(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایا موږپښتونستان غواړو؟

[23.Jun.2016 - 08:00]

ایا موږ رښتیا هم پښتونستان غواړو؟ پښتونستان، زموږ تیروتنې اوسپارښتنې
لیک : ډاکټروارث خان زیارمل
زه د پښتونستان او ډیورنډ کرښې په حقوقې اړخ دومره بحث نه کووم، بلکه د ډیورنډ کرښې اوپښتونستان دخپلولو په تاریخې فرصتونو او د وخت د افغان دولتونو په ناغیړیو او دموضوع اهمیت ته په نه پام بحث کووم.
افغانستان داسیا په وچه کي هغه راګېر هیواد دی چه منځنئ او جنوبې اسیا سره نښلوي او د یوې نړیوالې څلورلاري حیثیت یی ځانته خپل کړی دی. دهمدغه جیوپولیټیک او جیواکانومیک اهمیت ته په کتو تل د لویو امپراتوریو دپام وړ ګرځیدلئ دی او له همدغې لاري یي خپل حریف تعقیب کړی چه تل پکی زموږ هیواد هم د پردیو دجګړو د اور خوراک شوی دی. لکه په همدي نوولسمه او شلمه پیړئ کی د روسانو ا وانګلېسانو ترمنځ د زور ازمویلو ډګر همدا هیواد وو او دلته یې د خپلو نیابتي جګرو میدانونه ګرم ساتلې وو.افغانستان بدبختانه ددواړو نړیوالو زبرځواکونو ترمنځ دتوازن دنه ساتلوپه جرم له ګړنګونو لویدلئ دی. افغانستان په واقعیت کی د ژرندي د دوو ځیږو ډبرینو پلونو ترمنځ واقع ووچه یو قطب ته میلان یي د هغه بل دنه زغم او راپاروني باعث ګرځیده.
کله چه په ۱۸۹۳م کال کي د ډیورنډ منحوسه کرښه د بریتانوي ښکیلاک او زبرځواک له خوا د افغانستان په امیر، عبدالرحمن خان په زوره ، داسي وتپل شوه چه برتانیا به هرکال امیرته ددی کرښې په بدل کی ۶ لکه هندي کلداري ورکوي. داچه افغانستان دبرتانیا یوه تحت الحمایه یا مستعمره وه نو دوخت امیرپه ټوله مانا په خپله بهرنئ پالیسئ او اړیکو کی کاملآ دبریتانوې هند ترحکم او اغېز لاندې وو.افغانستان نشوائ کولائ چه د کوم بهرنی هیواد سره مستقلانه د بریتانوي هند دخوښي پرته کوم ډول سیاسي،تجارتي،پوځي…..اړېکي او یا کوم پروتوکول، تړون یا بل هرډول موافقت لیک په خپله خوښه امضآ کړي. نوځکه خو دا کرښه دپولې په حیث هیڅ ډول بین المللې حقوقې اعتبار،حیثیت او ارزښت نه لري.
له هغې ورځې چه د بریتانوي هند له خوا په زوره دا کرښه دافغانستان په امیر ومنل شوه، له هغې وروسته لوی افغان ولس دتاریخ په مختلفو پیرونو کی ددي فرضې کرښې سره په کلکه مخالفت کړئ دی او دا یي دلوی افغان ملت د ویشلو یوه ستره توطیه او دسيسه بللې ده. له هغې وروسته تراوسه هیڅ افغان دولت دا کرښه د دوو دولتونو ترمنځ د رسمي پولی او برید په حیث نه ده منلي.
انګریزانو غوښتل پدي ډول دسیمي یوازنئ قوت او ځواک چه په دي سیمه کي یي په مختلفو ډولونو د دوئ د شتون په وړاندې مزاحت کاوه ، پدي ډول وویشي او دهغه فرمول له مخې دا قوت اېل کړي چه د دوئ په اړه ډیر مشهور دی.(Divide & rule) یعنی ویي ویشه او حکومت وکړه. د دغه جغرافیوي جبر پواسطه داسي قومونه او قبایل په دوو برخو وویشل شول چه دېني ، کلتوري،سوداګریز اوګڼ شمیرنور ټولنیزاو سیمه ایز علایق او مشترکات لري.
