(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یوه مهمه پوښتنه او نیمګړی ځواب

[15.Jan.2016 - 23:31]

لیک: سرلوڅ مرادزی
یو دوست راڅخه پوښتلي چې موږ پښتانه له اړتیا او ضرورت پرته، ولې په افغانستان کې فارسي او په پښتونستان کې اردو وایو؟
که څه هم دا بحث ډېر ژور او هر اړخیزه څېړنه غواړي او نه ښايي په سرسري او احساساتي خبرو ځواب شی، خو ما له ناچارې ورځې، لاندې څو ټکي د خپل نظر پتوګه هغه ته په ځواب کې ورولیکل. 
دلته مې وغوښتل دا لیک ځیني دوستانو سره هم شریک کړم. کېدای شي زما پر نیمګړي او قاصر نظر، دوستان ډېر څه ورزیات کړي او دغه ستونزه لا ښه وڅېړل اوراوسپړل شي.
په افغانستان کې زیاتو کم ۴۷ غټې او وړې ژبې شتون لري چې دا ټولې زموږ ملي شتمنۍ ګڼل کیږي. باید وویل شي هیڅ قوم او دهغه ژبه په ارزښت کې له نورو کمښت نلري، د درناوۍ وړ ګڼل کیږي او باید وپالل شی.
زما په اند له اړتیا او ضرورت پرته، پښتنانه په لاندې دلایلو فارسی وايی:
ــ د فاشیزم د تور له ډاره پښتانه هڅه کوي فارسي ووايی او پخپل اند غواړی له دې توره د ځان د سپیناوۍ لپاره، فارسي ژبې ته مخه کړي.
ــ پښتانه هڅه کوي ځان پوه، لایق او په فارسي واکمن وښۍ. یه په بله وینا، نه غواړي ځان کم را ولي او ثبوت کړي چې له خپلې مورنۍ ژبې پښتو څخه هم زیات او ښه، په فارسي ژبه لیکلای او خبرې کولای شي.
ــ پښتانه هڅه کوي په فارسي ویلو، پخپل اند ځان متمدن او ښاري وښۍ او د فارسيوانانو له دې توره چې پښتانه افغان غول نه دي، په فارسي ویلو ځان وژغوري.
ــ دا هم ویل کیږي چې کله پښتانه په خېټه ماړه شي، فارسي وايی
ــ پښتانه د نورو په مخکې په فارسي ویلو، ځان کاکه احساسوي او غواړي نورو ته په فارسي ویلو ځان کاکه معرفي کړي. دوی داسې فکر کوي چې که نور په پښتو نه غږیږي کاکه نه دي، له هغه ځایه چې موږ کاکه یوو، باید د خپلې کاکۍ په لامل د نورو په وړاندې له خپلې ژبې تېرشو.
ــ پښتانه داسې فکر کوي چې که فارسي ونه وايي ملي یووالي ته تاوان رسیږي او په ملي یووالي کې د فارسیوانانو د هڅولو لپاره لازم دی چې هغو سره او یا د هغو په حضور کې د خپلو پښتنو سره هم فارسي ووايي.
ــ پښتانه په دې اند دي چې ژبه یوازې د افکارو د تبادل او اړیکو وسیله ده، د ملي هویت او نورو ملي ارزښتونو په برخه کې کومه دنده نه لري او نه ښايي هغه څه چې یوازې د اړیکو وسیله ده، پر هغې د نورو قومونو پشان ټينګ ودریږي.
ــ پښانه فکر کوي چې پر خپله ژبه ټینګ درېدل د ساده ګانو کار دی او څنګه چې دوی فکر کوي ساده نه دي، نو ټینګار ته اړتیا هم نه لېدل کیږي
ــ پښتانه په دې فکر دي چې موږ په افغانستان کې اکثریت یوو، نو څوک چې اکثریت وي که هغوی خپلې ژبې ته پام ولري که نه، حق پخپلسر تامینیږي او په خپلې ژبې ټینګار، نه ښايي د نورو د خپګان لامل شی.
ــ پښتانه د ولس او قوم پتوګه، د پښتو ویلو او پښتو پاللو ټول بار په هغه دولت وراچوي چې د هغه په رامنځته کېدو کې يي پوره دنده نه ده ترسره کړې او لږه ونډه يي اخیستي. طبیعي ده ، په دولت کې د پښتنو کمزورې ونډه، د پښتوژبې په ګډون په ټولو برخو کې د پښتنو د حقوقو برخه نه شي خوندي کولای 
ــ لکه څنګه چې د پښتنو ملایان د پښتنو د ملي ګټو له بیان، تفسیر او په عمل کې له پلیتوب څخه په تېښته کې دي او هڅه کوي د نورو لپاره د خپل اند او خپل تفسیرسره سم د خپل خیالي اسلام په لار کې هر خدمت ترسره کړي؛ دغسې د پښتنو لیکوال، رسنوال، شاعران او پوهان هم په خپله ژبه د کتاب لیکلو پرځای فارسي او اردو ته مخه کوي او د ملایانو پشان دوی هم د نورو په خدمت کې دي.
هیله ده دغه نیمګړي دلایل نور دوستان پوره کړي. مننه
پای

- سرلوڅ مرادزی
بېرته شاته