(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چې چېرته ځې نو ماته وایه!

[18.Jan.2016 - 15:03]

شاهین بونیری

نن سبا په خیبر پښتونخوا کې حکومت د سکولونو له نظامه پښتو ژبه باسي او تګلاره  دا ده چې ماشومان به په انګریزۍ کې زده کړې کوي. د حکومت وزیران صاحبان وايي هر څه په انګلیسي ژبه دي نو پښتو زده کولو ته اړتیا نشته.
په اروپا کې په دې شپږکاله کې د ژبې د اهمیت په حواله ، د کتاب په حواله ، د علم په حواله او د ساینس په میدان کې د څیړنو په حواله زه په یوه خبره رسیدلی یم او هغه دا ده چې مورنۍ ژبه د پرمختیا په لاره کې خنډ نه دی ، په مورنیو ژبو کې له زده کړو پرته پرمخ تلل هیڅ امکان نه لري.

چیک جمهوریت د مینځنۍ اروپا یو وړوکی هیواد دی، څه باندې لس میلیونه خلک په کې ژوند کوي ، خو د دې جمهوریت په تعلیمي ادارو، څیړنیزو مرکزونو او ساینسي لیبارټریو کې ټول کتابونه د دې قام په مورنۍ ژبه کې دي. زه ګورم چې دا لس میلیونه خلک تر پنځوس میلیونه پښتنو ډیر ښه ژوند تیروي او د خپل تاریخ ، کلتور او سباوون په اړه د کومې سرګردانۍ یا کنفیوژن ښکار نه دي.

هره ورځ د نړۍ د سترو لیکوالانو ، ساینس پوهانو، عالمانو او څېړونکو کتابونه ، مقالې او څیړنې له نورو ژبو چیک ژبې ته ژباړل کیږي او خپریږي. د نورو اروپايي قامونو په شان دا خلک په کور او بهر دواړو کې کتاب ګوري . کله کله په بحثونو کې راته دا اندازه هم وشي چې زموږ په اقتصادي ، سیاسي او امنیتي ستونزو دوي تر موږ هم ډیر ښه پوهیږي.

موږ چې بچي سکولونو ته لیږو نو د هغوي استادان راته وخت په وخت دا ټینګار کوي چې په کور کې له ماشومانو سره پخپله مورنۍ ژبه خبرې وکړو ځکه چې د ماشوم پر نفسیاتي او جذباتي وده او د هغه د صلاحیتونو په ښایسته کولو کې مورنۍ ژبه یو مهم ځاي لري. بې ژبې خلک خو نیمګړي وي. دا نه چې زموږ بچي نورې ژبې نه ذده کوي ، یا علوم نه زده کوي. دلته چې هر ماشوم زده کړې پوره کوي نو د انګلیسۍ سره سره په فرانسوۍ ، جرمن او سپینش ژبو هم خبرې کولای شي.

مورنۍ ژبه یوازې د اظهار وسیله نه ده بلکې دا د یو قام د تاریخ ، کلتور، او د هغوي د ټولنیز مزل په اړه د مالوماتو ، یادونو، او ارمانونو سرچینه وي.

نن سبا په خیبر پښتونخوا کې حکومت د سکولونو له نظامه پښتو ژبه باسي او تګلاره دا ده چې ماشومان به په انګریزۍ کې زده کړې کوي. د حکومت وزیران صاحبان وايي هر څه په انګلیسي ژبه دي نو پښتو زده کولو ته اړتیا نشته.

د پښتنو په سیمه کې پښتو ژبه تل د خپلو او پردو دواړو له لاسه ځپل شوې ده او ددوزخ ژبه ګرځول شوې ده. نه د پښتنو په ټولنیز ژوند کې د عزت ځاي لري او نه د ریاست په پالیسیو کې. پښتو ژبه خو یا شاعرانو ژوندۍ ساتلې ده او یا هم سندرغاړو.

نه یم خبر چې یوازې له انګریزي ژبې سره به زموږ دا نوی نسل د پرمختیا پر لور لاړ شي که نا؟

خو که ژبه ترې ورکه شوه نو یوه خبره څرګنده ده چې خپل ځان به ترې ارو مرو ورکیږي.

تاریخ دا وايي چې له ژبې پرته د قامي وجود پاتې کیدل ممکن نه دي.

چې چېرته ځې نو ماته وایه

چې په پردو کوڅو کې نه کړم تپوسونه

 
- شاهین بونیری
بېرته شاته