(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ

[25.Jul.2016 - 09:17]

د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ سلوک،دوه ګوني متضاد چلند د خدایي خدمتګار او د حماس تر منځ یوه پرتلېزه څېړنه  څلورمه برخه
 د جرمني توبینګن پوهنتون د سیاستپوهنې انیستیتوت د توبینګن پوهنتون د نړیوال سیاست او د سولي پلټنې څېړنپاڼه
د جرمني د حبهارډ کارل پوهنتون د نړیوال سیاست، د سولې او کړکېچ څیړنې د نړیوالو اړیکو د مرکز څانګه
څېړنوال : ښاغلی میشایل هورترر
د تحریر هیات : ښاغلی توماس غوش
د څېړنې خپروونکی: ښاغلی اندریاس حزنکلیور او ښاغلی فولکر غټبرګر
ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
 
۵. د فلسطینيانو د حماس غورځنګ
د تحلیلي قضیې په دویم پړاو کې دا تر څېړنې او پلټني لاندې نیول کیږي، چې آیا د فلسطینانو اسلامي آزادي غوښتونکی غورځنګ ( حماس) په کړنو کې متوقع تمې، کومي چې اسلامي غورځنګونو انحصاريت یې ذاتاً خپل کړيدی، تا‎ئیدیږي.په بله وینا هغه اسلامي غورځنګونه چې د کړکیچ په هواري کې یا کړکیچ ته د حل لار موندلو کې تشدد یا تاوتریخوالي ته په مقایسوي ډول لومړيتوب ورکوي، همدارنګه تشدد د ځان په ګټه او په زړه پوري ګڼي. دې قضیې یا موضوع ته په ځیر کتنه د مخکنۍ قضیي د جوړښت سره کټ مټ ورته والي لري.
.
۱.۵ فلسطینیان د اسراییلو تر نیواک لاندې
د فلسطین کړکیچ د اوسنې وخت یوه تر ټولو پیچلې او څو اړخیزه شخړه ده، په دې لحاظ په دې څپرکی کې ورته یواځې یوه لنډه کتنه کیږي. د دې کړکیچ ریښې د نولسمې پیړۍ په پای کې ایښودلې شوي دي، کله چې لومړنیو صهیونیستانو د فلسطینیانو په هیواد کې خپل مېشت کیدل پیل کړل. د سپاړسمې پیړۍ راهیسې دغه هیواد د عثماني واکمنۍ تر سلطې لاندې وو ۳۰ . په فلسطین کې د یهودیانو مېشت کیدلو الهامي مفکوره په داسي یو حالت کې راپیل شوه، کله چې اروپایي یهودیانو د یهودي دولت مفکوري ته وده ورکړه۳۱ . دا فکر یا مفکوره په یوه داسي وضعیت کې وزیږیده، کله چې په اروپا کې د یهودیانو په وړاندې Pogrome یا ځپونکي عامه وژنه روانه وه. دا کړکیچ په پیل کې د صهیونیستي نوي میشت شویو وګړو او د ځایي اوسیدونکو عربي بزګرانو ترمنځ یو ټولنیز کړکیچ وو. چې بیا ورسته د برتانویانو لخوا د دې کړکیچ په جوړښت کې په دې ډول بدلون راوستل شو. په لومړنۍ نړیواله جګړه کې د انګریزانو لخوا دا خاوره استملاک یا اشغال کړل شوه : انګریزانو د ۱۹۱۷ کال د بالفور ــ اعلامیه د Belfour -Declaration کې د یهوديانو ته د یو ملي کور جوړولو ډاډ ورکړل شو ( Beck 2002 170 ) د دې اعلامیې څخه ورسته فلسطینیان ویریدلو ته مجبور کړل شول،چې دوی به خپل هیواد ورو ورو یو یهودي دولت وربایلي. له دې مهاله راهیسې په فلسطینیانو کې د ملتپالنې یا نشنلیستي تمایلات او د تاوتریخوالی کړنې مخ په ډیریدونکي ډول ډیر شول. د دویمې نړیوالي جګړې په پای کې او په المان کې د نازيانو تسلط د دې لامل شول، چې فلسطین ته د یهودي کډوالو په شمیر کې د پاموړ زیاتوالي راشي. لوی بریتانیي ملګرو ملتونو ته د فلسطین حقوقي وکالت یا ماموریت وروسپارو. څو ملګري ملتونه د دې وکالتلیک په اساس د فلسطیني خاورې په یوه یهودي او یوه عربي دولت کې د ویشلو په اړه پریکړه وکړي. د اسراییلي دولت د بنسټ ایښودولو سره هممهاله عربي دولتونو د نوې یهودي دولت پر وړاندې د جګړې اعلان وکړو. اما دوی د یوې ستري پوځي ماتي سره مخامخ شول. په دې اساس اسراییلی دولت د خپلي خاوري څخه دفاع وکړه او نورې سیمې هم لاندې کړي. په داسي حال کې چې په زیات شمیر فلسطینیان د یهودي دولت څخه په تښته کډوال شول. د دې جګړه له امله لویدیځ بانک یا لویدیځه غاړه د اردون او د غزې ټرانګه سیمه د مصر په ولکه کې ورغلي. ورسته له دې عربي دولتونه او اسراییل د یو بل پر وړاندې په شخړه کې سره ودریدلي دي.
تر ۱۹۸۲ کال دوی د یو بل سره پنځه ځلې جګړې کړي دي. د ۱۹۶۷ کال د جون میاشت د جګړې څخه ورسته د کړکیچ په وضعیت کې د پاموړ بدلون راښکاره شو. د دې جګړي په ترڅ کې اسراییل د اردون لویدیځ بانک او د ختیځ بیت المقدس په ګدون نورې سیمې تر خپل اشغال لاندې راوستي. په داسي حال کې چې عربي دولتونه د یوې بلي ماتې له کبله ځښت ډیر کمزوري شوي وو. په ۱۹۶۴ کال د فلسظین د آزادي بښوونکې سازمان (P.L.O ) د بنسټ ایښودلو سره سم د فلسظین د خپلواکۍ لپاره جګړه پیل کړه. د اسراییلو د پوځي بري څخه لږ ورسته په شپږو ورځو کې د اسراییلو حکومت په نیول شویو سیمو کې یهوديانو ته د نوي مېشت ځایونو جوړولو او وده ورکولو غوښتنه وکړه،دا غوښتنه به د اسراییلي دولت جیوستراییجکي امنیت ډاډمن کړي او همدارنګه له دې سره به د عربي وګړو ترمنځ د ځمکنۍ بشپړتیا د اړیکو مخنوي شوي وي (vgl. Beaupain 2005: 37f).
جنګ،جګړو او نیواک په فلسطیني سیمو کې د لیدو وړ نښې نښانې پریښې دي: په ۱۹۸۷ کال کې نږدې د لویدیځ بانک نیمایي نفوس او د غزې تړانګې اتیا سلنه نفوس کډوال شول، که څه هم د غزې تړانګه په ټوله نړۍ کې تر ټولو متراکمه یا د ګڼ نفوسه سیمه ګڼل کیږي(vgl. Nüsse 1998: 17)..۳۲
د فلسطینیانو اړین بنسټیز حقونه او ازادیګانې په لوی لاس او په شدت سره محدودې کړل شوې، لکه د رسنیو، د سفر آزادي، د ځمکو استملاک په برخه کې محدویتونه، په لویه کچه پوځې شتون، همدارنګه د اوبو رسولو په سیستم باندې د اسراییل کنټرول د پاموړ په جوته توګه لیدل کیږي (vgl. Ebenda: 16ff).
د اشغالي سیمو اداره نیغ په نیغه د نوي رامنځته کړل شوي همغږې دفترونو له خوا تر سره کیږي.دغه دفتر ونه مستقیماً د اسراییلو د دفاع وزارت تر واک لاندې دی. په دې توګه دا سیمې په سیاسي او پوځي لحاظ د اسراییلو تر بشپړ کنټرول لاندې دي. دا ډول نیواک په اقتصادي برخه کې د فلسطیني سیمو لپاره یو ٬٬ شوک ٬٬ دیHaile 1992: 3 ))
په اقتصادي برخه کې فلسطینیانو خپلې اړیکې د اردون او مصر سره له لاسه ورکړې، د دوی هر ډول د توکو صادرول منع کړل شول او سربیره پردې فلسطینیان د تولیدي توکو د مالیو اخیستلو څخه محرومه کړل شول، څو په هر ډول چې وي د فلسطیني اقتصادي پرمختګ مخه ونیول شي او په لوی لاس له بهره په واړداتو باندې اتکا ولري او ډیر فلسطینیان په اسراییل کې کار کولو ته مجبوره کړل شوي دي.
د اتیایمو کالونو د اقتصادي بحران له کبله په فلسظینیانو کې د بې روزګاریو کچه څو برابره لوړه شوه او ورسره ټولنیزې اړتیاوې او ناخوښۍ مخ په جګیدو شوې. له دې سره فلسطینیان په سیاسي، پوځې، اقتصادي او ټولنیز اړوندو برخو کې اسراییلي کنټرول ته تابع کړل شول، د دوی دا ډول تابع کیدل، دوی یې د پایښت یا بقا له ویرې سره مخامخ کړل او د دوی د سپکاوي سره تړاو درلود. ( ebenda: 4 f (.
فلسطینیان په سیاسي، پوځې،اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د اسراییلو تر کنټرول لاندې تابع کړل شول، په ټولیزه توګه دا حالت د دوی له اړیکواو د پایښت له ویري سره،‌ ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌د ذلت، تحقیر او سپکاوي سره تړلې تړاو لري.
په اشغالي سیمو کې د فلسطینیانو مخ پر وده نارضایتوب شرایطو په اړه نوي پرمختګونه د دې لامل شول، چې د ۱۹۸۷ کال په پای کې لومړني انتفاضه یا پاڅون پیل شي. له دې پاڅون سره د اسراییلي نیوک پر وړاندې په یوه بیساري ناپیژندل شوي کچه کې د لاریونو څپې پیل شوې، په دې پاڅونونو کې د ټولني ټولي برخې ګډون درلود. ( Nüsse 1998:21 f Beaupin 2005: 18 f ) د دې پاڅونی انتفاضه په بهیر کې د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) وزیږیدو.
 
