(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غیرت، عقل او د دواړو ټولنیز بستر

[12.Jun.2016 - 01:16]

لیک:عبدالغفور لیوال

د خراساني ابومسلم په اړه مشهوره ده، چې خپل نازولی اس یې پخپل لاس وواژه ، دهغه زین یې په اور کې وسیزه، ځکه دده ناوې پرې سپره شوې وه. ابو مسلم ته دا غیرت دریده، چې ترمېرمن وروسته یې  پرهغه اس بل نارینه سپورشي. ددغه واکمن دا کار که همدا اوس  د (ښه ) او ( بد) پر تله وتلو، نو یو شمېر به یې لاهم غیرت ګڼي اوپلوي به یې کوي، خو ګڼ شمېر به داسې هم وي، چې دا کار ورته  وچ حماقت ښکاري اوله عقل سره یې برابر  نه ګڼي.  د غیرت او عقل ډایالکتیکي مخامختیا زړه ده، خو په هره برخه کې دغه دوه انساني ځواکونه یو دبل پر وړاندې نه دریږي، بلکې ډېر ځله عقل د غیرت مرستې ته وردانګي او غیرت  بریا ته رسوي. غیرت یوازې هغه مهال په سرخوږي او منفي څيز بدلیږي، چې له عقلانیت څخه ووځي او د انسان په تاوان تمام شي. 
له خپل کورني حریم څخه ساتنه هم د غیرت غوښتنه ده او هم عقلي کار دی، له هېواده ساتنه هم د غیرت یوه غوښتنه ده هم دعقل، خو که څوک د غیرت په نامه چاړه په خپله خیټه منډي، دا بېعقلي ده. 
عقل او غیرت سره ګاونډیان دي، خو د دوی ترمنځ د بېلتون کرښه تل د شخړې پوله ده، ټولنیز، فرهنګي، عقیدوي او رواني شرایط د دواړو پولې سره ټاکي. 
که ټولنه بې ثباته وي اوقانون نه پلی کیږي، حکومت د خلکو امنیت نه شي ساتلای او جنایت ډېر کیږي، په داسې شرایطو کې ښځه او زلمکیان خوندي نه دي، هره شېبه پردوی د تيري ګواښ شته ، په داسې وخت کې د ښځمنواو زلمکیانو ناموسي حریم  خورا لنډ وتنګ دی، که په داسې شرایطو کې خلک پرخپلو ښځو او زلمکیو بچیانو ویریږي دا د غیرت غوښتنه ده، دلته نو عقل هم مرسته کوي، چې خلک خپل ناموسي حریم سم وساتلای شي. 
خو که قانون پلی وي، امنیت خوندي وي، هیڅوک د چا ښځمنې یا زلمکي ته په بده سترګه نه شي کتلای په داسې شرایطو کې پر ښځه شل ډوله  پردې وراچول او زلمکي له کوره بهر نه راپرېښودل، غیرت نه ، بلکې بېعقلي ګڼلای کیږي. 
دود، دستور، عقیدوي احکام، اقتصادي وضعیت او فرهنګي بستر هم د عقل او غیرت ترمنځ پولې ټاکي. وايي په زړو سلاوي ټولنو کې یومهال دا دود و چې کوربه به مېلمه ته  ، د مېلمه پالنې په دود،  خپله ښځه ورلېږله چې شپه ورسره تېره کړي، دا په دودیز ه توګه بېغیرتي نه ګڼل کېده، بلکې د مېلمه عزت یې ګاڼه او د مېلمه ښه عزت پخپله د غیرت یوه برخه وه. په زاړه مصر کې د خور او ورور ترمنځ واده کول روا ګڼل کېدل، نو ځکه له خور سره د ورور معاشقه هم غیرت بلل کېده. په اوسنۍ لویدیزه نړۍ کې د تره، ترور، ماما او توړۍ لورګانې داسې ګڼل کیږي، لکه خویندې، ځکه خو د دوی ترمنځ واده ته په ښه سترګه نه کتل کیږي . 
