(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډګر جنرال غازی بسم الله خان وردګ...

[30.Mar.2016 - 18:25]

بسم الله الرحمن الرحيم 

د ډګر جنرال غازی بسم الله خان وردگ لنډه پیژندنه 
ترتیب کوونکی: د ډګر جنرال غازی بسم الله خان وردګ ګلتوری بنسټ ! ۱۳۹۵/۰۱/۱
نعمت الله پټانزی۰
 
په ازادۍ او خپلواکۍ مينو ولسونو - درنو هیوادوالو!
د دی لرغونی هیواد زړورو ،ميړنيو ولسونو او نومياليو غازيانو له روسی ښکيلاک څخه په ډير شجاعت همت او ملي قوت سره ملي خپلواکي او ازادي وګټله ،ټولو هیوادوالو اوپه ځانګړی توګه د وردگو اتلو ،زړورو او ميړنيو ولسونو د افغانستان د تاريخ په دغه ستری بريا کی لویه ونډه درلوده. 
د تاريخ په اوږدو کی د خپلواکۍ په ګټلو کی ټولو افغانانو په ځانګړی توګه د وردګو اتلو ولسونو د خپلی اسلامي ،ملي ،جذبی او پاکو احساساتو له مخی په ډيره وطن دوستۍ او هیواد پالنی سره رغنده او نه هيريدونکی مبارزه کړی ده.                                            
په نړی کښی هر ملت د خپلی خپلواکۍ د لاری توریالی - قهرمانان او نومیالی مشران په درنښت سره يادوى او فخر پری کوى. د غازی بسم الله خان وردگ نوم په افغانستان کی د
افغانستان د اردو او د روسانو پر وړاندی د افغانانو د سپیڅلی جگړی سره نه شليدونکی مهم تړاو لري چی د هیواد د خپلواکی د گټلو په پړاونو کی يی مهم او تاريخ جوړونکی رول درلود.    
غازی بسم الله خان وردگ د ملک پادشاه خان وردگ زوی په ۱۳۰۳ هجری لمریز کال کی د وردگو ولایت د شنیز دری د پټان خیلو د کلی په یوه درنه او منوره کورنی کی سترگی غوړولی دی.
د غازی بسم الله خان وردګ تره عزت ماب مرحوم وزیر غلام محمد خان وردګ هم د هیواد په تاریخ کی ځلیدلی ځای لری او د هیواد راتلونکی نسلونه د نوموړی په کارنامو ویاړی.                              
    
وزیر غلام محمد خان وردګ د افغانستان په لومړی کابینه کی د هیواد په تاریخ کی د وردګو ولایت لومړنی شخصیت وو چی د هیواد د نورو درنو مشرانو تر څنګ د وزیر په توګه د وطن د خدمت جوګه ګرزیدلی دی.                                                                                                                    
د افغانستان د ازادی ستوری ع. ج وزیر غلام محمد خان وردګ د هیواد په جنوبی سیمو کی د اعلی حکمران او تنظیمه ریس – دبهرنیو چارو مرستیال وزیر او د غازی امان الله خان په کابینه کی د کورنیو چارو وزیراو سوداګری د وزیر په توګه دنده تر سره کړی او همدا راز د هیواد د ازادی د غورځنګ د مشرانو په قطار کی لوړ حیثیت لری چی د نوموړی د سیاسی ذکاوت او نبوغ په نتیجه کی د سولی او خپلواکی بی شمیره ګټوری سیاسی معاهدی او تړونونه د هیواد او ولس په ګټه لاسیک شوی دی. 
د یادولو وړ ده چی مرحوم وزیر غلام محمد خان وردګ د دینی او اسلامی علومو- اقتصاد او تجارت په برخه کی زیات شمیر هیوادوالو ته روزینز پروګرامونه په لار اچولی وو او په دی لاره کی یی ډیر تکلیفونه وګالل او زیات شمیر شاګردان یی وروزل چی د افغانستان د اقتصاد پلار مرحوم عبدالمجید خان زابلی هم د وزیرغلام محمد خان د خاصو با استعداده شاګردانو له جملی څخه وو.                                        
کله چی په هیواد کی د بهرنیو استخباراتی کړیو په لمسونه د ملا عبدالله مشهور په (ملای لنګ یا ګوډ ملا ) او ورسته د سقاو د بچی په تحریک او هڅونه د افغانیت او اسلامیت له اصلو څخه په ناوړه ګټه پورته کولو او استفادی سره په پکتیا – لوګر – غزنی او وردګو کی یو شمیر بغاوتونه د غازی امان الله خان او د هیواد د خپلواکی د بدنامولو په موخه را منځ ته شول.                                                                                
د دی بغاوتونو د سرکوبولو او له منځه وړلو په موخه اعلحضرت غازی امان الله خان د یو شمیر باتورو مشرانو په مرسته خپلی هلی ځلی پیل کړی. چی په لاندی ترتیب سره یی بغاوتونه محوه کړل:                 
۱- د پکتیا بغاوتونه د حربیه وزیر ښاغلی علی احمد خان په مشری او غازی میر زمان خان کنړی په مرسته سرکوب شول او ملای لنګ د ۲۶ نورو یاغیانو سره یو ځای ونیول شو.                    
     
