(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډرامې فن

[19.Oct.2016 - 09:56]

د ډرامې فن
لیک:اطهر پروېز؛. ژباړه : پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت                    
 

د ډرامې ابتداء د نقالۍ نه شوې ده اؤ د ارسطو په قول نقالي پۀ  انساني جبلت کښې کښې داخله ده ۔ دا د وړوکوالي  نۀ پۀ نظر راځې اؤ د دې د ارتقائي کمال نامه ده ۔ ماشوم د زېږدو سره سمه نقالي شروع کوي ،ماشومان په خبرو ،تللو ،خوراک ، اغوستلو غرض په هر څۀ کښې نقل کوي ۔ هغوې کله غلۀ شي اؤ کله بادشاهان ،کله د وادۀ زلمي شي اؤ کله ناويانې اؤ دغه  رنګ کله کله د خپلو ګډيانو مور اؤ پلار ۔ اؤ تر دې وخته د هغوې هر فعل د لويو نقل وي ۔ دې دوران کښې هغوې د تمثيلي تجربو نه تېريږي ۔ د دې تمثيلي تجربې شکل دا وي چې کله هغوې نقل کوي نو په ذهن کښې ئې دا تصور وي چې هغوې د يؤ داسې وګړي د عمل هُو بهو نقل کوي چې خپل حقيقي وجود لري اؤ بل اړخ ته هغوې له دا خيال راځي چې نقل محض نقل دے حقيقت نه دے ۔ د ډاکټر جانسن د قول مطابق “د نقل نه غم يا خوشحالي ځکه نۀ پېدا کيږي چې مونږ هغه پۀ غلطۍ سره حقيقي ګڼلے دے بلکې د دې پاره چې هغه زمونږ پۀ ذهن کښې د حقيقتونو د احساس زېږدنه هم هاغه تمثيلي تجربه ده چې ماشومان د لوبو پۀ وخت ورسره مخ کيږي ۔ اؤ چې کله لوئې شي اؤ تهېټر ګورې نو بيا د هغې تجربې نه مدد اخلي يعني چې پۀ سټېج هغوې ته کوم کردارو نه پۀ نظر راځې د هغې هم دوه تصويرونه وي ۔ د هغوې يؤ شخصيت  خو هغه کردارونه دي چې ډرامه نګار له افسانوي شکلونه ورکړې دي اؤ دوئېم اداکار چې د هغې کردارونو رول لوبوي” ډرامه د خيال د اظهار دټولو نه زړه زريعه ده دا بېله خبره ده چې پۀ هر زمانه اؤ هر ملک کښې د ډرامې دپېش کولو جدا جدا طريقې وې ۔ ډاکټر کار چېټر جي ( سنيتي ) ليکي چې ډرامه د يؤ ترقي يافته صنف پۀ حېث د دې خبرې متقاضي ده چې پۀ يؤ قوم کښې نۀ صرف ادبي اسلوب د يؤ خاص حده پورې د دوړاندې نه پر مختګ کړې وي بلکې هغه قوم پۀ نورو فنون لطيفه مثلا فن تعمير ،سنګ تراشۍ ،مصورۍ ،موسېقۍ اؤ ګډا کښې هم کافي ترقي کړې وي ۔ د هندوستان پۀ تاريخ کښې کم از کم دوه زره کاله وړاندې د ډرامې فن ډيره زياته ترقي کړې وه اؤ خوره شوې وه ۔