په افغاني ټولنه کې د تربور په وړاندې توره راایستل، هغه ژوبلول، وژل او مال یې راخپلول غیرت بلل کیږي، خو په ګڼو نورو ټولنو کې دا یوه لویه بې عقلي او تاوتریخوالی، چې لا ناانساني کار ګڼل کیږی. 
په اماني دوره کې عکس اخیستل، تذکره درلودل، پتلون اغوستل او ځان پاک ساتل بېغیرتي ګڼل کېدل، خو اوس  دا کارونه اړتیا بلل کیږي. 
په نادرشاهي او ظاهر شاهي  زمانه کې ښوونځي ته د هلکانو لېږل لوی عیب بلل کېده، خانانو به دخپلو بزګرانو، ناظرانو، شاطرانو او مزدورانو زامن د خپلو زامنو پرځای ښوونځیو ته لېږل، ځکه دا د دوی لپاره لویه بېغیرتي وه، چې خپل زامن او لمسي ښوونځي ته ولېږي، مګر نن هوښیار سړی هغه بلل کیږي، چې خپل زامن، بلکې لوڼې هم ښوونځي ته ولیږي . 
یو مهال به چې چا راډیو اورېده، نو خلکو به ډم او بد اخلاقه  ګاڼه، خو اوس خلک د روژې اذان په راډیو کې اوري او ملایان په تلویزیون کې ناست وي. 
دا ټول راښيي، چې  د عقل او غیرت پولې سره بدلیږي، هرڅومره چې یو عمل ګټور وي، ګټه یې عامه وي او د انسان عقلاني حریم ته زیان نه رسوي، ورو ورو د غیرت له قلمرو څخه راوځي. 
موډرن انسانان فکر کوي، هرهغه عمل چې  شخصیتي حریم  ـ داسې حریم چې له عقلي معیارونو سره سم ټاکل شوی وي ـ نه ړنګوي، قانون نه ماتوي، اخلاق نه زیانمنوي او انساني عاطفه نه زخمي کوي، همدا راز عقیدوي بنسټونو ته ګواښ ونه ګڼل شي، داسې عمل نه ښايي بېغیرتي وګڼل شي. 
د احمدشاه بابا په زمانه کې پښتنو ته میرزايي او نور درباري کارونه بېغیرتي اېسېدل، پاچا مجبور شو، ددې کار لپاره یې قزلباش میرزایان، فراشباشان، اشپزان، سلمانان، ندیمان او خادمان له ایرانه راوستل، ښځینه قزلباشانې یې په دربار کې د حرم دچارو لپاره وګومارلې، په دې توګه د دوی ژبه د دربار ژبه شوه، پښتنو د بېځایه غیرت په نامه له درباره خپله ژبه او فرهنګ وشړل او په دې توګه یې تاریخي هویتي او فرهنګي تاوان وزغامه. 
تر څولسیزو پخوا به دوکانداري او تجارت بقالي ګڼل کېده، حرفې او کسب وکار به د سپکو خلکو کار ګڼل کېده، ټټار، جولا، پښ، نداف او نور تولیدوونکي به سیالان نه ګڼل کېدل . بس ټوپک په اوږه ګرځېدل او وچه کلانکاري به د غیرت یوه برخه وه، ځکه خو ټولنه  بې تولیده، بې اقتصاده ، متشدده، وروسته پاتې او له شعوري پلوه له پرمختګونو بېخبره پاتې شوه، خو بېځایه او نامعقول غیرت دومره لویې بېغیرتۍ ته اړ کړو، چې د کافر او مسلمان خیرات او ذکات ته یې په ګدايي کینولو . 
همدا اوس افغانوژنه  دغیرت یوه برخه ده، انسانوژنه چې تر ټولو لوی جنایت او ستر وحشت دی، دلته ، په افغانستان کې ، ځکه بده نه ګڼل کیږي، چې وژونکی خلکو ته غیرتي بنیادم ښکاري. 
بهرنیانو، په تېره بیا ګاونډیانو زموږ پرهمدغه حماقت او بېعقلۍ پانګونه کړې ده، په دې توګه وحشت او تاوتریخوالي دغیرت په نامه د عقل پوله دومره شاته تنبولې ده، چې موږ هېڅکله افغانوژنه د یوه ستر جنایت په توګه نه شو غندلی، ځکه بیا خلکو ته بېغیرته ښکارو. 
