(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د ستونزې حل څه دی

[26.Apr.2016 - 03:24]

لیکوال: کريم خُرم       ژباړه: ميرويس درانی

په داسې حال کې چې خلک د نفرت او غچ نغارې غږوي، د هوښيارۍ خبره او خلک ورته رابلل به دومره استقبال نه شي، مګر انساني او ملي مسؤوليت مې مجبوروي چې خپل ځورېدلی ولس ځيرکتيا ته راوبلم.
په کابل کې د تېرې سې شنبې ترهګريز بريد زموږ ډېر بې ګناه وطنوال په وينو ولړل او زموږ ملت يې ويرجن کړ. متاسفانه دې ته ورته پېښې هره ورځې زموږ په کليو او اطرافو کې ترسره کېږي او د دې وطن بچي په مختلفو نومونو وژل کېږي.
په حقيقت کې زموږ خلک د يوې خاينانه او خونړۍ لوبې قرباني کېږي او په يوه خطرناکه لومه کې ګير شوي دي. که موږ د دغې لوبې عمق ونه پېژنو، هره ورځ به په کې لا ډېر غرقېږو.
د تېرې سې شنبې له چاودنې وروسته، د معمول پر ضد او ډېر ژر، په ټولنيزو رسنيو کې د دغې پېښې د عاملينو عکسونه او ويډيوګانې له عکسونو سره خپرې شوې. د دوی په مقابل کې زموږ خلکو په حقه غبرګونونه ښکاره کړل. د دوی له ډلې، د ملي امنيت رياست پخوانی عمومي مشر، رحمت الله نبيل وليکل چې د دغه بريد په ځواب کې د حقاني شبکې هغه نامتو کسان چې اوس په بند کې دي او په اعدام محکوم شوي دي، بايد اعدام شي. دغه خبره ځينو برحاله دولتي چارواکو هم تکرار کړه.
دا سمه ده چې سړي وژونکي بايد د هېواد د محکمو د پرېکړو له مخې اعدام شي، مګر اساسي ستونزه د اوسنۍ جګړې د څرنګوالي او په مقابل کې يې د برخورد په اړه ده.
که په تاوتريخوالي د تاوتريخوالي ځواب دغه جګړه پای ته رسولای شي، بايد د بې ګناه خلکو له پاره وکارول شي، خو خبره دا ده چې داسې به ونه شي. آيا د انجنير صاحب نبيل په ياد نه دي چې کله چې لطف الله مسيد د سولې له پاره راغلی و، د امريکايانو له لورې په زوره د ده له خلکو څخه يوړل شو او د نوي حکومت له راتلو سره د همغو امريکايانو له لورې د پاکستان حکومت ته وسپارل شو؟ که موږ پوهېږو چې د تېرې سې شنبې چاودنه د حقاني ډلې ترسره کړې او دغه ډله له راولپېنډۍ او اسلام آباد څخه رهبري کېږي او که د امريکا د پوځ مشر د حقاني ډله د آی اېس ای ښي لاس بولي، بيا يې لطف الله مسيد ولې پاکستاني پوځ ته وسپاره؟
پخواني ولسمشر يو مهالي بګرام زندان د طالبجوړونې له فابريکې سره تشبېه کړی و. د سې شنبې د وژنې يو ترسره کوونکی، د هغه له خپلې خولې د بګرام پخوانی زنداني و او هلته ټکول شوی او توهين شوی و. آیا داسې نه ده چې له ذهني او رواني دورو وروسته، له خپلو خلکو او نظام څخه کرکجنو کسانو ته د آی اېس آی په روزنځايونو کې وژنه او قتل ورښوول کېږي او بيا افغانستان ته لېږل کېږي؟ که داسې وي نو بيا ولې امريکا په يوه وخت کې زموږ حکومت ته د حامد کرزي په اصطلاح څو «بمبيرک» ته ورته الوتکې ورکوي، ورسره پر پاکستان هم F-16 الوتکې پلوري؟
آيا پخوا، آن د طالبانو پر مهال، افغانستان د نن په څېر د پاکستان پر وړاندې کمزوری و؟ موږ خو له متحده آيالاتو سره امنيتي تړون لاسليک کړی دی، بيا ولې هره ورځ د پاکستان د پرمختګ او پر ډيورنډ کرښه د رااوړېدو شاهدان يو؟ هغه کسان چې د مشورتي لويې جرګې پر مهال کمېټه په کمېټه ګرځېدل او د امنيتي تړون په خوا يې تبليغات کول، اوس چېرته دي؟ آيا د امنيتي تړون مخالفين د پاکستان او ايران کسان نه بلل کېدل؟ آيا اوس د امنيتي تړون پر شتون سربېره پاکستان زموږ پر وړاندې څو چنده زړه ور شوی نه دی؟ آيا زموږ اقتصادي وضعيت لا نه دی خراب شوی او بالآخره هماغه څه نه دي شوي چې پخواني ولسمشر به ويلې چې د سولې د شرط د نشت پر مهال د امنيتي تړون لاسليکول به د دې لامل شي چې امريکايان په خپلو اډو کې خوندي کېني او هره ورځ به افغانان وژل کېږي؟
حکومت بايد د انتقامي شعارونو له تکرار څخه مخکې د اوسنۍ لوبې او فاجعې عمق ته ځير شي او ترې د وتلو لاره ولټوي. له اوسني حالت څخه د وتلو لاره دا ده چې له امريکا څخه وپوښتل شي چې افغانستان ته د څه له پاره راغلې او دلته څه کوي. زه شک لرم چې امريکا به د خپلو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته دې ته ميلان ولري چې د افغانستان اوسنی حکومت دوام ومومي. له مخکې تيار شوي سوال په ځواب کې چې جان کېري د افغانستان د رهبرانو د پنځه کلن توافق خبره وکړه او د اوسني حکومت رنګه يې تر ډېره بده کړه او د طالبانو هغه داعيه يې، چې د امريکايانو د شتون او لاسوهني پر وړاندې جنګېږي، قوي کړه. تاوتريخوالی هغه مهال ډېر زورور شو چې د طالبانو د نوي رهبر د مرګ او ژوند په اړه پوښتنې تر تېر هر کله ډېرې جدي راپورته شوې.
هغه تبليغاتي ويډيوګانې چې د سوداګريزو اعلانو په څېر د يوه نامعلوم مرجع له لورې تلويزيونو ته ورکول کېږي او د نشر پر صورت کې يې پرېمانه پيسې ورکول کېږي، په خپل وار تاوتريخوالی او انتقام اخيستنه خپروي.
نو ويلای شو چې د سولې خبرې له غولونې پرته نور څه نه دي او امريکا په افغانستان کې د جګړې دوام او د تاوتريخوالي لمن پراخول غواړي. په دغه خونړۍ جګړه کې د افغانستان خاوره امريکا ته د اډې، او خلک يې د دغې جګړې د اور د لرګيو حيثيت لري.
پر دې اساس، په تاوتريخوالي د تاوتريخوالي ځوابول زموږ درد نه دوا کوي، بلکې لا ستونزه پېچلې کوي. ځيرکتيا او يووالی مو د ژغورنې لامل کېدای شي.

- خرم
بېرته شاته