د ډرامې د ابتدائې مدارجو حال معلوم نۀ دے ولې چې د ماضي پۀ لړو کښې پټه شوې ده خو د مسيح د زېږون نه څو صدۍ وړاندې زمانې نه واخله دهندوستان د تاريخ د کلاسيکي دور د خاتمې يعني د ترک فاتحانو د راتګ اؤ پۀ هندوستان کښې د اسلامي حکومت تر قيامته ډرامه د هندوستان د ثقافت د اظهار د ټولو نه غوره ذريعه ګرځېدلي ده ۔
ډرامه د فنون لطيفه د ډېرو لر غونيو شکلونو ځنې اؤ نن چې بعضې زړو هستو ساه ورکړې ده اؤ د هغوې ځائې بېخي نوي هئېت اؤ جوړښت اخستے دے ،ډرامه ورځ پۀ ورځ پۀ ترقۍ روانه ده ۔ اؤ د وخت سره سره د دې هئېت اؤ تکنيک ( فن ) کښې نوره هم رڼائې راځي ۔ دلته د موسېقۍ ، شاعرۍ اؤ ګډا پۀ يو وخت خپل امتزاج دے اؤ دا وجه ده چې د ډرامې فن پۀ هر عهد کښې نۀ صرف ژوندے پاتي شوے دے بلکې مخ پۀ ترقۍ هم روانه ده ۔
ډرامې پۀ عامه توګه پۀ دوؤ ( ۲ ) قسمونو کښې ويشلي شوې دي يوه ټرېجيډي ( الميه )  دوئيمه کاميډي ( مزاحيه يا طربيه ) پۀ کاميډي کښې انجام يا خاتمه خوشګواره وي اؤ موضوع ظريفانه يا خندنۍ وي ۔ خوپۀ دې دواړو مدار پۀ خوشحالۍ يا ظرافت وي ۔ د ترېجيډي ( الميه ) انجام پۀ غم ، خفګان اؤ پۀ مصيبتونو اؤ تکليفونو وي ۔ خو پۀ دې دواړو کښې يوه خبره مشترک ده ، يعني دواړه د انساني ژوند اؤ انساني فطرت کږلېچونو سره تعلق لري ۔ دلته د انسان د قول اؤ عمل نقالي کيږي ۔ پۀ يونان اؤ هندوستان کښې د ډرامې پر مختګ تقريبا يو ځائې شوے دے ۔ هندوستان کښې د ډرامې روايت ډېر لرغونے دے ۔ دلته پۀ زړو يوګونو کښې ډرامائې منظرونو ته ډېر اهميت ورکړے شوے دے ۔ پۀ رامائن اؤ مهابهارت کښې د ډرامو ذکر پۀ نظر راځې “ کام شاستر ” کښې هم د ډرامې حواله تر نظره کيږي ۔ د بُدمذهب پۀ خورولو کښې بهکشوانو د ډرامې د همه ګيرۍ اؤ سحر انګيزۍ ( جادوګرۍ ) نه زښته فائده پورته کړې ده اؤ دلته نه ډرامه انډونېشيا ،چين اؤ جاپان ته ورسېده ۔
ناټيه شاستر :
ناټيه شاستر د دنيا د ټولو نه اول د ډرامې کتاب پۀ سنسکرت کښې لېکلے شوے دے ۔ د بهرت مُني “ ناټيه شاستر ” د ډرامائې ادب وړومبے ضخيم اؤ مستند کتاب ګڼلے شي ۔ د دې کتاب پۀ لُستلو دا معلوميږي چې د دې نه وړاندې هم پۀ ډرامه کتابونه ليکلي شوې دي ۔ خو هاغه کتابونه ناياب دي ۔ پۀ ناټيه شاستر کښې د ډرامې ضروري ترکيبي اجزاء ،د سټيج جوړښت اؤ د هغې د ساخت نه علاوه د نورو مخصوصو ډرامائې عناصرو تفصيلاتو سره د هغې دور د سماجي اړخونو اؤ د هغې د خاصو رُجحاناتو اؤ صفتونو حېرانوونکي تشريح پۀ لاس راځي ۔ تر دې پورې وئېلي شوې دي چې د تېهټر د عمارت د پاره کوم ځائې مناسب دے اؤ د دې د سټېج اؤ د هال وغېره د جوړښت اؤ ددې د ترتيب اؤ سمبالښت څنګه پکار دے ۔ پۀ دې کښې د مخصوصو کردارونو د لباس اؤ سټېج ته د راتلو پۀ انداز خو را ډېره رڼا غورځولي شوې ده ۔ غرض دا چې پۀ دې کتاب کښې د تېهټر کلهوم عناصر و هئېت ،اسلوب ،مواد اؤ نورو ډېرو لوازماتو لکه لباس ،کالو پترو ،رنګونه وغېره پحقله ډېرې ګټورې خبرې شوې دي اؤ د هغې پۀ اهميت اؤ ښائست پۀ خصوصي توګه زور راوړې شوې دے ۔ چې تماشګير دا ټول څېزونه پۀ مجموعي توګه قبول کړې اؤ ترې خوند اخلي ۔
سنسکرت ډرامه :
لکه څنګه چې د ناټيه شاستر نه هم معلوميږي چې وړومبۍ  ډرامې هم پۀ سنسکرت کښې ليکلي شوې دي ۔ پۀ دې ډرامو کښې به دوه خاص  قسمه ژبې استعمالېدے ، سنسکرت اؤ پراکرت ۔ پۀ  ناټيه شاستر کښې د دې د پاره واضح هدايات ( ښودنې ) شوې دي ۔ دې نه علاوه به راجګانو ،برهنمو ،وزېرانو ،سپه سالارانو اؤعالمانو سنسکرت وې ۔ دې ډرامو کښې د پراکرت ګڼ قسمونه وئېلي شي ۔ ښځې عام طور شورسيني پراکرت وائې ،ورشک يا مسخره اؤ عام اولس هم پراچيه ،مګرهي ، مهاراشټري پراکرت اؤ د پيشاچي پراکرتونو استعمال کوي ۔
پۀ سنسکرت ډرامو کښې سندرو ته هم ځائې ورکړے دے ۔ د ګډا اؤ سُر ،تال سره سندرې وئېلي شي ۔ سندرې اؤ سازونه د همېش نه پۀ ډرامه کښې يو شان راروان دي اؤ نن هم پۀ ډرامه کښې دې روايت ته پۀ ښۀ نظر کتے شي ۔
د سنسکرت ډرامو موضوع به طور مذهبي وه د دې پلاټونه به د مهابهارت اؤ رامائن څخه اخستل کېدۀ چې پکښې به ديوتاګانو تعريفونه وو اؤ پۀ شروع اؤ اخر کښې به د حاضرينو د پاره دعاګانې غښتې شوې ۔
سنسکرت ادب کښې ډرامې ته خاص اهميت ورکړے شوے دے ۔ د سنسکرت بهترينه شاعري پۀ ډرامائې ادب کښې موندے شي خو د سنسکرت ډرامه د اولس نه بې نيازه وه ځکه چې هغه د برهمنو ،چهتريانو ،وزېرانو اؤ داميرانو د تفريح د پاره وه اؤ ځکه به د دې انجام هم خوشګوار ضروري اؤ لازمي وۀ ځکه نو سنسکرت ډرامه به کله هم پۀ الميه نۀ ختمېدله ۔
د سنسکرت پۀ ممتازوډرامه نوېسانو کښې د اشر ګهوس ، بهاس ،رامل سومل ، شودرک ، کالېداس ،هرش ، بهو بهوتي اؤ د وشوا کهاوت نامې د ذکر وړ دي ۔ د کالېداس شمېر خو د دنيا پۀ لويو ډرامه نګارو کښې راځې اؤ د هغه " شکنتلا " ډرامه خو د ډېرې مودې اوچتې  درجې ده اؤ د دنيا پۀ څو بهترينو ډرامو کښې شمېرلي شي ۔