۲- وزیر غلام محمد خان وردګ د دولتی قواو په مرسته د غزنی ولایت تصفیه او بغاوتونه سرکوب او نابود کړل.                                                                                              
     
۳- د حربیه وزارت د مرستیال عبدالعزیز خان په مشری د وردګو د شیخ اباد په سیمه حمله وشوه او بغاوت سرکوب کړای شو.همدا راز غلام نبی خان څرخی د دولتی قواو په مرسته لوګر تصفیه او بغاوتونه سرکوب کړل.                                                                                                                               
د وزیر غلام محمد خان وردګ مشر زوی معین شیردل خان وردګ هم د افغانستان په کابینه کی د سوداګری د مرستیال وزیر په توګه او څه موده د سرپرست وزیر په توګه په خپل وخت کی بی شمیره لاس ته راوړنی درلودی .                                                                                                               
د نوموړی دوهم زوی وکیل علی حیدر خان وردګ د افغانستان په ملی شوری کی د سید آباد او جغتو حوزی د ریښتینی استازی په توګه خپل ملی رسالت سرته رسولی دی.                                                               
غازی بسم الله خان وردګ څلور وروڼه درلودل :                                                                                   
۱- قومی مشر ملک سلطان جان وردګ ۲- .قومی مشر محمد ایوب خان وردګ ۳- وکیل عبد الله خان وردګ ۴- قومی مشر الحاج ملک درانی وردګ.                                                              
( وکیل عبد الله خان وردګ د افغانستان په ملی شوری کی د سید آباد او جغتو حوزو استازی- د صدارت عظمی د مخصوص قلم لوی مدیر او همدارنګه د وزیرانو شوری د دارالانشا ریس او د هیواد په بیلا بیلو برخو کی د اعلی حکمران او سیمیز مشر په توګه په صداقت او وفاداری سره د پام وړ خدمتونه تر سره کړی دی).                                                                                 

غازی بسم الله خان وردګ د اردو په دوره کی:                                                                         
غازی بسم الله خان وردگ خپلی لومړنی زدکړی د نظامی احضاریه مکتب نه پیل او په ۱۳۲۵هجری لمریز کال کی د حربی پوهنتون د پلی پوهنځی څخه په لومړی درجه فارغ شو او په دی ترتیب سره یی د اردو سپیڅلو لیکو ته لاره ومونده. غازی بسم الله خان خپله لومړنی دنده د ۱۳۲۵ کال د زمری د میاشتی په ۲۵ نیټه د شاهی ګارډ د ۶ ټولی د قوماندان په توګه پیل کړه.                                                                 
غازی بسم الله خان وردگ ۳۵ کاله د هیواد د اردو په بیلابیلو مهمو نظامی جزوتامونو کی دندی او نه ستړی کیدونکی هلی ځلی ترسره کړی چی – د افغانستان شاهی ګارډ- اتمه فرقه – دولسمه فرقه - هوایی قول اردو - د پکتیا ۱۸ نمبر نظامی قطعه – د اومی پلی فرقی ۴۵ نظامی قطعه - د کنړونو د اسمار مستقله نظامی قطعه- د کمکی خیبر۶۶ نمبر نظامی قطعه - د پکتیا قول اردو او داسی نور د نوموړی د برجسته او صادقانه خدمتونو مصداق دی.                                                                                             
غازی بسم الله خان وردګ د اردو په تاریخ کی د لومړی ځل لپاره په ۱۳۴۳ هجری لمریز کال کی د اردو د عصری سیسټم د ښوونی او روزنی د تکمیل د عالی کورس د تهداب ډبره کیښوده چی هغه موده په سیمه کی يواځی ترکیه له دی سیسټم څخه برخمنه وو.                                                                                  
غازی بسم الله خان د نظامی مسولیتونو سره سره د شهید محمد داود خان او اعلحضرت محمد ظاهر شاه له لوری د یو شمیر شاهی فرمانونو له مخی د یو شمیر منازعاتو او شخړو د حل په موخه څو څو ځله د هیواد مختلفو برخو ته سفرونه لرل چی د نوموړی هلو ځلو او کوښښونو د وطن د ملی وحدت او ثبات په برخه کی ګټوری اغیزی درلودی.                                                                                                            
په هيواد او خپلواکۍ مين دغه ستر شخصيت د هغو لږو کسانو په ډله کی وو چی د ژوند تر پايه د شهید محمد داود خان او د هيواد د پرمختگ د پاره د هغی آرمانونو ته وفاداره پاتی شو.                                          
نوموړی د شهید محمد داوود خان په جمهوری دوره کی د نوموړی د سلاکار او نږدی همکار په توگه د هیواد لپاره هر اړخیز نظامی - ټولنیز او سیاسی خدمتونه سرته ورسول.                                                    
غازی بسم الله خان وردگ د اردو په دوره کی په وار وار سره د هیواد د ملی شوری – لویو جرګو- عظمی صدارت - اعلحضرت محمد ظاهر شاه - شهید محمد داوود خان –او نورو ورته لوړ رتبه چارواکو لخوا په وار وار سره د مختلفو فرمانونو (۱۳۳۱) (۱۳۳۲) (۱۳۳۳) (۲۸۴) (۳۶۰) (۴۲۵) (۱۴۲۵) (۱۴۴۳) (/۳۱۴۴) (۳۴۶۵) له مخی په ډول ډول مډالونو او مکافاتو ستایل شوی دی.                                   

