(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پنجاب اقتصادي راهداري نه منو

[11.Apr.2016 - 13:42]

پېښور/مشال : پښتونخوا ولسي تحریک د چین ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د درېنۍ [نهې سه شنبې] په ورځ په پېښور کې د یوې ټول ــــ ګوندیزې غونډې رابللو اعلان کړی دی.
د پښتونخوا ولسي غورځنګ مشر ډاکټر سېد عالم مسود وايي، دوی اوس د مغربي او مشرقي لاري په دوکه کې نه پرېوځي او د پښتونخوا د ټولو سیاسي ګوندونو په مټ به له مرکزي حکومته په مغربي لاره د کوریډور جوړولو غوښتنه کوي:
"د نهې ورځي ټول ګوندیزې غونډې ته مو د هر یوه سیاسي ګوند دوه دوه استازي رابللي دی، موږ اوس دا ویل غواړو چې د پنجاب کورېډور نه منو او نور موږ له مشرقي او مغربي لارې توبه وباسو او موږ ځان ته خپل یو کورېډور غواړو او هم په خپله لاره باندې یې غواړو چې د بشام، شانګلې، ملاکنډ، مردان، پېښور، کوهاټ، کرک او ډېره اسماعیل خان په لاره دا اقتصادي راهداري تېره شي."

دوه ورځې وړاندې د پښتونخوا وزیراعلا پروېز خټک هم ویلي ول چې د کوریډور مغربي لارې په نوم له پښتونخوا صوبې سره دوکه شوې ده او صوبايي حکومت به هم په دې ستونزه ټول ــ ګوندیزه غونډه رابللې ده او د وزیر اعلا مشیر ملک قاسم خان خټک وايي، وفاقي حکومت چې د مغربي لارې سړک جوړوي هغه دوی ته قبول نه دی:
"زموږ تحفظات دا دي چې اصل مغربي لاره زموږ لاره ده او دوی چې کوم د مغربی لارې نقشه ورکړې ده، هغه سمه نه ده او دا د مشرقي لارې یوه برخه ده، اصل مغربي لاره د انډس های وې لاره ده چې تر ډېره اسماعیل خانه تېره شوې ده."

د پاکستان وزیر اعظم میا نواز شریف د چېن ـــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې په دوو ټول ــــ ګوندیزو غونډو کې له قام سره ژمنه کړې وه چې تر ټولو اول به د کوریډور مغربي لاره جوړوي خو د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سېد عالم مسود وايي، مرکزي حکومت د کوریډور مغربي لارې په نوم یواځې یو سړک جوړوي او هغه هم د جنوبي ضلعو د انډس های وې نه بلکې له یوې نوې لارې نه تېرېږي چې له اسلام آباده به پیلېږي:

"وفاق چې د مغربي لارې په نوم سړک منظور کړی دی نو هغه یواځې د دوه سوه پنځه اتیا کلوميټره سړک دی او دا له حسن ابداله او له برهانه نه بلکې له اسلام اباده پيلېږي او د فتح جنګ او پنډی ګېپ تراب دواود خېل میانوالي عیساخېل له میانوالي تېريږياو بیا په چشمه او پنیاله باندې د مولانا فضل رحمان حلقې ته رسول کېږي، او بیا به یواځې یارک ته رسول کېږي او ګوادر ته تر دا سړکه رسول کېږي."

یاده دې وي چې د کاشغر ــــ ګوادر لارې رخ پنجاب ته د اړولو په لړ کې یو ځل بیا په پښتونخوا صوبه کې اندېښنې راپارېدلي دي او د پښتونخوا حکومت او پښتونخوا ولسي تحریک لخوا ټول ګوندیزې غونډې رابلل شوی دي.

- مسود
بېرته شاته