(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان کې افغان مهاجر د څلور ...

[26.Jul.2016 - 14:23]

پاکستان کې افغان مهاجر د څلور اړخیزو ناستو او ډیورنډ قرباني

نظرمحمد مطمئن :لیکوال او شناند

د جولای پر ۱۴مه نیټه افغان رسنیو کې د پاکستان اړوند خبرونه وو، په همدې ورځ د پاکستان اړوند درې مهم خبرونه نشر شوو، داچې پاکستان د طالبانو د قطر دفتر پر  مشر او غړو فشار راوړی چې په څلور اړخیزو ناستو کې به په اسلام اباد کې ګډون کوي، دویم خبر د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل لخوا د پاکستان د لاسوهنو اړوند اسناد  او دریم هم په ډیورنډ لیکه او ځانګړي ډول تورخم کې د پاکستان  لخوا دروازه او تاسیساتو جوړولو خبرونه خپاره شول.

د تورخم دروازې پر سر له جګړې وروسته د پاکستان د حکومت لخوا په کمیساري ډول افغان مهاجر تر فشار لاندي راوستل شوې، او افغان مهاجر ځورول کیږي.

هغه افغان مهاجر چې قانوني د مهاجرت اسناد او  هغه افغانان چې د افغانستان رسمي پاسپورټ له ځان سره لري، له هغوی څخه هم د خیبر پښتونخوا پولیس رشوت غواړي، که وريې نه کړي، نو زندان ته يې وړي، په تیره یوه میاشت کې ډیر زیات افغانان د راپورونو پر اساس د پاکستاني پولیسو لخوا یا خو بندیان شوې او یا هم ځورول شوې دي.

ناکامه څلور اړخیزې ناستې او پر طالبانو د پاکستان فشار

د ځینو راپورونو پر بناء چې پاکستان هغه وخت پر طالبانو د زیات فشار راوستلو هڅه کړي چې کله د نړیوالو لخوا پري شک وشو چې په تیرو څلور اړخیزو ناستو کې ونه توانیدی چې د ژمنو سره سم طالبان د سولې مذاکراتو ته اسلام اباد کې حاضر کړي.

نتیجه داشوه چې کله پاکستان تر زیات فشار لاندی راغی، امریکا ته يې راپور ورکړ چې د طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور د سولې د خبرو مخالف دی، همهغه وو چې امریکا د طالبانو پر مشر برید وکړ او هغه يې له منځه یووړ.

د سولې خبرې له بن بست سره مخ شوې، د طالبانو د مشر ملااخترمحمد منصور تر مرګ وروسته د سولې هیڅ ډول هڅې او کوشش نه دی حس شوی، هر څه په ټپه ولاړ دي.

داچې د امریکا پلان به وي چې په سېمه کې د پاکستان په پرتله نور هند نفوذ وکړي، او پاکستان له انزواء سره مخ شي، پاکستان هڅه کوي چې د خپلې انزواء مخه ونیسي.

په کورنیو او سیمیزو رسنیو کې مخکې ورځو کې ویل شوې چې پاکستاني لوړ پوړو چارواکو قطرهیواد ته سفرونه کړي او له طالبانو څخه یې په کلکه غوښتنه کړي چې د افغان حکومت سره د ناکامه څلوراړخیزو ناستو په تسلسل کي داځل مخامخ خبرو ته حاضر شي.

داچې پر طالبانو باندي د پاکستان د فشار خبرونه بیا هم په کورنیو رسنیو کې خپاره شول، داسي بریښې چې افغان حکومت پر پاکستان بې باوره دی، او د جولای پر ۱۴مه نیټه د ولسمشر مرستیال ویاند وویل چې موږ نور د څلور اړخیزو ناستو اړوند کومه اجنډا نه لرو، او نه هم د سولې دمذاکراتو اړوند معلومات ورسره پاکستان شریک کړي، ولي داچې خبر نشر کیږي، فکر کیږي چې پاکستان به افغان حکومت ته وخت په وخت معلومات ورکړی وي چې دوی لاهم هڅه کوي تر څو طالبان مذاکراتو ته چمتو کړي.

د پاکستان له انزواء څخه د وتلو هڅې

ځینې شنونکي وایې کله چې امریکا وایې چې افغانان باید خپلو منځو کې سره کیني او د سولې خبرې وکړي، او بیا د طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور د پاکستان په غوښتنه په نښه کوي، هغه وژني، دلته سوال پیداکیږي که ستونزه له امریکا سره نه وي، نو بیا ولي  د طالبانو مشر په دي دلیل په نښه کوي چې له افغان حکومت سره خبرو ته نه کښیني. بیا خو په کار ده چې طالب او افغان حکومت سره پریږدي دوی (امریکا او نړیواله ټولنه) د افغانانو له وژلو او نیولو څخه لاس واخلي.

