(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جرګې په مخکې او د ټـوپک تر شا:

[30.Jan.2016 - 14:08]

د جرګې په مخکې او د ټـوپک تر شا: د جنرال یارمحّمد خان وزیری د کتاب لڼـډیـز
ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار
د برلین د ازاد پوهنتون، د کابل پوهنتون، او په امریکه کې په دوه پوهنتونونو کې د سیاسي علومو پخوانی ښـووانـد. ماسټري او ډاکتري دواړه په سیاسي علومو کې د برلین په ازاد پوهنتون کې، او مافوق بکلوریا په سیاسي تعلیم او تربیه کې په ګویتې پوهنتون کې –  د فرانکفورت/مایـن ښار
سـریـزه
 څو ورځې وړاندې ما ځیـرکیار خپله پښتو لیکـنه ( د خپلواکۍ او غلواکۍ جګړې د جنرال وزیـري او مـلاکاتب په کتابونـو کې) د ۲۰۱۶ د جنورۍ په ۱۵( ۲۵ مرغومی ۱۳۹۴ لمریز) ویب سـایټـونـو ته ولیـږله او خپره شوه. کانـدیـد اکادمیسن اعظم سیستاني په ګړندي ډول په فارسي وژباړله او زه یې په دې عـلمي خدمت پـوروړی کړی یـم. د دغې لیکنې په اړه راته څو تنو په ګډه سره داسې لیکلي دی چې: د لیکلو سبک دې «ځانګړی» دی او« ورک معلومات » دې  پکې خونـدي کړي دي، ورک په دې معنی چې «مـوږ پـرې خبـر نـه وو».  یو بل افغان را ته لیکلي دي چې: په غټه کچه مې «مبهم موضوعات» را برسیره کړي دي او د راتلونکو نسلونو  لپاره مې د واقـعـیتونـو د «تحـریف» مخه نیولې ده- دا ایمیل په انګریزي ژبه رالیـږل شوی و. یو بل پوښتلی یم چې ایا زه «د ټوپک او جګړې جنرال» یم؟ زما غبرګون دا دی چې «نه!»: زه د قلم او واګپوهنې (سیا سي علومو) پوهیدونکی یم.  ګڼ شمیرنورو ‌شکایت کړی دی چې د لیکنې په ځینو ځایونو کې مې  ګـړنـدي ګامونه اخیستلي دي، او کلکه هـیله یې کړې ده چې باید زیات معلومات وړاندې کړم. دغه دی د تیرې لیکنې په شمول، نـور معلومات او لاسوندونه (شواهد) به وړاندې کړم، په لاندې ډول
12 Untitledحبیب الله رفـیع  لیکـوال، شاعـر،  اوتاریخپـوه دی چې اوس په کابل کې د علومو اکاډیمۍ د تاریخ په څانګه کې مصروفیت لري. څه د پاسه ۴۷ کالـونه وړاندې،  رفـیع په پـټ يـعـنې مستعـار نـوم («خپـلواک») د هغـه مهال په مات ګوډ دموکراتیک شرایطو کې په دې سرلیک یوه لیکنه په کابل کې خپره کړې وه:« د خپلواکۍ د لارې یـو لوی مجاهـد جرنیل یار محمد خان»( افغان ملت اووه ورځنۍ ،۸۵ پرله پسې ګڼه: ۱۹ وږي ۱۳۴۷ لمریز=۱۰ سپتمبر ۱۹۶۸ زییز=۱۶ جمادی الثانی ۱۳۸۸). ما ته  د رفیع د لیکنې  پاسنۍ فـوټو کوپي رارسیدلې وه او د هـغې له مخې مې لانــدې متـن ټا یپ کـړی دی:« دا یو ثابت او منلی شوی حقیقت دی چه د افغانستان ملي تایخ تر اوسه نه دی لیکل شوی او کومه کرښه چه چیرته شته هغه هم ضمنی ده، نو دا د افغان ملت تاریخي او اساسي وظیفه ده چه د ملیونو او ملی مجاهدینو  کارنامی خوندی کړی او وخت په وخت د ملت د تاریخ بابونه محفوظ وساتی، په همدی غرض دلته د هیواد د خپلواکۍ  د لاری د یوه لوی  مجاهد جرنیل یار محمد خان [وزیری] سـره تاسی معـرفی کوو.»[ دغه مهال «د کابل فاتح شاه ولـي خان» ژونـدی و، خو هغه مهال لکه چې د افغانستان مورخینو اود طبقاتي مبارزې مشرانو په «افغان ملت» اخبار کې د حبـیب الله رفیع پـښتو لیکـنه نه وه لـوستلې!؟ «افغان ملت» هغه خپـرونه وه چې د امتیاز خاونـد یې انجنیـر غــلام محّـمـد فـرهـاد و او مسئـول مدیـر یې قـدرت الله حـداد. د زیاتـو معلـوماتو لپاره زما راتلونکی کتاب ولـولئ: د نا پوهۍ تیارې او د پـرمختګ ډیوې د افغاني کلتور په چوکاټ کې له عبدالرحمن خان نه تر اشرف غني: ۱۸۸۰تر ۲۰۱۵]- ځیرکیار
(۱) «بـریالي غـازي» او ولسي جـنرال یارمحّمد خان وزیری
دلـتـه د جنرال وزیري خاطرې درپیژنم چې په  ۳۵۰ + مخونو کې یې خپرې کړې دي: د افغانستان د خـپلواکۍ او نجـات تـاریـخ. ترتیـبـوونکی فـدامحّمـد نـومیـر. خپروونکی: د افغانستان د کلتوري خــدمـتـونو اداره: پیښــور، پښتــونخـوا. چاپځی: مـلت پـریس،لاهـور، ۱۳۷۹هـجري لمریـز=۲۰۰۰زییـز
د جنرال وزیري کتاب د  افغانستان د ملي تاریخ یو مهم د یـوان دی چــې له لـوســتلو نه یـې هـر سیــال افـغـان  خونــد او پـنـد اخـیستلی شـي. لیکـوال یې نه یـواځې جګـړن و،بلـکې ځما پـه انـد جګـړانـد (ســتـراتـیجیـست: جګړه پـوه، د جګــړې چار پــوه) و، خـبـرلـوڅ و او جـرګـه مـار و.  دا شمـله وال او ولسي جګـړانـد د وزیـرسـتان له بې نـومه دفــاعـي او جهادي پـوهــنـتـون نـه د بـریالـیتـوب په جـګـه درجـه راوتـلـی و. د ا سـړی هغـه ستـر پـښتـون- افـغـا ن و چې د خپلـواکۍ او غـلواکۍ (بچه سقاوۍ) جګـړې یې لومړی پــه جـرګـو او بیا په جګړو ولاړې وې. دا هغه زړه ور جـنرال و چې د ۱۳۵۱ هـجري لمریز په سنبله (اګست ۱۹۷۲) کې یې د  کابل ښار په کلوله پشته نومې سیمه کې  د ماسخـوتن په لـس بجـو د حق استازي ته لبیک ووایه او په سبا یې جنازه  د کندهار ښارته ویوړل شوه او  هلته په خپل کاریـز(«جرنیل کاریـز» = جنرال کاریـز‎) کې خاورو تـه وسپارل شو.
 د هغه هـدیره او کاریـز دواړه د تاریخي عـینو مـینې  په خـوا کې پـراتـه دي.خـو افسوس چې د افـغـانستان متـرقـي او دیني مـورخینـو په خپلـو پـڼـډوتـاریخـونو کې د ولسي او جرګه مار جـنرال یـار محّمـد خان وزیـري نـوم او کارنامې نـه دې ذکـر کـړي، سـره لـه دې چې د جنرال یار محّمد خان پـه نـوم (لـه امان الله خانه تر محّمـد داود خانه) ګـڼ شمیـر  تحسیـن نامې او پادشاهي فـرمانـونه صادر شـوي وو. امکان لـري چې دغه تحسیـن نامې او فـرمانونه به په کابل ښار کې په ملي ارشیـف کې ساتــل شــوي وو او پـه لـیدلو به یـې کوم بـندیـزنه و لګـیـدلی؟ پـه ۱۰ سپتمبر۱۹۶۸(۱۹  وږي ۱۳۴۷ لمریز) کې  حبیب الله رفـیع په پټ (مستعار)نوم په «افغان ملت» اووه نیزه خپرونه کې په پوره احتیاط سره  « د خپلواکۍ د لاری یو لوی مجاهـد جرنیل یار محمد خان» معرفي کړ. ښایي نامتو مورخینو به «افغان ملت» اخبار نه لوست.
جنرال یارمحّمد خان وزیری لیکي چې د امیـرعــبدالرحمان خان د پاچا کـیدلو په کال (۱۸۸۰م)کې نهه کلـن و، او د حبیب الله خان د پاچا کــیدلــوپــه کال (۱۹۰۱م) کې  ۲۹ کــلـن و. پــه دې ډول ویلی شو چې  جنرال وزیری په ۱۸۷۱ زیـیـز کې زیـږیدلی و او د ډیــورنـډ د رټــلي استعـماري تــړون پــه کال ( نــومبـر ۱۸۹۳) کـې ۲۲ کــلــن و.
جنرال وزیری د مـریاڼـي قوم په قـنـدیـل نومې سیمه کې په دیـني کورنۍ کې زیـږیـدلی و. د پلار نوم یې بــازمحّمد خان و، د نــیکه نـوم یې  خان محّمد خان و. د حقداد خان کړوسی و او د شیـر محّمد  خان مریاڼي (جمریاڼي) کوسی وچې د ۱۷۵۵ زییز(۱۱۳۴لمریز) په شاو خوا کې د ټول افغانستان  د قـنـد یـل په سیمه کې استوګن و. دغه سیمه اوس په پکتیکا ولایت کې شامله ده چې له کابل ښار نه ۳۱۷ کیلـومتره واټن لـرې او د وزیـرسـتان پـولې ته نږدې پـرته ده. دین دوستۍ اوهیواد دوستۍ د جنرال یار محّمد خان وزیــري په پخـوانیانو کې هم غښتلې مقام لاره.  د ده مشر نــیکه شیــر محّمد خان مـریاڼـي د احمـد شاه بابــا د لمسي زمان شاه دراني (زییز۱۸۰۰-۱۷۹۳) سره  د سیکانو په مقابل کې په ۱۷۹۶ کې  وسله وال ملاتړ وکړ: « اووه سوه جنګیالي  ځوانان… درې سوه پسونه… یوسل او پنځوس په غله بار اوښان او شل د سپرلۍ لپاره ګړندي اسونه» یې په خپل لاس خپل  «افغان اولی الامر» زمان شاه ته په پـیښور کې وړانـدې کړل. د جنرال وزیری د کورنۍ سلسله په ۷ هجري (۱۳ زییزه) پیـړۍ کې روحاني شخصیت حضرت حسین نیکه ته رسیـږي چې  په خټه د کاسیانو په قـوم ورګـډیـږي او زیارت یې قندیل ته په نږدې واټـن کې پروت دی. یعنې د جنرال یارمحّمد خان وزیري د سیاسي ټـولنیـز کیدنې عملیه په یو کلک روحاني او پښتني چاپیریال کې بشپـړه شوې وه. دغه ډول کوټلي  چاپیـریـال د ځـوان یارمحّمد خان لپاره د مشرتابه زمینه بـرابـره کړې وه
« د غــازي جـرنیل[جنرال] یارمحّمد خان وزیــري ژوند لیک او کارنــامې» په سرلـیـک لیکـنه ما ( ځیـرک یـار) ته منلي فـــدا محّمـد نـومــیـر د ۲۰۱۴ د اکتــوبر په ۱۷ د پــوستې له لارې د سهــیلي کــلیفـورنیا له «کـورونـا» ښــار نــه په  تــقــریـبا دوه مخـونــو کې رالـیـږلې وه. دا بـیـدار او منلی  افـغـان  چې د کتابونو د لوستلو او ساتلوشوق لري، د ارواښاد جـنرال یار محّمد خان وزیــري شپـږم ځـوی دی. زه او دی لـه اوږدې مـودې راهــیسې پــیـژنــو. خــو زه  نـږدې یـوکال وړانـدې پـوه شـوم چې دی څوک دی:دغه مهال ما د ده د پـلار د کتاب لـومړی چاپ  (۱۳۷۹ل=ز۲۰۰۰) لوستلی و، او په ۳۵۴ مخ کې مې یې د منلي  فـدا محّمد نــومیـر او د ده د اتـه نـورو وروڼـو نـومـونـه لـوستـلي وو.
