(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سقاو مړی

[05.Sep.2016 - 17:46]

د سقاو مړی د اسلام او یهودیت له نظره
لیک: محمدانورآڅړ
د سقاو مړی،له خاورو ایستل او په خاورو منډل، اسرائیلي عمل دی، که اسلامي؟  
د حبیب الله کله کاني (سقاو)، خاورې شوو هډوکو ایستل؛ په هډوکو جنازه کول؛ په غصب شوي ځمکه کې بیا ځلې خښول؛ غله ته مجاهد خطاب کول؛ غله ته د شهید مقام ورکول، د اسرائیلو دیني کړنې دي، که اسلامي؟:
۱ــ کله کانی او (۱۴) تنه ملګري یې چې پوره(۸۷) کاله پخوا د افغانستان د خلکو پر وړاندې د قتل، ناموسي تيریو، لوټماریو، غلاګانو او د یاغي، باغي د تورونو له امله د افغان اتل اولس لخوا په اعدام محکوم شول، چې وروسته له درو، ورځو ځړولو څخه دا مالومه نه ده چې، دوی په خاورو کې خښ کړی شول، که د سپیو خوراک شول، ځکه چې سقاو او انډیوالانو ته، خلکو د لویو لعنتيانو په سترګه کتل.
 د سقاو او ملګرو د مړیستونو ځای په تاریخي او نورو کتابونو کې، نه دی ښودل شوی او نه مو له مشرانو څخه اوریدلي دي، چې په کوم ځای کې خښ شوي دي، زموږ مشرانو دا ویل چې، د هیواد خلکو، له سقاو څخه تر دې کچې پورې کرکه درلودله، چې د ده اصلي نوم، حبیب الله، یې په ژبه باندې نه راوړ او د ده د اصلي نوم یادول یو ډول ګناه ورته ښکاره کیده، یوازې د سقاو په نوم به یې یادولو، له دې څخه مالومیږي چې د سقاو په مړي باندې به چا خاورې نه وي اړولي او که خښ کړي یې هم وي، نو په هېڅ صورت سره د دوی په مړیستنو باندې تعمیراتي کار نه دی تر سره شوی.
خو بیا هم که دا ومنو چې سقاویان به د مرنجان په غونډۍ کې خښ شوي وي، (لکه نني سقاویان چې ادعا لري) نو د (۸۷) کلونو په تېریدو سره، داسې مړیستنونه چې په تیږو باندې لیکل شوي پېژندنې(شناختې) ونه لري او یا په اساسي توګه نه وي رغول شوي، د پرله پسې بارانونو، واورو او نورو طبعیي آفاتو له کبله خامخا له منځه ځي او دا امکان نه لري چې د دا ډول عادي مړیستنو به کومه نښه نښانه پاتې وي،
 تقریباً تر (پنځوسو) کالو پورې د محمدزيانو پاچاهان (نادرشا، محمدظاهرشا، محمد داؤد خان) په قدرت کې وو(۱۳۰۷/ ۱۳۵۷،ل،ل)، چې په دې موده کې د سقاو د زوی مړیستنونه د سقاویاو لخوا ونه رغول شول او نه یې رغولی شول، له هغې راوروسته د ډاکټر نجیب د حکومت تر پایه پورې هم کومه توجه نه ده ورته شوي، دا وجه ده چې د څه کم نوي کلونو په تېریدو سره د اعدام شویو سقاویانو مړیستنونه ورک شوي دي.
دا چې ننيو سقاویانو د مشرسقاو او ملګرو په نوم باندې د بل چا هډوکي یا خاورې تابوتونو ته اچولي دي او بیا یې د هغو جنازې او نور مراسم تر سره کړل، د مجاهد او شهید القاب یې ورکړل، د اسلامي شریعت سره اړخ لګوي، که د اسلام ضد اعمال دي؟ او یا دا چې دا ډول کړني د یهودو له دین سره سمون خوري؟.
د اسلامي شریعت له نظره:
 په حنیفي فقه کې د مړو د تدفین په اړه پوره لاښوونې راغلي دي چې موږ یې د موضوع په تړاؤ په لنډه توګه مالومات وړاندې کوو:
۱ــ په غصب شوي ځمکه کې د مړي خښول حرام او منع دي.