۲.۵ د حماس غورځنګ پیدایښت
د شلمي پیړۍپه لومړنۍ نیمایي کې حماس د صیهونیزم پر وړاندې مبارزه کې د فلسطیني مقاومت سره له ډیرې نږدې څخه اړیکي لري او ځان د دې پاڅون یو کلک متحد ملګري ګڼي۳۳ د حماس اصلي ریښې د فلسطین اخوان المسلمین څانګي ته ورګډیږي. د اخوان المسلمین بنسټ په ۱۹۲۸ کال کې د حسن البنا لخوا په مصر کې کې ایښودل شوي دی. دوی د ټولنې اسلامي کیدو په لټه کې دي، د لویدیځ کولونیالیزم یا ښکیلاک پای ته ورسولو هڅې کوي او همدارنګه د اسلامي شریعت قوانین او دولتي نظم را منځ ته کولو لپاره مبارزه کوي. د هغوي تر ټولو مهم او با اهمیته ایډیالوک او متفکر سید قطب وو. سید قطب د لویدیځ او یهودیت په وړاندې یو ډیر غوره او روښانه انتقادي دریځ خپل کړي وو. ( vgl. Beaupain 2005: 83 f )
 
د ۱۹۴۰ کالونو د نیمایي را هیسې د اخوان المسلمین یوه فلسطیني څانګې هم شتون لري. دغه څانګه په اردون کې ژورې اړیکې لري او د لویدیځ بانک یا ویسټ بانک سره هم نیغ په نیغه ټینګي اړیکې لري او د غزې په تړانګه کې یوه مستقله خپلواکه څانګه لري . (vgl. Tai 1997: 140; Mishal/Sela 2000: 16)
ورسته له هغه کله چې اخوان المسلمین د غزې په تړانګه کې د اسراییلو پر وړاندې خپل فعال مقاومت پیل کړو، دوی په خپلواکه توګه په زیاتیدونګې ډول د زده کړو له لارې د ټولني سمون او اسلامي کولو یوه اغیزمنه تګلاره پرمخ بیوله. دا تګلاره د اخوان المسلمین لخوا په لویدیځ بانک کې له پخوا نه پیل کړل شوي وه: دوی غوښتل د مذهبي زده کړو له لارې د فلسطینیانو یو نوې نسل رامنځ ته شي. دا نسل به د مبارزې له لارې د فلسطین خپلواکي ترلاسه کوي. له دوی سره په دې لار کې د ټول اسلامي امت یا ټولنې لخوا مالي مرستي کیدې. د یوې بریالي خپلواکۍجګړې د پاره یو غښتلي اسلامي بنسټ ته ضروري وه. (vgl. Hroub 2000: 20ff)
د ایراني انقلاب تر اغېز لاندې یوه ډله د ٬٬اسلامي جهاد٬٬ په نامه د اخوان المسلمین څخه جلا شوه او دا ډله د فلسظین د آزادي بښوونکی غورځنګ ( پي، ال، او ) د چریکې مبارزې سره یو ځای شوه. دې ډلې د وسله والې مبارزې لار د شیخ ا حمد یاسین تر نیول کیدو ورسته انتخاب کړه، په ۱۹۸۴ کال کې د اخوان المسلمین د یو شمیر نورو مشرانو له لوري په زیاتیدونکې ډول د پلویتوب او ملاتړ څخه برخمنه شوه. له دې مودي نه په ورسته کالونو کې هڅې ترسره شوې، څو د را تلونکي په اړه یو نوي مقابلوي لیدلوري ته وده وکړل شي. دوی وسله واله مبارزه د یو بنسټیز اصل په توګه وپېژندله. کله چې په ۱۹۸۷ کال د دسامبر په اتمه نیټه انتفاضیه یا پاڅون پیل شو. د غزې په ټرانګه کې د اخوان المسلمین مشرانو شیخ ا حمد یاسین، عبدالعزیز الرنتیسي وپتیله، چې د دې وخت اوس رارسیدلي دی،چې خپلي مفکورې په عمل کې پلې کړو، څو په پاڅون کې فعاله برخه واخیستل شي. له همدې کبله هغوي د یو لنډ پیغام د لیکلوله لارې په پاڅون کې د برخه اخیستلو هوکړه وکړه او د نیواک او ظلم پر وړاندې د مقاومت غوښتنه وکړه. پیغام د دسامبر په دولسمه نيټه په غزة کې او د دسامبر په څورلسمه نیټه په وسټ بنګ کې خپور شو او د فلسطین ٬٬د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ٬٬ له لوري ور باندې لاسلیک شوي وو۳۴. ( vgl. Ebenda : 32 ff )
دا نوي غورځنګ په چټکۍ سره د فلسطیني اپوزیسیون د غړو راټولو یو لوښي ته وده وکړه. ( Tai 1997:139 ) په داسي حال کې چې د اخوان المسلمین شالید او مشعالونه ورو ورو په مړاویدو شول. هممهاله حماس د اخوان المسلمین ټول جوړښتونه، وتلې څیرې او د مشرتابه مخکښان خپل کړي وو.
(Tai 1997: 139), (vgl. Ebenda: 144).
۳.۵ د حماس د مشرتابه جوړښت او د افهام او تفهیم اړیکې
حماس یو ډیر پیچلي جوړښت لري، حماس اصلاًً یو ډول افقي ډوله سازماني تنظیم شوي جوړښت لري. د حماس د مشرولي جګپوري مشران د تاوتریخولي ډکو شرایطو له کبله د لا ښه انسجام او اغیزمنتیا د لاملونو له امله د اشغالي سیمو څخه بهر او په اشغالي سیمو کې د ننه سره ویشلي شوي دي. د حماس مشران د مشورې ورکولو پرنسیبونو لاره تعقیبوي او دوی په یوه خوله ډله ییزې یا کولکتیفي پریکړې تر سره کوي او په کور د ننه او په بهرنۍ کې مېشت مشران په مساوي توګه پکې برخه اخلي۳۵. د کولیکټیفي پرنسیبونو تګلاره په یقیني توګه دا خوندي او ډاډمنوي، چې د خوځښت د پریکړو په بهیر کې د یوه واحد شخص له خواپه انفرادي توګه برلاسۍ تر سره نشي. په عین وخت کې د هر ډول سلسلې مراتبو او سازماني جوړښتونو څخه په کې مخنوي کیږي ۳۶.  دا ډول جوړښت غورځنګ ته لارښوونه کوي، چې خپلو اصولو، پرنسیبونو او ایدیالوجۍ ته ژمن پاتي شۍ، په دې توګه دوی د خپلو موجودو لیکل شویو لاسوندونو ته بیرته ستنیږي. په دې لاسوندو کې دوی په روښانه او اساسي توګه د خپل غورځنګ اصلي مفکوره، خپل فکري یا ایډیالوجیکي بنسټونه لیکلي دي. (Mishal/Sela 2000:44 ) .
دغه لیکل شوي لاسوندونه د غورځنګ لخوا لاسلیک شوي او په پټه بیا بیا ځلې چاپ شوي دي او په پټه ویشل شوي دي. لاسوندونه د حماس د مفکورو خپرولو اسانتیاوې شونې کوي. د حماس د لارښوونکې اصول او د غورځنګ جګه اصلي مفکوره د حماس په منشور کې کتل کیداي شي.
له دې امله د حماس منشور او دا لاسوندونه د دې تحقیقاتي څېړنیزي موضوع په مرکز کې قرار لري.د لاښه بشپړولي لپاره په دې برخه کې نوري سرچینې هم په نظر کې ونیول شوي دي ۳۷.  
 
۴.۵ د حماس د منځپانګې تمرکز موخې او مهم ټکې
۱.۴.۵ د حماس غورځنګ پر خپلځان اونفس باورمنتوب
حماس د خپل منشور په لومړۍ څپرکۍ کې د خپل خوځښت د پیژنګلوي اړوند لیکي او د غورځنګ سرییزه یو ډول نسخېزه بڼه لري، دا سریزه د الله( ج) په نوم پیلیږي او په همدې ترتیب سره د قران کریم د دریمي سورې (۱۱۰  آیت) هم په کې لیکل شوي دی:
„Ye are the best nation that hath been raised up unto mankind. (…) And if they who have received the scriptures had believed, it had surely been the better for them: there are believers among them,
but the greater part of them are transgressors.”(Einleitung ChH)37
 