د ۱۳۵۷هجری لمریز کال د غوایه د میاشتی د اومی نیټی کرغیړنه او خونړی کودتا:                                     
د ۱۳۵۷هجری لمریز کال د غوایه د میاشتی په ۷ نیټه کمونیستانو د روس په قومانده کودتا پیل او د هیواد د تباهی او بربادی د ډبری تهداب کیښود.                                                                           
غازی بسم الله خان د ۱۳۵۷غوایه د میاشتی د اومی نیټی د کرغیړنی او خونړی کودتا تر خبریدو ورسته له یو بل ستر تاریخی ازمون سره مخ شو.                                                                                          
نوموړی هغه مهال د هیواد په ختیځو سرحدی څنډو ( کمکی خیبر) کی دنده درلوده او له بل لوری مخابراتی سیستم د کی جی بی او روسی غلامانو له لوری غیر فعال او د مرکز سره د ولایتونو اړیکی پری شوی وی خو کله چی نوموړی د کودتاچیانو پر بغاوت خبر شو د هیواد د ازادی او ځمکنی بشپړتیا د ساتلو او د روسانو د توطئی د شنډولو په موخه یی وغوښتل تر څو د ننګرهار سیمه او مربوطات تر خپلی ولکی لاندی راولی او کوښښ یی وکړ چی د هیواد ختیځ نظامی قوتونه د مرکز په لور سوق کړی تر څو وتوانیږی په کابل کی د جمهوری ریاست د دفاع او د کودتاچیانو په سرکوبولو کی مرستندوی واقع شی چی له دی جملی څخه یی یوه پلی قطعه په بیړه سره چمتو او د کابل په لور واستوله خو متاسفانه دا حرکت یی د خپلو نا ځوانه او پلورل شویو افسرانو لخوا د ناکامی سره مخ شو.                                                       
غازی بسم الله خان هم د لسګونو زرو سرښیندونکو افغانانو په څیر چی ګناه یی د افغانستان د ملی ګټو- عزت او ځمکنی بشپړتیا څخه دفاع وه د کمونیستی رژیم له لوری د یو شمیر سیاسی ګرویږنو، پلټنو اومصیبتونو سره مخ شو او د ۱۳۵۷ د غوایی د میاشتی په اومه نیټه د کمونیستانو د مرکزی شوری په امر تقاعد او تر یو شمیر سختو او خاصو شرایطو لاندی ونیول شو چی څه موده ورسته یی د له منځه وړلو په اړه هم تصمیم ونیول شو خو د یو شمیر وطن پالو هیوادوالو په مرسته او هلو ځلو وتوانید تر څو له دی مشکلاتو او ګرویږنو وژوغورل شی.                                                                                     
غازی بسم الله خان وردګ د اسلام او وطن ملی بیرغ (علم مبارک) چی د هری نظامی قطعی د عزت او ننګ مقدس سمبول ګڼل کیږی - په هیڅ قیمت کمونیستانو او روسانو ته تسلیم نکړ او د ژوند تر پایه یی له هغه نه په میړانی سره کلکه دفاع وکړه. نوموړی علم مبارک اوس هم د نوموړی د کورنی لخوا د غازی بسم الله خان وردګ د نورو تاریخی اثارو او لاس ته راوړنو تر څنګ په عزت سره ساتل شوی دی.
دکمونیستی رژیم په راتگ سره په هیواد کی دوی ناری (الله اکبر او هورا) پورته شوی او د کمونیستی نظام پر وړاندی د ولسونو او پرګنو ملی او اسلامی احساسات را وپاریدل.                                                                                                                                                            
د روسانو پر وړاندی د غازی بسم الله خان وردګ د مبارزو پیل:                                                                 
د روسانو په راتګ سره د هیواد په بیلا بیلو سیمو کی محلی پاڅونونو سر وواهه چی د ډیری کمی مودی په تیریدو سره یی ملی او اسلامی بڼه غوره کړه.                                                                    

سور شیطان لکه سور اور په وطن راغی
ډک له کبره په ټانګ سپور په وطن راغی
ګرد لوخوړی په هرلور باندی خپری شوی
رنګ په وینو دښتی غرونه هدیری شوی
انګړونه موشول وران چمن خزان شو
رڼا ورځ راباندی شپه شوه تور اسمان شو
هره خوا بلی لمبی شوی غلبلی شوی
را ژوندی د تیر نمرود د وخت کیسی شوی
 
غازی بسم الله خان وردګ د ۱۳۵۷ کال د غوایی د میاشتی تر خونړی کودتا ورسته د هیواد د پت او عزت - ازادی او ځمکنی بشپړتیا د ساتلو په موخه و توانید ترڅو د یوه کال په موده کی د وردګو اتل ولسونه او خپل قوم د جهاد لپاره منسجم او چمتو کړی.                                                                           
په دی ترتیب سره د روسانو په تیری او راتگ سره د وردگو اتل او مجاهد ولس د خپلو پلرونو او نیکونو په څیر په ډیره میړانه اوصداقت سره د روسی یرغلگرو پر وړاندی خپلی غیرتی مټی راونغښتی او په دی لاره کی یی ځانونه هر ډول ایثار- مبارزی او قربانی ته چمتو کړل او د ملی اتل جنرال غازی محمد جان خان وردگ توره یی یو ځل بیا په ډیره لوړه او هسکه شمله د ننگ - همت او غیرت په ډگر کی را وبریښوله.

د ۱۳۵۸ هجری لمریز کال د کمکی اختر په لومړی ورځ د وردګو د ملی پاڅون او جهادی قیادت لومړنی اسلامی بیرغ د وردګو د مشرانو – روحانیونو- پوهانو او ځوانانو د یوی ستری سراسری ټولنی په محضر کی د ګوربت د تاریخی غره په ( سم غالی ) سیمه کی د غازی بسم الله خان وردګ تر قیادت لاندی د ملی او اسلامی ولولو په ترسره کیدو سره د یرغلګرو پر وړاندی ورپول شو. د کمی مودی په تیریدو سره ډیر شمیر با شهامته مجاهدین او غازیان د ګوربت د جهادی قرارګاه د غیرتی او درانه کاروان سره یوځای شول.  
د خپلواکی په موخه د وردګو ولایت د مشرانو- روحانیونو اوعلماو تاریخی جرګه:

د ۱۳۵۸هجری لمریز کال د زمری په میاشت کی د غازی بسم الله خان په وړاندیز د وردګو ولایت مشرانو- روحانیونو اوعلماو یوه جرګه دایره کړه.                                                                                                
په دی عالی شوری کی:
❖ مولوی عبدالرحمن اخند زاده
❖ د یوسف خیلو اخندزاده
❖ د چهاردهی ملک محمد حسین خان
❖ جهادی مشر مدیرغمی وردګ
❖ جهادی رهبر مولوی رفیع الله موذن
❖ ملک محمد هاشم خان
❖ د برات خیلو مامور سردار خان
❖ د باغک حاجی صاحب
❖ د باغک محمد وزیر خان
❖ د باغک بهاوول خان
❖ مولوی فضل قدیم اخندزاده
❖ د حسن خیلو محمد کبیر خان 
❖ د سیداباد قاضی ګلاب الدین خان 
❖  مولوی محمود اخندزاده
❖  شهید انجینر عبدالمتین خان
❖  مولوی محمد سعید پاچاه صاحب
❖  قاضی محمد کریم حیدری
❖  د سالارو رحیم خان
❖  شهید ګل وزیر خان
❖  څارنوال شاه رسول خان
❖  شهید ډګرمن تازه ګل خان
❖  شهید تورن عبدالواحد خان
❖  مولوی محمد حسن اخند
❖ مولوی معشوق اخندزاده  
❖ شهید قوماندان همیشه ګل خان 
❖ شهید ظابط جمعه ګل خان
❖  د تنګی مولوی بابا
❖  دینی عالم عبدالرب اخندزاده
❖ حاجی اغاجان وردگ
او نور مشرانو  هم ګډون درلود چی ټول حدودآ ۲۰۰ کسه مشران د باغک د ) شاه کاریز( په سیمه کی را ټول شوی وو .د خبرو اترو او مشورو نه ورسته په یوه اواز د کمونیستی رژیم او روسانو پر وړاندی د جهاد اعلان ترسره شو.
 
په پوکو د دښمنانو به مړه نه شی
د پښتو شمع بلیږی په طوفان کی
سربه ښکته چاته نه کړم په جهان کی
زیږدلی یم لمن د کوهستان کی
 
د ببرک کارمل لخوا د سولی او اوربند وړاندیز او جرګه
د ۱۳۵۹ هجری لمریز کال د غوایه د میاشتی په لومړی نیټه لاندی مشران چی ټول حدودآ ۳۰ کسه کیدل د ببرک کارمل لخوا د جګړی د بندیز او سولی په موخه وردګو ته راغلل . تر څو د غازی بسم الله خان وردګ او نورو جهادی مشرانو سره د یوی جرګی له مخی یوه تفاهم ته ورسیږی . نوموړی جرګه د وردګو ولایت د شنیز دری د کروخیلو د کلی تر څنګ دایره شوه.
په نوموړی جرګی کی لاندی مشران وردګو ته راغلی وو:
 
❖ ډاکټر محمد عمر خان د ملی شوری پخوانی ریس
❖ پوهاند عبدالقیوم خان د کانونو پخوانی وزیر 
❖ والی محمد اسماعیل خان  
❖ والی روشندل خان 
❖ جنرال محمد موسی نعیمی
❖  والی تاج محمد خان
❖  د برات خیلو حاکم عبدالاحد خان
❖ ډګروال عبدالحنان مینه پال د کابل پخوانی امنیه قوماندان 
❖  ډګروال اسد الله خان
❖ د حسن خیلو ملک عبدالروف خان
❖ د پټان خیلو خزانه دار صاحب جان(شیرزوی) 
❖    امین الله خان حیدری
❖  عبدالقدیر کامل
 
او نور مشران- تر خبرو اترو او مشورو ورسته د وردګو د مشرانو او علماوو ټول اساسی او بنسټیز وړاندزونه د پورتنیو مشرانو په لاس ببرک کارمل ته واستول شول چی په دی وړاندیزونو کښی یواځی یو وړاندیز بیرغ ) تور سوراو شین ( د ملی بیرغ په توګه او سور بیرغ د حزبی بیرغ په حیث  منل شوی وو او نور ټول وړاندیزونه د ببرک کارمل لخوا رد او ونه منل شول.
ببرک کارمل او روسانو د دی وړاندیزونو په غبرګون کی د ټولو اسلامی او افغانی ارزښتونو پر خلاف د یو غیر معقول تصمیم له مخی یو لوی لښکر چمتو او د ۱۳۵۹ کال د غبرګولی په میاشت کی چی د روژی د مبارکی میاشتی سره یی سمون درلود د وردګو په درنو ولسونو لومړی ستر یرغل پیل کړ او د ولسونو سپین ږیرو مشرانو ښځو او ماشومانو په قتل عام یی لاس پوری کړ چی حدودآ - ۲۰۰ تنه مجاهدین غازیان او ولسی وګړی یی په شهادت ورسول په پایله کی دا ستر وحشی یرغل د روسانو په ماتی سره تمام شو او د مجاهدینو په پرتله د یرغلګرو قواو زیات شمیر افراد سټ او له منځه ولاړل ګڼ شمیر ټانګونه او نظامی وسایط یی تخریب او په ډیر ذلت سره شا تګ ته اړ شول.
 
د غازی بسم الله خان وردګ شخصیت او کړنلاره:
غازی بسم الله خان وردگ۱۴ کاله د خپلو سپیڅلو جهادی هلو ځلو په دوران کی د هیواد په بیلا بیلو هسکو غرونو -سنګرونواو تاودو مورچلونو کی د یوه باتور اتل نظامی او ولسی مشر په توګه د وطن د ازادی او سرلوړی لپاره ډیر تکلیفونه ، ستونزی او مصیبتونه ګاللی دی چی په خپل وخت کی ئی د قوم په فکر، نظر او ارادو کوټلی او بنسټیز اثرات پریښی دی .
د ډیرو محدودو امکاناتو په لرلو سره یی د هیواد د دښمنانو سره کلکه مبارزه وکړه او د هیواد د خپلواکی په بیلا بیلو ) پکتیا خوست ننګرهار کنړونه او داسی نورو ( جبهو کی یی مجاهدینو فعاله ونډه درلوده.
 
