(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یو ناقدره ولس یو ستړی محسن

[16.Jun.2016 - 06:53]

پوهاند زیار، د یو ناقدره ولس یو ستړی محسن
لیک: ډاکټر خسرو سنګروال
د برتانیې د نامتو پوهنتوني ښار آکسفورد د یوه ساړه ژمي په څاښت، د یوې استوګنیزې ودانۍ دویم پوړ ته د یوې داسې هستۍ لیدلو ته وروختلم چې زه یې د خپل ماشومتوب له کنجکاوو او تلوسه ناکو ورځو راهیسې پېژنم.
زه یې د خپل د ښونځي د وخت له هغو نهیلې کونکو شپو راهیسې اورم چې لوست او زده کړې ته مې لکه هر بل ځوان لېونۍ تنده وه، خو د پښتو ویلو او لوستلو د تندې ماتولو لپاره ډېر څه نه پیدا کېدل. خو په همغو شپو کې د پوهاند زیار د کره پښتو په لوستلو د زړه تسلا کېده.
او بیا یې د پېښور د کډوالۍ له هغو مایوسونکو شپو راهیسې لولم چې کره لیکلې پښتو په سوالونو هم نه پیدا کېده، او یوازینۍ لیکلې پښتو به یوازې د مبتدا او خبر تر بریده پښتو وه. پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار هغه بختوره سټه ده چې یوازې موجودیت یې ماته زما د ژبې او وطن د پرلپسې فرهنګي ناخوالو او نادودو په دردونکو شېبو کې بیا بیا زړه غټاوی راکړی دی.

د دې کلونو په اوږدو کې مې استاد زیار په کتابونو کتابونو لوستی، او په غونډو غونډو مې اورېدلی، او دا دی نن یو ځل بیا د ده د یو کتاب د بیا لوستلو لپاره د ده تر وره راغلم. له شېبه تم کېدو وروسته دا سپین ږیری، خو تکړه، تپاند، او درونه ناک استاد په خپل بایسکل سپور راورسېد. د خپل په کورني مساپر کتابتون کې یې زما غوښتی کتاب پرته له ډېر ځنډه رابرسېره کړ. لږ شېبه مې دی او د ده د کار خونه له سترګو تېره کړه. د خپلې ورځنۍ بوختیا یې راته وویل، چې څنګه د ورځې د پیل له بوختیاوو او سپورت نه وروسته نوره کرۍ ورځ په څېړنه تېروي.

له ده چې روان شوم په ورپسې شپو مې د ده په څېړنو، بوختیاوو او چوپړونو فکر وکړ. دی مې د نړۍ د سر د هر بل هېواد له هم کچې لیکوال او څېړونکې سره پرتله کړ، او یوې داسې بېلګې سره هم مخ نه شوم چې یو سړی دې د خپل هېواد له پولو نه زرګونه مایله لرې، په سپین ږیري ځان او پرته له کومې معاوضې او تنخا خپل هېواد ته هره ورځ په ساعتونو ساعتونو کار کوي. نه یوازې چې معاوضه نه ورکول کېږي، او د خپلې د ګېډې، کور، او کاغذونو د خرڅ غم هم پخپله خوري، یو څوک ورته د مننې په دود یو لیک او تلیفون هم نه کوي.

او څېړنې هم هسې بې ارزښته او اماتورې څېړنې نه دي چې شوقي څيړونکي پرې د ساتېري لپاره ویبسایټونه ډکوي. د استاد زیار څېړنې د اکاډمیکو معیارونو په تله په افغانستان کې بې جوړې دي.
نن سبا د افغانستان حکومتونه لوړ ملي او دولتي نښانونه په لپو لپو ویشي، خو د استاد زیار غوندې هستۍ، چې څېړنې یې سیمه کې مخی نه لری، د یوې منننې وړ هم نه بولي

نه یوازې دا چې دا ناقدره ولس د دې مخلص خدمتګار د زر-ارزښتو څېړنو او پنځونو، څومره چې په کار ده، منندوی نه دی، داسې کاواکه خولې هم ډېرې شوي دي چې زیار صیب په همدغو چوپړونو غندي. دی د پښتو د ګرانولو، او پېچلو په تور بد بولي، او علمي څېړنې یې په ناعلمي اوتو بوتو ننګوي.

د زیار صیب په ګډون هېڅوک دا نه وایي چې د زیار صیب، یا هر بل څېړونکي ټول  کار او څېړنې له هر ډول نیمګړتیاوو بیخي پاکې دي. په حقیقت کې د ساینسي څېړنو یو تعریف هم همدا دی چې د نورو څېړنو لپاره لاره پرانستې پرېږدی. خو دا چې یو څوک را پاڅي، او پرته له کوم علمي لاسوند او ملاتړ نه د کلونو کلونو اکاډمیک کار باندې چلیپا راکاږي، دا بیا کره کتنه نه بلکې سپکاوی دی.

سمه لاره یې دا ده چې د زیار صیب په څېړنو، لیکنو، او کتابونو یوازې په علمي معیارونو بحثونه او کره کتنې وشي، او شخصي عقدو او سلیقو نه ګوښې چلند وشي. که مونږ دومره سترګې لرو چې د دې سړي د لسیزو علمي څېړنې د دې ژبې او هېواد د علمي او فرهنکي شتمنۍ ارزښتمنه پانګه وبولو، نو همدا یې وخت دی چې استاد زیار ونازول شي، یاد شي او درناوی یې وشي. که خدای مه کړه زیار صیب زمونږ په منځ کې نه و، او بیا هغه وخت یې د لویي او درنښت سندرې بولو، ده ته به یې هېڅ ګټه نه وي رسېدلي. راځئ چې زیار صیب ته د دې احساس ورکړو چې دې ولس ته یې قدر مالوم دی. زیار صیب لکه خوشال بابا داسې ویلو ته مه اړ باسئ چې:

زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده
په اور وسوځه دا تورې قلمونه

- سنګروال
بېرته شاته