حماس د خپل منشور یا مرامنامي په پیل کې یو ډول انتاګونیستيکي تضاد ښیي، له یوې خوا د یوه غوره شوي امت یا د یوې ډیرې ښې منتخبي ټولنې په اړه لیکي او له بلې خوا د اکثرو کافر شويو یهودیانو او مسیحیانو په اړه لیکي. په دې توګه حماس د خپل منشور په پیل کې نړۍ په دوه برخو یوه غوره شوي او یوه کافره شوي باندې ویشي. په دې مانا حماس دلته یو ډول خیر ښیګڼېز انحصاریت ته اشاره کوي. هغه کسان چې په یاد شوي قرآني آیتونو باندې ایمان لري،چې په هغو کې ایمان لرونکو یا مومنانو ته د راتلونکو مصیبوتونو او کړاونو په اړه وړاندوینې شوي دي. اوهغو کسانوچې د الله (ج) نښې نښانې او ځانګړنې له پامه غورځولي دي او د الله ( ج) د قوانینونو څخه اوښتي دي. حماس د دې آیتونود نه مراعتولو په اړوند د حسن ا لبنا څخه اقتباس کوي. حسن ا لبنا په ټینګار او جوته توګه ویلي دي، اسراییل به تر هغې مهاله شتون ولري، څو اسلام دغه هیواد محوه کړي یا له منځه وړي نه وي. کتابي مذهبونو ته د اوښتي مصیبتونه او کړاونه خبر تیا نېغ په نېغه د اسراییلي دولت سره تړاو ورکول کیږي. په دې حالت کې حماس ځان د دې وړاندوینو د ترسره کوونکی په څېر ګڼي او د دوی په باور الله پاک دا وړاندویني د اسراییلو پر ضد ویلي دي. ( همداراز د حماس د منشور په سریزه کې راغلي، اې
خلکو ( (“ O People” له دې کبله ټولنه باید د خپل ژوند لپاره قرباني ورکولوته چمتو واوسئ، ځکه موږ د الله ( ج) د ارادې مطابق مبارزه کوو او د خدای په نامه د ټولو مبارزینو ( مجاهیدینو) سره د فلسطین د خپلواکۍ لپاره جګړه کوو. که څه هم د یهودیانو په وړاندې مبارزه او جګړه کیداي شي ډیره اوږده او ګواښمنه شي، خو د الله تعالی بري حتمي او ډادمن دی. „the victory of Allah is sure“ ( ebenda )
دلته الله پاک د حماس لخوا یواځې د خپلي مذهبي ادعاو ثابتولو لپاره راوړل کیږي. د دې سربیره د دې موضوع لیندۍ یا کمان لانوره اوږده را تاویږي او راکښل کیږي چې په کې نړۍ په دوه برخو وېشل کیږي، یوه د مومنانو نړۍ او بله د کافرانو یا د بې ایمان خلکو نړۍ ښودل کیږي او د خدای رضار او ارادې لپاره د کفارو په وړاندې په کې مبارزه کیږي.
د حماس منشور لومړۍ څپرکۍ د ځوځښت د کرکټر، مشخصاتو او پيژندګلوي اړوند را څرخیږي او حماس د اسلام سپیڅلي دین د خپل بنسټیز بیس یا ادې په نامه نومولي دی۴۰ . حماس ځان د خدای تعالی ریښتني خدمتګار ګڼي او دوی خپل ولس ته او خپل هیواد ته مکلفیتونه لري ( د منشور په دریمه ماده کې راغلي دي).
د حماس غورځنګ الهامونه یا شعارونه د اخوان المسلمین څخه اخلي او د دوی یا د اخوان المسلمین وزرونه د حماس منشور په دوهمه مادې کې په څرګنده لیدل کیږي.
„Allah is its goal, the Prophet is its model, the Quran is its constitution, Jihad is its path and death for the sake of Allah is its most coveted desire” (Art. 8 ChH).
د منشور په شپږمه ماده کې حماس ځان یواځینۍ بېسارې فلسطیني خوځښت په نامه یاده وي. په داسي حال کې چې دوی په اوومه ماده کې د مسلمانانو ټیټ او پرګوالي له امله او هغوته چې د حماس دوکټرین منلي دي، ځان جهانشموله ښیې. دلته د جهانشمولیت ذکر شوې پوهه د امتي مسلمه یا د ټولو مسلمانانو ګډې ټولنې په نامه ښوول کیږي، نو له همدې امله دلته یواځې د اسلام د سپیڅلي دین لارویانو پوري اړه مومي۴۱ . په دې توګه د حماس د جهانشمولیت څخه درک او پوهه د خپل مذهب د پولو څخه وراخوا نه اوړي. نو د دې تحقیقاتي څيړنپاڼې د تعریف پربنیاد حماس په هیڅ وجه جهانشموله نشي بلل کیدای، بلکې نړۍ په نړیوله کچه د مسلمان او کافر تر منځ په دوو برخو ویشي. تر اوسه پورې د څېړني په لړ کې په وړاندې شویومفاهیمو کې د حماس غورځنګ د ځان ښودني انځور یا په ځان باورمنتوب ځښت ډیر انحصاري لیدل کیږي.
 
