(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پـرانیستو تـڼیـو خوب

[03.Apr.2016 - 19:52]

ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار[email protected] 
۳۱ مارچ ۲۰۱۶/۱۲ وری ۱۳۹۵

باچاخان سمینار: جرمني- کولن، نومبر ۲۰۰۸
زه ځیرکیار واګپوه(پولیټیکل ساینټیسټ) یم او هرچا او هرې پیښې ته د خپل مسلک له ګوټ نه کسم. ما د باچاخان فخر افغان ځوي ارواښاد خان عبدالولي خان د یو تکړه افغان واګیالي (سیاستمدار) په څیر پیژانده. خو اوس چې مې (د خان عبدالولي خان خطونه: د جهانزېب نیاز  سوغات. لاهور: ملت پرینټینګ پرېس، جولای ۲۰۰۶) ولوست، د هغه د سړیتوب په نورو څڼډو هم پوه شوم. ولیخان نه یواځې یو غټ واګیالی و، بلکې سترګه ور نیوکـګر(نقاد) ، د زده کړې پتنګ  او د پښتو ادبیاتو د ګل بڼ یو ځانګړی ملیار و. دغه ګل بڼ د هغې ژورې سمڅې په خوله کې جوړشوی و چې تل ته یې د ولیخان په شان حساس لیکوال ورکوزیدلی شو. په دغه تکه تیاره سمڅه کې د ولی خان ارمانونه غلي شوي وو او د هغه د ادبي ګلـبڼ چاپـیریال یې جوړ کړی و. دغه توره او ژوره سمڅه د ولي خان د پلار کور و. په همدغه بوګنوونکې سمڅه کې ولی خان د  پښتنو د مشر نیکه خوشال خان خټک  بابا کړیکه هم واورېدله
پښتنې جونې دې زلفې بـاد ته نیسي ..... چې شمال یې باد راوړي و رتمبور ته.
رتمبور د مغـلـو زنـدان و چې خـوشال خان بابا پکې پروت و، او ولي خان هـم د شلمې پيړۍ په نیمایي کې د مغـلـو د ورستنیانـو(د برتانـوي پاکستان د واکمنانو) په زنـدان کې پـریـوت. 
ولی خان به خپل ترورزي  جهانزیب نیاز ته «بِلو» وایه (جهانزیب نیاز د باچاخان فخرافغان د مشرې خور ځوی دی چې په پنځلس کلنۍ کې یې د سیاسي زندان خوند څکلی و او د ولي خان کلک ملګری و). په بلوڅـستان کې له «مچ» نومې زندان نه ولي خان د ۱۹۵۱ د فبروری په ۱۹ بـلو ته لیکي چې اکرم خان او صفدرخان ورته د ګوړې، مالټو او د نرګسو پـیټۍ ورلـیـږلې وې. «بلو! ته پخپله فکر وکړه چې د هر څه نه علاوه په دې سپـیره، سوراړه او ساړه سماواتي ماحول کښې د نرګسو ګلونه او هغه بوی چې څومره اوده او خوبیـدلي ارمانونه را لړزولي وي – فوراَ مې خیال هغې واقعې طرف ته لاړو- چې کله خوشحال خان خټک د ګوالیار په قلعه کې د مغلو بندي و، نو هغه هم هغه ارمان کړی دی کوم چې د هر یو بدر بندي په زړه کښې کله نا کله را پورته کـیـږي. د وطن په هغو یخو او سپکو اوبو پسې  او د ملک په نرۍ وږمه اوشمال پسې. اکرم دوی ته مې ولیکل ما وی ارمان! چې د خوشحال خان هم زما په شان  میین او خواږه یاران وای، د وطن اوبه یې ورله په مالټو کې نغښتې او د سحر بڼه یې ورله د نرګسو په پوڼو کې لیـږلې وای چې د هغه تنده سړه او ټـټر یې یخ کړی وای - څه صفت درته وکړم.» ۷۴ مخ 
یو کال وروسته (۷ فبروري ۱۹۵۲) په بلوچستان کې له کوېټې جیل نه ولۍ خان د خپلو ماشومانو (نسرین، پروین، ببوګلې، او اسفندیار) په اکله د خپل ملګري او تـرورزي جهانزېب نیاز سره د زړه خواله کوي: «دتصویرونو رالـیـږلو او د نسریـن  دي سره د دیدن کولو دې په پڼډونو شکريـې.... ستا خبره په ګل بدله چې د ماشومانو هم دا دټولو نه دلچسپ دور دی د کوم نه چې نن سبا اسفندیار تیریـږي. د خوشحال بابا هغه وینا به دې اورېدلې وي چې په هندوستان کې د مغلو مسلمانانو د لاسه بندي و. نو وې به یې چې دا مې ارمان دی چې زه د بند نه ووځم نو زما بچی به د خپل بهترین دور نه اوتی وي....» (۱۰۸ مخ). اسفنـدیار له مور نه د یوې ګینـټې پاتي شوی و (۱۹ فبروری ۱۹۴۹، مخونه ۳۱، او ۷۷). دا هغه مهال و چې ولی خان په زندان کې و او د هغه مهال حکومت ورته اجازه ورنکړه چې د خپلې میرمنې (بي بي تـاجو، د پوهاند جهانزېب نیاز خور) په جنازه او فاتحه کې برخه واخلي.