غازی بسم الله خان وردگ د خاص نظامی نبوغ خاوند او په سیاسی مسایلو کی یی عمیق فهم درلود . نوموړی یو فکری مکتب مدرسه او یو داسی پوهنتون وو چی په هغه کی ډیرعلوم او فنون پاکوالی صداقت او ښی گڼی موجودی وی. ده تل هڅه کوله چی مسایل د مذاکری مفاهمی او ډپلوماسی له لاری حل شی.
 
هغه نه یوازی یو سرلښکر یو مبارز او یو ملی قهرمان وو بلکه هغه تل پر مظلومانو یتیمانو او بیوزلانو او خپل ولس لاس نیولی وو او د وخت او زمانی د ډیرو فرعونیانو او جابرانو) یو شمیر د بهرنیو استخباراتی ګړیو غلامان ځان غوښتونکی جهادی - رهبران سمیزو ټوپک سالاران او قاتلان چی ځانونه پیژنی او لاسونه یی د ملت په وینو سره دی ( شوم ارمانونه د نیل رود ته لاهو او په ډیر متانت او میړانی سره یی د هر ډول ظلم جبراو ستم مخه ونیوله.
 
نوموړی هیڅکله د جهادی رهبرانو او نورو ورته کسانو د شخصی غیر اسلامی او غیر ملی موخو او اهدافو له مخی تصمیم نه نیولو او ولس یی د دوی د نا جایزه او نامطلوبه غوښتنو نه په امان ساتلی وو.
 
د هیواد په ډیرو سیموکی په ځانګړی توګه د وردګو په ولایت کی د بعضو نا اهله او فاسقو کړیو لخوا د یو شمیربهرنیو استخباراتی هستو په لمسونه ډیر شوم او نا جایزه پلانونه د وطن او ولس د تباهی او بربادی په موخه په لار اچول شوی وو چی د وردګو ولایت د متدینو علماوو او قومی مشرانو وژنی د لویو لارو پلونو او د اوبو د بندونو نړول د مکتبونو سیزل او داسی ورته نور اعمال پکی شامل وو- خو د غازی بسم الله خان وردګ د میړانی سرښیندنو او وطن پالنی په نتیجه کی دا ډول ناوړه شومی کړنی په ډیر مروت او شجاعت سره و درول شول او مرتکبین یی الله )ج( ولس او وجدان ته مختورن پاتی شول.
 
هغه نه یوازی د دی پاکی خاوری یو صادق پالونکی وو بلکی د دی خاوری بچیانو ته یی دایثار فداکارۍ –گذشت- اخلاص او صداقت میړانی او شجاعت استقامت او همدردی درس ورکړ.
نوموړی د ساده ژوند څښتن وو درباری تجملات یی نه خوښول او د ولس سره تل متعهد وو. د وطن پریښودل او په بهر کی ژوند ده او د نوموړی کورنی ته تل مساعد او راحت وو خو دی له خپل پلرنی ټاټوبی څخه جدا نشو او د هیواد او ولس سره یی ډیره مینه لرله.
 
غازی بسم الله خان وردگ  له مشرانو او علمانو سره تل په هرکار کی مشوره کوله او دوی ته به یی ډیر په درنه سترگه کتل. له ریا کاری نه بیزار او ریا کار او چاپلوس انسانان یی نه خوښول. د قهر او غضب په وخت کی به یی تل له زغم او حوصلی نه کار اخیست او له فحش او غلطو الفاظو به یی ډډه کوله.
له خپلو ملگرو او مجاهدینو سره به یی ډیر صمیمی او صادقانه رفتار کاوه او دښمنانو ته به یی تل گذشت کاوه - خلاف کاران او نا اهله خلک یی نه خوښول او خپل مجاهدین به یی له دوی لیری ساتل.
هیڅکله نا امیده او مایوسه کیده نه ټول هغه کسان چی نظامی تخصص لری د نوموړی په ابتکاراتو او کړنو قانع وو. هرکله چی به فتح او کامیابی یا کوم د خوشحالی خبر راورسید نو ده به ویل چی د الله مهربانی ده. ټولو مجاهدینو ته به یی د زوی خطاب کاوه خپلو زامنو او کورنی به ورته بابه ویل ټولو مجاهدینو به ورته د بابه خطاب کاوه ټولو ته یی د یوه معنوی پلار ارزښت درلود
. قومی او جهادی مشران چی اکثره یی په سن کی له ده نه پورته هم وو د احترام له مخی نوموړی ته مخامخ اوپه غیاب کی د بابه په کلمه سره خطاب کاوه.
دظلم ستم او استبداد نه یی ډیره کرکه لرله او په ډیر جرت شدت او متانت سره به یی د ظالمانو پر وړاندی عمل کاوه.
غازی بسم الله خان وردگ د ډیرو محدودیتونو سره سره د هیواد د بچیانو لپاره زمونږ د علم پروره او فرهنگ پال ولس او یو تعداد خیریه موسسو لکه ) لجنه الدعوته الاسلامیه- ای ار سی- سویډن کمیټی سره صلیب نړیوالی کمیټی او داسی نورو ( په جلب او همکاری سره یو شمیر تعلیمی مرکزونه او همدا راز یو شمیر سیار او ثابت روغتیایی مرکزونه پرانیستل.
 
غازی بسم الله خان وردگ د پښتنو د یووالی ،ابادئ ،سوکالئ او د لرو او برو پښتنو د قومی وحدت د حس د را ژوندی کولو، د قومی پیژند او د پښتنی کلتور د ودی او پرمختیا لپاره ډیر ی ستونزی ګاللی دی، بی دریغه مالی او ځانی قربانئ ئی ورکړی. چی لدی امله د پښتنو په زړونو کی تلپاتی ځای لری.
 