۲ــ که مړی په غصب شوي ځمکه کې نه وي خښ شوی، له مړیستون څخه یې ایستل او په بل ځای کې خښول حرام دي.
۳ــ د هغه مړي جنازه ترسره کیږي چې مړی حاضر وي او جسد یې سالم او خراب شوی نه وي، نو تر درو ورځو پورې یې جنازه کیږي.(د نوي کالو د مړو پر هډونو او خاورو باندې جنازه ناروا ده.)
۴ــ د اسلام له نظره غل، کوتاالطریق، زناکار، د بې ګناه خلکو قاتل او ظالم هېڅ کله مجاهد او شهید نه شي کیدلی، بلکه ځای یې جهنم دی چې تل تر تله به په کې وي.
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ﴿٤: ٩٣﴾
ژباړه: «هغه څوک چې کوم مؤمن له پوهې او ادراک سره سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ دی، چې په هغه کې به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله غضب او لعنت دی او الله د هغه لپاره لوی عذاب تیار کړی دی.»(د نساء سورت: ۹۳)
د پورته اسلامي احکامو پر بنسټ د سقاو او ملګرو ټول د تدفین مراسم د اسلامي شریعت پر خلاف کړنې دي، ځکه چې دوی مړي په غصب شوي ځمکه کې نه وو خښ؛ د دوی مړي یې واخیستل په پردی او غصب شوي ځمکه کې، د شپې لخوا خښ کړل او د دوی د جنازو کول د اسلامې فرایضو او مراسمو سپکاوی دی.
د یهودیت له نظره:
اسرائیلو چې خپل ټول دیني کتابونه یې د خپلو ګټو لپاره تحریف کړي دي، نو د فلسطینانو څخه د ځمکې د غصب په موخو یې په خپلو پېغبرانو پورې دروغ تړلي دي چې له هغې څخه د یعقوب او د ده زوی یوسف(ع) له قوله لیکي چې، د دوی هډونه دې د فلسطین ځمکې ته ورسول شي، د تورات د پیدایښت په کتاب (۴۷) باب کې داسې راغلي دي:
«وروسته له هغې چې یعقوب مصر ته ولاړ، تر (۱۷) کالو پورې ژوندی ؤ او د (۱۴۷) کالو په عمر ومړ، ده د عمر په وروستیو ورځو کې یوسف وروغوښت او هغه ته یې وویل: لاس دې زما د ورانه لاندې کېږده او لوړه وکړه چې ما په مصر کې خښ نه کړې، وروسته له مرګ څخه زما مړی د مصر له ځمکې څخه یوسه، د خپلو نیکونو په څنګ کې مې خښ کړه، یوسف ده ته قول ورکړ چې همدا کار به وکړي.» (۴۷،باب: ۲۸- ۳۰، ایت پورې)
 بل ځای راغلي دي: یعقوب داسې وصیت وکړ:«زه به ډېر زر مړ شم او له خپلو نیکونو سره یو ځای کېږم، تاسو زما مړی کنعان(فلسطین) ته یوسئ، د خپلو پلرونو سره مې یو ځای د (مکفیله) په غار کې، چې د ممري مخامخ دی خښ کړئ، ... .» (د پیدايښت کتاب؛ ۴۹/ ۲۹-۳۰)
او په پای کې وایي:«څه ډول چې یعقوب وصیت کړی ؤ، زامنو یې هغه کنعان ته یوړ، د (مکفیله) غار چې ابراهیم له عفرون حیتي، څخه د مزرعې په شمول پیرودلی ؤ، چې د ممري ملک سره نږدې دی خښ کړ.» (پیدایښت؛۵۰/۱۳-۱۴)
همدا رنګ یوسف خپلو وروڼو ته وویل: «زه به ډېر زر ومرم، بې له شکه چې تاسو به یهوه خدای له مصر څخه کنعان، هغې ځمکې ته چې د هغې وعده د ابراهیم، اسحاق او یعقوب نسلونو ته ورکړ شوي ده، ورسوي.  یوسف خپلو وروڼو ته قسم ورکړ، چې کله ستاسو یهوه خدای تاسې د کنعان ځمکې ته بیایي، زما هډونه هم له ځانه سره یوسئ، یوسف د (۱۱۰) کاله په عمر، په مصر کې ومړ، د ده جسد یې مومیایي کړ او په تابوت کې یې کېښود.» (پیدایښت:۵۰/۲۴-۲۶)
د یوسف هډونه چې اسرائیلو له مصر څخه د وتلو په وخت کې له ځان سره راوړي وو، په شکیم کې یې په هغه ځمکه کې خښ کړل، چې یعقوب د حمور له زامنو څخه، د سپینو زرو د سلو روپیو په بدل کې اخیستي وه.» (د یوشع کتاب:۲۴/۳۲)
د پورته مالوماتو څخه پوهیدلی شو چې په قرآن کریم او د پېغمبر(ع) په احادیثو کې د مړو دا ډول له خاورو څخه ایستل او بیا په خاورو کې منډل نه تر سترګو کیږي، بلکه د د حنیفي فقې له مخې حرام بلل شوي دي، یوازې د یهودو په دین کې دا شان اعمال تر سره کیدلی شي.