۰ پـیښور
۰  پاړه چینار
۰ ګردیز
۰ کوهاټ
۰ټل
 ۰ خوست
۰ ځدراڼ
۰ میرانشا
۰ و ا ڼـــه
(۲)امیر عبدالرحمان هغـوی له خپل رعیت نه ویستلي وو
 لیکوال جنرال (یارمحّمد خان  وزیری)وایي چې یو وخت پخپله پـوونده او کوچی و. نوموړی  په خپلو خاطراتو کې کاږي چې د ډیــورند په رټلـې توافـقـنامې سره «دافغانستان د غـښتلي وجود» څخه  «لاس اوپــښې » غـوڅ شول. امیر عبدالرحمان «موږ فرنګیانو ته لاس تړلي سپارلي وو.» پخپله ۲۲کلن جنرال د وزیرستان د لوي مجاهد ملا پونده  اخونـد سره( چې د وزیرستان نور مهم سړي ورسره مل وو) د کابل په لور لاړ په دې هیله چې عبدالرحمان خان «د خپل تړون څخه واړوي» او د انګریزانو په مقابل کې یې غزا ته وخوځوي. د ملا پونده اخوند او ملا همزالله اخوند په مشرۍ د وزیرستان د خلکو جرګه ګۍ کابل ته ورسیدله،او امیر عبدالرحمان خان ورته په حکومتي میلمستون کې ځای ورکړ. د کابل ډیرو مشرانو غوښتل چې د دغې جـرګه ګـۍ سره وویني. خــو د باچا ګمارل شوو اشخاصو به د وزیرستانیانوسره د ملاقات لپاره هغه څوک «راپریښودل چې به دحکومت سړي وو». ملا پونده اخوند امیر عبدالرحمان خان ته د یولس (۱۱) تنو نومونه ښودلي وو چې ملاقات ورسره وکړي. خو هغه یواځې ملا پونده وغوښت او ورته ویې ویل چې: د ږوب(ژوب) او وزیرستان سیمه یې د انګریـزانو سـره د جګړې د مخنیــوي له املـه دوی  ته پــریښې ده، تر هغه مهاله چې دوی په هندوستان او بنګال کې وي. امیر ورزیاته کړه چې هغه مهال د انګریزانو په ضد جنګیدل اسان کار نه وو. د دوی په ضد په دوه جګړو کې افغانستان ویجاړ شو، خو پخپله انګریزان لا هـمغسې په زور کې دي. امیر عبدالرحمان ورته دوه وړاندیزونه وکړل:(۱) د وزیرستان ولس کولی شي چې پخپله خوښه د انګریزانو سره معامله وکړي، خو که هلته یې ژوند تریخ وي، نو (۲) خپل کور افغانستان ته دې را په کـډه شي. جرګه سم دلاسه وزیرستان ته ستنه شوه او د وزیـرستان او ږوب (ژوب) ولــس یې پــه دې وپــوهــاوه چـې عـبدالـرحمان خـان د خپل امارت د ساتنې لپاره د دوی خاوره انګـریـزانو ته سپا رلې ده. امیر عـبد الرحمان «موږ د خپل رعیت د حساب نه ایستلي وو». هغـه مهال چې د وزیرستان جرګه له کابل نه راستنه شوه اود ملا پـونده په مشرۍ غـزا دوام درلود، «فـرنګیانو ورته امارت وړاندې کـړ. ولې ملا صاحب د فرنګیانو وړاندیز د جهاد د مورچل له لارې رد کړ.» . امیر حبیب الله خان (۱۹۱۹-۱۹۰۱)هـم « زموږ د سیمو په اړه» د خپل پلار لار ونیوله. خو د ده ورور سردار نصرالله خان به د وزیرستان د غازیانو سره  د رئیس المجاهدین ملا عبدالرزاق انـدړ له لارې اړیکې پاللې. خو د ده مرستې دومره زیاتې نه وې چې د وزیرستان او ږوب د ولسونو غزا بریالیتوب ته ورسوي. په ۱۲۹۳لمریز (۱۹۱۴ز) کې غازي او «ملي قاید»  ملا پونده اخوند له نړۍ سترګې پټې کړې. خو په وزیرستان کې ملا همزالله اخوند او په کابل کې ملا عبدالرزاق اندړ د غازیانوخواخوږۍ او ملا تړ ته چمـتو وو. د ملا پــونده له مـړینې نه وروسته، د غــازیانو په  خوښه ملا فضل الدین اخونـد (د ملا پونده اخوند ځوی) د مشرتابه لپاره غـوره شو
(۳) امیر حبیب الله خان نه دځان او نه دملت شو   
د لومړئ نړئ والې جګړې (۱۹۱۸-۱۹۱۴زییز) په مهال، امیر حبیب الله « نه د ځان لپاره څه وکړل او نه یې  موږ ته څه ګټه راورسیده.» په لغمان کې د ده د شهادت پورې، د وزیرو اود ږوب د خلکو غــزا د ملا هـمزالله اخونـد په مشرۍ چلیدله. د خپل پلار په شان، امیر حبیب الله خان هم د ږوب او وزیرستان ولس په خپل رعیت کې نه شمیره. خو «موږ دا فکر او خیال نه کاوه چې موږ د خپل توکم څخه بیل ولس یو.»  د فرنګیانوپوځ د لومړئ نړئ والې جګړې په مهال بوخت و، او لـه دې امله امیر حیبیب الله خان ته ښــه موقــع ور په لاس شـوې وه چې د خپل غـلیم د دغې پوځي کمزورۍ نه ګـټه واخلي. د فرنګیانو چې په  دغه جهاني جګړه کې بری په برخه شو، د سیند او پنجاب د کلک کنټرول لپاره وزګار شول : د وزیرو او ږوب په ولس  یې زور واچاوه  چې ملیشې  پکې رامنځته کړي، او پوځي مرکزونه پکې جوړ کړي. خو ولس پرې غـلچکي بریدونه کول، په هغـو ټـوپکونو چې پخپله د دغو بریدونو په اوږدو کې یې له انګریزانو نه لاسته راوړي وو. خو په ملیشــو کې ځیــنو صوبـدار میجــرانو او کــومانــدانانو د غازیانو سره لاس لاره او دوی به یې د انګریزانو په قافلو او کاروانـونـوخبرول، او په ډول به غازیانو لوټول او وسلې به یې ورځنې نـیولې. د وزیرستان او ژوب ولـسونه د ملا عـبدالرزاق انـدړ له لارې د امان الله خان په فکر خبـر شوي وو چې د خـپلواکۍ پـلوي دي او د انګـریــزانو غـلیـم
(۴) ۱مان الله خان ته د ولس هـیلې زیاتې شوې
 [ امیــر حبیب الله خان نــیمه شپه/ د سهار ۲ بجې د ۱۹۱۹ د فــبرورۍ په ۲۰ په لغمان کې ووژل شــو او ورور یې نائب السلطنه ســردار نصرالله خان خپل ځان ســم دلاسه په جلال اباد کې امیر اعلان کړ. د امیر حبیب الله خـان دریم ځـوي امان الله خان (  ۱۹۶۰-۱۸۹۲)مخکې لــه دې چې امــیر شــوی وي د مـارچ په ۳ د هــند وایــسرا سردار چـیلمسفــورډ  تــه لیک ولیـږه: هـلته یې دیته ګوته ونیوله چې «غـاصب» (نائب السلطنه سردار نصرالله خان) لـه واکمنۍ نه لاس اخــیستلی دی او پـر ځای یې خلکــو دی (امان الله خان) ټاکلــی دی.  درې افغـان جنرالان د ډیورند د سـرحد په لــوري وخــوځـیدل: د ۱۹۱۹م د می په ۳ صالح محّمد خان ډکې ته ورسید، د می په ۵ عــبدالقدوس خان د قلات-غلزای/کندهار په لوری وخوځید او محّمد نادرخان د می په ۶ د پکتیا پـه خوست کې دیـره شو. د خپلواکۍ جګړې تقریبا دوه او نۍ دوام وکـړ( لـودویـګ ادامیک، د افغانستان بهرنئ چارې، ۱۹۷۴)په انګریزي ژبه]. ځیرکیار
د وزیـرستان او ژوب د غازیانومشران، خانان، ملکان او ملایان جـرګه شول. پریکړه یې دا شوه چې ټــول دې ځانونه تـیارسۍ کړي. ملا پونده اخوند په ۱۹۱۴ کې په حق رسیدلی و. د لیکوال جنرال  یار محّمد خان وزیري په کورنۍ کې هم کوم مشر نه و پاتي شوی، او ځکه خو  پخپله ده ته دخپلې کورنۍ مشري رسیدلې وه. د دیني عالمانو په چاپیریال کې،ملا همزالله اخوند، د ملا پونده اخوند ځوی ملا فضل الدین اخوند(مشهور په شهزاده)، د اشکې قاضي، ملک زقیم شاه خان او امیرشاه خان قاضي پخه وڼـډه لرله او له دې امله به ورته د فـتوې اخیستلو مـخ وراړول کــیده. د خانانو او ملکانو په لړۍ کې لکه غازي موسی خان مسید، انګور خان، ملک هفتي خان، زنګي خان، دلبازخان، مشرف خان، ملک دنـډخان، شیرک خان کاکړ، سردارحسن خان کاکړ، قایم خان کاکړ، اخترمحّمد خان مندوخیل، ملک فتح خان سلیمانخیل، نواب خان سلیمان خیل، شیرجان خروټی، نعمت خان خروټی او پخپله لیکوال جنرال نــوم ویستلــی و
 دې زیري چې سردار نصرالله خان د خپل وراره امان الله خان سره غبرګ شوی دی، ولس ډیـر خوښ کړ، د نوي امیر سره یې د وفامنۍ ژمنه وکړه،او د یوه خپلواک واکمن په څیر ورته د کړیدلي ولس هیلې زیاتې شوې. خو ولس دا اندیښنه هم لرله چې هسې نه ځوان امان الله خان د خپل پلار او نیکه په لار لاړشي او د وزیرستان او ژوب ولس د فـرنګي زور زیاتي ته ځانله پریـږدي! حاجي ملا عبدالرزاق د امان الله خان (وری ۱۲۹۸ لمریز=۱۹۱۹) فـرمانونه لیکوال جنرال  وزیري ته ور وسپارل چې د سیمې قـومي مشرانو او دیني عالمانو ته یې ورسوي
ټولو مشرانو او عالمانو پریکړه وکړه چې د ۱۲۹۸ (۱۹۱۹) د ثور د میاشتې په لومړیو کې به  په واڼـه کې د مـلا همزالله اخـوند په کلي (اشکې) کې په ډیر پټ ډول راجرګه کیـږي چې انګریزان پرې خبر نشي. د اشکې په تاریخي او پټه غوڼډه کې لاندې مشرانو او دیني عالمانو برخه لرله: له وزیرستان نه همزالله اخوند، د اشکې قاضي، انګور خان، شیرمحّمد خان،دلبازخان،هفتي خان،قایم خان قاضي، ملا زنګي خان، زرمعین خان،ملک ګل خان، سید خان، ملک زقیم شاه خان، مشرف خان او پایو خان؛ له مسیدو نه ملا فضل الدین اخوند(د ملا پـونده اخوند ځوي)، ملک موسی خان، قطب خان،قاضي صاحب او امیرشاه خان قریش؛ له کاکړو نه سردار حسن خان، اخترمحّمد خان  مندوخیل او سردار قایم خان؛ له سلیمانخیلو نه ملک فتح خان او نواب خان؛ له خروټو نه نعمت الله خان خروټی، او د کندر له سیمې نه پخپله  لیکوال جنرال یار محّمد خان وزیری
(۵) د اشکې په غـوڼـډه کې پـریکـړې
 د اشکې په غوڼډه کې مشرانو او ملایانو  «په اتفاق او یو اواز سره» خپل  بوډا مجاهد ملا همزالله اخــونــد د ټـولو جنګي جبهو ستر کوماندان وټاکه.  پاتی نورې غټې پریکړې په دې ډول وې: (۱)  هـر بــالـغ مسلمان بایـد په ځـان، مال او وســله خــپــل فــرض اداکــړي. (۲) که پــه کور کې دوه
ځوانان وي، یوبه یې غزا ته ځي؛ په غزا کې چې کوم غنیمت له فرنګیانو نه نیول کیـږي، د همغې سیمې په غازیانو پورې اړه لري. (۳) که په یوه سیمه کې غزا پیل شوه، باید په نورو ټولو سیمو کې دې هم پیل شي. (۴) که په کــومه سیمه کې انګریزان په غازیانو برلاسي شۍ، باید د نورو سیمو غازیان دې د مغلوبې سیمې ملاتړ ته ورودانګي. (۵) د جګړې په ډګر کې د هرې سیمې خپل مشر د ټپـیانو اوشهیدانو د پالنې مسولیت لري، او غلچکي او ګډ بریدونه دواړه روغ دي. (۶) جاسوسانو ته جزا دې د غزا تر پاې پورې وځڼـډ یـږي، د دې لپاره چې قـومي او ځایـیزې فتنې رامنځته نـشي. (۷) ملا همزالله اخوند دې امان الله خان ته لیک ولیـږي چې غازیان دهغه مالي او ځاني مرستو ته اړتیا نـلري. (۸) نور څوک د دې  اجازه نلري چې د وزیرستان، ږوب (ژوب)، کـنـدر او ګومل د خلکو په جهادي چارو کې لاس ووهي – د بل چا مشوره د اوریده ده، خو پریکړې به د دغـو سیمو د مشرانو په لاس کې وي. (۹) ملا همزالله اخوند د سیمو د مشرانو د غـزا «جرنیل» [جنرال] دی او فتوه یې ټولو مشرانو او غازیانو ته د منلو وړ ده. پخپله لیکوال جنرال یار محّمد خان وزیری د خپلې سیمې(کندر) د عمومي مشرپه څیر وټاکل شو. انګریزان ښایي د اشکې په دوه ورځنئ پـټه او غـټه  جرګه غوږیدلي وي، خو عکس العمل یې ونـښود. ځما (ځیرکیار) په اند، ښایي انګریزانو به فکر کاوه چې د اشکې د جر ګې ګډون کوونکي به خپل په خپله په مشرتابه وران شي او په خپل منځ کې به پـه شخـړه بــوخت شــي
ملا خیرالدین مریاڼـی او سلیمان خیل ملا شفیق الله اخوند نه یواځې تکړه مبلغین وو، بلکې په سیاست هم پوهیدل. دوی به ولس په دې پوهاوه چې انګریزانو عثماني خلافت له منځه وړی و، همـمهال به یې ولس ته د ملا دین محّمد انـدړ(ملا مشک عالم) او د ملا پونده اخوند د غزاګانو د کړاندو بیلګې ور په زړه کولې، ځکه چې پرګنې د دغـو دواړو غازیانو  او عالمانو د کړاندو سره اشنا وې. په خپله سیمه کې دغه دواړه نامتو مشران او غازیان وو. انګریزانو به د خپلو جاسوسانو له لارې د سیمې مشران د یوبل سره په فـتنه اچول. جاسوسانو به یو مشر د شپې له خوا وواژه، او د وژنې ګناه به یې په بل بې ګناه مشر وروتپله، او په دې ډول به یې د خپلمنځي اور لمبو ته ببـوځی واهه. خو د انګریزانو د نظام په دننه کې، غازیانو داسې اشخاص لرل چې غازیان او مشران به یې مخکې له مخکې د انګریزانو په پلانونو خبرول –[ دیته په  سیاست کې «پنځم غـوڼـډ»/ ستونِ پنجم وایي]. په دغه پنځم غوڼـډ کې دا سړي شامل وو: عصمت الله خان میجر صوبدار، پت خان میجر صـوبدار، تریـن خان جـمعـدار، مشــوخان میجر صـوبدار او اجمیـر خان میجــر صوبـدار
سردار شاه ولي خان د یو شمیر کابلي پوځیانو سره له ګردیز نه اُورګون ته راغی، په دئ هیله چې که د کـندر، ګـومل، ږوب(ژوب) او د وزیـرستان د ولس جهـادي چارې پــه خپل لاس کې ونیســي. نږدې ۱۰۰ کلن مشر ملا همزالله خان اخوند اورګون ته بیا هغه جرګه ولیـږله چې ګردیز ته یې سپه سالار محّمد ناد خان ته ليـږلې وه (انګورخان،امیرشاه خان، عبدالله جان خان، سلیم خان،شیرمحّمدخان، قطب خان،دنـډخان او مشرف خان) او هلته یې د شاه ولیخان سره هـم پیژندګلوي شوې وه. جرګه ګۍ د اورګون په پوځي چوڼۍ کې د سردارشاه ولیخان سره لیدنه وکړه اوهغه یې په دې پوه کړ چې په وزیرستان او شاوخوا سیمه کې د فرنګیانواوګوره پوځیانو نه د چوڼیواو مرکزونو نیول « زموږ د ولس په ذمه دی.» دلیل یې دا و چې د وزیرستان او ګاوڼډیو سیمو خلک خپله سیمه ښه پیژني،. شاه ولیخان ته یې ورزیاته کړه چې «د نیول شوو چوڼیواو مرکزونوساتنه به موږ کابلي پوځ ته سپارو او زموږ مجاهدین به په وړاندې ځي، تر څو چې فرنګیان د پنجاب او ملتان نه تیر کړي.» شاه ولیخان د جرګه ګۍ سره «هرڅه منلي وو.» د محّمد نادرحان پلان داو چې په افغانستان باندې د انګریزانو د تیري او پرمختـګ د مخنیوي لپاره د خوست، ځاځیو او اورګون درې جبهې مهمې وې. د محّمد نادرخان سره دا اندیـښنه وه چې د جګړې په پیل سره به انګریزان په افغانستان برید وکړي «لکه څنګه چې په ننګرهار او کندهار کې د افغانستان خاورې ته ننوتل.» لیکوال کاږي چې په پکتیا کې د نادرخان دغه درې جبهې د  انګریزي پوځونو د مخنیوي لپاره وې، نه د تیري لپاره. د واڼـه د اشکې په جرګه کې مشرانو د برید لپاره څلورسیمې ټاکلې وې: (۱) د وزیرستان د سیمې مورچل پخپله وزیرو او مسیدو په غاړه واخیست. (۲) د ژوب مورچل کاکړو او مندوخیلو ته سپارشوی و. (۳) د کندر مورچل د مـریاڼو، سلیمانخیلواو کوچيانو په لاس کې و. (۴) د ګومل مورچل خروټو او سلیمانخیلو ته ور په غاړه شوی و. د اشکې په غټه جرګه کې دا هم منل شوې وه چې په جګړه کې نیول شوی غنیمت دې د هـمغې سـیمې د جنګي سـړو په سـر وویشل شـي.
(۶) د ټـل فـاتـح؟!  سپـه سالار محّمد نـادرخـان
امان الله خان د انګریزانو د مقابلې په ضد دجګړې درې ډګرونه وټاکل: سهیل ته یې سردارمحّمد نادرخان د کوماندان په توګه ورولیـږه، کندهار ته یې سردار عبدالقدوس خان اعتمادي د کوماندان په ډول واستاوه، او د ختیز ډګر ته یې د جنګ وزیـر صالح محّمد خان ولیـږه. په ننګر هار کې  افغاني پـوځ د انګـریزانو په مقابل کې ماتې وخوړه. دغـې ماتې محمد نـادرخان او د وزیـر سـتان دجــبهـې مــشران انـد یـښمــن کــړل.  د لــمــریز ۱۲۹۸ د ثـور(۱۹۱۹) د مـــــیاشې اخري ورځې وې چې ملا همزالله اخــونــد د وزیرستان او شاوخوا سیمو مشرانو ته د وزیرو او مسیدو په لاس د جهاد د پـیل امر ورکړ. احمدزو وزیرو لومړی برید  د ۱۲۹۸د ثور په ۲۴[۱۵ می ۱۹۱۹] د سروکي په چوڼۍ باندې وکړ. دوی په واڼـه کې هم د انګریزانو په غـټ پوځي مرکزباندې برید پیل کړ او د جوزا په ۲ یې ونیو،  او ورپسې یې د کجیرې، نیلي، سپینکي کڅ، تنایـي او د توی چوڼۍ ووهلې. همـمهال مسیدو په خپله سیمه کې  د خپلو زړه ورو مشرانو( عبدلي موسی خان، قطب خان، ملا فضلاالد ین اخوند، قاضي امیرشاه خان… او موسی خان) په کومانده د رزمک، سیفلي توی، ساړه راغه، ډبرې، او نجې چوڼۍ ونیولي. د دې سره جوخت، مـداخیل وزیرو د خپلو مشرانو(ملک دندخان، عبدالله خان او زنګي خان) په کومانده د میرامشا او تته خیلو په چوڼۍ  بر یـدونه پیل کړل. د هنګو او میرامشا نیولو لـږ زیات وخت غوښته.  غازیانو غوښتل چې په دغـو چوڼیو کې پښتني ملیشې د میجر صوبدار پت خان اوجمعدارتریـن خان د مشرۍ لاندې ځانونه د فرنګي او ګوره پوځونو نه روغ راوباسي او د غازیانو سره ملګري شي. د ملیشو د غو دوه تنو مشرانو سره  غازیانو «ټینګې اړیکې» لرلې.  پت خان او ترین خان د خپلو ملیشو سره راووتل، د غـازیانو سره غـبرګ شول او په ګــډه سره یــې د هــنګـو او میـرامشا پوځي مرکزونه له انګریزانو نه ونیـول
 ټـل د انګریزانو غټ پوځي مرکز و چې د پکـتیا لپاره یې غټ خطر لاره. غازیانو دغه ډیر مهم عسکري مرکز د ۱۲۹۸ لمریز د جوزا په ۳ نیټه[۲۵ می ۱۹۱۹] له انګریزانو نه ونیو. «بیا په زړه سپیڅلو» غازیانو محّمد نادرخان ته بلنه ورکړه چې د فرنګیانو د ټـل «ستر نظامي مرکز په تشـریفاتي توګه فتح کړي او د ټـل د سوبـې  مراسم پرځای کړي. محّمد نادرخان چې تر هم هغه ګینټـو یې د ټوپک نه یوه ګولۍ هم د فرنګیانو په لور ویشتلې نه وه، د ټل پوځي مرکز یې په تشریفاتي توګه د تو پـونو د ګولیو په اور سره فتح کړ او بیا یې په ډیره بې انصافۍ او بې عدالتۍ سره د ټـل فـتح په خپل نوم سره ونوموله….هم هغه وخت موږ د محّمد نادرخان نه هیله وکړه چې د فرنګیانو نه فتح شوې چوڼـۍ او مرکزونه دې د… غازیــانـو د یــوه یوه مـشـر په نـوم ونـومــول شــي ولې د هغــه دا لــورونــه  د مجاهد ینـو پــه مشـرانــو ونــه شوه»،مخونه۷۷-۷۶
(۷) د ګــومل، کـنـدر او ژوب ډګـــر
د ګومل په سیمه کې انګریزانو له پخوا راهیسې پوځي مرکزونه جوړ کړي وو. دلته خروټو،سلیمانخیلو او ځینو کوچیانو دخپلو میـړنو مشرانو(ملک فتح خان سلیمانخیل،نواب خان سلیمانخیل، شیرجان خان خروټي، او نعمت خان خروټي)د کوماندې لاندې  په خپله سیمه کې د انګریزانو مرکزونه د بریدونو لاندې ونیول او انګریزان یې په شا وتمبول. د اپوزې ښار په جګړه کې هم د ګومل غازیانو غټه وڼـډه لرله، اود خروټـو غیرتي مشر نعمت خان خروټی په دغه جګړه کې شهید شو. د کندر په سیمه کې د فرنګي پوځونوپه مرکزونو باندې د بر یـدونو چارې  د اشکې په غـوڼـډه کې  لیکوال جنرال ته سپارل شوې وې:« د فرنګیانو موجودیت زموږ د ولس نـر او ښځه مجاهدین ګرځولي وو، ښځو به هم ټـوپک په اوږه ګرځول.» د کندر په سیمه کې انګریزانو نهـه نظامي مرکزونه او چوڼۍ لرلې. غازیانو د حضرت حسین نیکه زیارت ته نږدې  چوڼۍ ووهله او ۵۰۰ فرنګي او هندي پوځیان یې ووژل، او ورپسې یې د کندر ټوله سیمه د انګریزانو له حاکمیت نه خپلواکه کړه او هغوی یې ژوب  پورې وځغلول. په ژوب کې هم فرنګیانو پاخه پوځي مرکزونه جوړ کړي وو. دلته فرنګیانو ملیشه لښکر هم جوړ کړی و. په ژوب کې انګریزانو ۱۸ پوځي مرکزونه جوړ کړي وو. کله چې انګریزانو په وزیر ستان،ګومل او کندر کې ماتې وخوړه، نو ژوب ته وتښتیدل او د پوځ شمیر هلته څلورچنده شو . په عین ډول، د غازیانو شمیر هم څلورچنده شو ځکه چې ټولو د انګریزانو پوځ تر ژوب پورې وځغلاوه. د وزیرستان، ګومل او کندر د غازیانو په ملاتړ او د ژوب د مشرانو( سردار حسن خان کاکړ،سردار رحیم خان کاکړ، سردار شیرخان کاکړ، سردار قلاخان کاکړ، اختر محّمدخان مندوخیل،میجر صوبدار اجمیر خان د اختر محّمد خان مندوخیل ځوی، او مشوخان مریاڼی د فـرنګیانو میجر صوبدار) د کوماندې لاندې  په انګریزانو باندې غوبل جوړشو اودا وخت غیرتي پښتنه ملیشا د اجمیرخان مندوخیل او مشوخان شیریاڼي[مریاڼي؟] په لارښودنه د فرنګي پوځ پریښود او د فرنګیانو په وړاندې د غازیانو سره غبرګه شوه.  په انګریزانو باندې غازیانو په ګډه سره زمکه سره تبۍ وګرځوله.  لـه دې امله انګریزانو د خپلو پوځونود خلاصون لپاره درې زره تنه پـوځ د بولان له درې نه د  سلیزي  د چوڼۍ  او په  اپوزه  کې د محاصره شوو پوځیانو د نجات لپاره راولیـږه. خو غازیانو پرې سم دلاسه برید وکړ، ماتې یې ورکړه او ټول وسایل یې ورنه ونیـول. د انګریزانو له ۸۰ کچرو نه (چې له بولان درې نه یې پرې جنګي  سامان راوړی و) درې کچرې وتښتیدلې او نورې ټولې د غازیانو په ولکه کې ورغلې. د  سلیزي  پوځي چوڼۍ غازیانو ونیوله. غازیانو اپوزه وسیځله او د ژوب نورې ټولئ چوڼۍ او  پوځي مرکزونه یې ونیول.