د روسانو یرغل زمونږ د گران هیواد دوه پر دری برخی خاوری ایری کړی ، دوه میلیونه افغانان شهیدان شول ،له یو میلیون نه ډیر مهاجر شول او بی شمیره کړاوونه او ستونزی یی ورسره وزغملی او لا تر اوسه زمونږولس ټولنه او هیواد د دی یرغل د کرغیړن غبار له منفی اغیزو سره لاس او ګریوان دی.
 
ددی ټولو کړاونو او مشکلاتو سره سره بالاخره د سلواغی په ۲۶ نیټه افغانانو د تاریخ یوه بله حماسه جوړه اوشوروي پوځونه یی له هیواد څخه وشړل. په دی تاریخی ورځ د شهیدانو وینو میوه ورکړه، افغان جهاد بریالی شو او د هر یتیم او کونډی په سترګو کی د هیلو او خوشحالیو اوښکی را پیدا شوی.
خو ناڅاپه یو شمیر ځان غوښتونکو جهادی رهبرانو د بهرنیو استخباراتی ګړیو په لمسونه د قدرت او شخصی اغراضو د ترلاسه کولو لپاره دا خوښۍ بیا په ژړاګانو، ویرونو او وژنو واړولی او د میلیونونو واقعی سپیڅلو شهیدانو مجاهدینو او غازیانو له مبارزو یی ډیره نا جایزه او ناوړه ګټه پورته کړه او په هیواد کی یی د نورو په لمسونه کورنۍ جګړه پیل کړه.
 
په دی جګړو کی په سلګونو زره بی ګناه افغانان و وژل شول، کورونه یی لوټ شول ،اولادونه یی یتیمان او میرمنی یی کونډی شوی او په سلګونو زره کسان د خپل هیواد پریښودلو ته اړ شول.
غازی بسم الله خان وردګ د روسانو تر وتو ورسته د کورنیو جګړو سر سخت مخالف وو او ددی جګړو د مخنیوی لپاره یی هر راز هلی ځلی او کوښښونه په لاره واچول او د هیواد په ټولو جهادی رهبرانو او مشرانو یی په مکرر ډول غږ وکړ چی خپل منځیو اختلافاتو ته نور باید د پای ټکی کیږودل شی او د دی شخړو او کورنیو چګړو پرځای باید د کونډو بورو یتیمانو اوښکی وچی شی. د معلولینو زخمونو ته پټی کیښودل شی او د وطن د بیا رغونی چاری پیل شی. خو متاسفانه د هیواد دا شان سپیڅلو او واقعی مجاهدینو او مشرانو غږ چا وا نه ورید.
د روسانو د وتو د اخری شیبو سره سم غازی بسم الله خان خپلو ټولو قوتونو او مجاهدینو ته امر وکړ چی نوره جګړه پای ته ورسیده او سپیڅلی هدف )چی هغه استقلال وه( لاس ته راوړل شو او له دوی یی وغوښتل تر څو د وطن د بیا رغونی او پوهنی په چارو ګی د خدمت جوګه وګرزی او په کورنیو جګړو کی له ښکیلیدو ځانونه وژغوری.
بالاخره نوموړی د ۱۳۸۳ هجری لمریز کال د غبرګولی )جوزا( په ۲۹ نیټه د جمعی په مبارکه ورځ ځان حق ته وسپاره اوجنازه یی د هیواد د بیلابیلو ولایتونو او سیمو مشرانو عالمانو روحانیونو سپین ږیرو او ځوانانو له لوری د نوموړی په پلرنی هدیره کی خاورو ته وسپارل شوه.
 
په پښتنو داسی ورځی راغلی دى چی څوک ئی سر وهى څوک ئی مال لوټى او څوک ئی تاریخ غلا کوى.
دا بیله خبره ده چی توره دی لالا وهى نمړۍ دی عبدالله کوى د روس نه ازادى چا وګټله او نومونه د چا یادیږى او څوک قهرمانان او د جهاد وارثین شول، روسانو ته چا ماتی ورکړه او اوس هماغه د روس د کی جی بی او بهرنیو استخباراتو غلامان چی څو محدود مفسد کسان دی ځانونه د جهاد وارثین بولی چی په ډول ډول نومونو د جهاد د سپڅلی نامه نه نا جایزه ګټه پورته کوی او د دی کړیدلی ملت د وینو په زبیښلو او خوړلو لا هم نه دی ماړه شوی.
ستر احمد شابابا داسی لیکی :
 
ځان به ویښ کړوهری خوا ته ،هری خواته رقیبان دي
یو پر بل مو سره وژني ،وایي خپل یو،غلیمان دي
 
ډیر ستر ویاړ د اوښکو په وچولو کی دى ، نه د وینو په جاري کولو کی مونږ باید د خپل افغاني دود او دستور سره سم په یوه ټغر کینو جرګه شو ، تیرهیر کړو ، او د راتلونکي لپاره د اوښکو د وچولو په خاطر د پښتنو د وینو او وژنو د بندولو لپاره د ځوریدلو او کړیدلو ولسونو په خوله کی د خندا او موسکا د بیا را پیدا کولو لپاره او په پاى کی دهیواد د بیا ابادۍ لپاره په ګډه کاروکړو خپل افغاني او انساني سالم تفکر په کار واچوو ، د پردیو د لمسونو ، او چلونو او نیرنګونو څخه په څنګ شو ، خپل دوست او دښمن باید په ټوله معنی وپیژنو.
 