د سنسکرت ډرامې اؤ د سټېج کولو دا سلسله د څوارلسمې صدۍ پورې وه اؤ د هغې نه پس بيخي ختمه شوه ۔ بعضي خلقو د دې د زوال سبب د مسلمانانو بادشاهانو راتګ اؤ د هغوې اقتدار وګرځؤلو د هغوې وېنا ده چې مسلمانانو پۀ عهد حکومت کښې د موسېقۍ اؤ مصورۍ غُندې غېر شرعي فنونو د فروع اؤ ترقۍ د پاره هېڅ کسر نۀ دے پرېښے نو بيا هغوې د ډرامې سره څنګه دا سلوک کولے شۀ ۔
کۀ مونږ پۀ غور د دې مطالعه وکړو نو د دې وجه به پخپله مونږ ته پۀ سنسکرت ډرامه کښې پۀ نظر راتلے شي ۔
اصل کښې د سنسکرت د ډرامې زوال د پېنځمې صدۍ نه شروع شوے وۀ اؤ بيا پۀ مزه مزه يوه ورځ د دې ډيوه مړۀ شوه ۔ لکه څنګه چې د سنسکرت ډرامه د خواصو ځانله ملکيت وۀ اؤ دا ئې اولس ته پرېښوده نو نتېجه ئې دا شوه چې د ژبې سره سره ئې د سنسکرت ډرامه هم ورځ پۀ ورځ پړمخې نسکوره شوه ۔ اؤ هاغه ډرامه چې د راج دربارونو سره ټړلي شوې وه ورو وروکلېوالو علاقو ته لاړه اؤ هلته ئې د اولس سره خپله رشته قائمه اؤ مضبوطه کړه ۔ دا په هغي وړو وړو بهاشاؤ اؤ ژبو کښې ګډه شوه اؤ د مختلفو نقلونو پۀ صورت کښې ئې خپل ځان ژوندے وساتلو ۔ چې نن مونږ ته پۀ بنګال کښې د " جترا " پۀ شکل کښې پنجاب کښې د " وار " په صورت کښې ، پۀ آندهرا کښې د " برهو کتها " پۀ جامه کښې ، مرهټي کښې د " تماشا " اؤ پۀ هندوستان علاقو کښې د " نوټنکي " پۀ جامه کښې څرګنده شوې ده ۔
دا د راجګانو رد عمل وۀ چې " پرجا " پخپله دا پخپل لاس کښې واخسته ۔ سنسکرت ژبې ډېره محدوده ساتلي وه ۔ د ضابطې ډېرې ګنډلې سکڼلې وې اؤ اولس دا ټولې ضابطې اؤ قدعنونه ډېر زر مات کړل ۔
پۀ ښارونو کښې هم د دې رشته د اولس سره قائمه پاتي شوه اؤ هغوې پۀ خپلو خپلو علاقو اؤ ژبو کښې دا د " رام لېلا " کرشن لېلا " يا " رهس"  پۀ شکل کښې ژوندۍ وساتله رهس " اصلي هغه لوبې ته وائې چې پکښې د" کرشن کنتهيا " د ژوندانۀ  پۀ خصوصي توګه د هغه د وړوکوالي واقعات ښودلے شي خو هغوې بيا د " رهس " پۀ نامه نورې قېصۍ هم مېنځ ته راوړې ۔
د انګرېزانو په زمانه کښې هم دا " نوټنکيا " " رهس " اؤ " لېلا ګانې " وې چې پۀ هندوستان کښې ئې د ډرامو روايت ژوندے وساتلو ۔ خو انګرېزانو د خپل اقتدار پۀ زمانه کښې د ښارونو اؤ کلېو تر مېنځه يو خليج جوړ کړو اؤ د هغې نتېجه دا شوه چې د ښار يې خلقو کلي وال اولس ته پۀ سپک نظر کاتۀ شروع کړۀ اؤ د هغوې اولس ناټکونو اؤ اولسې ګډاګانو ته هم د ښاريې خلقو يو جاهلانه  فصل وئېل شروع کړۀ اؤ د دې ئې هېڅ قسمه حوصله افزائې ونۀ کړۀ ۔