ولي خان له دېنه وېـرېـږي چې که له سمڅې نه ووځي، خپل نالیدلی ځوی «جناب اسفندیار» به یې ونه پـیـژني: «څه عجیبه تماشا خو به وي چې پلار او ځوی یو بل ته مخامخ شي، او خوند به هله وکړي چې هغه ساپټه انکارشي چې دا زما هـډو پلار نه دی - او پکار دي چې همدغسې وکړي ولې چې هغه څه پلار او څه د پلار مینه لیدلې ده.» ۱۳۱ مخ. د ډیره اسمعیل خان له مرکزي جیل نه ولیخان خپل غمشریک ملګري او ترورزي جهانزیب نیاز ته لیکي (۲۴ فبروري ۱۹۵۲) چې «په څلور کاله پس مو یوبل سره سترګې لګیدلې وې.» ۱۴۰ مخ. د دغې لیدنې له امله ولي خان په «خیالاتو او دماغي تصویرونو» کې ډوب شو: «څومره خوشحالي چې مې ستاسې په لیدو زړه ته رسیدلې وه هغه یې را نه ووېسته. حقیقت دادی چې د هـر یو جذباتي ټینګار(ټینشن) خپل رد عمل وي. ولې هـر څه چې وشو، ښه وشو. ستا او ګل دادا [د نیاز مینځومی ورور] لیدنه وشوه او واړه مو وپیژندل – جناب اسفندیار سره مو مخامخي وشوه. ما سره خو ډېره سودا وه، خو ښه وه ډېره ناروا یې ونکړه او سا پټه انکاري نشو؛ ماسره خو دغه غم و.» ۱۴۱مخ
زما ځیـرکیار په اټکل، ولي خان لومړی پښتون و چې په زندان/جیل کې یې پـینځه شپـیته نیـم کالونه وړاندې په کال ۱۹۵۰ زییـز کې د «سوشل ساینس» (ټـولنـپـوهنې) مواد راټول کړي وو: «زه یو کتاب لیکم په پښتو کې په ٫٫سوشل ساینس٬٬ بانـدې – پښتو ژبې ته ګوره او دې دومره مشکل او ناشوني مضمون. خو ما اراده کړې ده، څه ناڅه نوټـونه مې اخیستي دي.» ( په لـر افغانستان/ بلوڅستان کې  د مچ زندان:  ۲۴ اکتوبر ۱۹۵۰،مخ ۴۶). زما ځیرکیار هیله داده چې یو څوک د دغه پلان شوي کتاب لاسي نسخه یا نوټونه د بلوڅستان په مچ او کوټه جیلونو کې، د ډېره اسمعیل خان په زندان کې،په هـریـپـور زندان کې او د اړوندو  استخباراتو په ارشیفونو کې ولټـوي  او عـلمي ډګر ته یـې را وبـاسي. پوهاند جهانزېب نیاز زما په هیله د ولي خان ټـول کور لـټولی و، خو هلته یې هیڅ ونه میندل. ګوندې د پیښور پوهنتون/پښتو اکاډمي او کویټې پوهنتون/پښتو اکاډمي پوهان په دغه اړه اقـدام وکړي
ولي خان په ډېره دون کې د کمبریج سینیـر تر پـړوۍ زده کړه کړې وه چې د نن ورځې  د «بي.  أې.» تیارۍ نیولو ته نږدې ښکاري.
Cambridge Senior/B.A. preparation?