(۸) «دریـم ناولـي تـړون» د ټـول افغانستان خـپلواکي شـڼـډه کـړه 
[دریم تړون (۸  اګست ۱۹۱۹) چې د  افغانستان د داخله وزیر علي احمد خان لوی ناب او د برتانوي هند د بهرنیو چارو د سکرتر همیلټن ګرانت په منځ کې رامنځته شوی و، لیکوال جنرال یې په لاندې دلیل کړولی دی :] د وزیرستان، کندر، ګومل او ژوب غـازیانو له فرنګي پوځونــو نــه، نـه یواځې هغه بـدل واخیست چې پــه ننګـرهار اوکنــدهــار کې یې افــغـان پــوځیانو تــه ماتې ورکړې وه، بلکې غلیم یې دیته اړکړ چې له امــان الله خان نــه د جنــګ د اور بـنــد(مــتارکې) هــیله وکړي. انګریزان په دې پـوهــیدل چې کـه جګــړه دوام وکــړي، د وزیـرستان، ګــومل، کـندر، او ژوب غـازیــان بــه پــه لــومــړي پـړاو کې انګــریــزان له ډیــره غــازیخان، ډیره اسماعیل خان ، بنـو او کـوهاټ نه وشـړي،  او ورپسې به د پنجاب او مـلتان د غـازیانـو ملاتـړ وکـړي
 د  ډیـورنـډ د رټلې تــوافـقنامې(۱۸۹۳زییز) راهیسې  په وزیرستان، کندر، ګومل او ژوب کې له ۵۵ نه زیات برتانــوي  پوځي مرکزونه او چــوڼۍ جوړ شوي وو. له ۱۹۱۴ نه تر ۱۹۱۸ پورې انګــریزي او اجیرهندي پوځونه په لومړئ نړۍ واله جګړه کې نښتي وو.که امیر حبیب الله خان (۱۹۱۹-۱۹۰۱) د لومړي نــړیوال جنګ په مهال د افغانستان د خپلواکۍ لپاره جنګ اعلان کړی وای،دا به ډیره اغیزمنه وای چې د «سرحد» پښتنو (په تیره د وزیرستان، کندر، ګومل او ژوب ولسونو) په لومړۍ نړیواله جګړه کې په ښکیل شووانګــریزانو  په برتانوي هند کې له هـرې خوا بریدونه کړي وای او په اسانۍ  سره یې د ټول افغانستان خپلواکي ګټلې وای! د خپلواکۍ په جګړه کې چې لـږوډیر دوه اونۍ دوام یې وکړ، «زموږ د سیمو تقریبا دوه زره» غـازیان شهـیدان شـول. خو «د خپلواکۍ د جګړې نه وروسته زموږ برخه لیک بیا هغه برخه لیک شو چې د اعلیحضرت امان الله خان د نیکه او د فرنګیانو د استازي ډیورنډ په ناولي تړون کې ټاکل شوی و او[موږ] یو ځل بیا د رودونـو وینو تویــولو نــه وروسته د ښمنانو ته لاستړلي وسپارل شو.» زموږ پښتنو غازیانو به د خپلو سوبو(فتحو) او د غلیم د ماتې خبرونه ټول محّمدنادرخان او شاه ولیخان ته لیـږل چې امان الله خان پـرې خبرکړي. خو داچې د غـازیانو د بریالیتوبـونو خبرونه بــه دغـو دوه وروڼـو پــه کـومه «اندازه اوبڼه» امان الله خان ته رسولي وي، غازیان پرې نه پوهیـږي(مخونه ۱۰۰-۹۸). په داسې حال کې چې د وزیرســتان،کـندر، ګــومل اوژوب غــازیان د جګــړې په ډګر کې بــرلاسي وو او انګــریزان ځغــاستې او ماتې ته اړکــړل شوي وو، غازیان اریان وو چې ولې به امــان الله خان د مغـلـوب غـلیم ســره د اوربــنـد وړانـد یـز مــنلی وي؟!  د اوربند پیشنهاد «بې له دې چې زموږ مشرانو سره پکې سلا او مشوره وکړي» ومنل شو. د ۱۲۹۸لمــریز(۱۹۱۹ زییــز)د خپــلواکۍ په غــزا کې « زموږ سیمې بیا د متارکې په پـریکړو کې د افغاني او فـرنګي  هیئـتونو له خوا په فــرنګیانو پورې وتــړل شــوې او زمــوږمجاهــدینــو له نظــره دا دریــم نــاولی تـــړون و.» فرنګیان د تودې جګړې په مورچل کې « زموږ له لاسه مغـلوب شوي وو، او دې لره تیار وو چې د غالب قــوت ټــول شرایط  په ځان ومني…. نو که هغه وخت د افغانستان د حکومت نماینده ګانو [علي احمد خان لوی ناب] په فرنګیانو باندې د زړه له کومي سیاسي زور اچولی وای، د افغانستان د پـــولــو ننګــیالي افغانان به هـم پـوره خپلواکۍ ته رسیدلي وای.»(۱۰۵-۱۰۲ مخونه).  له  دغه «نــاولي تــړون» نــه وروسته،  انګریزانو لیکوال جنرال او د هغه سره د خپلواکۍ د جګړې  نور ملګـري د  درنــوبمباریو، تـاوانــونو او زجــرونو سره مخامخ کړل، او له دې امله امان الله خان د هــغـوي کورنیو ته د پخواني لوی کندهار ولایت  په شاجوی کې پناه او زمکه ورکــړه
[ جرمن- امریکایي تاریخ پوه ادامیک کاږي چې  امان الله خان  د افغانستان او انګریز په دریمه جګړه (۱۹۱۹) کې   اساساَ د سرحد د پښتنو په مټ بـریالی شو]- ځیرکیار
Amanullah “had been successful in the Third Anglo-Afghan War [1919] primarily because of the assistance he received from Afghan tribes in the ‘Independent  Tribal Belt’ of  the Frontier[Pashtunkhwa]…. and once the war had been ended  the government of India considered the time ripe to punish the tribes for their assistance to Afghanistan and to consolidate its hold  over the Frontier [Pashtunkhwa]…. In December of 1922 and January 1923, Indian troops moved against the Masuds resorting, in the words of the viceroy, to ‘air operations on a large scale previously unknown on the frontier’.” (Adamec).
روسي تاریخ پوه پوهاند یوري  تیخونوف  هم په خپل کتاب کې کاږي چې د وزیرستان ۵۵۰۰ جنګیالیو د ۱۹۱۹ د نومبر پورې انګریزي  قواوې له دینه محرومې وساتلې چې  يرغل پرې وکړي. انګریزانو په خپلو ۶۲۰۰۰ وسله والو قواو سره چې په  ۵۲ الوتکو سمبال وې د ۱۹۱۹ د نومبر په ۱۷ په شمالي  وزیرستان خپل برید پیل کړ او د توچي درې سهیلي برخې يې ونیولې او«تقـریبا هـم مهال» یې د سهلي وزیرستان مر کز(واڼـه) د ۱۹۲۰ په دسمبر کې ونیو. ولـولئ
Yuri Tikhonov, Politics of Great Game in Afghanistan and Pukhtun Tribes, 1919-1945(2007?).
یوری  تیخونوف په لاندې دوه چینو حواله ورکړې ده
Watteville H. Waziristan 1919-1920: Campaigns and Their Lessons, 1925; and  Miller C. Khyber: British  Indians  North-West FrontierNew  York,  1977.
ولسي جنرال یارمحّمد خان وزیري د امان الله خان سره دوه ځلې لیدلي وو: یو ځل یې ورسره په کابل کې لیدنه شوې وه او بل ځل یې په شـا جـوی کې کله چې د یــورپ له سفرنه راستون شوی و[شاجوی له ۱۹۶۳ راهیسې د زابل ولایت یوه ولسوالي ده چې دغزني او کندهار په منځ کې پرته ده او شینکی،قلات اوارغنداب ولســـوالۍ ور ســـره ګــډې  پـولې لري]. خو دغــه زړه سوانــدی او ترقي غــوښتــونکی بــاچــا « د خــودغرضه» مشاورینو او درباریانو د «چاپلوسۍ او غوړمالۍ» په دام کې نښتې و. د هغـوی د مــشورو له امــله  امان الله خان  په « لویه تیروتنه» کې ښکیل شو او هغه دا  چې «دښمن[انګریزانو] ته یې په خپله خاوره کې د ژوند کولو زمینه برابره کړه.» دغه تریخ واقعیت انګریزانو ته د دې موقع ور په لاس کړه چې د امان الله واکمني رانسکوره کړي: فرنګیانو د دغې موخې لپاره په  ۱۳۰۳لمریز (۱۹۲۴مارچ) کې په سهیلي افغانستان(پخوانئ پکتیا) کې د ملا عبدالله ګردیزي او ملا عبدالرشید «په لاس قیام او اغتشاش پیل کړ، سردار عبدالکریم [ له یوې غلامې جینۍ نه له ۱۸۸۰ راهیسې په هند کې د اوسیدونکي امیر/سردار یعقـوب خان ځوي] یې ورته له هند نه راولیـږه….فرنګیانو د مسلح قیام په څنګ کې د یوشمیر علماو اومشایخو او روحانیونو په ژبه په اعلیحضرت امان الله خان بانـدې د قادیــاني او کـفـر تـور ولګـاوه» او د هغه خپل درباریان یې « داغـتشاش کوونکو ســره وتړل [غبرګ کړل] او د درباریانو» له لارې یې «استـقلال طلب پاچا ته د ګــور کیــنـدل» پیــل کــړل. ولـولئ ۱۲۱ تـر ۱۲۴ مخـونـه
[ د افغانستان د چارو مورخ لودویګ ادامیک چې الماني او برتانوي ارشیفـونه یې لټولي دي، په احتیاط سره لیکي چې په برتانوي ارشیفي چینو کې یې کوم داسې ثبوت ونشو میندلی چې د عبدالکریم د ارمان سره دې د برتانوي هند د حکومت ملاتـړ وښئ. ادامیک په  بـُن/جرمني کې د بهرنیو چارو د وزارت د اسنادو له مخې کاږي چې امان الله خان نیـول شوو باغـیانو ته د ۱۹۲۵ په می کې، وړاندې له جزا ورکولو نه لاندې  وینا اورولې وه]
 «تاسې رښتـوني افغانان نه یاستئ. زه متاسف یم چې تاسې  خپلو اتباعـو او اولاد ته کلکه جــزا در کــوم. خــو تاسې نور زما اولاد نــه یاستئ ځکــه چې زما په ضد راپاڅیدلي یاستئ.  تاسې زما په  اعمالو نیـوکه کړې ده: ما ښوونځي جوړ کړي دي. تاسې فکر کوئ چې دا به مې د ځان لپاره کړي وي؟ دا ما  یواځې ستاسې د اولاد لپار کړی دي. تاسې غوښتنه کړې ده چې زه باید د جینکـو لپاره نوي ښوونځي وتړم. همدا اوس ماته له ټولې نړۍ نه عالمانو لیکلي دي چې د جینکو لپاره ښوونځي جـوړول روغ کـار دی. ما د اوبــو رسولو پـروژې جوړې کړې دي.  ما داهم د ځان لپاره نه دي کـړي، بلکې ستاسې او ستاسې د اولاد لپاره. تاسې ویلي چې  زه قـیدیانی یم [ په هند کې د احمدیه ډلې غــړی]. دا دروغ دي، زه قــادیانی نه یم. تاسې ویـلي چې زما نوي قـوانین د قرآن  سره ټکر لري. ما ستاسې نه هیله کړې چې ماته راشئ او په دې اکله زما سره بحث وکــړئ. تاسې دغـسې نه دي کړي. د دې پــه ځـای، تاسې د ماجــرا غوښتونکي عبدالکـریم شا ته ودریدلئ، زما په ضد راپــورته شـوئ، او زما د ډیر شمـیـر زړه ورو عسکرو د وژنې سبب شوئ. له دې امله زه تاسې نـشــم بخښلی.  ځکه خــو بایــد تاسـې ومــرئ.». امان الله خان د ۵۳ بندیانو د وژنې امر ورکړ او پاتې نور و ته یې په بیلابیلو ولایتونو کې  سخت کارونه وروسپارل.
