(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مــــــوچـــــــي

[11.Aug.2016 - 14:32]

لیک: نور محمد تره کی
ژړ سپېره مخ د عمومي بازار د پليو لارې پر يوه لانده ځاى لمر څريکې (پيتاوي) ته نااميده غوندې ناست دى.
هر څوک چې تېرېږي دى يې واردواره پښو ته ګوري، چې ګوندې کپې (پڼې) يا ګوټونه يې څېري وي، چې ده ته يې د ګنډلو لپاره ورکړي. پر دوو تلو چې زنګنونه يې خولې ته رارسېدلي دي او خپله زنه يې د دواړو زنګنو په منځ کې ايښې ده، ناست دى. په دې چې نن ساړه لږ دي خورا خوشحاله دى او هره ګړۍ لمر ته په خورا مينه سترګې وراړوي خو پلوشې يې سترګې وربرېښوي او بير ته يې پټې کړي.
په دې وخت کې يو سپين کالى سړى چې خورا اوږد کميس يې اغوستى دى او تکه سپينه پګړۍ يې پر سپينه رخچينه تړلې ده راغى. په ده پسې څلور، پنځه کسه سپين کالي نور هم شته. د موچي حد ته چې راغلل، نو سمدلاسه يې پښه ونيوله. يوه يې بل سړي ته مخ ورواړاوه او ورته ويې ويل: “خان چې ورېښمېنې کپۍ(موچڼې) راته راوړې دي هغه بايد دغه موچي ته ورکړو چې ښه تلي پر ووهي”.
ملګري يې ورته وويل:”ښه دى!” او بيا روان شو. ادارې ته چې ورغى ډېر خلک ورته ولاړ شول او هر يوه په احترام ورته وويل:”مفتي صاحب دې ستړى نه وي، خداى دې راوله! ستا د عدالت سيورى دې زموږ له سره نه کمېږي! ستا تشريف راوړلو ته مو سترګې څلور شوې!”
بيا دغه صاحب پر يوه پنډه نيالۍ چې توربخن کشميری پوښ يې دى او د قلم په ډول ډول رنګونو ځاى په ځاى رنګېدلې ده، کښېناست. د ده خوله پټه وه، خو کوچنۍ غوندې خوله يې په شناوې ږيره کې له ورايه ښکارېده، په پوزه ډېر تنفس کوي، سترګې يې تل غټې غټې راختلې وي.
نيم ساعت وروسته يې هغه کپې د ده حضور ته راوړې، چې موچي تلي پر مېخ کړي وو.
د ده چې پر کپيو سترګې ونښتې، نو يې وويل:
“خداى دې تا محرر خوار کړي! تا خو به موچي ته ويل چي ښه ډېر مېخونه پر ووهي. موږ پر دغه کپيو څونه سپين تور او تور سپين کړي دي خو بيا هم تا ښکلې او ټينګې نه دي جوړې کړې.
ورشه! موچي ته يو سپاهي ورواستوه چې دلته راشي چې پخپله هدايت ورکړم”.
سپاهي موچي پر اوږه باندې په خپل ورڅخه لنډي لرګي وواهه او ورته ويې ويل چې ورسره ولاړ شي او د کپيو د جوړولو هدايت واخلي.
موچي ورته وويل چې زما څخه خو دغه سندان، څټک او مېخونه پر ډګر پاتېږي. زه درسره تلاى نه شم، هر څه چې غواړې، دلته به يې وکړم خو سپاهي د ده خبرو ته غوږ و نه نيوه او په زوره يې کش کړ. ده ورنږدې هټۍ والا ته ورږغ کړ چې د ده پر شيانو پام کوي.
موچي په دې خورا خوابدى شو چې په پورې وهلو يې راووست. ده په زړه کې جوړه کړې وه چې د سپاهي له لاسه به عرض کوي، چې ولې يې په دغسې وهلو او ترټلو راووست، خو چې د مفتي صاحب سترګې ورباندې ونښتې سمدلاسه يې په ښکنځلو خوله پورې کړه.