همدا رنګه امریکا ته په کار ده چې مخامخ له طالبانو سره خبرو ته کیني، تر څو امریکا ځان دریمګړي وګڼي، د سولې هڅې به دا ډول ناکامه وي لکه له اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې مذاکرات چې خپله په کور دننه افغان جهت ناکام کړل.

پاکستان یوځل بیا غواړي د ناکامو څلور اړخیزو ناستو تسلسل را ژوندی کړي، هغوی غواړي یوځل بیا افغان حکومت او نړیوال وغولوي تر څو له انزواء څخه ځان خلاص، د امریکا او نړیوالو اعتماد بیرته حاصل کړي.

داسي راپورونه ورکول شوې چې د جولای پر ۲۶مه نیټه به لوړ پوړي پاکستاني چارواکي کابل ته راځي، دلته به له ولسمشر او افغان چارواکو سره لیدني کتنې کوي.

داچې چین هیواد له پاکستان سره نږدې او ښې اړیکې لري، دا ډول چین هیواد له طالبانو سره مسلسل ناستې او ښې اړیکې پالي،‌ ورته وخت کې له افغان حکومت سره هم د ښو اړیکو لرونکی هیواد دی.

ددې لپاره چې پاکستان له انزواء څخه د خلاصیدو هڅې کوي، ممکن له چین هیواد څخه به یې د مرستې غوښتنه کړي وي،‌ چین چې له یادو دریو لورو سره ښې اړیکې لري او د څلور اړخیزو ناستو پېل هم د پاکستان او چین په هڅو شوی وو، اوس به بیا ځل پاکستان همدا لوبه تکراروي،‌ د څلور اړخیزو ناستو د دوام غوښتنه به کوي، له چین څخه به هم غواړي چې پر طالبانو او افغان حکومت له خپل اثر او رسوخ څخه کار واخلي او څلور اړخیزو ناستو ته زمینه برابره کړي، ترڅو پاکستان خپل اهداف تر لاسه کړي.

که پاکستان په رښتونې ډول د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ وکړي، که څلور اړخیزه ناستې وي یا په کوم بل هیواد کې د طالبانو سره د افغان حکومت ناستې وشي، دا به د سولې اړوند يو ښه پرمختګ وي، ولي د پاکستان د سولې پروژې او اهدافو اړوند فکر کیږي چې طالبان او افغان حکومت، په اوس وخت کې نړیوال هم بي باوره ښکاري.

که چیرته د طالبانو او چین چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو ناستو په تسلسل که د طالبانو او پاکستاني چارواکو لیدنې په کوم هیواد کې شوې وي او یا له دي وروسته وشي، داځل به بیا هم د تیر په څیر پاکستاني چارواکي د هر ډول ناستو څخه د خپلو ګټو او موخو ته د رسیدو لپاره کار اخلي.

د طالبانو او چین هیواد د نږدې او ښو اړیکو څخه په ګټه اخیستنه به داځل بیا پاکستان هڅه کوي، لکه په تیرو وختونو کې چې هر ډول ناسته په خپله ګټه وڅرخوي، بیاځل به افغان چارواکو ته وعدې ورکوي چې دوی طالبان چمتو کړي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښیني، او د امتیازاتو غوښتنه به کوي.

پاکستان د سولې تر نامه لاندی ډیورنډ غواړي

د تیرو څلور اړخیزو ناستو په جریان کې پرته له شکه پاکستان له افغانستان څخه امتیازات ترلاسه کړل، چې یو هم پکې په تورخم کې تاسیسات او دروازه ده، همدا ډول د ډیورنډ پرکرښه ۶ نور ځایونه د پاکستان تاسیسات او دروازې یادولای شو. داچې د پردي تر شا به افغان حکومت د سولې په نوم پاکستان ته کوم نور امتیازات ورکړي وي، دابه هم تاریخ او وخت هر څه یوه ورځ روښانه کړي.