د شعرونه برخه

گربت به پرون ویاړ کړ دسالار په سلاری
نن کانی بوټی ژاړی دهغه پر جدایی
عبد الوکیل حنیفی
 
 
افتخار دی هغه مور هغه زانگو ته
چی د مینی پتنگان یی زیږولی
دهغه سیمی شمال به معطر وی
چی گلاب غوندی گلان یی زیږولی
دهغه خلکو به پت عزت خوندی وی
چی دقوم خدمت گاران یی زیږولی
پس له مرگه به هغه زړونه ارام وی
چی با درده فرزندان یی زیږولی
دغازی بسم الله خان روح ته دعا کرم
دسنگر قهرمانان یی زیږولی
قاضی محمد کریم حیدری
 
دعزم بال
لکه باښه پنجوکی ښکارلرمه
له دینه پرته بل څه کارلرمه
دعزم بال می خوځومه هرخوا
په ټپوسانوپسی څـــارلرمه
پیرزومی نه شي په کارغانوباندی
چی دښکلاؤ نه ډک ښـــــارلرمه
لوړپروازونه دګوربت په څوکو
هرمازدیګراوهرسهـــــارلرمه
نوریی منت په ځان زغملی نه شم
دانګم ډګرته ډیرتلــــوارلرمه
دخپل حریم ساتل می ستره دنده
دخپلـــــواکۍ همدغه وارلرمه
چی حماسی یی په شعروکی لولم
د (پټانزی) په شان خـوږیارلرمه
نعمت الله پټانزی
 
دسنګـــرپه لوری تللی خــــدایه خیرکړی
په ګوربت کی بیانری نری لوګــــــی دی
آزادي ســـــره یی مــــــــــینه ازلــــي ده
دوطــــن له مینی ډک یی ټول زړګی دی
په مــــورچل کی یوکتاب هم ورسره وي
ببرسرڅیری ګریوان لكه زمـــــــــری دی
هره ورځ په دغه لاربانـــــدی تیــــریږی
نن وهلی یی په ســــــرباندی پټکــــی دی
خـــړپکـــــــول یی که په سرؤداسی وایه
ورســــره یامـــــــــاشیندار یاګلـــــیټی دی
دنګه ونه دچـــــناریی زمـــــاخوښـــــیږی
چی په زړنوپاچـــاهي کړی ګلالـــــی دی
چی دتـــوری اوقـــــلم پړکـاریي خــــیږی
بیابه وکاندی تاخــــــــتونه نرزلمـــــی دی
په غلـــیم باندی به بل کړي ســـره اورونه
چی ترڅنګ یی دتیری توری شرنګی دی
دافغــــــان ولـــس په سریی ایښی ســردی
دادجـــــګوجــــګوغرونوغـــــرڅنـــــی دی
ماشــاءالله پری وایه چی نظریی نه کړی
یودښکلــــوګـــرګـــوتوڅــړوســــــړی دی
هروخت ښه شعـرونه وایي چی داڅوک دی
هغه ځـــوان زمـوږدکلـــی( پټـــــانزی) دی
نعمت الله پټانزی
 
هسکه غاړه افتخار گڼه گربت
دوطن دغاړی هار گڼه گربت
هره څوکه یی خنجر گڼه سنگر دی
دغلیم دسترگو خار گڼه گربت
ارواحانو پکی کړی پروازونه
رنگ په وینو سور مزار گڼه گربت
دغازی بسم الله خان په تلین غمجن شو
نور همیش په زړه پرهار گڼه گربت
قاضی محمد کریم حیدری
 
دغیرت شملی یی جګـی دی یارانو
زمـــوږدکلی دمشــرانو او ځــــوانانو
چی په مړی اوژوندی کی یی نوم لوړ دی
په هرځای کی دغلیم سرورته ځوړدی
ښکلی نوم یی پټانخیل دعزت کـوردی
دغلیم سترګوته خاراوهم یی ګــوردی
چی یادیــږی دوردګ په قبیـله کی
پروت دشــنیزدشهـیدانوپه دره کی
دفکــرونو او رازونو افســـــانه ده
دننګونو،غیرتونو هــــــــــدیره ده
په ډیرننګ یی دغیرت آسمان کی ښوری
دهیواددخپلــــــواکي ځــلانده ستوري
چی فرنګ یی په ګونډوکړپه د ی ښارکی
زحمتـــــونه یی ګاللـی په دی لارکی
دوزیرغلام محمدخان غوندی مـیړونه
کارنامــــوباندی یی ویاړی تاریخــونه
چی روسـان یی ډیرتباه اوډیرهلاک کـړل
داټول کلی اوښارونه یی تری پاک کړل
ډیردتوری خـــــاوندان پکی لوی شوي
بسم الله خان غوندی غازیان پکی لوی شوي
په سینه کی یی روزلی توریالـی دی
پروطن باندی مین ډیرننګیالـــــی دی
حمــــاسی یی په تاریخ کی ځلیدلـی
دغــــیرت کیسی یی هرچــاآوریدلـی
په لمــن کی یی شینکي شینکي باغونه
تری چـــــاپیردی هسکی ونی چنـــارونه
دهیــــوادپه خـــپلواکي باندی مین دی
ددی خاوری هرغلیم ته جوړکفــــن دی
ددی سیمی یومشهورمیدان دجنـګ دی
هردښمن نه مونږګټلی ډیرپه ننـــګ دی
دا ټاټوبی دا مسکن دشهیـــدانو
دا زانـــګواودامعبددمومنــــــــانو
عالمان یی خپل کشران پوهـــی ته بولی
تل یی غیږکی مرکی کیږی دســــــولــی
آبادي اوښیرازي یی په نصیب شه
ورورولی اواخوت یی عنقـــریب شه
(پټـانزی) یی په تاریخ باندی نـازیږی
په ننګـــونو یی دننګ شعرچـــلیږی
نعمت الله پټانزی
که دننګ په توره غوڅ شي پروانشته
دافغان سرپه ژوندون ټیټ لیدای نه شم
چی دتوری هرمیدان یی دی ګټلی
زه دهرافغان له ویاړتیریدای نه شم
روزل شوی یم دتوری په مکتب کی 
زه دتوری له ګذارتښتیدای نه شم
خپلواکي می په ازل کی میلمنه ده 
زه په خیال کی غلامي راوستی نه شم
خپل کلتوراوخپل آیین راباندی ګران دی 
دهرډهول آوازته نڅیدلای نه شم
زه دخپل وطن تاریخ باندی نازیږم
دکوم بل وطن صفت کولای نه شم
دخدمت خدمت ناری وهم ترتله 
(پټانزی)یم خیانت زغملای نه شم
نعمت الله پټانزی
 