ده چې خپل ښکنځل خلاصول، نو يوه ټنډ نس غوندې سړي په درد او عتاب موچي ته وويل:
“ته خبر نه يې چې دا د چا موچڼې دي؟ د علماوو خو خلک د پښو خاورې کېږي، خو تاسې جاهلان د مزدورۍ په مقابل کې هم د دوى کار سم نه کوئ، بلا دې پر دغه سپېره او بې ويني مخ شه! خداى د خپلې کلپې ايداد (جزا) پخوا لا درکړى دى، په دې چې دغسې يې خوار او بدبخته کړى يې”.
موچي ژړغونکى غوندې شو او ورته ويې ويل :
“د دوو افغانيو په مقابل کې همدغه کار کېده چې ما وکړ، نو په دغه پيسو خو به مې کور نه در جوړاوه، که مو خوښ نه وي، زه به خپل تلي او مېخونه بيرته وکاږم، بل موچي ته يې وروړئ چې ښې يې درجوړې کړي، زه يو خوار او غريب سړى يم، په سپاهي مو ولې پورې وهلم؟”
د مفتي طبيعت سمدلاسه پربله واووښت او په يوه ږغ سره يې وويل:”دغه سپين سترګى او بې حيا وباسئ! زه به د دغې بې احترامۍ ايداد ورکړم”.
موچي په منډه خپل ځاى ته راغى. ده غوښتل چې خپل سامان راټول کړي او يوې بلې خوا ته ولاړ شي، خو سمدلاسه دوه درې سپين پګړي طالبان چې مفتي وراستولي وو پسې راغلل. يوه طالب لومړى ټولې خبرې او بل طالب واردواره موچي ته ښکنځل وکړل او بيا يې په خپله موچڼه پر سر وويشت او ورته ويې ويل:”دغه موچڼه به جوړوې!”
موچي هم خورا ډېر عصبي شو او ځکه چې په اصلي مطلب يې خبر نه و، نو يې همدغه ډول ښکنځل طالب ته وکړل، طالبانو سمدلاسه راکش کړ او د محکمې خوا ته يې څکاوه، پر لارې به يې هر چا ته ويل چې دغه موچي موږ ته د خولې او سر کفر ويلي دي، قاضي ته يې بيايو چې يو څه ايداد ورکړي.
موچي يې لومړى مفتي ته ورووست، د ډېرو خلکو په مخ کې طالبانو عرض پر وکړ چې: “دغه جاهل د خولې او سر کفر ورته ويلي دي”. مفتي سمدلاسه قاضي ته ورغى، طالبان او موچي يې ور وړاندې کړل.
ټولو طالبانو په يوه خوله ږغ کړ چې: “هو صاحبه! موږ ته يې سر او خوله راوښکنځل”. مفتي هم د دوى خبره تائيد کړه او ورته ويې ويل: “صاحبه! که ده ته جزا ور نه کړې، نو په علماوو به تل ملنډې وهي او د شپې تېر به پر ودرېږي”.
قاضي سمدلاسه امر وکړ چې موچي دې نهه دېرش دُرې ووهل شي، پر خره دې مخ تورى چپه سپور شي او په بازار دې وګرځول شي، چې دغه کار د نورو عبرت شي او بيا څوک سپين پګړيو ته په سپکه سترګه و نه ګوري.
د قاضي امر مفتي تطبيق کړ او موچي يې نهه دېرش کلکې دُرې وواهه.
ځکه چې موچي د وهلو په اثر پر خره نه شواى کښېنستلاى، نو د خره د اړخو سره يې لرګى وتړل او بيا يې موچي پر هغه باندې کلک وتاړه او شريعت يې پر وچلاوه.
دغه موچي تر هغه وروسته چي د دُرو په اثر يې دوې درې مياشتې ناجوړي وزغمله او بيا په ډېر حسرت پسې مړ شو، نو د شاوخوا دوکاندارانو به ويل چې دغه موچي ته علماوو ښېرا کړې ده.
١٣٣٥ کال، د جدي لومړۍ – ١٩٥٦ع کال ډسمبر
(نورمحمد تره کی)

- نور محمد تره کی
بېرته شاته