اوس ۱۲۳ کاله وروسته هم ، داسي ډیرې کورنئ شته چه نیمي دکرښې دي غاړې او نیمي یي هغې بلي غاړي ته اوسیږي ،چه ډیره یي په خپلومنځو کی د دوستئ او خپلوئ رشتې لري.انګریزانو وکولائ شول چه کرښې ته نږدي دواړو غاړو ته مېشت پښتانه دنړئ دنن ورځي دټولو پرمختګونو او اسانتیاوو څخه بي برخي کړی.
دا چه ددې کرغیړني کرښې د قرارداد لاسلیک ددي سیمي دیو لوی ملت په حق کی څومره لوئ خیانت او یا مجبوریت وو، دهماغه مهال دنړئ او سیمي په سیاسي، پوځي او عینې واقعیتونو پوري اړه لري.
د ډیورنډ کرښې د قرارداد نه وروسته دګڼو قبایلو مشران په ځانګړې ډول وزیر او مسود داحتجاج په ډول دکابل د دربار امیر ته شکایت وکړ چه ولي د موږ په انګریزانو وپلورلو؟ امیر دوخت خپل ټول مجبوریتونه دوئ ته وړاندې کړل خو د دوئ د دقناعت وړ ونه ګرځیدل او بیرته ناهیلې ستانه شول.
کله چه په سیمه او افغانستان کي خلک د انګریزانو دامرانه او جابرانه سلطې څخه ترپوزې راغلل نو داعلیحضرت شاه امان الله خان په مشرئ د انګریزانو څخه د استقلال او ازادی غوښتنی داسې غورځنګونه او خوځښتونه رامنځ ته شول چه شاه امان الله خان مخامخ د بریتانوي هند سفېر ته د افغانستان دخپلواکۍ دمنلو او یا جنګ ته د تیاري وویل. هماغه وو چه دافغانستان د مدبر پادشاه، شاه امان الله خان په مشری په ۱۹۱۹م کال کي داسي سوبه رامنځ ته شوه چه چایي فکر هم نه شو کولائ.انګریزان یي دخپلې خاوري دقلمرو څخه په ډیره میړانه وشړل.
داستقلال د جګړي درهبری ځینو خوزوي مشرانو قوماندانانو غوښتل چه نور هم دخپلوځواکونو سره مخکې لاړشې او خپله نه بیلیدونکی خاوره له همدې تاریخې او زرین فرصت نه په استفادي لاس ته راوړي، خو د یو نامعلوم دلیل؟ له مخي یي اعلی سرقوماندان غازی امان الله خان مخه ونیوله (زه یی په دلیل نه پوهیږم).
هماغه وو چه انګریزانو زر خپله ماتي ومنله او دافغانستان استقلال یي په راولپنډی کی په رسمې ډول ومانه.
همدا مهال دسیمي سیاسي،ټولنیز او ولسي واقعیتونه او حالات ټول آن ترکراچئ پورې دي ته اماده وو ترڅو افغان غازیان دا ټوله سیمه دانګریزانو دراج او تسلط خلاصه او پاکه کړي. نه یوازي داچه افغانان خپله د وجود بیله شوي ټوټه له ځانه سره پیوند کړي بلکه نړیوالو اوبو(سمندر)ته هم لاره پیدا کړي،خو په تآسف چه داسي هیڅ هم ونه شول، او ددی سیمي پرسینه هغه ناسورترننه همداسی ناسورپاتې شو.
بیا کله چه دافغانستان دازادی نه په الهام په هند کی د ازادی غوښتونکی نهضتونه په غورځنګو راغلل ، چه بلاخره یی په ۱۹۴۷ م کال کې په انګریزانو د لوی هندوستان تجزیه داسي ومنله چه یو خوا ته هندوستان اوبل خواته پاکستان رامنځ ته شو.