په افغانستان کې ( بې عقل) دومره لوی پېغور نه ګڼل کیږي، لکه ( بې غیرت) چې ګڼل کیږي، که تاسو چاته د ( بې عقل) ښکنځل وکړئ، ښايي هغه هم درته یوه ورته ښکنځل وکړي، خو که چاته مو ( بې غیرت ) وویل، نو یا ځان وژني او یا هم تاسو. 
حتی له دین سره هم زموږ چلند عقلاني او روحاني  نه دی، بلکې موږ پرته له دې چې د دین په ټولو ښېګڼو ځان پوه کړو، پردین غیرت کوو. دیني پوهه نه لرو، خو حاضر یو د دین په نامه د وینو رودونه وبهوو. 
په تېرو څلویښتو کلونو کې، که په افغانستان کې درې ميلیونه انسانان وژل شوي وي، چې دا ټول د اوسني نفوس لس سلنه ده، نو یو میلیون به یې روسانو، امریکایانو، پرنګیانو یا پاکستانیانو او ایرانیانو وژلي وي. دوه میلیونه نور پخپله افغانانو په دې او هغه نامه وژلي دي. دا ټول مسلمان افغانان د غیرت په سیالۍ کې وژل شوي دي. ګڼ زلمیان یوازې د دې لپاره جګړو ته تللي، چې نورو ته غیرتي ښکاره شي، د کورنیو جګړو خاطرې ښيي، چې نوي په سلو کې جګړه ماران له سیاستونو، سیاسي لوبو او د مشرانو له ګټو او واکغوښتنو څخه نه وخبر، بلکې دوی یې د غیرت په نیلي سپاره د خونړیو جګړو کرښو ته لېږل.  له عقلانیت څخه لرې خو یې دا ده، چې د خپلو هېوادوالو وژونکي اتلان او مشران ګڼل کیږي. موږ په دومره موده کې دغه وژنې په عقلانیت ونه تللې او پر دې مو فکر ونه کړ، چې دا هرڅه ولې؟ د کوم ارزښت لپاره ؟ څلویښت کاله مو له خپل ضمیر او وجدان څخه د تېښتې لپاره خپل دغه وحشت ته د ( غیرت ) نوم ورکړ او له خپل عقل څخه وتښتېدو. موږ ډېر ځله له عقل څخه د غیرت ترشا پټیږو. 
موږ له دې لوی او ملي کړکېچ څخه هغه وخت راوتلای شو، چې د عقل او غیرت ترمنځ پوله  د انساني ارزښتونو پربنسټ وټاکلای شو، بلکې د دې دواړو د مخامختیا پرځای د دواړو ملګرتیا ته لاره هواره کړو. عقل باید د مثبت غیرت ملاتړ وکړي. د خپل هېوادوال وژل بایدد غیرت له قلمرو څخه وشړو او پرځای یې د افغان انسان لپاره خدمات، تولید، اقتصادي سرچینې ، پوهه او د انساني ژوندښه شرایط د غیرت په قلمرو  کې شامل کړو. 
تر ابومسلمه هوښیار شوي افغانان   هغه اس نه وژني چې  ناوې یې  پرې سپره راغلې ده، د اماني دورې تر افغانه هوښیارشوی افغان اوس دومره عقلاني شوی، چې خپل ماشوم ښوونځي ته لیږي، نو تر څلویښت کلن لیونتوبه راوتلی افغان باید همدومره عقلاني شي، چې د خپل هېوادوال وژل ورته غیرت نه، بلکې لوی حماقت ښکاره شي. 
هېڅ قانوني کسب او کار ورته سپک ښکاره نه شي، بلکې تولید او خدمات، تعقل او تفکر هم د ملي غیرت یوه برخه وګرځي. 
نوي نسل ته د دې هرڅه په اړه نوی فکر بویه !

- عبدالغفور لیوال
بېرته شاته