ستا په کفر کې هیڅ شک نشته”. ملا و که امي، عالم و کې بې علمه، کاکا و که ماما، ډاکټر که انجینیر، حتی ژورنالست او بې ژورناله هم نقد فتوه په لاس ګرځوله او هر وخت به یې ایمان په خطر کې و او زه به پرې کافر شوی وم.

خو کله چې ما په خپله اعلان وکړ چې بس زه کافر یم او کافر ښه یم نو بیا راسره یو هم نه منله. هماغه ملا او امي، هماغه عالم او بې علمه، ډاکټر او انجینیر، ماما او کاکا، حتی ژورنالست او بې ژورناله ټولو یو دم دعوه پیل کړه چې مسلمان نشي کافر کېدلی او که شي نو قتل، قتل، قتل، دړکې، ښکنځلې، مور دې وغ… خور دې وغ… (دا ټول د هغه خلکو لخوا چې د سولې او اخلاقو په دین د عقیدې لرلو دعوه یې کوله او کوي یې!)

بیا به مې هره ورځ د ګڼ شمېر خلکو سره په دې موضوع بحثونه هم کېدل. یو فیسبوکي ملا یوه ورځ دعوه وکړه چې مسلمانان په نړۍ کې تر ټولو په تېزۍ زیاتېدونکي دي، بله ورځ یې دعوه وکړه چې په نړۍ کې اصلي مسلمانان ډېر کم دي او اسلامي هیواد خو یو هم نشته. هسې مې فکر کاوه چې مسلمانانو له نه یواځې په ساینس، علم، پرمختګ او مفته کومکونو بلکې دې خبره کې هم د کافرو شکر ایستل پکار دي چې هغوی ټولو ته د مسلمانانو په نظر ګوري. که د مسلمانانو په خپل نظر شي نو د مسلمانانو شمېر ډېر کم دی ځکه چې د سني په اسلام کې شیعه مسلمان نه دی، د شیعه په اسلام کې سني مسلمان نه دی، د دیوبندي په اسلام کې بریلوي مسلمان نه دی، د وهابي په اسلام کې تورپټکی مسلمان نه دی او د طالب او داعش په اسلام کې خو کېدی شي چې د نن امیرالمومنین د سبا تر ټولو ستر کافر وي.

د نړۍ په یو ګوټ کې هیچرته هم زمونږ د ملا له دین پرته داسې بل کوم دین نشته چې هر واحد تن پکې ملا، مفتي، قاضي او جلاد دی. یو پاڅي بل د دین نه وباسي او بل پاڅي دا بل. او بیا په دې د یو بل سره نښتي هم وي چې جومات په جومات، مدرسه په مدرسه او تنظیم په تنظیم جګړې خو یې لا پرېږده اوس ایران او سعودي هم د یو بل په مرۍ د غلي کېدو په درشل کې دي. دا چې ګڼ شمېر اسلامي هیوادونه د یو بل د ضعیف او بې ثباته کولو لپاره د یو بل د هیواد دننه د ترورستي ډلو مرسته کوي هغه خو لا بیله کیسه ده.

نو د یوې داسې عقیدې لاندې، یو داسې ذهنیت کې چې د هر تن ایمان په خطر کې وي خو هر تن د نورو دین نه په ایستلو کې تخصص لري، که یو ملا غازي امان الله خان له دینه وباسي نو دا څه ناشنا خبره ده؟ ریښتیا هېر مو شول چې هغه خو د همدې وطن او دین خلکو له وطنه هم شړلی و!

- حیران
بېرته شاته