د سنسکرت ډرامې پۀ خاتمه سټېج طرف ته پۀ ښارونو کښې هم څۀ قسم له توجه ورنه کړې شوه ۔ د هغې نتېجه دا شوه چې سټېج ختم شو اؤ چې سټېج پاتي نۀ شي نو ډرامه څۀ لۀ ولېکلے شي ۔ دلته د سنسکرت ژبې زوال کلونه وړاندې شروع شوے وۀ هغې هم د سټېج ډرامې ته ډېر نقصان ورسولو ۔ 
يوناني ډرامه :
پۀ يونان کښې د حضرت مسيح د زېږدنې نه وړاندې ډرامه شروع شوې وه ۔ ګويا د هندوستاني ډرامې سره سره پۀ وجود کښې راغلي وه ۔ يونان کښې هم د هندوستان پۀ د ابتدائې ډرامې بنياد پۀ يونانې ديو مالا باندې دے ۔ ځکه نو پۀ يونانې ډرامې هم د هغه ځائې د ديومالا ژور خاپونه دي اؤ ډرامه د يوې مقدسې فريضې پۀ حېث کيږي يا لوبؤلې شي ۔ يونانيانو " الميه " وزېږوله ۔ د دې پۀ نزد طربيه يا کاميډي ډرامې معيوبې ګڼلې شوې ۔ هغوې چې د الميې د پاره کوم اصول وضع کړې وو هغه اوس هم منلي شي ۔ يونانې ډرامه کښې د انسانې شخصيت اؤ جذباتو څرګندونه پۀ پوره ډول کولے شي ۔ " الميه " پۀ يونانې ډرامه کښې  د عروج نقطې ته رسيدلې وه ۔
يونانيانو تېهټر ته په خپل سماج کښې غېر معمولې اهميت ورکړے وۀ ۔ اؤ د هر مهذبه سړي د پاره د دې نه خوند اخستل ضروري وو ۔ بلکې داسې وګڼئ چې په تېهټر کښې دلچسپي لرل د يو سړي د مهذبتوب دليل ګڼلے شو ۔ يونانې تېهټر به ډېر ساده باده وۀ ،کتونکي به پۀ نيمه دائره کښې کېناستل چې پۀ وروستو تګ به اوچتېدل  ۔ يعني ترتيب وار آخري سر به بره وۀ اؤ پردې سره ځائې به ښکته وۀ ۔ 
د يونان نوموړو ډرامه نګارانو کښې ايکائلس ،سفاکليز اؤ د پوري پائېډيز نامې راځې ۔ د دوې ۳۲ ډرامې وليکلي اؤ دا ټولې الميه وي ۔ ارسټافيز کامېډي وليکلي چې تر دې وخته پکښې يؤلس موجود دي ۔ دې کښې اکثر سياسي طنز دے چې د هاغه وخت پۀ نظام سلطنت باندې وۀ ۔
د ېونيانو نه روستو روميانو ډرامه لاس کښې خو د روميانو د سماج تنظيم څۀ پۀ  دې ډول وۀ چې د يؤ موتي خلقو پۀ ټول  سماج اقتدار وۀ اؤ د هغوې ټوله زندګي پۀ عياشۍ کښې تېريدله چې قېمت به ئې اولس ادا کولو د چا حېثيت چې د غلامانو غندې وۀ ، ځکه نو اولس ډرامه د خپلي تفريح ذريعه ؤګرځوله ۔ خو د هغوې ژوند پخپله د غم اؤ الم پۀ ګردابونو کښې وۀ ځکه نو هغوې الميه مسترد کړه اؤ د ارسټافېز سره ئې واخسته اؤ طربيه ډرامې ئې جوړې کړې ۔ د ارسټافېز نه پۀ اثر اخستو روميانو د کامېډي ډرامو يوه سلسله شروع کړه چې د خپل مزاح اؤ سماجي طنز له کبله زښتې مقبولي شوې ۔ دا ډرامې نن هم کاميابۍ سره سټېج کيږي ۔ روميانو کښې ټيرنس اؤ پلاټوس طربيه ډرامې د کوم ځائې نه کوم ځائې ته ورسؤلې ۔
