(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژړیدلې مورې !

[19.Apr.2016 - 11:22]

لیک : سلیم ملکزی
ګرانې مورې! زما په دنیاګۍ کې داسې ژبه نشته چې ستا د مینې او مقام ستاینه او لمانځنه پری وشي.
نیازبینې مورې! زما په بدن کې داسې سترګې نشته چې ستا له ښکلا پورته، د بلې ښکلا ننداره پری وشي.
نازولې مورې! ته هغه هستي یی چې جنتونه ستا له قدمونو لاندی دي.
قدرمنې مورې! ستا یادونه تل تازه او خاطرې دې تر ټولو خوږې دي.
پتمنې مورې! ته د نهییلو په تورې ترږمۍ کې، د رڼا څلی او د زمانې غږ یی.
درنې مورې! ته د هیلو، امیدونو او ارزوګانو داسی سیند یی چې هیڅکله به وچ نشي.
خوږې مورې! ستا زړه، تر ټولو زړونو نرم او ته تر ټولو مخلوقاتو، مهربانه خلقت یی.
د زړه په تل کې مورې! د ژړلو لپاره تر ټوله غوره ځای، ستا غیږه ده.
پیاوړې مورې! ته د غم په وخت کې ډاډګیرنه او د کمزورتیا په وخت کې پیاوړتیا یی.
عزتمنې مورې! ته هغه هنداره یی چې د خپلو بچیانو رنګ ته، رنګ بښي.
مورې! نن د مۍ لسمه او نړۍ والو دا ورځ، ستا د ورځې په نوم نومولی ده. نن د نړۍ په لر او بر کې ستا مقام ته د درناوي په عنوان غونډې جوړیږي، ستا په نوم کارتونه انځوریږي او ستا په څیر میندو ته مډالونه ډالۍ کیږي. شاعران دی د شعر په ژبه او لیکوالان دی د قلم په څوکه ستایي. خو لدی ټولو ها خوا، ستا په ټوکر ټوکر هیواد کې ستا یتیم شوي او بی اسرې بچیان، تا پخپلو سلګیو او تړمو اوښکو سره لمانځي.
مورې! د اسماني ادیانو او صحیفو په ګډون، انساني تاریخ پخپلو ټولو پخوانیو او معاصرو پاڼو کې ستا د حق او تقدس په هکله دومره سپارښتنه نده لیدلې، لکه څرنګه چې په قرانکریم او د پیغمبر (ص) په حدیثونو کې ستا یادونه شوی. د الاسراء په ۲۳ آیت کې الله تعالی داسی فرمایي (ستا رب پریکړه کړی چې پرته له ده نه د بل هیڅ چا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه چال چلند کوئ. که له هغوئ نه یو، یا دواړه زړښت ته ورسیږي نو د اف غوندی وړه خبره هم ورته مه وایی، دوئ مه رټۍ او خورا نرمې او مهربانه خبرې ورته کوئ)

مورې! څرنګه چې ته د زړه سوي سمبول او د سرښندنې او مینې مظهر یی، نو اسلام ستا خدمت او اطاعت، ستا د اولادونو دیني وجیبه او انساني دنده ګرځولې . یوه ورځ د ابوبکر الصدیق لور اسماء چې د حضرت عائشې مشره ناسکه خور ده، له رسول الله (ص) څخه د خپلې مشرکې مور سره د خیر ښیګڼې او خدمت په اړه پوښتنه وکړه چې څه وکړي؟ نو حضرت پیغمبر ورته وویل چې: هو، د هغې مرسته او خدمت وکړه.

مورې! ستا د مهربانې غیږې په خاطر، ستا د نیمې شپې د شوګیرو له مخې او ستا د الله هو للوللو له وجې، ستا رب ستا د قدرونې او ارزونې لپاره د الاحقاف په ۱۵ آیت کې داسی حکم کړیدی ( وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَاناً حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهاً وَوَضَعَتْهُ كُرْهاً – او مونږ انسان ته امر کړی چې له مور او پلار سره ښیګڼه او نیکي وکړي، ځکه چې مور یی خورا په ستونزې سره په خیټه کې ساتلې او بیا یی په ډیرې سختۍ سره زیږولې دی) او په النساء کې، الله تعالی د خپل عبادت او له هغه سره د شریک نیولو څخه د پرهیز سره جوخت، د مور او پلار سره په همکارۍ او احسان داسی ټینګار کوي: (وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا – یواځي د الله عبادت وکړئ، له هغه سره شریک مه نیسۍ او له مور او پلار سره احسان او نیکي وکړئ).

مورې! کله چې د اسلام ستر پیغمبر خپل هغه صحابي ته چې بوډۍ مور یی په اوږو کښینولۍ او له کعبې څخه یی ورباندی د طواف کولو وروسته پوښته وکړه چې یا رسول الله، آیا ما د خپلې مور حق ادا کړ، کنه؟ نو مورې پوهیږې چې ستا پیغمبر ورته په ځواب کې څه وویل:( نه، تا د خپلې مور د هغه درد یوه برخه حق هم ندی اداء کړی کله چې ته یی زیږیولې).

مورې! تا به حتما اوریدلي وي چې یونیم زرکاله وړاندی یوې غزا ته د تیارۍ په مهال، کله چې یو صحابي ستا پیغمبر (ص) ته راغی او ورڅخه یی مشوره وغوښته چې زه غواړم له تا سره جهاد ته ولاړشم. نو پوهیږې چې هغه (ص) ورته څه وویل:( آیا مور لرې؟ هغوئ ځواب ورکړ چې هو. بیا رسول الله ورته وویل: ورځه د هغې خدمت وکړه، ځکه د هغې د پښو لاندی جنت دی).

مورې! ستا هیوادوال وایی چې د مور ورځ بدعت دی، ناروا ده او نادوده. دا د غرب تحفه ده، دا بی لاریتوب دی او ګمراهي ده. خو همدا غربیان په کال کې یوه ورځ لږ تر لږه د انسانیت په نوم، د بشری عاطفې له مخې او د فطرت په حکم، د سرو ګلانو په ګیډیو سره د خپلو میندو د ورځې لمانځنه کوي.

مورې! ستا د هیواد هر بچي مني چې یوه مورهم جګړه ماره نده، ولی بیاهم هره مور د جګړې قرباني ده. ستا د وطن دا تورمخي جګړه ماران د کال په هره ورځ کې، ګړۍ په ګړۍ او ګام په ګام، د مذهب په نوم خپلې میندې ژړوي. د دوئ څیري ګریوانونه په اوښکو لندوي او د دوئ د سترګو په وړاندی، د دوئ د بچیانو په مرۍ چاړه ږدي، د تکبیر ناره ورباندی یایي او د کرکې په تیره توره یی حلالوي.

خو صابرو میندو! یوه ورځ به حتما د دی کور ړنګې جګړې متره وچه، د پردیو دا ټوپکونه له اوږو کوز، د ورور وژنې دا ماشې ماتې او بالاخره د ژړلیدلو میندو د نهیلیو دا ژمی به هم تیر شي، ځو د نبي د دروغجنو وارثانو دا سکاره مخونه به همداسی تور پاتې شي.

- سلیم ملکزی
بېرته شاته