د دغې زده کړې په مټ، ولي خان د لویدیزې نړۍ د فکري انسجام او د علمي موضوع د څـیـړنې د تړې سره اشنا شوی و. که ذکر شوې نسخه څه نا څه بشـپـړه شوې ومیندل شي، د ولي خان د سیاسي او ادبي سړیـتـوب په څنګ کې به د هغه علمي سړیتوب هم رابرسیره شي. په کتابونو باندې د ولي خان کره کتنې (نقدونه) ښئ چې ده علمي با ریکیو او ژورو ټکیو ته کلک پام کاوه. ناشونې به نه وي چې ولي خان به په پښتو ژبه کې د کره کتنې په مخکښانو کې وشمیرل شي
منلی ډاکتر شیرزمان طائزي د عالم مشر پوهاند جهانزیب نیاز په کتاب (د خان عبدالولي خان خطونه) باندې یو خوږه او ګټوره سریزه لیکلې ده. هلته کاږي چې په «حقیقت کښې خط د لیکونکي  او چاته چې لیکلی شي د هغو دوو افرادو تر منځ  د راز او نیاز خبرې وي او دریم فرد د هغې د لوستلو حق نه لري. خو ریاستي ادارو کښې که قانون د لیک او وینا ازادي ورکوي نو د قانون ساتونکي لکه د خپسې د دې ازادۍ په مرۍ پنجه ښخه کړې وي. خپسه مې ځکه وویل چې د سینسر په نوم د خفیه ایجنسو ماهرین خطونه پرانیځي او ګوري خو په داسې طریقه چې عام سړی پرې پوی نه شي.» ۵ مخ. د ډاکتر طائزي دغه وینا سمه ده ځکه چې په حقیقت ولاړه ده، په هغه حقیقت چې خان عبدالولی خان ورنه پینځه شپیته نیم کالونه وړاندې  په ډېـر مهارت سره څپوڼی لرې کړی و. ولي خان د کال ۱۹۵۰ زییز د جون په۱۲ نیټه په بلوڅستان کې له مچ جیل نه خپل ترورزي او بیګارچي «بِـلو» یاني اوسني پوهاند جهانزېب نیاز ته داسې لیکلي وو:« ريښتیا بلو یوه خبره مې دا کوله دا خطونه ستاسو چې دلته مچ[جیل، بلوڅستان] ته راشي، نو دوی یې بیا دغلته پیښور ته د سینسر[سانسور] د پاره درليـږي. د دوی ټول خطونه خود پیښور سي-آې- ډي[استخباراتو] په معرفت راځي، خو زما دا دلته د کویټې سي-آې- ډي له تلل اوس یې دوی واپس پیښور ته لیـږي. نو ښه به دا وي چې که خطونه ماته زر رارسول غواړئ، نو په دې پته* یې رالــږئ نو زر به رارسي.»- ۴۳ مخ
*)  Abdul Wali Political Prisoner c/o A.I.G.C.I.D. Peshawar
نږدې شپـږ میاشتې وروسته (۲ جنوری ۱۹۵۱زییز) ولي خان بیا په بلوڅستان کې له مچ  زندان نه بِلویانې «خپل ورور او یار» (جهانزی نیاز) په یو ټکي خبرول غواړي:«یوه خبره داده چې ټول کتابونه د سي – أې ـ ډي په معرفت د رالیـږلو ضرورت نشته. زمونږ دې رولز[مقرراتو]کښې داسې دي چې کتابونه او اخبارونه [د جیل/زندان] د سُپـراینټـینـډېنټ[آمِر،مدیـر،ناظر] پـه ذریعـه راځي- او که هغـه کښې د موجـوده سیاست او ګـورنمیـنټ خـلاف څـه نه وي نو هغـه یـې راپـرېـږدي.» - ۶۸ مـخ. [څه ته چې ډاکتر طائزي خپسه ویلې ده، زه ورته په امریکه کې «تـور بـي بـي» (بلیک لیډي) وایـم] – ځـيـرکـیــار
د توربي بي په کیسه به هله پوه شئ چې زما او د پـوهاند جهانزیب نیاز په پیـژندګلوۍ او ورپسې زموږ دواړو په لیکنۍ راشه درشه خبر شئ. د زییـز کال ۲۰۰۶  د جولای په یو ماښام راته منلي پوهاند نیاز ټلفون وکړ او ځان یې راته په په پښتو راوپـیـژاند.  له خوښۍ ورته و پسخـدلم. نـږدې درې میاشتې د چا سره په پښتو نه وم غـږېـدلی. دی د شیکـاګو ښار په شاوخوا کې و او زه په سهیلي کلیفورنیا کې. یوه اونۍ وروسته مې دوه کتابونه ورولـیـږل:رحمت ربي ځیرکیار(راوېستونکی)، «ملنګ جان: د بې درباره ملي ژبې ملي شاعـر» ۱۹۹۵، او د هغه بل سرلیک و«د اسلام بې تـشـدده سـرتیری:باچاخان د خپلو غرونو سیال» ۱۹۹۹په انګریزي ژبه‎