 
۲.۴.۵ د حماس لیدلوری د کړکېچ د موضوع او د کړکېچ د مخالفینو په اړه
حماس د فلسطین آزادۍ ته د یوې دینې ماموریت یا یوې دیني دندې په څیر ګوري:
The Islamic Resistance Movement believes that the land of Palestine is an Islamic Waqf to all Muslim generations until the day of resurrection. It is not right to give up any part of it.” (Art. 11 ChH).
دا هیواد مسلمانانو ته تر ورستي ورځې یا اخر الزمانه یا قیامته پوري د یو سپیڅلي بنیاد ټوګه ورسپارل شوي دی. هیڅ یو شخص، نهاد یا موسسه دا حق نلري، آن د دې هیواد یوه ټوته یو چا ته ورپریږدي۴۲ په دې ترتیب سره فلسطین یو اسلامي هیواد دی. او اسلامي شریعت د واکمنۍ یواځینې فورم دی. نو له دې کبله حماس خپله موخه په روښانه توګه اعلانوي، دوی غواړي ټول فلسطین له مدیټرانې نه تر اردون پوري آزاد کړي۴۳ . په داسې حال کې چې دغه هیواد د یهودیت له لوري په یونامشروع بنسټ او یو غلط شعار د سپیڅلي هیواد په نامه په خپل اشغال کې ساتلي دی۴۴ . څو د شریرو او بدو مخنوي وشي او د دوی برلاسۍ لاس لنډ کړل شي. (vgl. Art. 9 ChH),
د اسلام د بیرته ځواکمنیدو لپاره یوه ډیره اړینه موخه دا ده، چې د فلسطین آزادي د یو خورا مهم ټکي په څیر په پام کې ونیول شي. خو دا په مناسبه کچه کفایت نکوي، دا ځکه چې غورځنګ د صهونیزم سره په ٬٬ یوه برخلیک ټاکونکې کولتوري مبارزه یا جګړه کې بوخت دی. دا جګړه به هغه مهال پای ته ورسیږي، کله چې په فلسطین کې د صهونیستيانو مېشت کیدل یا هلته د کورونو او ښارګوټي جوړولو لړۍ له منځه یوړل شي. همدا د جګړې یومهم او اصلي لامل دی.۴۵ ځکه الله پاک مسلمانانو ټول فلسطین د یو سپیڅلي ملکیت ( وقف) په څیر ورسپارلي دی. کله چې د فلسطین له یوې برخي څخه ورتیر شي یا لاس واخیستل شي، په دې ماناده چې د مذهب له یوي برخي څخه لاس واخیستل شو ( vgl. Art 13 CHH ).د حماس منشور د یارلسمي ماده په اساس. د حماس له نظره تر اوسه یو اسراییلي دولت د فلسطین په تاریخي خاورې کې په دې اوسنیو پولو کې په بشپړ توګه هیڅ نه دی د منلو وړ. د فلسطین د کړکیچ هر ډول حل د اسراییلو د بشپړ وتلو سره مل دی او دا هم یوه طبعي خبره ده، چې یهودیان باید د اشغالي تسلط اوکنټرولو له ټولو ادعاوو څخه لاس په سر شي.
د کړکیچ مخالفینو د محتویاتو په اړه حماس د خپل منشور په دوه ویشتمه ماده کې د دښمن د ټول کاري ځواک په داګه کوي او لیکي، دوی ( یهودیان) هلته د فرانسویانو او کمونیستانو د انقلاب لامل ګرځیدلي وو، د اسلامي خلافت ممانعت کړي دی، دوی د لومړنۍ او دویمې نړیوالې جګړې پیلو او خپرولو کې لاس درلود او همداسي دوی په عمومي توګه په هره جګړه کې ګوتې وهلي دي او په هره لوبه کې خپل رول لوبوي دی. له دې امله حماس خپل ځان د یو ځواکمن دښمن د ګواښمن سره په مقابله کې ویني. دا ځواک په ټوله نړۍ باندې تسلط او کنټړول لري۴۵ ((vgl. Auch Art. 32 ChH
د حماس په اند پانګوال او کمونیستي دولتونه د دښمن د ملاتړ کوونکي ځواکونو په توګه درک کیږي او همدارنګه ورسره په پایله کې د نړۍ وېش په دوو برخو کې ترسره کیږي.
„When Islam is on the rise, the forces of unbelief unite to confront it, because the nation of the unbelievers is one” (Art. 22 ChH)
داسې ښکاري چې حماس یو ځلې بیا نړۍ د اسلام او د کافر ملت ترمنځ وېشي. د دوست او دښمن ترمنځ، د ښو او بدو ترمنځ په جوته توګه کرښه کښل کیږي، ورسره هر غیر مسلمان ته د دښمن د یوې برخې په څیر کتل کیږي. د ښمن ته دښمنۍ په سترګه کتلو سره حماس نیغ په نیغه د یهودیت دین او د هغوي د کتابي لیکلنو سره په تړاو کې راوستل کیږي. ځکه یهودیت یو مذهب دی۴۶ .
„religion that stipulates racism and hostility towards others in its books and incites to wrongly take away Palestine under the slogan of the Holy Land.”45
 
سربیره پردې دښمن د شیطان، وینې ځبیښوونکي، افراطي توکمپال، رسیسټ، جانې او مجرم په نامه رټل کیږي.۴۷ له دې سره د حماس په ایدیالوجي کې په څرګنده توګه نه یواځې صیهونیستي ضد بلکې یهود ضد (vgl. Beaupain 2005: 97). خصلتونه هم شتون لري.
حماس د خپلو ادعاګانې د ثبوتولو لپاره په خپل منشور کې د شلمې پیړۍ په پیل کې یو خپرو شوي کتاب ته مراجعه کوي. دا کتاب د یهودیانو نړیوال حاکمیت یا د یهودیانو د نړیوالې پراختیا غوښتنو هڅو په اړه لیکل شوي دی. دا کتاب د ( Protococols of the Elders of Zion ) په نامه یادیږي.یا د یهودو د صیهون مشرانو یا عالمانو د پروتوکول په نامه په نړۍ کې شهرت لري.). (vgl. Art. 32 ChH), په دې کتاب کې د یهودیانو په اړه د پاموړ خورا مهم یهودي ضد لاسوندونه یا اسناد خوندي شوي دي. که څه هم ښاغلی نیوسه روښانوي او وایي که دقیق وویل شي، حماس د یهودیانو په اړه په خپل منفي انځور کې د دوی نژاد یا نسل او د دوی د وینې انځور نه ترسیموي، دلته یو اړین عنصر شتون نه لري. دا عنصر د محاصر مډرن لویدیځ په انټیسمیتیزم مفهوم یا د یهودیت ضد احساساتو کرکټر کې یوه ځانګړنه جوړوي۴۸. دا د پام وړخبره ده: په داسي حال کې چې حماس په خپل عربي دود او دستور کې خپلي یهودي ریښې پیژنې او انکار هم ترې نه شي کولالی. د حماس ضدیت د یهودیانو سره پر خپل مذهبي انتاګونیستي تضادونو باندې راڅرخي یا تمرکز لري. نو ځکه حماس ځان د یهودو تر منځ او د نړیوالې صیهونیسټي دسیسې تیوري تر جلاوالي پولې پوري د یهودو سره سخت ضدیت ښکاره کوي، خو حماس ځان انتېسمیټ یا یهود ستیزه نه ښکاره کوي. ( ژباړڼ : د ۱۸۷۹ کال راهیسې Antisemitismus په نړۍ کې د انټیسمیتیزم یا یهودیت ضد مفهوم یا اصطلاح کارول کیږي، لغوي مانا یې د سامي توکم ضد ده او ټولو ته یو منلي سم تعریف تر اوسه شتون نلري. انتېسمیټزم مفهوم په دې مانا دی،چې د یهودیانو په جودکې د ټولو ستونزو لاملونه نغښتي دي. د انټیسمیتیزم ټرمینالوجي په دې مانا هم ده،چې د یهودیانو سره باید په هره برخه او هر اړخ کې دښمني وشي. په پوهنیزو ادبیاتو کې دغه نوې فورم نه یواځې یهودیان په مذهبي توګه، بلکې په نژادي یا توکمې، ملت او ولس په توګه د رد ولو مانا ورکوي) په دې توګه داسې ښکارې، چې حماس د یهودو سره په خپلو یهودې یا سامي ګډې ریښو باندې خبر وي. حماس دلته د اختلافاتو، توپیرونو او حدودو ترمنځ په روښانه توګه تفکیک کوي او تائیدوي چې د دښمن سره پرته له شکه په ښکاره توګه د ګډو مشتراکاتو ورتوالي شتون لري.په داسي حال کې چې د دوی ترمنځ بیلونکې کرښې د شخړې مرکز ته استول کیږي. په دې توګه د حماس قوي انحصاریت د یهودیت په وړاندې او همداسي خپلي ځمکنۍ بشپړتیا مطلقي ادعاوې په شعاري او ناندیز ه توګه د اصلي د ښمن په وړاندې په ښکاره توګه بیانوي .
 