دوه ځله طالبانو د افغان مهاجرو او ډیورنډ کرښې مسئله له پاکستان سره په سختو او روښانه ټکو کې مطرح کړي، یوځل چې کله د طالبانو د قطر دفتر دوه غړي  مولوي جان محمد مدني  او مولوي شهاب الدین دلاور تیراپریل میاشت کې پاکستان ته راغلي وو، له پاکستان څخه يې په کلکه غوښتي وو چې د افغان مهاجرو سره په چلند کې  مثبت تغیر راولي، او داډول د ډیورنډ پر کرښه له تاسیساتو څخه ډډه وکړي، په ځانګړي ډول د انګور اډې په دروازه او تاسیساتو ډیر بحث شوی وو، چې وروسته بیا انګوراډه دروازه افغان حکومت ته د پاکستان لخوا رسما وسپارل شوه، خو تاسیسات لا هم د افغان حکومت د کمزوري مدیریت له کبله همداسي پاتې دي.

ویل کیږي چې د رواني میاشتي په نیمایې کې د دویم ځل له پاره د طالبانو  استازو له پاکستاني چارواکو سره د افغان مهاجرو پر موضوع اوږدې خبري کړي، او له پاکستان څخه یې غوښتي چې د افغان مهاجرو ځورول ودروي، ویل کیږي چې طالبانو به ډیر واضح پاکستاني چارواکو ته ویلي وي چې د افغان مهاجرو ځورول او دهغوی سره  بد چلند د زغم وړ نه دی.

برعکس داسي راپورونه ورکول شوي چې افغان حکومت پاکستاني چارواکو ته په وارو وارو ویلي چې افغان مهاجر تر فشار لاندي راولي او هغوی اړ کړي چې افغانستان ته راکډه شي، تر څو د افغان مهاجرو په پنډغالو کې د طالبانو لپاره خوندي ځایونه له منځه یوړل شي. د افغان حکومت کډوالو چارو وزیر باندي نیوکه کیږي چې په پټه له پاکستان سره د افغان مهاجرو په ځورولو راضي دی.

داچې د طالبانو مشر د سولې خبرو څلور اړخیزو ناستو کې د نه حاضریدو له کبله د پاکستان د راپورونو پر اساس امریکا تر برید لاندي راوستي، هغه يې وواژه، اوس به د طالبانو نوی مشر او یا هم د  طالبانو د قطر دفتر غړي څه ډول داپریکړه وکولای شي چې د پاکستان تر فشار لاندي په ناکامه څلوراړخیزو ناستو کې د سولې خبرو کې ګډون وکړي، او که بالفرض طالبان همدا کار وکړي، د طالبانو نظامي مشران او د طالبانو پلویان به بیا څه ډول پر خپلو مشرانو اعتماد وکړي، هغوی چې وايې د خپلو پخوانیو مشرانو (ملامحمد عمر مجاهد او ملااخترمحمد منصور) لاره تعقیبوي او د پاکستان فشار ته نه تسلیميږي.

زما په اند چې پاکستان یوځل بیا له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو په نامه د ډیورنډ مسئله مطرح کوي، او داځل به د ډیورنډ پر کرښه د نورو موانعو، دروازو او تاسیساتو غوښتنه کوي، که افغان حکومت د ډیورنډ مسئله کې همدا ډول بي پروایې وکړی لکه تیر ځل، نو دابه د پاکستان سره د ډیورنډ کرښه په رسمیت منل وي.

افغان مهاجرین پاکستان ګروګان نیولي چې کله هم پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شي، ددي لپاره چې حساسیتونه کنټرول کړي افغان مهاجرین ځوروي، په اوس وخت کې پاکستان کې افغان مهاجرین د افغان حکومت د نا سمو او غلطو تګلارو قرباني دي، او د پاکستان لخوا بیا افغان مهاجرین د ډیورنډ  کرښې لپاره قرباني کیږي، که افغان او پاکستان حکومتونه د افغان مهاجرو اړوند په خپلو تګلارو کې مثبت بدلون رانه ولي، په راتلونکې کي به دواړه  هیوادونه دغه سیاسي تیروتنه جبران نه کړي.

افغان ولس او پاکستانی ولس یو بل سره ستونزه نه لري، تر ډیره د سیاستوالو د غلطو او ناسمو تګلارو قرباني شوې دي.

افغان او پاکستان حکومتونو ته په کار ده چې د خپلو ولسونو ګټو ته په کتلو سره د افغان مهاجرو اړوند تګلارې خپلې کړي. د سیاسي کړنو ، ګټو او تګلارو پر ځای د خپلو ولسونو ملي ګټو ته ترجیح ورکړي، که خدای مه کړه افغان – پاک حکومتونه د افغان مهاجرو او ډیورنډ اړوند بې پروایې کوي، نو دواړه حکومتونه به د خپلو ولسونو له غبرګونو سره مخ کیږي.

 

 

- نظرمحمد مطمئن
بېرته شاته