دهندوستان دازادی غوښتوونکو مبارزینو په رهبرانو کې مهاتما ګاندې،خان عبدالغفارخان ،محمد علی جناح……………شامل ووچه هریو یي دخپلې اجنډا او ارمان مطابق مبارزه کوله. ګاندې ازاد هندوستان غوښت چه بلاخره هندوستان ازاد شو،دی یې لومړئ وزیر شو، محمد علی جناح یو نوی هیواد دپاکستان په نوم غوښته چه بلاخره ایجادشو او دی یې لومړی وزیرشو او باچاخان بابا ازاد پښتونستان غوښته چه ازاد پښتونستان څه چه د جناح دیوې توطیې په ترڅ کی په بند هم محکوم شو. هغه ریفرنډم یا ټولپوښتنه چه پښتونخوا د دپاکستان او یا هندوستان سره پاتې شی کاملا دباچاخان بابا او دهغه دټولو هم فکره ملګرو له خوا تحریم اوبایکاټ شوه، ځکه چه په ټولپوښتنه کی دریم اپشن(غوراوی) چه هغه د ازاد پښتونستان دپاره رایه وه نه وو شامل، کوم چه دبابا سره مخکي له مخکي په ټولپوښتنه داسی هوکړه شوي وه چه پښتونخوا د ۱- دپاکستان سره یو ځائ پاتي شي ۲-دهندوستان سره اوکه ۳-دیو ازادپښتونستان په نوم دولت غواړې. وروسته ولیدل شول چه مکاردښمن دریم اپشن د رایو پاڼو څخه ویستئ دی،نوځکه خو بابا او دهغه ملګرو دغه ټولپوښتنه تحریم او بایکاټ کړه. دهند د ویش پرمهال په ملګرو ملتو کی د افغانستان دایمي استازی ،افغان ډپلوماټ مرحوم عبدالرحمن پژواک دپاکستان دایجاد سره کلک مخالفت وښود، خوبیا هم دغه شیطان محوره هسته داسلام په نوم دمکاردښمن انګلېس په لمسون او مستقیمه همکاری دهند او افغانستان په منځ کی دیوه نوي هیواد په بڼه راوټوکیده.
دامهال دافغانستان لپاره یوه بله بهترینه موقع او چانس په لاس ورغئ ترڅو دخپل وجود بیله شوي برخه پرته له ډیره زیانه په خوارا اسانئ سره له ځانه سره ونښلوي، خو افغانستان د نامعلومو دلایلو له مخې پردغې سترې تاریخې او زریني موقع سترګې پټي کړي او بلاخره دا سرطانې غده ایجاد شوه او دا کرغیړنه کرښه د لوی افغان پروجود هماغسي د یوشرمونکي داغ او ننګ په بڼه باقي پاتې شوه.
دپاکستان دایجاد نه وروسته په جون،۱۹۴۷م کال کی د ایپی فقیر په مشری په بنو کی د یویې لویې ولسي جرګي په ترڅ کی د ازاد پښتونستان دولت اعلان شوچه ایپی فقیر یي د ریس جمهورپه حیث تعین شو، بیا هم افغانستان د هغوئ ترشا ونه درید، دهیڅ ډول مرستي ډاډ ورنه کړل شو.دغه ولسې خوځښت له دي لارې ناهیلئ شو، انګریزانو یی پرضد پوځی اقدامات وکړل چه بلاخره د ډیرو سترو مالې ،ځانې زیانونو او قربانیو نه وروسته دا ولسي تحریک وځپل شو او ټولې هیلې یي په اوبو لاهو شوي.
دهند او پاکستان په ټولو جګړوکې دهندوستان مختلفو سیاسي مشرانو په ځلونو افغانستان ته سفرونه وکړل او له افغانستانه یي وغوښتل چه دخپلې خاورې غصب شوي برخه له همدغې موقع څخه په استفاده پرته له ډیره زیانه په اسانه ترلاسه کړي، خو دافغانستان د وخت خودخواه شاهې رژیم بیاهم ونه غوښتل چه د لوی افغان پر وجود دا منحوسه ،تپل شوې او کرغیړنه کرښه په خپل لاس ورانه او له منځه یوسي او دخپل قلمرو اصلې برید ،اټک باندې د لوی افغان د ویاړ اوبرمه ډک بیرغ ورپوي.