۳.۴.۵ د مقاومت او د خپلواکي مبارزې ستراتیجۍ
د حماس د خپلواکۍ په مبارزې کې ستراتیجکه کلیدي اصطلاح د جهاد کلمه ده، دا کلمه حماس د خپل منشور په ۱۲ ماده کې د لومړي ځل لپاره په تفصیل سره راسپړلي ده.
Nothing is loftier or deeper in nationalism than [waging] a holy war (jihad) against the enemy and confronting him when he sets foot on the land of the Muslims. This becomes an individual obligation (fard ‘ayn) of every Muslim man and woman.” (Art. 12 ChH)
 
حماس دلته جهاد د قرآن کریم یا د حدیث د ټکو پربنیاد باندې نه بیانوي، بلکې د یوي ژورې ملتپالنې یا د نشنلیزم د اړتیاوې په بنسټ کې پیلوي. دا په یو دفاعي حالت کې یو چال چلند پوري اړه لري، ځکه یو اسلامي هیواد د پرديو تر اشغال لاندې راغلي دی. حماس دفاعي جهاد ته په دې ډول اشاره کوي، چې دلته د یو اسلامي هیواد څخه دفاع کیږي. په داسي یو حالت کې جهاد په هر مسلمان باندې فرض ګرځي. په عین وخت کې دا تشریح شوي حالت یو بیړنۍ حالت ښیي .په داسي یو بیړني حالت کې د تاوتریخوالي او د تشدد منع شويو ډولونو ته د اسلامي قوانینو له مخې مشروعیت ورکول کیږي او آن تشدد ته اجازه ورکړل کیږي.۴۹  
حماس د یوې اصلي کلیدي وسیلې په توګه د٬٬ مقاومت تر ټولو غوره او ښه لار ٬٬ وسله واله مبارزه په رسمیت پیژني.۴۹
له دې سره حماس د اخوان المسلمین له دریځه وځي او د اسراییل پر وړاندې وسله واله مبارزه پرمخ بیایي) vgl. Mishal / Sela 2000:37 ) حماس د یهودي دښمن په وړاندې د خپلي وسله والې مبارزې ماموریت د پیغامبر ( ص) په ویناوو کې تصدیقوي۵۰ :
„The Last Hour would not come until the Muslims fight against the Jews and the Muslims would kill them” (Art. 7 ChH). 50
 
د حماس د درک او پوهي له مخې دا جګړه او د یهودیانو وژنه باید د یوې الزامې امري بنیاد پر بنسټ تر قیامته پوري روانه واوسي. حماس خپل ځان د الهې طرحه ژغورنې او تر سره کوونکې په څیر ګوري. حماس د خپل منشور په سریزه کې د راتلونکو جګړو او مبارزو په هکله په صراحت سره خپله لیوالتیا د قربانیو او شهادتونو لپاره اعلانوي.۵۳ او د الله ( ج) په لار کې شهادت د لوړ اړتیاوو په څیر ترجع ورکوي. پرته له دې چې د شهادتونو د ډولونه په اړه توضیعات ورکړي۵۴ .
د سوله ییزو حل لارې، د سولې نواښتونه او نړیوال کانفرانسونه دا ټول د حماس د منشور د ۱۳ مې مادې په اساس د دوی له عقایدو او اعتقاداتو سره په ټکر کې راځي، ځکه د فلسطیني خاورې د یوې برخې څخه تیریدل او یا لاس په سرکیدل، دوی ته داسي دا مانا لري، لکه دوی د خپل دین د یوې برخې څخه تیر شي. له دې امله د سوله ییز حل لار نه مننونکې او هم یوه ګواښمنه لار ده:
„Those conferences are nothing but a means of enforcing the rule of the unbelievers in the land of the Muslims.” (Art. 13 ChH)
دلته هم د مسلمانانو او کفارو ترمنځ یو روښانه او جوت توپیر لیدل کیږي او د قرآن کریم د ( دویمې سورې د ۱۲۰  آیت) له خوا ورباندې باندې تصدیق کیږي.
„But the Jews will not be pleased with thee, neither the Christians, until thou follow their religion; say, The Direction of Allah is the true direction.“
 
دغه آیت د البقري سورې څخه اقباس شوي دی او د حماس په منشور کې تفسیر شوي دی، کفار دلته مطلب د یهودیانو او عیسویانو څخه دی، ښودل شوي. دوی مومنان یا مسلمانانو ته د هیڅ ډول عدالت اجازه نه ورکوي او خبرې اترې یا جوړجاړي د اسلام د حقیقي او بر حقه ادعاوو په بیه کې له دوی سره ترسره کیداې شي،
په دې اساس په پایله کې د فلسطین په لانجه کې یا د فلسطین په قضیه کې پرته له جهاد، د حل بله لار نشته.
No solution ( …. ) except by Jihad . په داسي حال کې ټول نوښتونه،وړاندیزونه او کنفرانسونه د وخت ضایع کولو په څیر „waste of time رد کیږي او سپکاوي وته کیږي. د منشور د دیارلسمي مادې په اساس.
کله چې د حماس لپاره د وسله وال جهاد مهم رول انکار نه کیدونکي ګرځي، خو په ښکاره توګه د جهاد مانا یوستر مفهوم افاده کوي. جهاد څو بعدي یا څواړخیزه موخې لري،دلته د پوځي، سیاسي، ایډیالوجیکي او ټولنیز جهاد څخه خبره کیدای شي۵۵ .
„multi-dimensional and multi-goal oriented military, political, ideological and social jihad“
د محتوا په لحاظ د جهاد یوه اساسی دنده دا ده، چې د تعلیم له لارې اسلامي ټولنه لا نوره اسلامي کړل شي.
د حماس د منشور په ۱۶ ماده کې،په ټولنه کې د ښخو مانا او دوی ته ارزښته ورکړل د حماس د منشور په ۱۷ ماده، په ټولنه کې هنر ته وده ورکړل د حماس د منشور په ۱۹ ماده کې،په ټولنه کې پیوستون را منځته کول د حماس د منشور ۲۰. ماده کې په ځانګړي ټوګه یاده ونه شوي ده
د جهاد کلمې کارول یوه وسیعې، جامې او پراخ لیدلري، په جهاد کې باید دا ټکي په پام کې ونیول شي. د جهاد دا اړخونه یواځې د اسلامي ټولنې په چوکاټ کې یا کورنیو چارو ته راجع کیږي. د دښمن په وړاندې جهاداو د فلسطین د مسلي او اصطلاحاتو په اړه یواځې په وسله واله مبارزه چې په هغه کې یوه ډاډمنه بریالۍ ستراتیجي لیدل کیږي، بسنه کیږي. پرته له دې سړی باید د کفارو پر اغیزو یا نفو‌‌ذ باندې اعتراف وکړي. دوی یعني به خپل دا اغیز د مسلمانانو په لګښت د مسلمانانو په زیان ډیر سخت او بد وکاروي. له دې سره د توکو یا منابعو ته د تللو په لاره کې او د غورځنګ په ستراتیجي کې دا په ښکاره پیژندل کیږي، چې په غورځنګ کې د انحصاريت عنصرونه په مخ بیول کیږي او د ستراتیجي په ټاکنه باندې خپل اغېز شیندي .
 
