(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان جمهور رئیس ته

[16.May.2016 - 22:50]
 

د افغانستان جلالتمآب جمهور رئیس ته لیک!

وحيده نوري

تاسې پوهيږئ زه دې د مریم لور په څير يوه پيغله يم، پلار مې پوره څلور لسيزې دې وطن ته خدمت کړی دی له سلام کلامه ځکه درته تيریږم چې عسکر پلارمې راته دا نصحيت کړی چې لوري تر هسې خبرو د مطلب خبره کوه او له هسې غوړه مالۍ او تملوق څخه تیریږه.
ګرانه ولسمشره! 
تاته هم ځکه د پلار خطاب کوم چې يو مې اولوالامر يي او بل دا چې تا هم پوره عمر د انسانیت لپاره تدريس کړی دی.
قدرمنه !هغه چې نن ستا ننګه کوي پرون يي ته په ننګه شرميدې او په اوله ورځ دې له خپل قوميت سره هم مخه ښه وکړه تا فکر کړی ووکه له قوميته تیر شم نو دا شته ملي روحيه به مې نوره هم ملي شی خو کاش دلته خلک په دې پوهیدای. 
ولسمشره! نن هغو ستا په خاطر لاریون وکړ چې پرون يي تاته يو نيم ميلیون رايي هم درکړې وې کیدای شی د بوختياوو له امله به ستا هیر وي خو د خوست جواز خان مه هیروه ځکه جواز خان د
 ۲۱ پيړۍ تر ټولو زړور او په وطن مين سړی وو او ده ته ورته ډير نور هم شته دي خو څه وکړي کاش ارګ ته تګ لکه پښتونستان څلور لارې ته آسانه وی ته ارګ ته له تګ سره سم یوازې څو تنو سخت کلابند کړی يي د ملت سانسور شوی غږ دوی په داسې انداز در رسوي چې حقيقت پکې نه وي او مصنوعي غږ ستا زړه ته لاره نه کوي.
زموږ سپین ږيرې او قدرمن ولسمشره!
ته پوهيږې په هغه ورځ چې تا عبدالعلي مزاري ته لقبونه ورکول، د طلوع، يک،اریانا،هشت صبح او.... په متعصبو،قوم پالو، ژبپالو او ځان پالو خبريالانو دې مډآلونه ويشل ماته د کرزي د وخت هغه لوريني او ملکي را ياده شوه چې زه يي په پوره
 ۱۳ کاله وکړولم، ماته د کندز د هغو پيغلو عزت را ياد شو چې همدې ستا مډال ورکړي د طلوع خبريال يي یوازې د خبر په خاطر په عزت لوبې وکړې، زه او ما رنګي د کرزي په وخت کې دې پريکړې ته رسيدلی وو چې په افغانستان کې ښه سړی نه سړی او او سم سړی بیا نه سړی دی خو چې ستا مډالونه او لورينې مې ولیدې نو داسې فکر مې وکړ چې موږ د کرزي د وخت د دوام په درشل کې يو، خو يوازې څيره بدله شوه کرزی ولاړ غني راغی، خو زه وايم راشه يوه خبره ومنه له ځانه کښته ته په کښته او له ځانه پورته ته په پورته سترګه وګوره، ځکه د دې وطن ستونزې او کړاوونو هغه وخت حل کيدای شي چې د ټټار، نجار، پنچرمین، عالم، مشر، سپين ږيري، تور سرې، لوستي، نالوستي، ماستر، ليسانس او ډاکټر ځايونه معلوم وي ځکه هغه پښتو لنډۍ ده چې وايي:
په شملګۍ دې شوم غلطه
چې کورته درغلم يوه خره وه بله يي کته
ولسمشره!
منم مجبور يي،منم چې له پخواني ولسمشر څخه ډيرې ستونزې درته پاتې دي، منم چې ددې وطن ننی حالت او پرونی حالت ډير سره توپیر لري ، بیکاري هم وينم، ناامني هم وينم، په دې هم پوهيږم چې بهرنۍ مرستې کمې شوي دي، دا مې ښه درک کړې چې ستا په شتون کې افغانستان ډير ښه لوري ته روان دی، خو که ته لږ جدي شي، د لومړیو ورځو په څير ډاډه تور ته تور او سپين ته سپين وايي نو در باندې مسلط غله به ډير ژر په تيښته شي ځکه چې د غل په ږیره کې خلی وي نن که محقق د مدنيت خبره کوي پرون همدې نني متمدن د ډيرو په سرونو کې ميخونه ټک وهلي دي همداسې که خليلي د عدالت خبره کوي نو پرون همدې خليلي چې د ولسمشر مرستيال وو يوازې د يو قوم په ننګه په بهسودو کې خيمې درولې او په ارزګان کې يي حکیم شجاعي ته زموږ د مشرانو د ترور او وژنو فتواوې ورکولې او چې له واکه کښته شو دده په وخت کې تاييد شوې پروژه اوس د مکې پر ځای ترکستان ته بيول غواړي. نو که دوی نن د ایران او پاکستان په پيسو ځانونه متمدن بولي نو موږ خو ځکه تر دوی ډير متمدن يو چې تاغوندې مشران مو پر دې ټولنه لورولي دي ایران او پاکستان وژلي يو او لا مو هم وژني خو د وطن د ساتنې په خاطر کوښښ کوو له يو بله مخکې شو.
ولسمشره!
په ټولنیزو پاڼو کې له تانه نن هغو خلکو ملاتړ وکړ چې پرون يي ستا پر کړنو، مډالونو او لورينو باندې نيوکې کولې ته پوهیږې دوی ولې داسې وکړل؟ دوی ځکه داسې وکړل چې دوی ته د ځان نه بلکه د ولس وبللې خو دا مه هیروه که چیرته حق خبرې ته راشو نو تاته شوی سپکاوی د غندلو نه بلکه د ستايلو وو ځکه تاته هغو سپکاوی وکړ پر چا چې تر تا مخکې او بیا تا ورته تر ټولو ډير امتيازات ورکړي وو.
ولسمشره! 
راځه نو يو هوډ وکړه، يو قوي تصميم ونيسه ټوټاپ له سالنګه را تیره کړه، د محقق غوږونه ور تاو کړه او قوم ته لابي کونکی خليلي له سولې شورا لرې او په کور يي کينوه ځکه که خليلي غوندي عقده پالي او شرخوښي د سولې په شورا کې وي نو سوله خو به نه يوازې را نه شي بلکه هسې خيال به يي هم زموږ له سرونو و وزي.
په درنښت
ستا لور
وحيده نوري

- وحيده نوري
بېرته شاته