(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قلم والا محسود

[06.May.2016 - 20:21]

شاهین بونیری
یو محسود ټوپک والا محسود وو ، بم والا محسود وو ، تشدد والا محسود وو ، داسې محسود وو چې په خلکو د خپلې خبرې په زور د منلو لپاره يي هر څه ته اور لګولو ــــــ یو دا محسود دې چې د خپلې خاورې د حق خبره کوي ، د خپل اولس د پرمختیا او ابادۍ وکالت کوي ، د پاکستان او چین تر مینځ په ترقیاتي منصوبو کې د خپل قام برخه غواړي ، په دې تورو تیارو کې د رڼا خبره کوي ــــ او ځکه يي کوي چې هغه په دې خبره باور لري چې جنګ ددې خاورې مقدر نه دی.
د ریاستي پالیسۍ تر مخه ټوپک والا محسود مهم ځکه وو چې هغه د ستراتیجیکي ژوروالي منصوبه پرمخ وړه ــــــ په دغه منصوبه کې وینه د دې خاورې د بچو توییده خو ډالرې لاهور او پنډۍ ته راتلې ـــ هغه دومره زورور وو، دومره واکمن وو چې د صوبې منتخب حکومت ته يي په یوه اوونۍ کې دننه دننه د واک نه د لیرې کیدو دړکه ورکړې وه ــــ
هغه چې د ځاي خلکو لپاره هر څومره بد وو خو د پاکستان په ریاستي بیانیه کې ؛وطن پال ؛ او ؛ اسلام پال؛ وو.
دا محسود قلم والا محسود دی ـــــ علم او شعور والا محسود دی ــــــ په اولس کې د شعور پیدا کولو له لارې خپل حق غوښتونکې محسود دی ــــــــ او هم دغه وجه ده چې نه د ریاست خوښ دی او نه د ریاستي ادارو.
دا هغه محسود دې چې ملګري يي د مریضانو نه بلها فیسونه اخلي، د دوایانو جوړونکو کمپنیانو نه کمیشنې اخلي ــــــ نوي نوي ګاډي اخلي ــــ لوي لوي کورونه جوړوي او دې هره ورځ کله اولسي غونډو ته او کله ریاستي چارواکو ته دا خبره مخې ته ږدي چې که چیرې د پاکستان او چین تر مینځ د اقتصادي راهدارۍ په منصوبه کې پښتنو ته خپله برخه ورکړل شي نو په دې خاوره د وینو سیلاب ودریدې شي.
د هغه اواز دادې چې مونږ یوازې ستاسو جنګونو له نه یو پیدا.
خو دا اواز د ریاست د واکمنو خوښ نه دی ــــــ ځکه چې دا اواز د ابادۍ او بیدارۍ دې ــــــــ ځکه چې د اواز د پرمختیا او خوشالۍ دی ـــــ خو دا اواز د بغاوت هم دی ــــــــ دا اواز د هغه ریاستي پالیسۍ پر ضد دې د کوم د لاندې چې په ملینونو خلک اوس هم د ایف سي ار د تور قانون لاندې د خپلو بنیادي انساني حقونو نه بې برخې دی.
قلم والا محسود ــــ ډاکټر سید عالم محسود دی چې تیره اونۍ ورته د پیښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه سیمینار کې د ګډون او په دغه منصوبه د خبرو بلنه ورکړل شوه ــــــــ خو دا بلنه هغه وخت واپس واخستل شوه ـــــــــــ کله چې د ؛بره؛ نه د پوهنتون انتظامیې ته وویل شو چې که قلم والا محسود خبره کوي نو بیا د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر په غونډه کې برخه نه شي اخستې ــــــــ

یعني ټوپک والا محسود سره د خبرو لپاره خو سوالونه او منتونه کیږي ، د هغه ډلې ته په پیښور کې د دفتر ورکولو اعلانونه کیږي خو قلم والا محسود ته د خبرو اجازه هم نشته ـــــــ یعني د جمهوریت او بیان د ازادۍ ټولې خبرې ، ټولې دعوې د اباسین نه دې لور ته هیڅ قیمت نه لري ـــــــــ او که چیرې داسې نه ده نو بیا دې ریاست ددې خبرې سپیناوې وکړي چې که چیرې دعلم لاره ، د امن لاره او د شعور لاره وتړل شي نو دې اولس سره به د خپلې خبرې کولو لپاره کومه لار پاتې شي؟

په اباسین جانان لاهو کړم
په کیناره راسره ځي ډاډ راکوینه

- شاهین بونیری
بېرته شاته