دې مېنځ کښې د خپلي سماجي عکاسۍ پۀ بنا ډرامې د بر سر اقتدار طبقي پۀ سترګو کښې لکه د ازغو چوکه شوې اؤ هغوې به ورته د شک پۀ نظر کاتۀ ۔ دا د کليسا د عروج زمانه وه ۔ د کليسا د عروج سره د ډرامې زوال شروع شۀ ۔ ولې چې د کليسا ديوال پخپله پۀ شګو ولاړ وۀ اؤ هغوې د خپل حفاظت د پاره رنګ رنګ طريقي اختيارؤلي  ځکه نو هغوې پۀ ډرمو قدغنونه اؤ بندېزونه لځول شروع کړۀ ۔
د دې نه پس پۀ يورپ کښې د نشات ثانيه سره ډرامې ته هم اډانه ورکړي شوه اؤ بيا خو فرانس کښې راسېن اؤ مولئير اؤ انګلستان کښې ډرامې دومره زياته ترقي وکړه چې د دنيا نورو ملکونو کښې ورته نصيب نه شۀ ۔ په فرانس کښې راسېن اؤ انګلستان کښې شېکسپئېر اؤ پۀ شلمه صدۍ کښې جارج برنارډ شاه دې ته يو وار بيا د ادب  د يؤ ډېر اهم صنف حېثيت ورکړۀ ، د کالېداس پۀ شان د شېکسپئېر غوره شاعري هم پۀ ډرامو کښې موجوده ده ۔
د مولئېر پۀ ډرامو کښې کنجوس ( شوم ) بورژوا جېنټلمېن ، تار توف د ذکر وړ ډرامې دي ۔
د شېکسپئېر پۀ ډرامو کښې انتخاب دومره اسان نۀ دے ولې بيا هم هېلمټ ، اوتهېلو ، طوفان ،د وېنس سوداګر ، روميوجيولټ اؤ جوليس سيزر نامې د مثال پۀ توګه وړاندې کېدے شي ۔ 
د دې نه وړاندې چې مونږ د پښتو ډرامې جائزه اخلو ښه به دا وي چې د ډرامې پۀ خقله پۀ مجموعي توګه د پوهېدلو هڅه  وکړو اؤ دا ؤګورو چې د ډرامې ترکيبي عناصر څه دي د څه نه چې ډرامه جوړيږي اؤ د دې سټېج سره څه تعلق دے ۔
ډرامه اؤ سټېج :
د ډرامې د سټېج سر نېغ پۀ نېغه تعلق دے ۔ کوم ملک کښې چې سټېج ته توجه نۀ ده ورکړې شوې هلته ډرامې هم وده نه ده کړې اؤ په پخپل ابتدائې حالت کښې پاتي شوې ده ، د سټېج ډرامې سره څه مصنوعي رشته نشته بلکې بې د سټېج نه د ډرمې د تصور هم مصنوع معلوميږي ۔ دې د پاره کۀ چرې مونږ د ډرامې د تيکنيک مطالعه وکړو نو قدم پۀ قدم به راته د سټېج نندارې پۀ نظر راشي ۔د ډرامې مقصد دا وي چې دا په سټېج وړاندې کړې شي ۔ دا وجه ده چې د ډرامې صفحې محدوديږي ځکه چې په سټېج د کار کونکيو اداکارانو د مسلسل کار کؤلو قوت هم محدودوي اؤ لېدونکي ئې هم تر ډېره وخته پورې نۀ شي کتے ځکه نو د دواړو خيال ساتل پکار وي اؤ هاغسې د ډرامې د وږدوالي تعين هم پکار وي ۔ کۀ چرې د ډرامې منظرونه د ناول غندې وږدۀ شي نو بيا به پۀ سټېج نه شي پېش کېدے ۔ کۀ چرې پېش هم کړے شي نو لېدونکي ئې تر ډېره وخته کتو ته نه وي تيار خواه کۀ هغه مناظر هر څومره زړۀ راښکونکي ولې نۀ وي ، ځکه نو دا ډرامه پۀ دغه حدود کښې ؤساتي ۔ دې د پاره هغه ته خپل پلاټ صرف پۀ اهمو واقعاتو اؤ حادثاتو تؤدول پکار دي ۔ هغه به صرف هاغه واقعات پېش کوي چې ډرامه پرې مخ پۀ وړاندې ځي اؤ د ډرامې پۀ اصلي کردارونو اڼا پريوځي  د ډرامې مختلف منظرونه د قيصې  جوړښت راولي ۔
د ډرامې ترکيبي عناصر :
کۀ مونږ چرې د ډرامې پۀ ترکيبي عناصرو غور وکړو نو معلومه به شي چې دلته هم هاغه عناصر دي د څه نه چې د ناول اؤ مختصرې افسانې ډانچه جوړيږي ۔ پۀ ډرامه کښې هم پلاټ وي ، کردار نګاري وي د پاره د مکالمو ( خبرو اترو ) ضرورت وي ۔ دلته هم د ژوندانۀ تفسير وي اؤ د هغې د پېش کولو د پاره چې چرته کردارونه اؤ واقعات پکار راځې هلته پس منظر هم د دې مدد کوي ۔ دغه رنګ د ډرامې تکنيک ( فن ) چې چرته پۀ ډرامه نګار قدغنونه لګوي هلته هغه موضوع هم بې نقابه کوي اؤ د ډرامې پۀ جوړښت کښې ئې اهم رول هم وي ځکه نو د دې مطالعه ډېره ضروري ده ۔
پلاټ :
لکه څنګه چې پۀ ناول کښې پلاټ ضروري وي دغه شان پۀ ډرامه هم د پلاټ عنصر ته زښت اهميت حاصل دے ۔ ولې چې د ډرامې ابتداء اؤ انتها وي ۔ مونږ ته يؤ کردار يا څو نور کردارونه پۀ هره موقع اؤ محل پۀ نظر راځې دې ته د هغې د ابتدائې ژوند نه نۀ ګورو بلکې هغه مونږ ته د ډرامې د ابتداء نه پس ته پۀ يو نظر راځې ۔ مونږ ته پته نشته  چې د " هېلمټ " د پلار هغۀ سره څۀ رويه وه ۔ ولي چې هغه مونږ ته د هغو د پلار د مرګ نه وروستو پۀ نظر راځې اؤ دا معلومات  ضراري هم نۀ دي  ۔ 
د هرې ډرامې د پلاټ ابتداء څۀ نا څۀ کشمکش نه کيږي اؤ د دغې کشمکش حل مونږ د هغې ډرامې انجام ( انتها ) ته رسوي اؤ د هغې مېځومانه کړۍ د هغې پلاټ وي ۔ ناول نګار ته د خپل پلاټ پۀ جوړښت کښې پوره ازادي ده چې هغه د خپل پلاټ کېنوس هر څومره لوئې ساتلے شي ولې چې د هغې د پاره د صفحو هېڅ څۀ قېد نشته ۔ هلته د تفصيلاتو اؤ جُزئياتو ډېر ګنجائش دے خو پۀ ډرامه کښې دا نا ممکن ده ولې چې دلته د وخت پابندي ډېره ضروري ده ۔ ناول پۀ څو نشتونو کښې کتے شي خو ډرامې د پاره لکه چې ارسطو وئېلي دي " دا د يونشست د لُستو څېز دے " ۔