[ زه ځیرکیار په دې آند یم چې امان الله خان هیواد دوست پاچا و او د خــپل هـیواد د پـرمختګ او د خـپل ملت د سـوکالۍ لپاره یې روغه اراده لرله.  امان الله خان چې د قدرت واګې په لاس کې ونیولې، ۲۷ کلن ځوان و او ډیرې هیلې یې لرې. خو له بدې مرغې، د هغه مهال د افغانستان په ذهــني شرایطو هـغـومره نـه پوهیده لکه څومره چې لازم وو. یواځینئ اتکا یې په یوه کوچنئ ډله (ځوان افغانانو)، محمود طرزي، او یو څـو ښاري روڼ اندو لرله. امان الله خان نه د دې وس لاره چې قـوي دولت جــوړ کړي او نه یـې د دې وس لاره چې په قـوي دولت کې قـوي عسکـري رامنځته کړي. دغه شان، د افغانستان غټ غـلیم ګاوڼـډي برتانوي هند و چې د افغانستان د سر ټیټۍ لپاره په دنیوي او شیطاني وسیلو سمبال و ، د دغـو ظرفـیتونو په استعمال کې یې مهارت لاره، او له تش لاس نه یې شـیطاني کـوترې الوځولی شوې. هغه څه چې باچا امان الله خان پکې ناکام شوی و، لومړي وزیـر سردارمحّمد داود خان( ۱۹۶۳-۱۹۵۳) پکې بریالی شو ځکه چې غښتلی دولت اوغښتلې عسکري یې رامنځــته کـړل او د سرحـدي پښتنو او بلـوڅو د مشرانو سره  یې ټول ټال کلکې اړیکې پالــلې وې. محّمد داود خان(۱۹۷۸-۱۹۰۹) په فرانس کې زده کړې کړې وې او هلته سفیر و. دی  د هغه مهال د مشــرقي او کنــدهار ولایــتونــو والي و، د دفاع او داخلي چارو وزیر و، د جنرالۍ مقام ته ورسید او ‎د کابل د مـرکزي قـواو کوماندان شو(۱۹۵۳-۱۹۵۱). دغـو‎ درنو وظیفـو سردار محّمد داودخان  په افغانستان کې د مشرتابه لپاره پوخ کړی و].- ځیرکیار
(۹) دغــلواکۍ پـه ضد جګـړه په کلات کې پیل شوه 
[امان الله خــان د ۱۹۲۹ د جنــورۍ په ۱۴ قدرت خپل مشــر ورور عنایت الله ته پریښود او پخپله کــندهار ته لاړ. له دیـنه نــږدې درې او نۍ وړانـدې، د امان الله خان د کورنۍ غــړي کــندهار ته تلــلي وو. عنایت الله د ۱۹۲۹ د جنورۍ په ۱۷ له  قدرت  نه لاس واخیست، او یوه ورځ وروسته بچه سقاو ارګ ته ورننوت(ادامیک)].  خو د اوسني زابل ولایت د شاجوی ولسوا لۍ اوسیـدونکــو ( چې لـه وزیــرســتان او مـریــاڼ نه راغــلي وو) د سـقاو سره د بیعت پــه ځای د نــومــوړي پــه ضــد پــــه پــاڅـون لاس پــورې کــړ د جنرال یارمحّمد خان وزیري په مشرۍ  د ۱۳۰۸ هجري زییز د وري د میاشې په ۴ نیټه[۲۴ مارچ ۱۹۲۹]، ۱۵۰ تنه وزیري او مــریاڼی  کوچــیان د کلات په لور( چې د شاجوی په جنوب-غرب کې د زابل ولایت  ولســوالـــي ده) وخوځــیدل، خو یــو شمیـر ســړي یې د سقــاویانو په مقابل کې  د خپلو کورونو د ساتنې لپاره پریښودل.دغه کوچنی خو د خپلواکۍ په جنګې تجربه کې پوخ شوی ۱۵۰ کسیزغوڼډ د کلات «سر اســپ» نومې ځای ته ورسید. مخکې له دې چې سقاویان د کلات پوځي کڼډک ونیسي، د لیکوال د کوماندې لاندې پرې ناڅاپي غلچکي برید وشو. نږدې دوه زره سقاویان تس و نس شول، وتښتیدل او مالي او ځاني تاوانونه ورواوښتل. د  دغه بري خبر امان الله خان ته ورسید چې د یو شمیر لوړ پــوړو مامــورانــو ( عــبدالاحـدخان مایـار/وردګ داخــله وزیـر، محّمد یعــقــوب خــان د دربــار وزیر،عــبدالعـزیزخان د دفاع وزیر او معــین السلطنه) ســره یې  په کندهار کې یې اړولي وو.  د سقــاویانو له کلکې ماتې نه  ۵ ورځې وروستــه، د امان الله خا ن له خوا داخله وزیر عبدالحد خان مــایــار د ۱۳۰۸ لمریــز د  وري په
۱۲[۱اپریل ۱۹۲۹]، د شپــې په اووه بجو د دوو موټرو په پوځي بدرګه سره شاجــوی ته ورغی او هلته یې د جنرال وزیري  په میلمستون کې واړول. د ماخــوستن لــه ډوډۍ نــه وروستـه ورتـه داخــله وزیــر مــایــارداسې وویل:« د اعلیحضرت امان الله د سلطنت ستنــې زمـوږخـپلوملګرو او د اعلیحضرت د کورنۍ خپلو غړو ولړزولې…. په اینده کې هم چې څه واقع کیـږي نو زموږ له لاســه به وي. دا ګیـنـټه هم زموږ په کندهاري لښکر کې  د دراني سردارانو او خانـانو اخـتلافات او بې اتـفاقي روانه ده.» وزیر مایار حاضرینوته د خپل راتګ هدف څرګند کړ او شخصا جنرال وزیري تـه یې یــو فـرمان تسلــیم کــړ چې امان الله خان لاسلــیک کـــړی و. دغـه شان مایار ورته  د امان الله خان  ۱۲تر۱۴ نور لیکلي فـرمانونه هم وروسپارل چې ‎وزیرستان او جنوبي ولایـت(پـکـتیا) د مشرانـو په نوم لیکل شوي او د امان الله خان له خوا لاسلیک شوي وو. د کابل مشایخو له غزني نه تر کلات پورې د میشتو قومونو مشران دېته را پارول چې امان الله خان له کندهار نه وباسي او د واکمنۍ لپاره یې هـڅه شـڼډه کړي. حبیب الله کلکانی په دې هـڅه کې و چې که پـه کـندهـار بانـدې لـه خپـل بـرید نه وړانـدې، په شاه جوی کې اوسیدونکي وزیـریان د امان الله خان له ملاتړ نه «بیل» کړي او د ځان پلویان یې وګرځوي. د دغه هدف لپاره «د شمالي اغتشاش پلویانو» د تره کي، سلیمانخیلو او اندړ قومونو د خانانو او مشرانو( امیـن الله خان تره کي، عبد المجید خان تره کي،عـبدالـرشید خان تـره کي، محّمـد خان تـره کي[ چې وروسته د بچه سقاو جنرال شوی و]، عبدالقادر خان اندړ، حاجي ادم خان محمد خیل سـلیمانخیل، پاچاخان شه خیل سلیمانخیل، او محمد  عمر خان عـلی زی سلیمانخیل) جرګه د شاه جوی وزیریانو ته واستوله چې له دوی نه د حبیب الله کلکاني لپاره «بیعت واخلي.» د شاه جوی وزیریانو ورته په ډاګه کړه: تر څو چې امان الله خان په افغانستان کې وي، « ترهغه به زموږ یو فرد هم د سقاوزوی حبیب الله ته د بیعت او همکارۍ لاس ورنکړي.» د شاه جوی د وزیـریانو «غـوڅ» دریځ د سقوي هیئت غړي «ناامیده» کړل. د مخه ښې په مهال، محّمد خان تره کي داسې غبرګون وښود: «مریاڼی یار محّمد خانه! ان شاءالله چې ډیر ژر به یـو ځل بیا همـدلته سره وګورو.» دا چې سقوي هیئت تش لاس ستون شو، د ۱۳۰۷ لمریزد کب/ حوت په ۲۸ نیټه(۱۹مارچ ۱۹۲۹) د سقـوځوی د پلویانو یوغوڼـډ د دوه توپـونو او ماشیندارو سره د شاه جوی د وزیـریانو د ویرولو لپاره د کابل- کندهار د لوی لارې په غاړه  په قلاخیلو کې چې سلیمانخیل پکې استوګن وو،مورچل وواهه.  د عبدالحکیم خان تره کي، احمد خان علی خیل، او سید احمد توخي په مشرۍ بیا جرګه د لاندې شرایطو سره د وزیریانو سیمې ته ورغله:(۱) د امان الله خان د پلویتوب په ځای به، د حبیب الله کلکاني سره بیعت کوي او د سقوي لښکر سره به وسله وال ملاتړ کوي. (۲) خو که وزیریان لومړی شرط نه مني، نو باید چې خپلې وسلې د جګړې د پای پورې سقویانو ته وروسپاري.(۳) که لومړي او دوهم  شرط  نه مني، نو باید چې لس تنه جنګي ځوانان د یرغمل (برمتې) په ډول سقـویانو ته وسپاري. (۴)  خو که پورتني درې شرطونه نه مني، نو باید چې ځانونه جګړې ته چمتو کړي.۱۳۰ تر ۱۳۴ مخونه.  داخله وزیر عبد الاحد خان مایار/وردګ  جنرال وزیري ته وویل چې د امان الله خان په استازولۍ دې  دغه فـرمانونه  د وزیرستان او پکتیا مشرانو تـه ورسـوي او د سقاو د مقابلې لپاره دې ځانونه غزني ته راورسوي. عبد الاحد خان  مایــار «دهـم هغه شــپې په یولسو بجــو» د شاجــوی له خلکو نه د کلات په لــور رخصت شــو.
 لاندې انګریزي رسمي لاسوند(سند) د امان الله خان لپاره د جنرال یار محّمد خان وزیري ماموریت څـرګـندوي . نور ملونه د کتاب په پای کې خوندي شوي دي
No. 439-S
Copy to the Secretary of the Chief Commissioner, North-West Frontier Province, Peshawar, for information.
                _______
COPY OF MEMORANDUM No. 107-S., DATED THE 20TH APRIL 1929 FROM THE POLITICAL AGENT, SOUTH WAZIRISTAN, TO THE RESIDENT IN WAZIRISTAN.

 Reaction from Afghan reforms agitation in Waziristan

  In continuation of my telegram No. 171, dated the 17th April 1929
I send herewith translations of the various letters addressed by Mirza  Yar Mouhammad, Mirani, an Afghan official from Shahjui to Musa Khan, Abdullai, and Mahsud and Wazir maliks.
                          The facts of the case appear briefly to be as follows:
Ex-King Amanullah on his arrival at Shahjui is said to have publicly called for a volunteer to carry farmans to the Wana Wazirs and Mahsud maliks, the maliks of Khost and Urgun areas and the maliks of the Saifali, Mangal and Marani (Sherani) tribes as well as to the son of Babrak. The person undertaking the mission was promised a Wazirship.
By public acclamation Mirza Yar Muhammad (Marani), a petty Afghan official, was  selected. The latter was entrusted with the farmans and set out alone in the guise of a fakir. He reached Manzai Obe, west of Khwaja Funga in British limits on the 15th instant and departed for Birmal  on the 16th instant.
He entrusted certain letters* written by himself to one Gul Ajam Kaka Khel Zili Khel, for delivery. The latter , who is a relation of Malik Qayum, a petty Maka Khel malik, brought the same to the Political Tehsildar, Sarwekai, requesting their return after perusal.
The Mirza announced that on his return from Birmal he expected to find the requisite lashkar collected and that he would then show all concerned Amanullah’s farman.
He impressed on Ajam Gul and his audience  the necessity for baste in delivery of the Mission and for the seedy collection of the lashkar.
Reading between the lines it would appear that Amanullah has little faith in his 50,000 lashkar and that he is in dire straits for reinforcements of reliable material.  His halt at Ghazni with such a stupendous army in hand is otherwise unaccountable, unless the numerical strength is a fictional paper one.

There seems no reason to doubt the truth of the story and certainly the Mirza’s letters appear genuine.

*)Translation of which are above referred to.
ولولۍ په انګریزي ژبه کې د کتاب په پای کې د ډاکتر ببریګل وزیـر ۳ ملونه چې له بریټـیش لایبـرېـري (برتانوي کتابتون) نه یې لاسته راوړي وو
(۱۰) بـې جـبه خانې او بـې خـزانې غـوڼـډ مــشـر
  یارمحّمد خان وزیری چې هغه مهال غـوڼـډمشر و، د امان الله خان په غوښتنه د وزیرستان په لـور پـیاده  ځانـله وخوځید(۱۵ حمل ۱۳۰۸لمریز) [۴ اپریل ۱۹۲۹]. د امان الله خان فـرمانونه يې خزانه وه، او د وزیرستان په خلکو کې د غوڼډ مشر وزیري نږدې او کلکه پیژندګلوي  یې جبه خانه وه. هغه ۷ ورځې وروسته(د حمل په ۲۲، ۱۳۰۸) [۱۱ اپریل ۱۹۰۸]«خپل قدم د وزیرستان  په خاوره کې کښیښود» او د «غړوبه» نومې کلي  نومیالي شیرمحّمد خان خوجلخیل وزیر میلمستون ته د ماښام په تیاره کې ورننوت او د ماخوستن له لماځه وروسته یې  د کلي د مشرانو سره هم په میلمستون کې په موضوع خبرې وکړې او هغوی ورسره خپل ملاتړ وښود. د سهر له لمانځه نه وروسته(۲۳ وری ۱۳۰۸ لمریز[۱۲ اپریل ۱۹۲۹] لیکوال جنرال یارمحمد خان وزیری د «یوې ډلې» وزیرو سره د سهیلي وزیرستان د مرکز  واڼـه په لور وخوځید. همغه ورځ د واڼه په سیمه کې بوميخیل نومې کلي ته ورسیدل او د محّمد خان زلیخیل په میلمستون کې یې واړول- مخونه: ۱۳۷ تر ۱۴۶؛ ۱۴۸ تر ۱۷۱. د ماخوستن له لمانځه نه وروسته، ټول مشران میلمستون ته راغلل او جنرال وزیري ورته د امان الله خان پیغام  واوراوه.  دولس مشرانو ته یې پیغامونه ولیکل

پـاس سند د وزیرستان د مشرانو له خوا د جنرال یار محّمد خان وزیري کومانده او مشري تصـدیقـوي
پـاس سند د وزیرستان د مشرانو له خوا د جنرال یار محّمد خان وزیري کومانده او مشري تصـدیقـوي
چې سهار وختي یې د ځوانانو په لاس هغوی ته ورسوي. مشرانو ته په پیغامونو کې یې هر ولسي مشر ته په ګـــوتــه کړه چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د خوجلخیلو په غټ جومات کې «جـرګه کــوو». سهار(۲۴ حمــل  ۱۳۰۸[۱۳ اپریل ۱۹۲۹] جنرال وزیری او یــو څو تنــه مشــران د بــوډاشــــوي احـمــدزي وزیــر ملا هــمزالله اخونـد د لــیــدنې لـــاره د شکې په لــوري
 وخوځـــیدل(شکه/شکۍ د سهــیلي وزیرستان د مرکــز واڼــه پــه شمـــل کې او د رزمک او مکیــن په جــنوب غرب کې پــرته ده). په واڼــه کې د خوجلخیــلو غټ جومات مرکــزي مقام لاره. په تن کمزوري همــزالله اخونــد هم پــه دغـه غټه جــرګه کې ګــډون لاره چې د وزیرو او مسیدو مشران پکې د پریکړې لپاره راغوڼـډ شوي وو. د مولوي عتیداګل خان له خطبې نه وروستــه، لیکوال ‎په خپله وینا کې د افغانستان او امان الله خان په وضعه رڼا واچوله او د امان الله خان پیغام یې حاضرینو ته ورساوه. ورپسې ننګیالي مجاهد انګور خان وویل چې: «موږ بې له افغانستان نه او افغانستان بې له موږ نه ژوندي نه شي پاتی کیدلی.» د مسیدو په استازیــتوب ملا فضل الــدین اخوند( مشهور په شهزاده) وویل چې زرترزره جنګیالي راټــول کړو او د  جنرال  یار محّمد حان وزیري کومانــدې ته یــې وروسپارو. لــوي مجاهد ملا همزالله احمدزي اخــوند جرګې ته  نهـه لارښــوونکي او ګټور اصول ور په ګوته کړل. په نــهم اصل کې یې وویل چې هــره چــاره بایــد په «ســلا او مشــوره وي». هغه زیاته کړه چې یارمحّمد خان وزیری  دې  چـې [ په ۱۹۱۹ کې  د خپـلـواکۍ پــه جګــړه کې ] د حا جي صاحب ملا عــبدالــزاق خان اخونــد د مجـاهـدیــنو غــوڼـډ مشـر و، «اوس دې د هــمدې لښکر جرنیل[جنرال] وي.»( ۱۸۱ تر ۱۸۴مخونه). دغه وړاندیز د ټولو مشرانو له خوا ومنل شو. د خوجل خیلو د جامع جومات په غټه جرګه کې ۵۷ مشرانو ګډون کړی و: یو پکې فرقه مشر و، ۱۳ پکې غوڼډمشران وو، شپـږ پکې کڼـډ ک مشران وو او یــو پکې جـنرال و. د ګډون کوونکو قـومي نومونه په دې ډول وو: اتمانزي وزیر، احمدزي وزیر، زلیخیل اتمانزي وزیر، خوجلخیل وزیر، مداخیل وزیر، او مسید.