د اسرائیلو په دین کې د سقاو په شان کسان چې ډېر بې ګناه خلک یې وژلي وي، زناکار وي، کوتاالطریق او ډول ډول ظلمونه یې ترسره کړي وي او په دې لاره کې ووژل شي، اتل، مجاهد او شهید دی.لاندې یوه پېښه د بېلګې په توګه وړاندې کیږي:
وروسته له هغې چې داؤد جلیات مړ کړ او د اسرائیلو فاتح سرتیري هیواد ته په راتلو وو، د لارې په اوږدو کې د اسرائیلو په ټولو ښارونو کې ښځې د ساز او آواز سره، د شائول پاچا د هرکلي لپاره راوتلي وې، په داسې حال کې چې نڅیدلې دغه سندره یې ویله«شائول زر تنه وژلي، خو داؤد لس زره کسان وژلي دي»شائول د دغې سندرې په اوریدلو سره سخت په قهر شو، له ځان سره یې وویل: دوی وایي، داؤد لس زره کسان وژلي او ما زر تنه، سبا به دا هم ووایي، چې داؤد پاچا دی، له هغې ورځې راپه دېخوا شائول له داؤد سره کینه پیدا کړه. (د سمویل لومړی کتاب:۱۸/۶-۹)
 او په پای کې دا چې حبیب الله کله کاني ته یې د خادم دین رسول الله لقب ورکړی ؤ، دا د شوربازار حضرتانو کار دی، چې وروسته یې، په همدغه خادم دین رسول الله باندې، دشمن دین رسول الله (کافر) حکم وکړ، په حقیقت کې دا کار سرچپه ترسره شوی دی، که چېرې د سقاو د زوی کړنې د یو دیني خادم سره پرتله کړو، نو د ده یو عمل هم له اسلامي خادمانو سره سمون نه لري او برعکس د خدای او رسول الله په دښمنۍ کې یې عمر تېر کړی دی، د قرآن عظیم په دې ایت شریف کې د داسې کسانو د کړنو او مجازاتو په هکله څه ښه ویل شوي دي:
إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلَافٍ أَوْ يُنفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ۚ ذَٰلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا ۖ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿٥: ٣٣﴾
ژباړه:«د هغو کسانو سزا چې د خدای او د هغه له پېغمبر سره جګړه کوي او د ځمکې پر مخ باندې فساد رامنځ ته کوي(د وسلې په تهدید سره د خلکو په ځان، مال او ناموس باندې تېری کوي) یوازې دا ده چې، اعدام دې شي؛ یا د په دار وځړول شي؛ یا یې لاسونه او پښې ردو بدلې غوڅې شي؛ یا د له هیواده وشړل شي. دا ذلت او سپکاوی د دوی لپاره په نړۍ کې دی؛ او په اخرت کې لویه سزا لري.»(د مائدې سورت: ۳۳، ایت)  پای

-
بېرته شاته