Eknath Easwaran, Nonviolent Soldier of Islam: Badshah Khan, A Man To Match His Mountains. Tomales, Clifornia: Niligiri  Press
نیاز ته کتابونه ور په ګوتو شوي وو. دا چې د کتابونو د پاکټ خوله به په لار کې څومره چینګه شوې وه یـا نه، هیڅ یې راته و نه ویل. ورپسې د ده له خوا یو پاکټ راورسید چې خوله یې څیرل شوې وه، خو په مینځ کې یې  درې کتابونه روغ رمټ پراته وو: (۱)  د خان عبدالولي خان خطونه: د جهانزېب نیاز د ژوند سوغات. لاهور:ملت پرینټینګ پرس، جولای ۲۰۰۶؛ (۲) جهانزیب نیاز، غني غني دی. لاهور: ملت پرینټینګ پرس، اپرېل ۲۰۰۵؛ (۳) جهانزېب نیاز، زما د ژوند قیصه: څه اورېدلي، څه لیدلي. لاهور: ملت پرینټز، جنوري ۲۰۰۵. ډاډ مې ورکړ چې کتابونه یې په خیر راورسیدل. خو ورته ومې نه ویل چې دراستول شوو کتابونو د کڅوړې خوله  یې شـلیـدلې وه.
زه ځیرکیار د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ نیټې له بخولې راهیسې  د پاکټونو د شلیددلو خولو سره روږدې شوی وم. درې واړه کتابونه مې په ډېره بیړه کې ولوستل او ډېـر خوند او پـند مې ترې واخیست. یو څو ورځې وروسته راته د پوهاند نیاز له خوا یو بله کڅوړه راپه ګوتو شوه چې دوه کتابونو پکې له ډاره ړچ نیولي وو، ځکه چې په ګومان سره  توربي بي یې د کڅوړې شوڼـډې غوڅې کړې وې. یو د پښتو د وتلي شاعر اجمل خټک کتاب و: د ژوند چغه ‎. پیښور:یونیورسټي بوک ایجنسي/جدون پرینټینګ پریس: لومړی ځل فبروري ۲۰۰۶. دوهم کتاب په انګریي ژبه وو
Mukulika  Banerjee, The Pathan Unarmed. Oxford: University of Oxford Pess, 2000.
ما پوهاند نیاز ته د اګست ۲۰۰۶ په لومړیو کې، خپله یوه لڼـډه لیکنه ورلیـ‎ږلې وه چې زما او د ده د ګډملګري ډاکتر ماما کبیر ستوري په مړینه را څرخیدله، په دې سرلیک: ««پښتو په ګوانتانامو کې فارسي په ارګ کې»(۲۴ اپرېل ۲۰۰۶). د  ۲۰۰۶ د اګیست په ۲۳ راباندې نیاز زیری وکړ چې زما دغه پینځه مخیزه لیکنه ورته وروسته له ډېـر انتظار نه ور په ګوتو شوه. نیاز زیاته کړه چۍ  څلور ځلې یې ولوستله. ما د ځان سره د دې ټپې په مټ اټکل کړه چې پوهاند نیاز به ولې دغه لیکنه څلور ځلې لوستلې وي
ماتـه په سـترګـو کې حـال وایـه .................................... لارې کوڅې له غـمازانو ډکـې دیـنه
وړاندې ډاکتر طائزي «خپسې» ته ګوته نیولې وه: د خفسې یانې «خفیه ایجنسو ماهرین خطونه پرانیزي او ګوري خو په داسې طریقه چې عام سـړی پرې پویې نه شي». د ډاکتر طائزي د ځـای خـپسه زما د ځای د تـور بـي بـي په شان سپین ستـرګې نه ده: د خـپسې سلـوک څـه ناڅـه درونـد دی؛خپل هدف ته ځان رسوي خو هڅه کوي چې څوک پرې  پوه نشي. زما د ځای تور بي بي شـډله او بې نزاکته خپسه ده ځکه چې د ۲۰۰۱ سپتمبر ۱۱ نیټې د رټلو پیښو راهیسې د پاکټونو او کڅوړو خولې څیري او غوڅوي.