د وخت شاهی رژیمونو په ټوله کې ددي سترې ملي مسألې سره تل غیرمسلکي،ماشومانه اوغیرمسؤلانه برخورد کړی دی. شاهی نظامونو دخپلو واکمنیو دساتنې او تدوام په پار هیڅ کله نه دي غوښتي چه دا ستره ملی مسله پر وخت حل او فصل شي. دپښتونستان ولس نسبتآ یوه ستره، ویښه ،روڼ اندې، متمدنه او باشعوره ولسي کتله ده . ددي له ویري چه که دا نسبتآ روشنفکره ،لوستي او متمدنه ولسي کتله په دي نسبتآ قبیلوي او سنتي ټولنه راګډه شې هسې نه د دوی تاج او تخت دخطر سره مواجه شي. هماغه وو چه د وجود دغه لویه برخه د دومره اسانه ،ارزانه اوتیار-مهیا فرصتونو څخه په نه استفادي تراوسه لاینحل پاتي ده.

یوازې دشهید سردارمحمد داودخان د صدارت پرمهال یوڅه عملې ګامونه واخیستل شول خو په هیڅ صورت کافي نه وو.
شهید سردارداودخان دبل هرحاکم په پرتله زیاته دپښتونستان مسله عملآ مطرح کړه.
کله چه داودخان دصدارت چوکئ ته ورسید، دوه مسلې یي دکارې لومړیتوبونو په سرکې وي، یو دپښتونستان دمسلې حل او بل اقتصادي پراختیا.
سردار داودخان په خپله لومړنئ بیانیه کی د ازاد پښتونستان څخه یادوونه وکړه اوپه دي ډول یی دپښتونستان مسله د خپل سیاست اصلې محور وګرځاوه. دده په وخت کی څوځلې په کابل کی دپاکستان دسفارت پروړاندی مظاهرې وشوي چه دپاکستان بیرغ پکې وسوځول شو اوپرځای یی دپښتونستان بیرغ پورته شو.
د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي اړیکی دومره کړکیچني شوي چه بلاخره د سفارتې او قونسلې اړېکو د پریکون تربریده ورسیدي.
ان تردي چه مسله دپاکستان سره ترفزیکي برخورد او جنګ ورسیده او صدراعظم پوځ ته دنظامې تیارسی امر وکړ.
په ۱۹۵۵م کال کی دمحمدګل خان مومند په مشری دپښتونستان په اړه لویه جرګه راوغښتل شوه چه پنځه ورځي یی دوام وکړ او دایي تصویب کړه چه دپښتونستان مسله د له ټولو ممکنو لارو تعقیب او پوځ ته د له بیرونه مډرنې وسلي واخېستل شي.
هغه مهال دافغانستان او پښتونستان په د ننه کې په فکري او سیاسي لحاظ دپام وړ فعالیتونه کیدل،
دپښتونستان او پښتنو بلوڅو دیووالي ورځي د ملی ورځو په بڼه لمانځل کیدی.
دپښتونستان د مختلفو خېلونو د مختلفو پوړیو دمشرانو سره لیدني کتني کیدي ـد دوی د فعالیتونو ملاتړ کیده .
دپښتونستان په ځینو سیمو کی د افغانستان دهویت تذکري ویشل کیدي.
دلته دپښتونستان پرواټ دپښتونستان نښان او بیرغ دیوه ملی ارمان په حیث برند ولاړ وو.

که موږ رښتیا هم پښتونستان غواړو نو په اړه یي باید ځیني مسؤلیتونه هم ومنو!
دافغانستان دولت مکلف دی او دا مسولیت لري چه دپښتونستان لپاره داسي یوه تګ لاره،ستراتیژي او فریم ورک جوړ کړي چه له مخې یی په نږدي یا لري راتلونکې کې د کرښې دواړو غاړو ته مېشت قومونه بیرته سره کور او کلئ شي.
که موږ رښتیا هم دکرښې هغې غاړي ته میشت قومونه خپل او افغانان بولو نو دولت او ولس یي باید د حقوقو په ورکړه کې هم کم نیتي ونه کړي.
دپښتونستان هر وګړې ته د ښاروندئ ټول هغه بشري، مدني،سیاسی اوټولنیزحقوق ورکړل شي ،کوم چه دلته بل عام افغان ته ورکړل شوي دي ، ترڅو په دوئ کې ددي خاوري دمالکیت او خپلوئ احساس پیاوړئ شي.