۵.۵ د حماس غورځنګ د کړکېچ چلند
حماس ته د ټولنې اسلامي کول او د خپلواکۍ په جګړه کې د دښمن سره مقابله دوه نه بیلیدونکې ګډ بهیرونه دي. دوی ته مذهبي ښوونه او روزنه یوه ستره مانا لري. په دې برخه کې حماس له ګڼ شمېر مذهبي تعلیمې موسساتو او تاسیساتو څخه لکه جوماتونو، اسلامي ادارو، ښوونځيو او پوهنتونونو څخه هم ستفاده کوي. دوی دلته له دې لارې ځانته پلویان او فعالین جلب وجذبوي. همداراز د خیرښیګنې ټولنیز موسسات لکه د زړو یا بوډاګانو پالنځایونه، وړکتونونه، روغتونه او سپورتي کلوبونه د حماس له خوا تمویل کیږي. له دې سره حماس د فلسطین په زیربنایي جوړښتونو او پرمختګونوکې یو ډیره مهم رول لوبوي .
(vgl. Tai 1997: 146; Hroub 2000: 233ff; Beaupain 2005: 8, 73).
د فلسطین اړوندو ادبیاتو کې د فلسطینیانو د لومړنۍ انتفاضه په اړه په پرتلیزه توګه د تاوتریخوالي کچه نسبټاً ټیټه ښودل شوي ده. دا پاڅون تر ډیره بریده د مدني سرغړونو د اړینو توکو او سایلو په اساس پیل شو او حماس د پاڅون په دې ډول کې په وار وار ګډون وکړو او په کې برخه واخیستله۵۶ . د انتفاضې په لومړنیو دریو کالونو کې په بې وسلې ولسي ډله ییزو لاریونونو کې د حماس مقاومت میتودنو یوه مهمه برخه درلودله. د فلسطینیانو فعالیتونه او بریدونه اکثرآ د اسراییلي پوځیانو پر وړاندې د تیږو یا ډبرو ویشتل، د موټر و ټیرونو سوځول، د اسراییلي ملکیتونو په وړاندې ورنکاري او دې ته ورته د خشونت یا تاوتریخوالي ټیټې کچې سره مل وه (vgl. Hroub 2000: 243)سربیره پردې حماس د خپلو ټولو پلاویانو څخه غوښتنه وکړه، چې له اسراییل سره خپلي ټولې اقتصادي اړیکې پريکړئ، د قوانینو نه رعایتولو غوښتنه،په مدنې سر غړونو کې برخه اخیستل او ورسره دوی باید په خپلو کې له ځانه بین الفلسطیني پیوستون وښیي. په عین وخت کې حماس پر خپلو پلویانو د اسراییلو پر وړاندې د وسله والې مبارزې غږ هم کړي دی.
په ۱۹۸۹ کال د اپریل په میاشت کې حماس خپل لومړنې پوځي عملیات د اسراییلي پوځیانو په وړاندې تر سره کړل. (vgl. Mishal/Sela 2000: 60ff).
د عدم تشدد د میتودنو د استعمالو سره سره بیا هم له پیل څخه وسله کارول د حماس د مقاومت اومبارزې یوه مهمه برخه جوړوي. په دې توګه د حماس مبارزه هیڅکله په بشيړه توګه د تاوتریخوالي څخه تشه نه وه. د ۱۹۸۹ کال تر اپریله پوري کیدای شي له دې څخه خبرې وشي، چې د کړکیچ په حالت کې د حماس سلوک او د تاوتریخوالي کچه په یوه ډیره ټیټه درجه کې ترسره شوي ده. د انتفاضې په ورستیو پړاونو کې د دوی فعالیتونه په زیاتیدونکي ډول پوځي شول. د ناریه سلاح یا خفیفه وسلو استعمالو سره پاڅون لا نوره سختدریځه او راډیکاله شو. (vgl. Hroub 2000: 243f). حماس د خپلو پوځي عملیاتو د لا ښه سمبالښت لپاره،په ځانګړي توګه د یهودي میشتو سیمو په وړاندې وسله وال بریدونه او د اسراییلي دښمن سره د تورنو فلسطیني جاسوسانو مرسته او همکاري مخه ونیوني لپاره غورځنګ په ۱۹۹۲ کال کې د القسام په نامه پوځي لوا یا د غوڼدونو بنسټ کیښود. په ۱۹۹۲ کال د دسامبر په میاشت کې دې پوځې لوا ته د یو اسراییلي سرحدي سرتیري د وژلو له امله د خلکو پاملرنه ورواوښت۵۷ . له همدې امله د اسراییلو په لبنان کې د حماس فعال غړي په ډله ییزه توګه وشړل شول. خو د نورو وسله والو بریدونو مخنوي په کې نشو کیدای (vgl. Mishal/Sela 2000: 97; Beaupain 2005: 91)..
په ۱۹۹۳ کال کې د اسراییلو او (PLO ) لخو د Declaration of Principles ( (DOP د اصولو اعلامیه لاسلیکیدوسره انتفاضه یا پاڅون پای ته ورسید. حماس د اسراییلو خلاف په خپله وسله واله مبارزې کې شدت راوست او د خونړي بریدنو له لارې د سولې له بهیر سره یي خپل مخالفت وښود:
د اصولو اعلامیي ( (DOP په لومړنیو سپاړلس میاشتو کې ۱۲۰ اسراییليان د حماس په بریدونو کې ووژل شول (Beaupain 2005: 93).