(۱۱)انګـریـزان باید غـافـل وساتل شـي 
لـیکوال جـنـرال  یار محّمد خان وزیری بـومۍ ته لاړ. هلته د خانجانخان ککه خیل په میلمستون کې پټ شو او دا اوزه یې ګـډه کړه چې وزیرو او مسیدو د ده پلا ن ردکړی دی او له دې امله افغانستان ته ستون شوی دی. په دې ډول یې انګریزان غافـل وساتل.  د وري (حمل) په دیرشمه نیټه[۱۹اپریل ۱۹۲۹] د څو تنو ســره «د څیرې او جامو په تغـیر» د واڼه مرکز په لور ي وخوځید.  د مشرانو د پریکړې له مخې بــایــد لښکـر د ۱۳۰۸ لمـریز د ثور په لــومړئ نیټه [۲۱ اپریل ۱۹۲۹] په واڼه کې راغـوڼډ‌ شي او له هغـه ځایه دې د غـزني په لوري وخوځیـږي. هلته یې د خــوجل خــیلوپه جومات کې واړول او مـلګــري یې نورو ځایــونو ته ولیـږل. د انګریزانــو هڅې چــې د وزیــرو او مســیدو لښکـر د «قادیاني» شوي امان الله خان له ملاتړ نه وګرځوي، نتیجه ورنګړه، او نـږدې شپـږ زره تنه وسله وال لښکرد ۱۳۰۸لمــریــز د  ثــور په لومــړئ نــیټه[ ۲۱ اپریل ۱۹۲۹] د افغانستان په لوري په  «ډولــونو او اتــڼ» وخوځید. وروسته له اتڼ نه ورته ملا فضل الدین مشهور په شهزاده یوه کوټلې او هـڅوونکې وینا وکړه: «هغه ننګیالي مشران چې زما د مرحوم پلار ،  اګا (ملا همزالله اخوند) او رئیس المجاهدین (حاجي ملا عبدالرزاق خان انـدړ) تر څنګ جنګیدل، د افغانستان په تلو کې ســتاسو په اوږه ولاړ دي».  لښکر ته یې دوه مهمې سپارښتنې وکړې: یو دا چې د امان الله خان پلویانو ته بــه په «دې عظیم  خدمت کې وڼـډه ورکوئ»، او بل داچې «هڅه به کوئ چې مخالفین د …جـرګې لــه لارې په خپله خوا کې ودروئ». ورپسې انګورخان، دلبازخان، زنګي خان او هفتي خــان هــر یــو پـه عسکري لحاظ  پـه درې مهمو ټکو ټینګار وکړ:(۱) د هر قوم مشر د همغه قوم کـومانــدان ټـاکل شوی دی؛ (۲) «مــوږ غایب او حاضر مشـرانو» جنرال یارمحّمد خان وزیری د وزیرو او مسیدو د «ټـولــو لښکــرو جـرنیل[ جنرال]» ټاکلی دی؛ او (۳) د کابل «تر نیــولو پورې[بــه]د ده ترقیادت لانـدې روان یــو»،۱۸۸ تر۱۹۶مخــونه
(۱۲) پـه غـزني کې د امان الله خان د لښکر مـاتې
د وزيــرستــان نږدې شـپـږ زره  لښکر اورګــون ته ورسید چې د بچه سقاو په ضد په غـزني کې وجنګــیـږي. خـو مخکې لـه دې چې غــزني تـه ورسـیـږي، خبـر شول چې هلـته د امــان الله خان کندهاري لښکر ماتې خوړلې وه او بیرته کندهار ته ستون شوی و. د  وزیرو لښکر هم  د ۱۳۰۸ د ثور په ۴[۲۴ اپریل ۱۹۲۹] د وزیرستان برمل ته ستون شو
محّمـدنـادرخان چې د ۱۳۰۷ لمریز د حـوت [مارچ ۱۹۲۹] په میاشت کې له فرانس نه پیښور ته راسـتــون شوی و، له هغه ځایه یې ځان پکتیا ته رسولی و. دوه وروڼه یې ( کرنیل شاه ولیخان او کرنیل شاه محمود خان) په پکتیا کې ورسره وو چې هلته ولس د بچه سقاو په ضد راټول کړي. په ننګرهار کې هم محّمد ګل مـومند او سردار محّمد هاشم خان دغه هدف ته د رسیدلو لپاره ملا تړلې وه. خـو د دوی ټـولو هڅو کومه نتیجه ورنکړه ځکه چې د ولس مشران د بچه سقاو پلویان وو او د حــضرت صاحب نورالـمشایـخ  اغا ګل مجــد دي په مشورو کې ښکیل شوي وو. د «غلجي پښتنو اکثر قـبـایل او مشران یـې د مریدۍ په حلقه کې وو». نادرخان او وروڼه یې د بچه سقاو په ضد وو، خـــو نــادرخــان خــپــل دریــځ نــه و اعــلا ن کړی چې د امـان الله خــان یــا د خــپل ځان لــپاره د سـقــاوۍ خــتمـول غــواړي( ۲۱۲-۲۰۷مخــونه).[ پــه دې اړونــد کې بـه زه  وروستـه د نـورو افـغان او غیـر افغان څیـړونکو مــعلـومات اونــظـریې هـم د د ې لیـکنــې پــه پــای کې وړانـــدې کـــړم].
(۱۳) د مسیدو او وزیر د لښکر بیا را غـوڼـډول
جنرال  وزیری  دې پایلې ته ورسید چې بیا دې د مسیدو او وزیرو لښکر راغـونـډ کړي او سقاوي دې پای ته ورسوي. «سپه سالار محّمد نادرخان او د هغه سره مل وروڼو د څلور میاشتو په مدت کې څلــور سـوه افراد په درست جنوبي کې هم نه وو په څنګ کې درولي‎»، او د سقاویانو د مخ په زیــاتیــدونکي  شمیـر له امله  له« یوې سیمې څخه بلې سیمې ته په مڼډه او فرارکې  وو.» جنرال وزیری په بـرمل کې د قومي مشرانو سره پریکړه وکړه او دا ځل د شـپـږنیم زره لښکر سره پکتیا ته ننوت، په دې پلان چې لومړی به د اورګون چوڼۍ وهي او بیا به د کابل په لوري خوځیـږي. د وزیرو او مسیدو لښکر  د ۱۳۰۸ لمریز د جوزا په لومړئ نیټه[۲۲ می ۱۹۲۹] اورګون ته ورسید او خپل کمپ یې د اورګون نظامي کلا(موڼـډې) ته نـږدې وواهه چې سقاوي غوڼـډ مشر عبدالغیاث خان کوهدامنی او کڼـډکمشر میرحسن خان چند ولي یې کوماندانان وو.  جنرال وزیري وروسته له خپلمنځې جرګې مشورې نه،عبدالغیاث خان او سیدحسن خان ته د پښتونوالې د اصولو سره سم له درنــاوي ډک لــیک ور ولیـږه:« جناب غوڼـډ مشر صاحب عبدالغـیاث خان او جناب کڼـډ کــمشر صاحب سید حسن خان، السلام علیکم علی عبادالله صالحین!»  د موڼـډې کلا د وزیرو،سلیمانخیلو، دیګانو/تاجکو، خروټـو او ځدراڼـو ملکیت دی. روغه به دا وي چې تاسې له دغه قـومي ملکیت نه ووځئ ، د بچه سقاو جڼـډه راکوزه کړئ او« بیا د امکان په صورت کې د سیمې د قـومونو او قبیلو د مشــرانو د جــرګې د فــیصلې نــه وروسته واپـس اورګون او پوځي کلا ته داخل شئ » (۲۱۳تر۲۱۶مخونه). دغه لیک د وزیرو او مسیدو مشرانو هم لاسلیک کړی و. خو سقاوي عبدالغیاث خان ورتـه د لیک ځواب بې له لیک نه، په درې ګـزه  سپـین ټوکـر د «پـړوني» په څیر ور ولـیـږه چې «پـر سر یې کړې». جنرال یار محّمد خان دغه سپکاوی د نورو مشرانو او لښکرسره شریک کړ. د جنګ کـومانـده د جـنرال وزیري پــه لاس کې وه او مـرستیـالان یې انګـورخان او قطب خان مسید وو.
د لمــریز۱۳۰۸ د جـوزا د لومړئ شپې[۲۲ می ۱۹۲۹] په لسو بجو ډول ووهل شو په موڼـډه کلا بـریــد پـیـل شو. د جوزا په شلمه[۱۰ جون ۱۹۲۹] ، هغـه ملا یعـقــوب اورګـونی چې د ســقـاوي غـوڼــډمشرعبدالغیاث له خوا یې درې ګزه سپیـن ټوکر جنرال وزیري ته تسلیم کړی و، داځل د دوه سپیـن ږیـرو ســـره غـبرګ راغی او د عـبدالغـیاث خان « د تسلیمۍ او د کلا د راسپارلو پیغـام یې راورسـاوه.» سبا سقاوي پـوځیانو ځانــونه د وزیـرو او مسیدو کمپ ته تسلیم کړل، او ټولومشرانو ورســره د غـیـږې ستړي مشي وکـړل او د دښـمـن نه بلکې د یوه خواخـوږي دوست په څیر یې د هغـه[عبدالغیاث خان کوهـدامني] او ورسـره مل ملګرو عــزت او احترام وکړ….او ما[ جنرال وزیري] شخصا عـبد الغیاث خان غـوڼـډمشر ته یـو انګـریزی ټــوپک، دوه ســوه کارتوس او یو د سپـرلۍ اس ورکړ[ل]او هم مې څو تنه ننګیالي  د هغه د حفاظت لپاره ورسره مل کړ[ل]…او نور ټــول پوځیــان مــو په عــزت او احترام سره رخصت کړل.» نادرخان د ځاځیــو په علـیخــیلو کې اړولــي وو. جـنــرال یارمحّمد خان وزیری ورته لیک ولیـږه چې د امان الله خان د بیا راوستــلو لپاره ورســره د کابـل په لـوری وخـوځیـږي. خو جـواب یې «پــه څـټ را نغــی.»( مخونه ۲۱۶تر  ۲۲۵). جنرال وزیري شپـږنیم زره  تکړه سرتیري لرل، او وسله او خوراک یې په اورګون کې له موڼـډې کلا نه لاســته راوړي وو. خو نــادرخان او وروڼو یې نه سرتیري لرل، نه یې وسلې لرلې او نه یې پیسې لـرلې چـې د جــنګ سړي او وسلې پـرې راونیسي.  هغوی د ځاځیو په علیخیلو کې هم ارام نه وو ځکه چــې په خــوست او څـمکــنیـو کې د ســقاویــانو د ګـواښ ســره مخامــخ وو. پــــه دغـســې شرایطو کې نادرخان او وروڼه یې مجبور وو چې د لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیری کومانــدې ته تن کښیـږدي. پـه ساړه موسم کې پکتیا په داسې کوچیانو ډکه وه چې د سقاوۍ پلویان وو. د موڼـډې کلا  له بري نه وروسـته، د وزیرو او مسیدو لښکر تقــریبَا دوه میـاشتــې دمه وکړه  چې د کـور کارونـه سم کـړي او هــم پــریـږدي چې د هــوا پـه نـر میـدو سـره  کــوچیان له پکــتیا نه کــډې واخلي او د سقــاویانو زور کــم شي. پــه نــرمه هــوا کې د وزیــرو او مســیدو لښکـر کـولــی شـول چې پــه یــو څــادر کې هــم ځانــونــه تــــاوده وســاتــي
ماما زیــارت په وزیــرستان کې د یـو غــټ شخص مـړستون (هدیره) دی. نږدې اویــا تنه مشران هلــته جــرګه شول او داسې پــریکــړې یې وکــړې: (۱) د جګړې کوماندان بیا هم جنرال یارمحّمد خان وزیری وټــاکل شـو؛ (۲) په اورګــون کې نیـول شوې وسـله او خـوراک دې د ځان سره ویوړل شي؛ (۳) کوښښ دې وشي چې د ســقاو پـلویانو ته د جنګ په ځای د دوستۍ لاس وروغځول شي؛(۴) محّمد نادرخان او وروڼه دې دیته راوبلل شي چې د هیواد د ژغورنې په جګړه کې برخه واخلي؛او(۵) د کابل په نیولو سره دې امان الله خان بیرته راوبلل شي یا دې د هغه د کورنۍ کوم نـږدې غړي ته د سلطنت واګې وروسپا ل شي. په ماما زیارت کې څلورنیم زره وزیر او مسید جنګیالي  د ۱۳۰۸ د سنــبلې په میاشت کې راغــوڼــډ شــول(مخونه ۲۳۳-۲۳۲). محّمـد نادرخان د لـوګر د کــولانګار د حــاجي نواب خان  او له پنجاب نه افغانستان ته  د راغـلي  الله نواز خان په لاس، په برمل کې د وزیرو او مسیدود لښکر کوماندان (جنرال یارمحّمد خان وزیري) ته داسې لیک ورولـیـږه: «عزیزانو! د وزیرو او مســودو[مسیدو] غــیورو مشرانو، ستاسې میـړانه او شجاعــت د خپلواکۍ په جګړه کې  راته څرګند شوي دي. نن بیا همغه د میـړانې اوغیرت ګيڼـټه ده. اعلیحضرت  غازي امان الله خان د یوه سارق او کـوتاه طـریق له لاسه خارج ته فــرار کړی دی. د هیواد هــره بر خه د بې اتفاقۍ په اور کې سوځیـږي. افغـاني ننــګ او غیــرت داتــقاضــا زمــوږ ټــولــو څخه کـوي : چې پــه اتــفاق او اتحاد سره وطن ته د روانې فتنې نه نجات ورکــړو. محمد نــادر»  – مخونه ۲۳۹-۲۳۸
(۱۴) د خـوست جــګــړه
کــله چې د وزیــرو او مسیــدو لښکر د خوست پــولو ته ورســید،د بچه سقاو پلویانو یې کلکه مخه ونیــوله. قاضي عبدالله خان شمل(د بچه سقـاو غوڼـډ مشر)، ګلام خان ګـربـز، بلــندخان ځدراڼ او مـلک جــان خان سلیمانخیـل ورته د خپلو سړو په لاس اخطار ورولـیـږه: د خوست اوسیدونکي  د وزیـرو او مسیـد و لښکـرنه پریـږدي چې د خوست له لارې کابل ته تیرشي، او تر څو چې «موږ ژونـدي اوسـو تاسې به دا کار ونکـړای شئ.» خوستیانو درې زره وسله وال لرل، او د خوست په ختـیزه خوا کې د وزیرو، مسیدو، دوړو اوتڼـیـو د جنګیالــیو شمیر څـلورنیم زره تنو ته رسیده چې هـلته «پوره دولس ورځې تم شول» ځکه چې د مقابل اړخ سره یې «د لارې د خلاصون په خاطر خـبرې او جرګې» کـولې. د نادرخان ســړی مـولــوي الله نــوازخان چې اصلا د پنجاب و او نـه د پښتــونـوالې په اصولو پوهیده او نه یې کومه قبیلوي غلیمي غاړې ته لـویـدله، «هــره شیـبه بـه یـې د جـنــګ د پــیــلولو خبرې کــولې».ولولئ:۲۴۲-۲۴۰مخــونه
د مشرانو له خپلمنځې جرګې نه وروسته، پریکړه دا شوه چې باید د دوی لښکر د سقاویانو په مقابل کې وجنګـیـږي او افغانــستان وژغوري( دا د ۱۳۰۸ د سنبلې اخري ورځې وې)[ د ۱۹۲۹زیـیــز  د سپتمبــر د شلمې په شاوخــوا کې]. په خوست باندې د برید د تیاري په مهال، ځلمــی خان مـنګل د اویـا(۷۰) سړو سره او زمرک خان « د قهرمان ببرک ځـدراڼ ځــوی» د اتیا(۸۰) ســړو سره د وزیــرو، مسـیدو، دوړو، او تــڼـیــو د لښکر سـره غبرګ شـول. ټــول د خوست د بازار په لوري وخـوځـیدل او سخت جنــګ پیـل شو. د خـوســتیانو کوڼـډي نومې قبیلې کلک برید وکړ،او له مقابل اړخ نـه یې لس تـنه ووژل او فـرقه مشر اخـتی جان احمد زی وزیر یې ټپي کړ. مخکې له دې چې کـوڼـډیانو تــه د نـورو سقاویانو ملاتړ راورسـیـږي، د ماښام په خړه کې یې ماتې وخوړه:شپیته تنه جنګیالي یې ووژل شــول او نــور وتــښتیــدل.وروستــه لــه دې چې کـوڼډیانو خپل مړي خاورو ته وسـپارل، د جنرال وزیري د کــوماندې لانـدې لښکر د کوڼډیانو د مړیو او نیول شوو وګړو وسلې ونـیولې. په دغـه مهال ورته د غــوڼـډ مشر نـور محّمد ګـردیزي پیغام راورسید چې په خوست کې دخپلو جنګیالیو سره محاصره شوی و. نوموړی د امان الله خان «د ځانګړ وفادارانو له جملې څخه و.» جنــرال یارمحّمد خان وزیری بله ورځ د غوڼډمشر ګــر دیــزي چوڼۍ ته ورغی او ده ورته ټوله وسله او جبه خــانه وروسپــارلــه.  له دې وروسته ، د افغانستان د ژغورنې زمریالي د زمرک ځدراڼ او ځلمي منګل په ګډون د بنګي باغ د کلا په لوری وخوځیدل ځکه چې هلته د بچه سقاو د غوڼډ مشر قاضي عــبدالله شمل، ګـلام خان ګـوربز، بـلند ځـدراڼ او ملک جان خان سلیمانخیل جنګیالیــو اړولي وو. جګړه «پــوره» درې ورځې او شپې  وغځیدله، او دواړه خواوې «په میـړانه» جنګــیدلــې(۲۴۰ تر ۲۴۷ مخونــه). خو په پایله کې سقـاوي اړخ ماتې وخــوړه(۱۳۴۸ هجری قمري د ربیع الثانی ۱۹)[ ۲۵ سپتمبر ۱۹۲۹= ۳ میزان ۱۳۰۸لمــریز]. وروســته لــه دې، بــریــالی اړخ د ځاځیو د علی خیلو په لــور وخوځـید چې هـلته د محّمد نـادر خان سره وګوري اوپه ګـډه سره د افغانستان د ژغــورنې (نجات)نــقشه جــوړه کــړي
(۱۵) د نـاهـیلي محّمد نادرخان سره ګـډه نـقـشه جوړول
د خــــوست او ځاځیـو په منځ کې څمکني میشت وو. هلته سقاویان د ملک میراکبر او مغل خان د مشرۍ لاندې برلاسي وو. خو بې له جنګه د لیکوال جنرال وزیري  پیغام ته تسلیم شول،ځــکه دوی دواړه د خــوستـي ســقاویــانو په کــلکه ماتې خبــر وو.  د ۱۳۴۸هـق د ربــیع الثانی په ۲۰[۲۵ سپتمبر ۱۹۲۹=۳ مــیزان ۱۳۰۸] د ژغــورنې لښکــر د ځاځــیو عــلیخیــلو تــه ورسیــد او هلـته ورتــه محّمــدنادرخان په «افــغاني جامه» کې له چاوڼۍ نه بهر راوتـلی و او د ټولو