دپښتونستان هروګړې ته د حق ورکړل شي چه په خپله خوښه دافغانستان دتابعیت تذکره پرته له کوم توپیره واخیستئ شي، یا په اوس کی کم له کمه پرته له ویزې اوپاسپورټه دواړو غاړو ته ازادانه تګ او راتګ وکولائ شي.
دپښتونستان هر وګړی د وکولائ شي چه دافغانستان په هره سیمه کی پرته له کوم توپیره میشت شی.
د دوی هغه جایدادونه چه غصب شوي دي، له عصبه خلاص او خپلو مالکانو ته وسپارل شي.
داچه خوست،پکتیا او پکتیکا ته تقریبا ۴۰ زره کورنئ دجنوبي اوشمالي وزیرستان څخه رابي ځایه شوي دي، دوی ته د نورو بشرې مرستو ترڅنګ د افغانستان دتابعیت تذکرې او یوه یوه نمره د کورځمکه هم وویشل شي.
دپښتونستان هروګړي ته دافغانستان په ټولو تعلیمی ادارو(ښوونځی او پوهنتون )کی دنورو افغانانو غوندې د وړیا زده کړو زمینه مساعده شي
دپښتونستان هر وګړي ته د پرته له کوم توپیره دهیواد په ټولو رسمي او نارسمي ادارو کی دکار زمینه برابره شي.د دوی دکاري ظرفیتونو نه د په مختلفو عرصو کی استفاده وشي.
د افغانستان په پارلمان کی ، د دوی دسیاسي حق دتمثیل دپاره د پښتونستان چوکئ تشی کیښودل شي.
دافغانستان په نقشه کی د دمحکوم پښتونستان نقشه بیرته دپخوا په شان مدغمه شي(دافغانستان له نقشی سره د دمحکوم پښتونستان نقشه پیوند شي). اوس خو دافغانستان په ټولو سیاسی او اقتصادی نقشو کې د پښتونستان پرځای دپاکستان نقشه لیدل کیږي.په ټولو ادارو لکه ارګ، وزارتونو او سیاسي نمایندګیو او بله هره اداره کی دپښتونستان پرځای دافغانستان په څنګ کی دپاکستان نقشه ده.
په پښتونستان کی د دافغانستان ټولي رسمي ډپلوماتیکي اداری(قونسلګری) وتړل شي، خاصتآ په پیښور او کوټه کی. پیښور او کوټی ته د تلونکو او راتلونکو افغانانو پر ویزو او پارسپورټونو د هرډول اجرآت وځنډول شي.
په پښتونستان کی دموجوده ملتپالوسیاسي ګوندونو د په کلکه حمایت او ملاتړ وشي، د دوي دفعالیتونو دپراختیا اوسمبالتیا دپاره د هرډول مالې او معنوي لاسنیوی وشي.
دپښتونستان ورځ ـ دپښتنو اوبلوڅود یووالي ورځ د د پخوا پرتله په لاشاندارو او عالې مراسمو سره دیوه ملی جشن په بڼه ولمانځل شي.
دهیواد په اساسي قانون کې چه زموږ ملی وثیقه ده دپښتونستان دمسلې هیڅ ډول یادونه نه ده شوي، کومه چه یوه حساسه ملی او فوق العاده مهمه مسله ده. پښتونستان زموږ ملی ارزښت او ملی ارمان دی . پښتونستان دلوی افغان ملت ناموس دئ ،او باید چه دا ډول مهم ملی ارزښتونه داساسی قانون په لومړیو کړیو کی ځای په ځای شي. دافغانستان په اساسي قانون کی د د پښتونستان دپاره تعدیلات راوستل شي.
دسرحدونو،اقوام اوقبایلو وزارت ته د دپښتونستان دپاره خاصه بودجه، تشکیل اومسولیت ورکړل شي ،ترڅو په اړوندو برخوکی لا ډیراوبهتر فعالیتونه ترسره کړي.
دقبایلو په نوم د جوړو شویو(خوشحال خان او رحمان بابا)لیسو دجذب ظرفیت او کیفیت د لوړ کړل شي،ترڅو د پخوا په پرتله ډیرځوانان دلته وړیا زده کړي ترلاسه کړي.

- زیارمل
بېرته شاته