په داسي حال کې چې د لومړیو میاشتو په بریدونو کې وژنې او بریدونه د میشتو اسراییليانو، د اسراییلي سرتیرو په وړاندې او د دولتي شخصتونو په وړاندې تر سره کیدل. د Hebron حبرون ښار د ډله ییز وژنو څخه څو اوونۍ ورسته، کله چې په ۱۹۹۴ کال د فبروري میاشت کې یو یهود میشتی بروخ ګولدشتاین Baruch Goldstein په جومات کې په عبادت بوخت نوویشت فلسطینیان قتل عام کړل. په ۱۹۹۴ کال د اپریل په میاشت کې د عفوله او هدیرا Afula and Hadera ښارانو کې بریدنوکې دوه واقفي پیښې رامنځ ته شوې: حماس په لومړي ځل د اسراییلو په مرکزي حیاتي سیمو کې ملکیان ووژل او په لومړي ځل یې د ځانمرګې بریدونو له توکو څخه ستفاده وکړه۵۸ . له دې مودې راهیسې د غورځنګ په پوځې عملیاتو کې ځانمرګې بریدونه یواځینې وسله نه وه، خو ښایي تر ټولو اغیزمنه وسله وه.
(vgl. Hroub 2004: 26). په داسی حال کې په ۱۹۹۵ کال کې د حماس غورځنګ په دننه کې د یو موقتي زماني اوربند اعلانولو ( هدنه) په اړه بحثونه روان وه، خو تر اوسه دې ډول اقدام ته یو لوی اکثریت نه دی موندل شوي. د ۱۹۹۶ کال د فبروي او مارچ په میاشتو کې بیا ۵۸اسراییليان د حماس په ځانمرګې بریدونو کې ووژل شول.۵۹ په ټولیزه توګه کیدای شي وویل شي ،چې د حماس غورځنګ د ٬٬ تشدد یا تاوتریخوالي یوه کنټرول کیدونکي٬٬ ستراتیجي غوره کړي ده. (Mishal/Sela 2000: 67),
په خاصو او ځانګړو مرحلو کې حماس کله چې د اسراییلو او PLO ترمنځ د نږدې کیدو اړیکو رامنځ ته کیدي دوی بریدونو ته ترجع ورکوي څو د سولې بهیر ته په دقیقه او قصدي توګه زیان ورواړوي. خو په موقتي ډول سره د ځانمرګې بریدونو څخه اجتناب هم کوي د دې سره سره حماس د اوسلو د سولې له بهیره راهیسې تر اوسه د وسله وال مقاومت څخه نه دی لاس په سر شوي. (vgl. Hroub 2004: 26). په ۲۰۰۰ کال د سپتمبر په میاشت کې د الاقصا انتفاضه پاڅون له پیلیدو سره سم د اوسلو د سولې بهیر په یو مخیزه توګه د ناکامیو سره مخامخ مانا ورکوي. حماس د صهونیستي دښمن په وړاندې خپل پوځې عملیات او فعالیتونه د تمې سره سم همداسي پرمخ بیایي. په ۲۰۰۱ کال د مارچ په میاشت کې د دریو کالو ځنډه ورسته حماس خپل لومړنۍ ځانمرګي برید ترسره کړو۵۷. حماس د موټربم چاودنې، په پولې ساتونکو پوستو باندې وسله وال بریدونه ،د یهودي میشتو استوګن ځایونو پر ضد بریدونه او دې ته ورته پوځي فعالیتونو په برخه کې فعال دی. د دې د بریدونو په غبرګون کې اسراییل د حماس مشرتابه غړي او فعالین په هدفي وژنوکې وژني. (vgl Hroub 2004: 24ff).
د مصر په منځګړتوب او پرلپسې هڅوپه ترڅ کې حماس په ۲۰۰۳ کال کې یو یواړخیزه درې میاشتني اوربند اعلان کړو. اوربند به په هغه صورت کې عملي شي، چې اسراییل د دوی شرایطونو ته غاړه کیږدي۵۸ . په ۲۰۰۳ کال د اګست په میاشت کې د اسماعیل ابو شنب د وژنې غچ سمدستي د یو ځانمرګي برید له لوری واخیستل شو. (vgl. Hroub 2004: 26ff). هدنهّ Hudna
د حماس برویدنه او د اسراییلو هدفي وژنې سلسله دغه دواړخیزه لوبه همداسي روانه ده . کله چې اسراییل د ۲۰۰۴ کال په پیل کې د حماس بنسټګر او د حماس مشرتابه لوړ پوري چارواکي شیخ احمد یاسین او عبدالعزیز الرنتیسي په هوایي برید کې ووژل شول (vgl. ebenda: 21, 31). د ۲۰۰۴ کال د اګست په میاشت کې حماس یو ځلې بیا یو ځانمرګي برید تر سره کړو. (vgl. Amyreh 2004: 20)  او په ۲۰۰۵ کال د لاسلیک شوي اوربند تړون سره سره بیا هم په پوځي ډګړ کې فعال پاتي شو. (vgl. Usher 2005: 11; Amayreh 2005: 14). د همدې لسیزي د پیل په لومړۍ نیمایي کې او ان د لومړني انتفاضه څخه را په دې خوا د اسراییلو په وړاندې یوه ستره د تاوتریخوالي ډکه وسله واله مبارزه پیل شوي ده، په دې توګه پرته له کوم خنډه ځنډه ادامه لري او په دې بهیر کې د ملکي تلفاتو لوړه شمېره ثبته شوي ده .
 