پاس هغه لیک دی چې  سپه سالارمحّمد نادر خان په ځاځیو کې جنرال یار محّمد خان وزیري ته ورکړی و
پاس هغه لیک دی چې سپه سالارمحّمد نادر خان په ځاځیو کې جنرال یار محّمد خان وزیري ته ورکړی و

مشرانو سره یې پـه غـیـږ روغـبـړ وکړ.  د ځاځــیو «غیرتي مشرانو»(حاجی جـانخان، سیدخان، سربلــندخان اولـیـپت خــان) د جــنرال یارمحّمد خان وزیري هیله ومنله چې: تـرهغه مهاله بــه دغــه مشـران او ولــس پـه وارســره « زمــوږ[ د وزیـرو، مسیدو، دوړو او تـڼـیو د لښکـر] ټـیکــله بـرابـروی » او دغــو «میـړنیـو مشـرانـو پـه وریـنـه ټـڼـډه سـره زمـا[جنـرال وزیري] غــوښتنه ومـنلــه». د ماښام له لمانځه نه وروستـه، نادرخان خپل استوګنځای ته ستون شو، او د ماخوستن له لمانځه نـه وروسته یې جنګي مشـرانو ته بلنــه ور کړه چې جرګه ورسره وکړي. هغوی ورغلل، او پــه استوګنځای(چوڼۍ) کې محّمـد نـادرخان «زموږ دهرکلي لپاره لاس پر نامه ولاړ و».  په دغــه غوڼـډه کې مشرانو «پوره درک کـړه» چې محّــمد نادرخان «څــومره ناهـیلی» و. ده په شپـږ میاشتو کې ونشوکولی چې پـه جنوبي کې «څلـور سوه جنګـیالي» پــه ځان راتـاو کړي
 (۱۶) د محّمد نـادرخان سره د امـان الله خان لپاره تـړون لاسلیک کول
د مشرانو په وکالت لـیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیـري چې د ژغـورنې د جګـړې کوماندان و، محّمـد نـادرخان ته داسې وویــل:«سـپاه سالار صاحب! دا نـنګـیالي او جنګیالي …خاص د اعلی
حـضرت غازي امان الله خان د هغــه فرمان په اعتبار راغـوڼـډ شوي دي چې د ۱۳۰۸د حمل په دولسمه نیټه[۱ اپـریل ۱۹۲۹] په شاجوی کې مالــره وزیـر صاحب عــبدالا حد خان سپارلی و»(۲۵۷-۲۵۰مخونه). تـر دې وینا وروســتـه، عـبــد الله خان  مداخــیل د مــلک زنــګـي خان مــداخـیل ورور وویل: «ســپاه سـالار صـاحب!…[لیکـوال جنرال  یارمحّمد وزیري او د ژغورنې د جګړې کوماندان]هغه څه بیان کړه چې موږمشرانو عــهد او پیــمان پــرې کـړی دی». غوڼډه په دې پریکړه پای ته ورسیده چې «سبا به جرګه کوو». سبا د ربــیع الـثــاني په ۲۱/ ۱۳۴۸هــق [۲۶ سپتمــبر ۱۹۲۹=۴ میزان ۱۳۰۸لمریز] په جــرګه کــې د ژغـــورنې د جګــړې مــشرانـو او محّمد نادرخان ۱۵ پـریکړې ومنلې چې یــو څــو یــې دادي: (۱) د هـیواد په ژغورنې ورپسې دې واکمني امان الله خان ته  یا دې د ده د کورنۍ کوم بل غــړي تـه ور وسپارل شي؛ (۲) د امان الله خان تر راتګ پورې به محّمد نادرخان د واکمنۍ کفیل وي؛ (۳) حکــومت دې د هغه چا یادښت وکړي چې د هیواد د ژغورنې په لار کې یې سر او مال ښندلی وي، او په «تــاریخ کې دې ثبت شي»؛ (۴) له ژغــورنې وروسـته دې د ژغــورونکي لښکر د شهــیدانــو او معلولـینو پاتي شـونــو ته «معاشات او مکافـات مقرر شي»؛ (۵) له دې امله چې د هیواد پـوځ پـه کورنئ جګړه کې «تباه شوی دی او هم یو شمیـر صاحب منصبانودخاورې او حکومت سـره خیانت کړی دی…»، نو د ژغورونکو لښکرو«مشرانو او افسرانو ته دې په پوځ کې دندې  ورکــړل شــي»؛ (۶) د وزیــرو او مسیــدو د لښکــر مشرانـو د   ۱۳۰۸ لمریز له ثور راهیسې د افغــانستان د ژغورنې لپاره د سقاو پرضد «په کروړونو کروړونو افغانۍ لګولې دي»، له بــري نه وروستـه دې حکـومت هغـوی ته دغــه لګـښتـونه ورکړي؛ (۷) همدا اوس دې د سقاو ټولو پلویانو ته عـفوه اعلان شي، خو د جګړې بندیان دې د هیواد د ژغورنې پورې «وساتل شي» او بیا دې « په عـزت او احترام سره» ازاد شي. ورپسې محمد نادر خان «زموږ سره په قرآن لاسلیک وکړ چې د جــرګې ټــولــو پــریکړو… ته بــه غــاړه ږدي» . د لــیکوال جنرال یار محّمد خان وزیری د کــومانــدې لانــدې لښکر د ۱۳۴۸سپــوږمـیز د ربیع الــثانی پــه ۲۲ [ ۲۷ سپتمبر ۱۹۲۹= ۵ تــله ۱۳۰۸]، د ځاځــیو لــه علی خیلو نه د ځاځیــو د ګل غـوڼـډۍ په لوری وخوځید،او د ځدراڼو او منګلو ۱۵۰ تنه جنګیالي د خــپلو مشرانو [زمرک خان ځدراڼ او زلمي خان منګل] سره په علی خیلو کې  «پاتي شول». فقیر محّمـد خان مومند چې د امان الله خان په پـیرکې دسیهلي سیمو د ځنګلونو رئیس و، د امان الله خان « د درجـه اول پــلویانو او ملګرو څخه و» او هغه مهال چې د جنرال یارمحّمد خان وزیري جنګیالي د ځاځیو په ګل غـوڼـډۍ کې «اوسیده، نوما او رئیس صاحب فـقیر محّمد خان  مومند به هره ورځ یو دبل سره لـیدنه او کتنه کوله».  هغه مهال چې امان الله خان پربښی او کندهار ته تللی و،  فقیر محّمد مومنـد د ملنګ په جامو کې شاجوی ته تللی و او له جنرال وزیري نه  یې هــیله کــړې وه چې که هــزاره جات تــه یې د بــدرګې په واسطه ورسـوي. هغـه مهال لیکوال جنرال دغه مومند نه پـیـژانده خو د ملنګ هیله یې په ځای کړه. فقیر محّمد مومند ورته وویــل چې « هغــه ملنــګ پـخپـله دی و» او د سفـر مــوخه یې داوه چې هــزاره قـوم د امان الله خان د دفــاع لپاره راوپـاروی. فقیـرمحمد مومند  لیکــوال جنــرال ته ور زیاتــه کــړه چې: «ســتا سره هــم د هــغه [امان الله خـان]  مینه او محبت دی….ګـوره په دې …ستر خدمت کې د چا په سیاسي لوبه کې راښکیل نه شې او د محّمد نادرخان پـه عهد او پیمان باندې باور ونه کړې». جنرال جنرال وزیري ور غــبرګه کړه چې «اولا ته د سلطنت د وکــالت له پــاره د [د امان الله خان د ورور] سـردار امین جان موافـقه تر لاسه کړه،وروسته ټولې چــارې زمــا پــه غــاړه دی.»  دسپوږمیز ۱۳۴۸ د ربیع الثاني په ۲۵[۳۰ سپتمبر ۱۹۲۹= ۸ تله ۱۳۰۸ لمریز]   ورتــه فــقیـر محّمد مــومنـد وویـل چې «ســردار امیــن جان د سلطنت د وکالت ستـر کـار ته ځان نه شــي نــیولای، هغــه بې زړه شـوی دی او یا داچـې د ســردار یـوسـف خـان ځـــوی[ د محّمد نادرخان پـلار، د یحی خان ځوی او د سـلطــان محّــمد خان طلایـي لمسی] د هغه پــه زړه بــانــدې د خــپل قـهـرمان ورور پــه وړانــدې حـسـد نــنــه ایــستلی دی.» ۲۵۸تـر ۲۶۶مخـونــه
جـنرال وزیري د مشرانو ملګرو سره له ګل غوڼـډۍ نه بیرته علی خیلو ته راستون شو(ق۱۳۴۸ ۲۷ ربیع الثاني= ۱۰ تله ۱۳۰۸لمریـز= ۲ اکتوبر ۱۹۲۹). علت یې داو چې د ځدراڼو اومنګلو د جنګــیالـیو مشرانو غوښتل چې ټول یو ځل بیا د محّمد نادرخان سره جرګه وکړي. محّمد نادرخان ورته وویل چې د لوګر په دوبندۍ کې دې د سر دار شاه ولیخان سره وویني او په ګډه  سره دې په کابــل بــانــدې د بریــد نـقــشه غــوره کړي.  ټــول لښکر د ۱۳۰۸لمریز د تلې(میزان) په ۵[ ۲۷ سـپتمــبر ۱۹۲۹] دوبندۍ ته ورسید او کرنیل شاه ولیخان او ملګري یې  ښه راغلاست ته راوتلي وو. شـاه ولیخان د ځاځیــو جامې اغوستې وې او د لښکر د ټولو مشرانو سره یې د غیـږې ستړي مشي وکړل. خو کرنیل شاه ولیخان اندیښمن و چې څنګه به څلورنیم زره لښکر د بچه سقاو اویا زره لښکر ته ماتې ورکړي. خو لیکوال جنرال وزیري ورته ډاډ ورکړ چې د بچه سقاو د جنګیالیو روحیه یې « په اورګون، خوست او څمکنیو کې لیدلې ده». ځلمي خان مـنګل، زمرک خان ځـدراڼ، مُلتاني مــولـوي صاحب الله نــوازخان(د حبیبیې ښوونځي ښوونکی)اوحاجي نواب خان کاکا هم د لیکوال جــنرال ستایــنه وکــړه ، او کرنـیل شاه ولیخان  ارام شـو. سبا( ۶ تله ۱۳۰۸)[ ۱۹۲۹ /۹/۲۸] د ژغــورنې لښکر د شُـتــرګــردن له لیـــارې دوشــۍ ته ورسیــد. په دغه قافـله کې د شاه ولی خان ۴۰۰ جنګیالیو (ځاځیانو او ګردیزیانو) برخه لرله او «یو شمیر[یې] ټوپکې هم…نه درلودې». ټول لښکر په خـوشۍ کې دوه شپــې او ورځې تـم شوی و چې د جګړې نقشه جوړه کړي. د ژغورنې د لښکر خوراک او څښــاک د دوشـۍ ولس په غــاړه اخیستی و. د جنرال یارمحّمد وزیري د کوماندې لانــدې دوه ورځــې وروستــه ( د تلې په اتمه)  د وزیرو او مسیدو د لښکر دولس سوه جنګیالي د تنګي په لــوري د ســقاویانو سره د مــقابــلې لپاره ورغلل. په تنګي کې سقاویانو د سپا سالار پردل خان او جرنیل محمد عمر خان ناصري («سور جرنیل») د کوماندې لاندې مورچلونه نیولي وو.  یــوه ورځ وروسته سهار وختي( په ۵ بجو) یې په مقابل اړخ له هرې خوانه بریدونه پیل کړل. جګړه تن په تن وا وښتــله او د غـرمې په ۱۲ بجو په هغـوی مــاتې ګــډه شـوه او دوه جــنرالانــو یې «مخکې تـیـښته کــړې وه.» لیکــوال جنرال وزیري د سقاویانـو ماتې د جګړې په ډګر کې غوښتله « نه د دوی په تباهۍ او مـرګ کې» ځکه دوی هم مسلمانان وو. زیات شمیر سقاویان مړه او ژوبل شول او پوره پنځه سوه یې «زما د ميـړنیو په لاس کیوتل.» د لښکر د مشرانو په مشوره، پریکړه وشوه چې لـه تنګې څخه دې زرغون ښارته لاړ شي. دغه شان خپل پاتي لښکر یې هم خبر کړ چې له خوشۍ نه دې ځانونه زرغون ښار ته ورســوي. د ۱۹۰۸ د تلې په نهمه[ا اکتوبر ۱۹۲۹=۲۶ ربیع الثانی ۱۳۴۸] دوی تنګــي ته ورسیــدل او کــرنــیل شــاه ولي خان هــم ځان هلتـه ورساوه. د سقاوي بنــدیانو په اکــله داسې پــریــکړه وشــوه چې په کابل کې له جګړې وروسته دې «په عـزت اواحترام رخصت کړل شــي.» دغـو غریــبو بنـدیانو ته ویـل شوي وو چې دوی د «قــادیــانــي» امان الله خان د لښکر پـه ضـــد جــنګــیـږي. ولــولــئ ۲۸۳-۲۶۷ مخونه
(۱۷) کرنیل شاه ولی خان غوښتل چې د ژغـورنې د لښکر مشر شي
 د تیــر په شان د ژغــورنې لښکـر په زرغون ښارکې هم  د میلمستونونو په ځای، یو ځل بیا غوره وګــڼلـه چې په «سـپـیـره ډکــر» کې شپـه تیـره کړي او هم هلته د پیرې او فوري تیارسۍ ترتیبات ونیول شي. د ۱۳۰۸ د تلې (میزان) په لسمه نیټه[۲اکتوبر ۱۹۲۹]  چې سپیدې لا نه وې چاودلې    د محّمـد اغـې او نورو پلـوونو نـه د زرغـون ښار په لـوري د ماشینګڼـو، توپـونو اوټـوپکـونـو ډزو د تنګـي د جګړې ستړتیا او ساړه د ژغـورنې له لښکر نه هیر کړل. په نیمه ګيڼټه کې دغه لښکر د مقابـلې لپاره چمتـو شـو.کـرنیل شاه ولی خان او نـورو ملګـرو یې ځانونه د ژغـورنې د لښکر ډګر تـه راورسـول. شاه ولیخان په وارخطایي سره د ژغورنې د لښکر مشرانو ته خپله اندیښنه څرګنده کــړه:سقــاوي لښکـر غواړي چې «مـوږ په همـدې زرغــون ښار کې محاصره کـړي.» عبدالغني ګردیـزي او شاه ولیخان «په غیرمستقیم ډول» غوښتل چې د سقاویانو له خوا د تنګي د بیرته نـیولو پـــړه د ژغــورنې پــه لــښکـر ورواړوي. «نــژدې و چې زمــوږ او د دوی تر منځ همکاري» پای ته ورسیـږي. خـو زمرک خان ځـدراڼ، ځلمی خان منګل‎، سنک خان منګل، شیرجان تڼی او کوکو خــان چې په قـومي چارو پوهیدل «خبره سړه کړه.» غوڼډ مشر عبدالله جان احمدزي- وزیر کرنیل شاه ولی خان او عبدالغني خان ګردیزي ته وویل چې د ژغورنې لښکر پخپله خوښه راپورته شوې چې خـپل هـیواد وژغــوري. د ژغـورنې لښکـر په ګردیز او تنګي کې د سقاوي غــټانو غــوږونه ورتــاوکړي او تـیښتې ته اړکړي دي. اوس دې هغه کسان د تنګـي پیره داران شي چې «پــه مـوږ پــړه » اچـــوي.  د شاه ولی خان هڅه په دې راڅرخیدله چې د کابل په مورچلونو کې د ژغورنې د لښکر مشــرتــوب « په خپل نوم سره ونوموي ، خو موږ [د ژغورنې د لښکر مشرانو]» ته دغه هڅه د منلو وړ نه وه ځکه چې د خپلواکۍ له جګړې نه یې زده کړه کړې وه ( د خپلواکۍ په جګړه کې محّمد نــادرخــان ځان د ټــل فاتـح اعلان کړی و): هغه مهال (۱۹۱۹زییز) د وزیرو او مسیدو لښکـر له انګـریزانو نه ۵۵ چوڼۍ او پوځي مرکزونه ونیول، خو د افغانستان حکومت د وزیرو او مسیدو  د یـوه مشر نوم هم «په خوله یاد نکړ…او د ټـل پوځي چوڼۍ  چې مجاهدینو ونیوله ، بیا یې سپـه سالار محّمـدنادر خان ته بـلـنه ورکړه چې په خپـل قـدم سره [ دې دغه فـتح شوې] چــوڼۍ په رسمي ډول فتح کړي». خوبیا د ټـل د فتح شوې چوڼۍ «فتح د محّمد نادر خان په نوم سره ونومول شـوه(مخونه ۲۹۱-۲۹۰). په پایـله کې اتـفاق په دې شو چې د لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیري جنګیالي دې په تنګي او محّمــداغـه کې د سقاویانو په مقابل کې وجنګیـږي. دلیــل یې دا و چې: د ده لـښکر د تیارسۍ په حالت کې و او د د نـورو لښکر په میلمستـونونو کې اړولي و. په  تنګي او محمداغه کې د سقاویانو پـه ضد د جګــړې لپــاره دوه زره تــنه وخــوځیـدل او نـور لښکر په زرغــون ښـار کې د زیـرمې پــه تــوګـــه پاتــي شــو
د ۱۳۰۸ لمریز د میـزان په یــولسمه نیټـه[۳، اکتوبر ۱۹۲۹] په تیاره سهار کې لښکر ته کومانـده ورکــړل شوه چې له درې خواو دې په محمّداغه کې په سقاویانو برید پیل کړي. په دغه جګړه کې بچه سقاو پخپله جنګـیده. کله چې د توپ یوه ګولۍ د هغه په جبه خانه او بله یې د هغه اس ته نږدې ولګیـدله ، په سقـاویانـو ماتې ګـډه شوه او د کابل په لوري وتښتیدل. د ژغـورنې لښکر په محّمداغه کې د غـلیم ټـول مورچلونه او درې سوه جنګي سړي ژوندي ونیول چې د اورګون د عسکري کلا  تسلــیم شــوی او پــه درنـاوي سره بـخښـل شــوی غـوڼـډ مــشر عـبدالغـیاث خان کــوهدامنی  هــم پکــې شامــل و. د ده په شـمــول نور ټول نیول شوي سړي زرغون ښار ته واستــول شول، خــــو دوهم ځل نیــول شــوی عبدالــغیاث خان کوهـدامنی  په  زرغــون ښار کې اعدام شو. د افغانستان د ژغــورنــې جنــګــیالي  د ۱۳۰۸ د میـزان  په ۱۲[۴، اکـتوبـر ۱۹۲۹]، د تـنګي واغـجان په بیا نــیــولو پسې لاړل. ماتې خــوړلي سقـاویــان ډیــر ژر وتــښتـیـدل، او لـیکوال جنرال وزیری د خپل لښکر ســره زرغـون ښـارته ستــون شــو. په هــمغــه ورځ( ۱۲میزان ۱۳۰۸)[۴ اکتوبر ۱۹۲۹] دولس بـجــو «نــنګــیــالی او غــیــرتي افــغــان» مـحّـمــد ګل مــــومــنــد ځــانــله زرغــــون ښـــار تــه راورســیـد او د ژغـــورنې د لـــښکــــر ســـره غـبــرګ شــو.
