(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کلکاني ګزار له حزب اسلامي ...

[06.Sep.2016 - 12:30]

کلکاني ګزار له حزب اسلامي څخه دوړه وایسته
لیک: حبیب الرحمن تاثیر
کله چې ځینو کوتا فکره اشخاصو او د هغوی تالۍ څټو د قومي او ژبني سیاست د پرمخ وړلو په نیت، د افغانستان د معاصر تاریخ لیکونکي میر غلام محمد غبار په خبره: (چې حبیب‌الله کلکانی مشهور به «بچه سقو» د غلو، بیسوادو، فاسقو، فاجرو، مرتجعو او راهزنو پاچانو له مجلې څخه وو)، د ورستو هډوکو د بیا ښخولو خبره راپورته کړه، نو د نورو حساسیتونو د راپورته کیدو ترڅنګ یې په حزب اسلامي ډله کې هم چاکونه واچول، د دغه ګوند له فکري ګوندي جوړښت څخه ځینې د مثبت فکر لرونکي ځوانان او فکري ملګري خواتوري شول، وجه یې هم د کلکاني په اړه د کلبدین حکمتیار او بچه حکمیتار دریځ او نظرونه دي.
ښاغلی ګلبدین حکمتیار چې له تیرو څلویښتو کالو څخه په افغانستان کې د هر ډول انظام په خلاف په مبارزه بوخت دی، کلکانی یو رښتونی مجاهد او د دین رسول الله خادم یاد کړ، په اوسنيو حساسو حالاتو کې ځینو فیس پاڼو او سوشل میډیا ګلبدین حکمتیار ته منسوب یو آډیو کلیپ راپور ته کړ چې: د سقاو زوی یې په کې د خادم دین رسول الله او غازي محمدنادرخان یې په کې د جلاد په نومونو یاد کړ دي چې دغه کار د حکمتیار به محبوبیت منفي اغیزه وکړه او د نورو روشنفکره هیوادوالو ترڅنګ د ګوندي ځوانانو تر سختو نیوکو لاندې راغی.
که څه هم چې په افغانستان کې د خلګو د علمي، سیاسي او فکري کچې د لوړیدو له امله د افغان مجاهدینو جهادي مفکره او جهادي رهبریت ورو ورو خپل محبوبیت له لاسه ورکوي او وايي چې دا په سیمه کې د امریکايي، پاکستاني او ځینو نورو کفري او سلامي اسختباراتي کړیو ګړه پروژه ده، خو د ګلبدین حکمتیار ترڅنګ بچه حکمتیار هم په خپله فیسبوک پاڼه چې دا وخت د خلګو د سختو غرګونو له امله بنده ده ولیکل چې: (له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه دې کلکاني ته د غله خطاب حذف شي، ځکه چې هغه خادم دین رسول الله...)، که ښاغلی حبیب الرحمن حکمتیار له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه کلکاني ته د غله د خطاب د حذف کولو غوښته کوي نو تاریخ به دا هم ولیکي چې د ځینو شخصي ګټو په خاطر بچه حکمتیار دا تېروتنه هم کړې وه چې تاریخ یې درواغژناوه، وړوکی حکمتیار دي دا خبره له ذهنه نه باسي چې: (له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه کلکاني ته د غله خطاب دي حذف شي) په تاریخ کې د کاڼي کرښه شوه.
شاید ګلبدین حکمتیار او حبیب حکمتیار دغه کار د سیاسي ګټې او له شمالي ټلوالي سره د ځینو نورو ترڅنګ: د ګلبدین حکمیتار کابل ته په راتللو، د حزب اسلامي نه بې وسلې کولو، د شمشتو پنډغالي را اتقالولو، په دولت کې اسلامي حزب ته په وړ ځای ورکولو او د ځینو نورو مجاهدانه اختلافاتو د لري کولو په موخه کړی وي، خو ځینې سیاسي شنونکي د کلکاني بیا ښخول او سقاوي کیسې راژوندۍ کول د تېرو خپلمنځي، جهادي، ګوندي، ژبني او مذهبي جګړو او ناخوالو د ځنځیر یوه بله کړۍ ګڼي او وايي: دا یو سټراتیجک ګواښ دی، سیاسي شنونکی او لیکوال خان زمان کاکړ لیکي: سقاوي افغان ضد ذهنيت او پروسه ده، دوام لري افغان ماډرنیزم ته راجع دا ايډيالوجيکل او سټراټيجک ګواښ په يوه منظمه سياسي مبارزه ناکامه کېدی شي، سقاوي په کوم نژاد، توکم يا اتهنيک ګروپ پورې تړلې مفکوره هرګز نه ده.
له اوږدو خبرو تېرېږم او اصلي خبرې ته راځم، هغه دا چې د ښاعلي ګلبدین حکمتیار او حبیب الرحمن حکمیتار له لورې بچه سقاو ته د خادم دین رسول الله خطاب کول او له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه د کلکاني په اړه د غله خطاب د حذف کولو غوښتنه د دوی دواړو ترڅنګ اسلامي حزب ته هم سرخوږی جوړ کړ، ځکه چې دغه کار د نور افغان ملت ترڅنګ په خپلو ګوندي ملګرو کې د هغوی د محبوبیت سطح راټیټه کړه، د ګوند له لیکو څخه یې د ځینو لوستو، بااحساسه او روشنفکره ځوانانو او پخواني فکري ملګرو ایستل هم پر ځان ومنل، وینم او اورم چې د حزب اسلامي له لیکو څخه ډلې ډلې هغه ځوانان او فکري ملګري چې د کلکاني په موضوع دردېدلي د حزب اسلامي له صفونو څخه بېلیږي.

 

- حبیب الرحمن تاثیر
بېرته شاته