۶.۵ د څیړنې د دویمي برخې یا قضیې تجزیه او تحلیل
د حماس په بنسټ کې په ښکاره یو ډول انحصاریت پیژندل کیږي. دا انحصاریت د دوی د کړکیچ په موضوع کې او د کړکیچ د مخالفینو په اړه او د محتویاتو په درکولو کې په ښکاره توګه اغېز لري. د دوی د انحصاریت په نړیوال انځور کې نړۍ په مسلمان او غیر مسلمان کې ویشلي شوي ده. او بالاخره په پای کې د جهاد حکم صادروي او دوی خپله اصلي وسیله وسله واله مبارزه ویني. حماس د خپل پیدایښت یا را پورته کیدو لږ ورسته د اسراییلو په وړاندې پوځي عملیات تر سره کړل . په ۱۹۹۴ کال کې په تصادفي ډول د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې ملکیان په نښه کړل شول او ووژل شول . په دې ترتیب د دوی د کړکیچ حلولو کې په ډیره لوړه کچه تاوتریخوالي موندل کیږي. له دې سره دویمي تمي یا توقع ته هم ځواب وموندل شو، چې اسلامي غورځنګونه د خپلو انحصاري فکرونو سره د کړکیچ په حلولو کې تشدد ته تمایل ښيي .که څه هم دا خبره په خوندي او ډاډمنه توګه ثابتیدای نشي. خو د حماس د تاوتریخوالي یا تشدد پایلې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د دوی د انحصاري فکرونو څخه راوځي.نو له دې امله لږ ترلږه د دواړو متحولونو ترمنځ یوه لوړه نمره یا درجه موندل کیږي .
 
د څلورمي برخې پای

- سلوک، دوه ګوني...
بېرته شاته