ولي خان له سنټـرَل جیل- هري پور نه د کال ۱۹۵۲د جون په۱۹ نیټه پوهاند جهانزېب نیاز ته په خپل لیک کې د خندا او ژړا بانـډار جوړکړی دی ځکه چې په جیل کې یولسم اختر نمانځي! ولي خان دلته د بندیانو له مزو او ارامۍ نه ډک ژوند ته ګوته نیسي، له جیل نه بهر د ازادانو د خوښیو، تکلیفونو او مسولیتونو سره یې پرتله کوي ، او بیا له دغه سریز ټکـټیک نه وروسته بِلو(پوهاند نیاز) په غوږ وهي چې لیکونه یې په ظاهري ارزښت (فیس ویلیو) و نه مني ځکه چې دریم څوک یې لولي: «بِلو! د بند دا یولسم اختر و. ولې اوس یې چې دلته کوم سُـر او کیف پیدا کړی دی، هغه ستاسو بهر دنیا د خلکو کله نصیب کیدی شي....دلته خو د پرانیستو تڼـو خوب دی او بې  د خوراک او خیټې سرولـو[څرولو] نه بل شغل نشته.... پاتي شوه خبره ستا او زما د خطونو. نو دغه زما او ستا د نغري د غاړې د میلس[مجلس؟] خبرې دي. هغې کښې د قام څه نه چوسـیـږي او نه دغه د چاپ کولو دي. بله داچې دا په داسې حالاتو کښې لیکل کـیـږي چې هغه وخت د سړی دا فکر وي چې دریم تر میـنځه دی؛ او که زه او ته یوبل سره پس پس کوو، نو هم زمونږ د خـلو[خولو] او غوږونو تر مینځ  نور غوږونه دي. نو که اکثر د زړه هغه په زړه دننه پاتي شي او د دریم د وېـرې نه بهر ته [بـیـر ته] را ننوځي.» ۱۲۲تر ۱۲۳ مخونه
هغه شیبې را نږدې کیـږي چې د باچاخان خورزی او د ولیخان ترورزی پوهاند جهانزېب نیاز به له امریکې نه لـر افغانستان  ته ستـنيـږي. ما هم ورته هغومره بیګارونه ور په غاړه کړل لکه ولیخان به چې له زندانونو نه ور په غاړه کول. ولیخان په ډېره اسمعیل خان کې له سنټرل جیل نه د کال ۱۹۵۲ د فیرورۍ په ۲۴ نیاز ته لیک استولی و.  که زه ځیرکیار له دغه لیک نه د ملاقات ټکی وباسم او په ځای یې د پـیـژندګلوۍ ټکی ولګوم، نو زما حالت به لږوډېر هغه څه ته ورته وي چې په ولي خان تیر شوی و: «راته ګرانه بِـلو....خط دې راورسیدو. ډېرې شکریې، څو څو ځله مې ولوست. ستاسو سره د ملاقات نه پس چې په ما څه تیر شو، هغه په لیکلو کله څرګندېدی شي. په څلور کاله پس مو  یو بل سره سترګې لګیدلې وې. هغه وخت خو زه ستاسو د دیدن په ننداره وم... ولې په زور یې هله پوه شوم چې ستا سو نه جدا شوم او په خپله چکۍ کې پرېوتم. ستاسو راتلو د هغه تیر او هـیر وخت هغه ټولې نندارې  په یوځل راوسپـړلې. هغه ټول خیالات او دماغي تصویرونه چې ما چـیرته خوندي کړي وو او په ټپه مې بند کړي وو، په مخه رادوسار شول، او داسې راباندې راخواره شول چې بیا مې ورته ځان نه شو سمولی.» ۱۴۰ مخ
د دې لیکنې لڼـډیـز پوهاند جهانزیب نیاز په خپله «دسـتار» نومې مجله کې په پیښور/ لر افغانستان کې په  ۲۰۰۶ / ۲۰۰۷ کې «د غـوږونو تر مینځ نور غـوږونه» په سرلیک خپور کړی و. د دغې ګڼې غټ شمیر یې په مینځني ختیـز کې په میشتو پښتنو وېشلی و. زه د پوهاند نیاز له دې ابتکار نه چې ما په منځني ختیز کې د لـر افغانستان افغانانو ته هم وروپیژني د زړه له کومي مننه کـوم.
 
 
 

- Zirakyar
بېرته شاته