(۱۸) د کــابـل جګـــړه
داچې د سقاویانو روحیه ګړبیدلې وه، وروسته له جرګې په دوه بجو ټول لښکر له زرغون ښار نه د کابـل په لوري و خوځید. محّمدګل مومند موظف شو چې د احمدزیو کوچیانو او د رود د احمد زیو  سره دې د موسهي لـوګر له لارې د کابل په خوا وخوځیـږي او پاتی نور لښکر دې  د چاراسیاب له لارې کابـل ته ورنـنوځي. سردار شاه ولیحان د جرنیل(جنرال) غلام حیدرخان په کور کې دیره شو.  د ۱۳۰۸ د میزان په ۱۴[۶ اکتوبر ۱۹۲۹]، ولسي جنرال یارمحّمد وزیري د خپل لښکر سره د بچه سقاو په مقابل کې  د کابل په هسکو کې مورچلې ونیولې او په هغه ورځ یې د سقاویانو سره جګړه پیل کړه او په لــږ وخت کې یې څـلور مورچلې ورنه ونـیولې.  کرنیل شاه ولیخان په چهلستون کې «دربار غـوړولــی و، سـپاه سـالار صاحب محّمدنـادرخان د ځاځـیو په علیخیلو کې زما د جنګیالیـو د ماتې او بــري » خـبر ته ستـرګې په لار و(۳۰۴-۲۹۲ مخونه). کـرنیل شاه ولیخان مخکې له دې چې د ژغـورنې د لښکر مـورچـلـونو ته ورشي، د سقاوي سـور جرنـیل [جنرال] محّمد عمر خان سره یې لیـدلي وو. داچې  سور جنرال «څه ورته ویلی وو، د هغه څخه زه ناخبره وم». سردارشاه ولیخان چې له چهلستون نه د منګلو د مشر (ځلمی خان منګل)، د ځدراڼو  د مشر (زمرک خان ځدراڼ) او د ځاځیو د مشر (ملک جانخان)   په بـدرګه د لیکـوال جنرال وزیري د لیدنې لپاره په اس سپور ورغلی و، «مـا او زما ملګرو ته د مایوسۍ  او ناامیدۍ تلقیـن کاوه»(۳۰۷-۳۰۴ مخونه). جنرال یار محّمد خان وزیري ورته وویـل چې د ژغورنې د لښکر د مشرانو په پـریکړه به یـې خبر کړي
 پـریکړه داسې شــوه چې خپــل جنګیالي به «نــن شپــه» د ارګ هـر لوري ته رسوي. د کومانـدې په  مرکز کې پخپله جنرال وزیري او ملګري یې  انګور خان ، دلبازخان، شیرمحّمد خان، شیرخان تـڼـی، ښادیـن خیل دوړ، ملک ګل خان،  او ملک ډنډ خان ناست وو. د شپـې په نهه بجــو د کابل په لـــوري د بریـد ډولــونه ووهـل شول. د ژغــورنې لښکر د سهــار په اووه بجو د کابل ښار مــرکز ته ننوت،درې ګيـڼـټې وروسته ارګ ته ورسید، بچه سقاو یې هلته محاصره کړ، او له ارګ نه بهـر د سقـاو ټولې مورچلــې یې ړنګې کړې وې. د ۱۳۰۸ لمریز د میزان په ۱۸[۱۰ اکتوبر ۱۹۲۹]، سـردار شــاه ولی خان په اس سپــور د خــپلوځاځــيو او  ګردیــزیـو پیره دارانو او یو شمیر قومي مشـرانو ســره د کابـل ښار ته راورسید، او «موږ» ته یې د کابل د نیولو مبارکي راکړه، او دومره خـوښ و چې د ژغورنې د لښکر هر کوماندان او مشر به یې «په ږیـره او مخ بانـدې څو څو ځله ښکـولو.» یو چا ورته د ده دوه کلـن ځوي عـبدالـولي راوړ. د کابل ښار « ټــول مخــورین ټول په کــورونو کې وو او یو کس مو هم و نه لید چې موږ…ته د کابل د نیولو مبارکي ووایي.» خو د دې پـر ځــای، «یــواځـې» د کابــل غـریــبـو خلکو نارې وهلې چې: «زنده باد فاتحین کابل…زنده باد غـازی امان الله خان». د کرنیل شاه ولیخان په رارسیدلو سره «د کابل ښار مخـوریـن او سـرداران هـم د خپلــو کورونو څخــه راووتل او هـر یو شاه ولیخان ته د کابل د نیـولو مبارکي ویله او د تیـرې دورې څخــه یې خپــل شکایـتـونه وړانــدې کـول»(۳۰۶ تر۳۱۴)مخونه. د۱۳۰۸ د تلې په ۱۸[۱۰ اکتــوبر ۱۹۲۹]، سـردار شاه محمود خان د کابل له شـوربـازار نه پــه اس سپور د کابل د سیند په غــاړه د ژغـورنې د لښکر ساحې ته راورسید. «تـر حده زیات وارخطا و» او لیکوال جنرال ته یې وویل چې: «حالات ډیر خطر ناک دي. پردل سپه سالار د شپـږزره جنګي افرادو سره د خیرخانې د کـوتـل څخـه هـجـوم راوړی دی[او]د هغه په تعـقـیب نـور مسلح افـراد هـم د شمالي څـخه راروان دي….» جـنرال یارمحمّد خان وزیري ورغبرګه کړه چې: «جرنیل[جنرال] صاحب! غم او فکـر مه کـوه!» بچه سـقـاو د ژغـورنې د لښکر له خـوا په ارګ کې محاصره شـوی دی، او دهغــه دوه تــکړه جنرالان (پیـردل خان اوسور جرنیل [جنرال] ناصري) د ژغورنې د لښکر له خوا ځغلول شوي دي. جنرال وزیري، انګـور خان، بجان خان،عبدالله خان د ملک ډڼډ خان ورور، او شیر محّمد خان «دلښکر په مخکـې روان شـوو.» د ژغــورنې لښکـر د ده افغـانـان له لارې د کـلـوله پشــتې «پـه طرف د پـیــردل مـقابـلې تــه وخـوځــیـدو» او په بي بي مهــرو کې د پــیردل خان د سقــاوي لښکر ســره پــه جــګــړه اخــتـه شــــو. سقاوی سپه سالار پیردل خان له درې ګيڼــټې جګــړې وروسته د ژغــورنې د لښکر له خـوا ووژل شــو او پاتــي لښکر یې هرې خوا ته وتښتید. غالبو جنګیالیو، ماتې خوړلی سقاوي لښکر د قلعه حسیـن کــوټ او قــلعه مرادبـیګ پـورې دومره وځغـلاوه چې د خلکو کورونو ته یې پناه ویـوړه. د هغــې سیمې «پـاک لمنـو میـرمنو د جنګي فراریانو د امن او شفاعـت لپاره قرآنـونه  په لاسونو کې نیولي وو. د هغه افغاني بیبیانو په لیدلو سره ما خـپل جنګـیالي واپس د کابل په لـوري راروان کــړل». پــه کابل کې ارګ همغــه شان د محاصــرې لانــدې و
 ولسي  جنرال یارمحّمد خان وزیري  تـه محّمد ګل خان مومند ، زمرک خان ځدراڼ، عـبدالغـني خـان ګردیـزی، مـولـوي الله نـوازخـان، شـاه محمود خان او شاه ولیخان د مبارکۍ لپاره راغـلل.« د ټولو څخه لومړی محّـمــدګل مـومـنــد چې د ډیـر حساس فکـر خاونـد و» او زمـرک خان ځـدراڼ( د غــیـرتي ببـرک خان ځدراڼ ځوی) د جنرال  یار محمّد خان وزیري نظر ومانه چې زر تـر زره دې پــه ارګ بـریــد وشي، مخکې له دې چې له کندهار، مشرقي ، جنوبي او شمالي نه سقاوي لښکــرې کابل تـه راورسیـږي او دوی د ناکامۍ سره مخامخ کړي. ورپسې نورو ټولو ومنله چې د ۱۳۰۸ لمــریز د تـلې (میزان) پـه شلمه[۱۲ اکتوبر ۱۹۲۹] دې سهار وختي د ارګ عــملیات پـیل شــي. شاه محمود خان او شاه ولیخان په «ظاهره څه اظهار نه کاوه» ځکه چې د کورنۍ غړي یې په ارګ کې بندیان وو. د پریکړې سره سـم  په ارګ باندې  د توپـونو برید وشو او له غـولي نه یې د اور لمبې او لـوګي جګ شول. ولولئ مخونه ۳۱۵ تر ۳۲۲.
(۱۹) د حضرت اغـاګـل مجـد دي په مشرۍ د بچه سقـاو د سـولې هـیئت
حـضرت اغــاګل مجددي چې د حضرت نورالمشایخ مجددي ورور و، بچه سقاو ته به یې« سلا او مشــورې ورکـولې». حضرت نورالمشایخ «ځانته سلطنت او پادشاهي غوښته او پر ځان باندې يې غــلجي ټبــرونــه راټــول کــړي وو»( ۳۴۳ مخ).  پـه ارګ باندې له برید نه څو ګيڼـټې وړاندې، د ۱۳۰۸لمریز د تلې د نولسمې[۱۱ اکتوبر ۱۹۲۹] د شپې نهه بجې وې چې حضرت اغاګل مجددي د دوه نـورو ملایانو او حکمران  سردار علیشاه خان سره یو ځای، د بچه سقاو او دهغه د خیلخانې د امن د غــوښتلـو په شفاهي هـیله د ژغورنې د لښکر مورچلونو ته له ارګ څخه په مـوټـر کـې چې سپـیــن بیرغ ورباندې رپـانده و راغـلل. مشرانو خپلمنځه جـرګه وکړه چې وزیـر محّمدګل مـومنـد، ســردار شاه ولی خان، او سردار شاه محمود خان هم پکې برخه لرله. لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیري  خپله پریکړه حضرت اغاګل مجددي او د هغه ملګرو ته په ډاګه کړه چې «د ملت قاتل» بچه سقاو ته د امن او یا په  امـن د فــرار اجازه نـشي ورکولی. پریکړه دا وه چې د بچه سقاو نه به «قدرت په زور اخلو او هلته په ارګ کې به یې لاس تړلی نیسو….» سردار شاه ولی خان  «فــوراً د څو کلمو ویـلو اجازه» وغــوښته او پــه « ډیــره عاجــزانه وینا سره یې موږ ته »  داسې وویل چې: لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیري «هغه څه وویل چې زموږ ټولو مشرانو د واحد زړه او فکر خبرې وې. اوس به موږ د حبیب الله سره په څه توګه جنګ وکړو. هغه[حبیب الله بچه سقاو] په ارګ ګې دی او زموږ د کورنۍ نارینه او ښځینه غــړي …یــې په ارګ کې یــرغمل کــړي دي. زموږ د لــوري په حبیب الله باندې فــشار، زموږ د کورنۍ د غــړو ژونــد په خطر کې اچــوي. ولې بیا هم د وطن د نجات په هیله تاسو د قوم مشرانو چې هــرڅه پــریکړه وکړه په هغه باندې زما او د شـاه محمـود موافـقه ده.» لیکوال جـنرال وزیری وایــي چې دواړه سـرداران وروڼــه «پــریـشانـه او ماڼـیجن ښکــاریــده».