څنګه تیره شوه ځوانی له مانه پټه
څنګه وچ شول زما د عمر سره ګلونه
د ګلونو باغ می پریښود پر اغزیو
زمان روزی په اغزیو کی میړونه
په څه سختو لارو لاړم بی تشویشه
هر قدم یی تور مرګونه، ګړنګونه 
پخپل خوښه می قربان کړل له وطنه
د ځوانی رنګینی ورځی، شنه کلونه
په ښه نیت و، هر قدم چی ما اخیستی
که خبری، که عمل و، که شعرونه
نارواته می سر کوز نه کړ که هرڅو
فتنه ګرو په ما و ټپل تورونه
لا تراوسه په مات شوی تندی اخلم
د وطن د دښمنانو ګذارونه
هیڅ بی لاری ته په ویره تسلیم نشوم
په ما ستړی شوو ظلمونه، تهدیدونه
چا چی جګه کړه په ما ناره د کبر 
ما یی مات کړل په ککره کی کبرونه
زه هغه د سرنوشت یاغی بیړی یم
چی توفان ته می سپارلی جلبونه
اوبه کړی می د خپل همت په مټو
د لایق پر زړه د غرو غوندی غمونه
 
هرطرف کی دروسانو ملیشی وی
ګوزاوپاس په سړکونو یی پهری وی
اخوا جنګ وو د انخی په سردرو کی
سره اورنه لګیدل په دښتو غرو کی
له روسانو سره ټینګه معرکه وه
سیمی رنګ وو اړولی تکه سره وه
هر خواه کی سری لمبی وی جنګ روان وو
ماجت ؛ چک که جعتو وو که میدان وو
دغازی بسم الله خان محاربه وو
په روسانو باندی جوړه غلبله وو
سره شادیان پکی مردار شول ډیر بی حده
هیر به نکړی ګزارونه تر ابده
د جهاد د سنګرونو قهرمان وو
په بابه باندی مشهور بسم الله خان وو
د دنیا مطاع یی نه وه په نظر کی
حاکمیت یی د قران عظیم ارمان وو
د ظالم زامی یی ماتی کړی په توره
تراخره تابع دار د حق فرمان وو
روڼ تاریخ به یی ژوندی وی تر ابده
نومیالی د جهاد ستوری په اسمان وو
په ایمان او په جهاد باندی یی ویاړم
ګټه نشته چی په تلین باندی یی ژاړم
که له کوره یو کفن ورسره مل شو
دجنت هوری غلمان ورلره غواړم
ګران بابه له کټه سررا پورته نکړ
چی سری سترګی تری دکور پلو ته لاړم
مړ یی مه بوله ژوندی دی چی مومن وی
رب یی مل شه نور څه نه وایم نه غواړم
قاضی محمد کریم حیدری
 
ماته مه کــــوه نازونه اوخـــــــنداوی
دابی وخـــــته مـــــــکیزونه اواداوی
زه دوخت غمـــوځپلی مجــــــــاهدیم
په قسمــــت می رســـیدلی دی ژړاوی
دسنګــــــــرګردووهــــــــــلی یم نادانی 
رانه پاتی دځـــــوانی ټولی ښــکلاوی
ماته مه کـــــوه نازونه ،دامی واوره
نوری نه کوم خبری اووینــــــــــاوی
غلیمانو مو دننګ خــــــــاوره نیولی
تری ګټم یی که می تن له سرجلاوی
نن یی بیادچابچیان یتیمـــــان کړی 
نن به کومه پیغله ځـــــان ته په ژړاوی
چی بیاکومه مورشوه بوره په مالت کی 
په غــوږو آورمه چیغـــــی اوویلاوی
ماته مه کوه نازونه !رخصــــت راکړه
جنګي زغری می راواخله هم سلاوی
بیرته دانګم خپل سنګرته په میــړانه
طی کومه جګ جګ غرونه اوسحراوی
په مورچل کی می یاران په تمه ناست دی
څمــــــــلؤوبه صــــلیبیان غـــــټی بلاوی
ماته مه کـــوه نازونه!ډیرغمــــــــجن یم 
ماته مه کــــــــــــوه سندری اونڅــــاوی
له اغیــــارودوفــــــــاتمه څــــوک نه کړی 
چی یاران له چاسره وکړی جفــــــــــاوی
(پټانزیه) خوښ به نشی په ژوندون کی 
چاچی وړی دوطــــن دمورښـــــــیراوی
نعمت الله پټانزی
 
پام کوه
پام کوه ! له زړونوسره پام کوه!
ډیردزخمي زړونواحترام کوه
خاوروکی ماشوم کورګۍ دولیدو
خیال یی دکوڅی اودلوړبام کوه
پریږده! چی دردونه یی آرام نه دی 
هردردته یی زرځله سلام کوه
ته يی یادولی چی داڅه چل ؤ
وریی شه زیارت یی صبح شام کوه
زړونه اودردونه اوس تړلی دی 
خیر( پټانزیه) لږ ناکام کوه

نعمت الله پټانزی
 
ومن الله التوفیق

 

- لنډه پیژندنه
بېرته شاته