محّمدګل مومند چې یو «حکومتي او قـومي  هوښیار او ځیرک  شخصیت و او د جـرګې چاپیـریال یې ډیـر ښه څاره»، ټولو مشرانو ته وړاندیـز وکړ چې د حبیب الله د امن پریکړه دې دوه سردارانو وروڼـو (شاه ولی خان او شاه محمود خان) ته وسپـارله شي په دې دلیل چې د دوی ناموس د حبیب الله له خـوا یرغـمل شوی دی. محّمـد ګل مومـند چې د نامــوس او پـت خبرې ته ګوته ونیوله، ټولو مشـرانـو د هغــه وړانـد یــز ومانــه. سـردار شاه ولـیخان بـچه سـقاو تـه داسې ولیکل: «حبـیب الله وروره! ته د افــغانستان د حکــومت غـاصب یې او د افغانستان مظلوم ملت دې ټـوکر ټـوکر کړی دی، اوس تـه امـن غــواړې.  زمـوږ له لــوري څخه تــاتـه امـن دی او د خـپل ال و عـیال سره [د ارګ] د شمالي  دروازې له لارې نه کـوهدامــن ته ولاړ شه، په بیت المال او جبه خانه باندې لاس مــه وهــه». د شـپې لس بجې وې چه دغـه لیک حضرت اغـاګل مجددي او دوه ملایانو ته وسپارل شــو، خو د ژغـورنې د لښکـر د مشرانو جـرګې  سردار عا لیشاه خان د ځان سره وساته.  دا هغه  نمک حرام سردار و چې  په کند هار کې د والي  په حیث یې د هیواد د نجات په اتلانو د کندهار زندانونه ډک کړي وو. د کرنیل پایو خان ساه  په زندان کې وختله. په هغه شپه حضرت اغــا ګل مجــددي د خـپلو دوه ملګرو سره په خپل موټر کې  سپور شو او د ارګ په خوایې حرکت وکړ. څه کم یوه ګيڼټه وروسته د جرګې مشران خبر شول چې بچه سقاو د ارګ د شمالي  دروازې له لارې «فرار کړی دی. د دې خبر اوریدلو موږ ټول حیران او په سخته اندیښنه کې  واچولو….د شپـې په یولس بجـو ارګ ته د خپلو جنګیالــیو  سـره  داخل شوو.» او هلته «مو د چور او چپاول د مخنــیوي لپاره پیــرې او ګزمې مقرر کړې او په هغه تیاره شپه مو د حبیب الله د بندیخانې  څخه د ســپه سالار محّمد نادرخان، شاه ولی خان، شاه محمود خان، سر دار اسد الله خان،د  سردار علیشاه خان دکورنۍ غړي او د اعلیحضرت امان الله خان ورور راوویستل». پــه کابل کې به د ژغــورنې جنګیالیــو پــیرې او ګــزمې کــولې او مشــران بــه هــم په ګــزمـــو او پیــرو ګـرځیدل.  تر دغــه مهاله  محّمـد نادرخان په ځاځــیـو کې و، امان الله خـان له هــیواد نـه بهــر و او هیــواد ته بـیــرتــه راتــګ یـې زر نـاشـونـي و. خــو محــّمد نـادرخان د ژغـــورنې د جنــګــیالــیو د مشــرانــو ســره قــرآن مجــیــد لاسلــیک کـړی و چــې د بــري پــه صــورت کې بــه د«اعـلیحضرت غازي امان الله خــان یا د سراج دکــورنۍ کــوم بل غـړي ته تاج و تخـت سپاري»،  مخونه: ۳۲۴ تر ۳۲۹
(۲۰) سیـــاســي لــوبــــــه
 د ارګ له نـیولـو نه درې ورځې وروسته، محّــمد نــادرخان کابل تـه راغئ او د ژغورنې د لښکر هـر مشر یې پـه غــیـږ کې داسې «ټــینګ نیـوه» لکه د بیت الله حاجي چې «حجـر اسـود پــه غـیـږ کې نـیسي». هغــه د کابل د نیولو څلورمه شپه په  چهلستون ماڼۍ  کې تیره کړه. د ۱۳۰۷ لمریز د تــلـې(میزان) په ۲۳[۱۵ اکتوبــر ۱۹۲۹] «مــوږ قـومي مشران» او محّمدنادرخان له چهـلستــون
جنرال یار محّمد وزیري ته د محّمد نادر شاه له خوا  په کندهار کې د کور اوزمکې فرمان ۱۳۰۸/ فبروری ۱۹۳۰
جنرال یار محّمد وزیري ته د محّمد نادر شاه له خوا په کندهار کې د کور اوزمکې فرمان ۱۳۰۸/ فبروری ۱۹۳۰
نــه د ارګ سلامخــانې ته ورسـیدلو. هلته د کابــل مخـور او سـرداران د سپه سالارمحمد مادرخان  هـرکلي تــه راغلي وو او د سفـارتـونو «یوشمیر غړي»هم لیدل کیدل. محّمدنادرخان حاضرینو ته په خپــله« لڼډه وینا» کې «خپل زحمتونه اوتـلاشونه بیـان کړل، د وطن د نجات ټـولې کارنامې يې په ځان او خــپلو وروڼــو پورې وتــړلې ….ولــې زموږ د خدمتونو او هڅو یې لـږ شانـته یادونه ونــه کړه…اود اعلیحـضرت غازي امان الله خان د بیا راوستو تـش وړاندیـز یې وکړ.» سم د لاسه د کابل « د مال او مقام وږو او تږو چاپلوسو افـرادو»  او «یوشمیـر»قـومي مشرانـواو د امان الله خان ورور( ســردار امـیـن جان[د نـادرخان خوری])، نادرخان ته بیعت وکړ.خو د وزیـرو، مسیدو، دوړو، ځدراڼو او تڼیـو مشران غــلي پاتي شـول او له دې لارې یې نـادرخان پـوه کړ چې دوی ناراض دي. دغه مشران د غوڼډې پــه پــای سره له ارګ نه ووتل او په ښار کې یې خپلو مورچلونو ته ځانـونه ورسول. په سبا ورځ دوی  پــه جــرګـه وو، پــه پکــتیــا کې د ځــنګلـونو رئیس او د امـان الله خان کـلک پلـوي فـقیـر مـحّمد مـومـند، جـنـرال وزیري تــه وویـل:«یارمحّمـد خانـه! ما په ګــل غــوڼــډۍ کې ستـا تــرغـوږ رسـولې وه چې محّمـد نــادرخان دې تیــر نــه باسي، دتـیرې ورځې بـیعت ښـه سیاسي لـوبـه وه.» جـنرال یار محّمد خان وزیري ورغبـرګه کړه:« اوس هم د کابل اداره زما په لاس کې ده …هغــه شخص چې تا ســو د سلطنت د معـین  په توګه په ګل غوڼډۍ کې راته په ګوته کړی و، تا ولید چې هغه ډارن لومړی فـرد و چې د محّمد نادر خان سره یې بیعت وکــړ. ما د هغه د خانــدان او د هغــه د ورور په خــاطر دا ټــولې وینې وبهـولې ، اوس به هم د وینو ویـالې جاري کـړم ولې کاشکې د خپـلواکۍ محصل را لـره نژدې وای.» د مشرانو د دغې غوڼډې راپـور کوم چا محّمــدنـــادرخان تــه رسولـی و. په سبا (۲۵میزان ۱۳۰۸) [۱۷ اکتوبر ۱۹۲۹]شاه محمودخان او محّمدګل خان مومند د وزیرو او مسیدو مشرانو ته ورغلل چې احوال یې واخلي او د محّمدنادرخان  «هیلـه» ورته ورسوي چې «نن ورځ [به]په ځانګـړې توګـه ستاسو سـره وګـوري». لیکــوال جنـرال یـارمحّمـد خان وزیری دغه بلنه ومنله او د شاه محمو خان او محّمدګل خان مومند سره یـوځای د ســردار فتــح خان کورته ورغــلل چې محّمدنادرخان پکې دیــره و
په دغه کور او لارو کې د ګــردیــزیــانو، ځاځـیـو او موسـی خیلــو د ســړیـو پــیــرې او ګـزمې وې. کــورتــه په ننــوتــلوسـره، محّمدنادرخان یې روغـبـړ تـه ور ووت، او داسې یې ورته وویل چې: «دافغانستان ملت او زه شخصا ستاسو قهـرمانانو مـدیـون یم. د وطن د نجات په لارکې ستاسو هریو خدمت به انشالله په دنــیا او دیــن کې ضایع نــه شي….زه نــن هـم په هغه عهد او پیمان ولاړیم چې موږ او تاسو په ځاځیــو کې وربانــدې دُعا کــړې وه.» له دې ویــنا نه وروستـه، الله نــوازخان، ځلمی خان منګل، عبدالغــني خان ګــردیزی او محّمد ګل خان [مومند] هم څه یادونې وکړې.» ورپسې لیکــوال جــنرال یار محّــمـد خا ن وزیــري  د وزیــرو او مسیـدو «د ټـولـو مشرانـو» په استازیتوب د امان الله خان بیا راوستلو ته ګوته ونیوله: «سپه سالار [محّمد نادرخان] صاحب! د الله په نصرت او د قـومي مشرانو پــه همت او میـړانــه کابل فتح شو، د حبیب الله [بچه سقاو] شر او فساد د هیواد د یـوې برخې څخه ټـول شــوی دی؛ په کنـدهار، مشـرقي اوشمالي کـې  اوس هـم دهغه پـلویـان فعال دي او بهانې لـټـوي. اوس مـوږ ټــولــو تــه پــه کار ده چې [د ځاځیو] د علی خــیلو په پیــمان بانــدې عمل وکـړو چې د نــورو ویــنــو تویــولـو جـلوګــیري پـه هــمدې کار ســره وشــي.» محّـمد نـادرخان ورغــبرګه کــړه: «….نـن زه[دځاځیو] دعلی خیلو پـر هغه عهد او پیمان ولاړ یـم…پــه وطــن کې د ارامۍ او امنــیت راوستــلو وروستـه ستاســو عـزیزانو هــره فـیصله زمـوږ د وروڼــو فــیصله ده….انـشا لله وتعـالی چې درست کــارونه بــه قـدم په قــدم درســت شي. د اعلیحضرت امــان الله خان ســره بــه مــوږ پـه تماس کې شـو چې خــپل وطـن تــه راستـون شي او دا کـار څـه وخت غــواړي.» ولولئ  مخــونه: ۳۳۰تر ۳۳۶
(۲۱) د قـومونـو تر منځ د روغې جـوړې جـرګـه
کــله چـې د وزیـرو او مسیدو په میـړانه د حبـیب الله بچه سقاو او د هغه د پلویانو له لوري خطرې شـڼـډې شوې، محّمد نادرخان هڅه وکړه چې د وزیرو او مسیدو او نورو قـومونو په منځ کې روغه او جـوړه رامـنځـته شي‎ او له دې لارې د هغوی تر منځ جګړې او سیالۍ تم شي. د   ۱۳۴۸هجري سپــوږمیـز د شعبان په میاشت [جنوري ۱۹۳۰ زییز]کې د حضرت نورالمشایخ
له شاه جوی څخه کابل ته د جنرال  یارمحّمد خان وزیري د کډې کولو فرمان 
له شاه جوی څخه کابل ته د جنرال یارمحّمد خان وزیري د کډې کولو فرمان

مجددی په ریاست د ارګ په سلام خانـه کې جــرګه راوبلــل شوه چې لاندینـیو اشخاصو پکې ګډون کړی و: حضرت نـورالمشایخ مجددی، محّمدنــادرخان، محّمــد هاشــم خان، شاه محــمود خان،  د وزیرو او مسیـدو دقـومــونو ۹۷ مشــرانو ،او د پکـتیا ولایت ۳۳ تنه مشرانو(علی خیـلو،ســلیمان خــیلو او انــدړو). ولــولئ   ۳۳۹ تــر ۳۴۲ مخـــونــه.
(۲۲) انګـریـزانو د مغـلګۍ په تـاڼـه بـرید را وپـاراوه
انګــریزانو پــه امـان الله خان پسې حبیب الله (بچه سقاو)، سید حسین او ملک محسن راوپارول او دهــغه واکمني یــې رانسکــوره کــړه(فبروري- اکتوبر ۱۹۲۹). په دغه لار کې یې د نورالمشایخ حضرت مجددي کورنۍ هم استعمال کړه. د  غـلواکۍ (سقـاوۍ) له منځه وړلو وروسته، انګریزانو پـه افــغانستان کې په نوي نظام پسې شــرارت راولاړ کړ: د امـان الله خان د ورور  په نــوم یـې بغــاوت راپــورته کړ، په دې پلمه چې بیـرته امان الله خان قدرت ته رســوي. د صــدراعظــم [لومړی وزیر: ۱۹۵۳-۱۹۴۵] ســردار  شاه محمود خان  په مهال، د افغانستان په پــولــو کې د مغــلګــۍ په تاڼــــه بریــد وشو. جنرال یارمحّمد خان وزیري د وزیرو او مسیدو جرګې ته وویل: کله چې امان الله خان شخصاَ وزیرستان ته راشي او د افغانستان د واکمنۍ دعــوه وکــړي، نــو بیـا پـه وزیــرو، مسیــدو او «پـر ما بانــدې لازمي ده» چې د هغه سره ملاتړ وکــړو. «اوس چې نه غــازي امان الله خان حاضر دی او نه یې د لیک په ذریعه د سلطنت د ګټلو لپاره مرسته او امداد غــوښتی د‎ی، زموږ هر حرکت د قوم تباهي او بربادي ده….[ د امان الله خان ورور]هـمدا ســر دار امــیــن جان و چې  د خــپــل ورور [امـان الله خـان] پـه مخالفت یې د محّمد نــادرخان ســره بیــعــت وکــړ». ولولئ:  ۳۴۹-۳۴۶ مخــونه
 پـایـلـه
محّمدنـادر خان په یوه وینا کې ویلۍ وو: د کور جوړول په دې نه کیـږي چې د کور د بیخ په ځای دې د کور لوړ پـوړ لومړی جوړ شي: «امان الله خان هـڅـه وکړه چې د خـلکـو ذهـن د هغـوی د خـولـیـو  د بدلولو له لارې واړوي.» یعنـې

You can not build a nation anymore than you can build a house by starting at top.. Amnullah tried to change the house by starting at top. Amanullah tried to change the minds of people by changing their hats
د نادرشاه بهرنئ سیاست په ناپـیـیلتوب ولاړ و. د دغه ډول سیاست ګټه دا وه چې افغانستان د کوم بل هیواد ګوډاګی نه دی. خو برتانیې د نادرخان حکومت ته په ۱۹۳۱ کې لس زره ټوپکونه، پینځه ملیون کالتوس، او نږدې یوسل اتیا زره پوڼـډه د مرستې په ډول ورکړل. مخکې له دې چې قدرت ته ورسیـږي، نادر خان د ریچارډ مکونکي سره لیدلي و چې پخوا په کابل کې د برتانیې  پـه سفارت کې قـونسل و او بیا د پښتونخـوا په کـُـرم ایجنسي کې د برتانیې سیاسي ایجنټ و. له دې امله ځینې خلک په دې عـقیده ووچې برتانویانو نادرخان ته امتیاز ورکړی و چې په خپل هیواد کې واکمن شي. خو نادرخان د دغه شک په مقابل کې داسې استد لال کاوه چې د ذکرشوو برتانوي مرستو سره شرایط نه دي تړل شوي او دغه ډول مرستې د امان الله خان سره هم شوې وې.
عـبدالغـفار خان (۱۹۸۸-۱۸۹۰) مشهور په «باچا خـان» او «فـخرافغان» په خپل ۷۸۸ مخیـز ژوند لیک کې د خپل پرځنګ (مبارزې) تنسته غـځولې ده. باچاخان په خټه محّمدزی پښتون/افغان وـ هغـسې محّمدزی چې افغاني (پښتو) پرې ګرانه وه! په ۱۹۲۰ کې  یې په کابل کې د امان الله خان سره ولیدل. « ډیرې خبرې مې ورسره وشوې، په خبرو خبرو کې» یې امان الله خان ته داسې وویل:« تا له ترکي درځي، فـارسي درځي او نورې ژبې هم درځي،خو خپله ژبه [پښتو] نه درځي». وعده یې ورسره وکړه چې زده کوي به یې.
 باچاخان خبر شو چې امان الله خان افغانستان پریښی او کویټې ته رسیدلی و. هڅه یې وکړه چې لیدنې ته یې کویټې ته ورشي، خو انګریزانو له نیمایې لارې نه ستون کړ او بیرته پښاورته راغی. بیا ډهلي او له هغه ځایه بمبۍ ته لاړ او هلته یې د امان الله خان سره ولیدل. «هلته یې ماسره پښتو کې خبـرې وکړې.» باچاخان د امان الله خان سره «افـغانستان ته د بیرته تــلــلو خبره وکړه، لیکـن هغه د افـغانستان نه مایـوسه شوی و…او د پښتـنو نه ډیـر مـوړ معــلومیده». باچا خان د سـقاوي ګډوډۍ په مهال، د افغانستان لپاره په پښتونخوا کې چـانــده یانې بسـپنه ( طبي مواد او نغـدې پیسې) راټــولې کــړې وې.  لـه امان الله خان نه یــې په بمبۍ کې د ملاقات په مهال  پوښتنه کړې وه چــې دغــه« حساب» (بسپنه) چا ته وروسپاري؟ «نـو پــه جواب کې ده راتــه ووې چې تاســو یـې نــادرخان ته ورکـړئ او د نــادر خان امــداد وکــړئ[.] ملاقات ختم شو ، په ډیر خـفګان ســره مونږ د یو بل نــه جــدا شــو.»
باچا خان پیښور ته راستون شو او بله ورځ خبر شو چې محمدنادر خان هم د خپلو وروڼو سره پیښورته راغلی و. با چا خان او دهغه مشر ورور ډاکتر خانصیـب  د نـادر خان لیدلــو ته ورغـلل.  باچا خان په نادرخان شکمن شوی و چې نادر خان به د خپل هغه خوریي لپاره سلطنت ګټي چې [د سردار امین جان په نوم] دحبیب الله خان ځوی و. خو نادر خان پخپله باچاخان ته وویل:«ته به هم ژوندی یې او زه به هم ژوندی یم، که چیرې ما هغه بادشاه کـړ یا پخپله بادشاه شوم، نو ته راشه او مخ راله تورکړه او راته ووایه چې نادرشاه خپله وعده دې پوره نه کړه.».څو ورځې وروسته، هاشم خان  جلال اباد ته وخوځید او نا درخان او شاه ولیخان ځاځیو ته، او نادرخان له باچاخان نه «وعده واخیستله» چې سبا دې په ټل کې د نادرخان سره وویني. باچاخان سبا ټـل ته رسیـږي ، خو نادرخان« په مخه تللی و.» حکیم نومې یو سړی یې په موټـر کې ولید چې د نــادرخان د لیــدلو لپاره ځاځیو ته روان و. باچاخان ورته د نادرخان په نوم یــو لیک ورکــړ: « اوله وعده خو دې پوره نه کړی شوه، نو د بلې وعـدې به دې څه حال وي؟».
باچاخان چې له بمبۍ نه  پښتونخوا ته راستون شو، انجمن هلال احمـر (د ســرې میاشتې ټولنې) ته یې راپـور ورکړ. ډیـر خلکو چې نه یــې غــوښتل د نـادرخان سره مرسته وکــړي،  خپله چانده یې بیـرته واخیستله. «بیا هم موږ نادرخان لـه پنځــوس زره نغــدې روپـۍ او هغـه ټــول سامان …ورولیـږه.» باچاخان کاږي چې «د نادرخان تـار ما له راغی چې کابل فتح شو او چې خلک خبر شو چې کابل فتح شو نو یوقسم خوشحالي په خلکو راغله چې بــیان یـې کولی نــه شـم.» خو کله چې نادر خان خپله پاچاهي اعلان کړه، «په دې خبره باندې مونـږ ډیر  حیران شـو، ولې چې داسې کاریې وکړ چې زمونږ په خواب او خیال کې نه و، ځکه هغه خو» د بـاچـاخان عبدالغفار خان سره په پـیـښور کـې وعـده کړې وه چې پخپله به دی نه پاچا کیـږي.
 ولولئ: عبدالغفارخان (باچا خان)، زمـا ژونـد او جـد وجـهد. خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني، چاپځی: دانش خپرندوی ټولنه- پیښـور،هجري۱۳۸۷لمریز=۲۰۰۸ زییز، مخونه: ۳۳۹تر۳۵۴
 کـه انګــریــزانو خپلې ملي ګټــې پـه افغانستان کې د محّمد نــادرخان پــه واکمنۍ کې لــيدلې، شوروي روسیې/شوروي اتحاد خپلې ملي ګټې په افغانستان کې د امان الله خان پـه واکمنۍ کې لیدلې. په هغـو شرایطو کې  افغانستان د دواړو ځامنو کفایتونو ته اړتیا لـرله. که د غلواکۍ په مهال محّمد نادر خان  او وروڼه یې نه وای، چا به د «خادم دین رسول الله»( بچه سقـو) ځای نیولې وای؟ د دواړو(امان الله خان او محّمد نادرخان) په ګډ کار سره به افغانستان ډېـر پر مخ تللی وای!
پـه پــای کې له منلي فــدامحـّمـد نـومیـر او له ځوان غـرزي نـومیـر نه د زړه لـه کـومي منـنـه کـوم: فـدامحّمد راته شواهـد راوسپارل او ټایپې تیر وتنې  یې راته وښودلې! ځوان غـرزي په ګړندي ډول زما کمپیـوټـري مشکلات حل کړل. ټیم خو دیته وایي! 
ځیـرکیار ۲۷ جنوري ۲۰۱۶

- Dr. zirakyar
بېرته شاته