د ډرامې د پاره دا ضروري نه ده چې په دې کښي اختصار پۀ بنياد يوه واقعه يا حادثه وي بلکې په دې کښې د ډيرو واقعاتو اؤ حادثاتو ذکر کېدے شي ۔ خو دا ضروري ده چې دا واقعات يا حادثات د مختلفو منظرونو پۀ ذريعه پېش کړے شي اؤ يو مرکزي خيال پله ئې بوځې اؤ چې پۀ ډرامه کښې کوم کشمکش وي د هغې ح؛ کؤلو کښې لاس ؤکړې اؤ د هاغي احاطې نه دې بهر قدم کيږدي څۀ ته چې مونږ پلاټ وايؤ ۔ ولې چې د ډرامې پۀ اختصار کښې د دې څۀ ګنجائش نشته ۔ پکار دي چې دلته يوه جمله يوه فقره يا يؤ لفظ هم بې ځايه نۀ وي ۔ د ډرامې فن د دې اجازت نۀ ورکوي چې د غېر ضروري واقعاتو اؤ جملو بوج دې پرې وُغوځيږي ۔ 
کردار نګاري :
کردار نګاري د ډرامې يؤ بل اهم غُنصر دے ولې چې ډرامه کښې تر آخره کوم څېز زمونږ دلچسپي برقرار ساتي هغه د دې د پاره سړيو اؤ ښځو کردارونه دي ۔ پۀ ډرامه کښې چي دکومو ښځو اؤ سړيو ذکر وي مونږ د هغوې پۀ شخصيتونو کښې دلچسپي لرو ۔ دا ضرور ده شې واقعات هم زمونږ دلچسپي پۀ ځائې ساتي خو د واقعاتو مقصد هم دا وي چې د هغې پۀ ذريعه پۀ کرادرونو رڼا واچولے شي ۔ د "مېکبېت" عظمت د " مېکبېت " پۀ قتل کؤلو کښې نۀ دے بلکې د " مېکبېت " پۀ خپل کردار کښې دے  ۔ پۀ څو منظرونو کښې مونږ ته د خپلو کردارونو مزاج د هغوې محرکات د هغوې د جذباتو اؤ ولولې انداز کيږي اؤ دا قيصۍ د هغې منطقي د هغې انجام ته رسولو کښې لاس کوي ۔ ولې دلته مونږ دا ګورو چې صرف د کردارونو خصوصيات د واقعاتو سره تړوچې قيصه پرې مخ پۀ وړاندې تګ کوي ۔ 
وقار عظيم د کردار نګارۍ پۀ پخقله وائې 
" د کردار د خبرو اترو اؤ حرکتونونه کۀ يؤ طرفته د کردار شخصيت اؤ دهغې شخصيت ځانګړے اړخ روښانه کيږي نو بل پله د دې دواړو څېزونو نه ډرامه نګار هم ډېر کارونه اخلي ۔ کردار د خپلو خبرو حرکتونو پۀ ذريعه د پلاټ د پټو برخو تکميل کوي هغه پۀ دې دواړو څېزونو قيصه برابر مخ پۀ وړاندې بيائې ۔ دغه دواړه څېزه د کتونکي ژوره کتنه ( چې د ډرامې کتو ضروري شرط دے ) اؤ د هغه دغه شوق ( چې د قيصې ټول انحصار اؤ دارومدار دے پرې ) پۀ ځائې ساتل د ټولو نه لويه وسيله ده ،دغه دواړه څېزونه د ارتقاء ټول منزلونه سر کؤلو کښې د پلاټ لار ښودنه کوي ۔ اؤ د دې پۀ ډرامې ابتداء ، نقطه عروج اؤ د دې پۀ خاتمه کښې ښۀ تړون ، تسلسل اؤ يؤ والے پېداکيږي اؤ دا دواړه څېزونه د مجموعي تاثر برقراره ساتلو کښې خپل خدمت تر سره کوي چې د يوې ښې ډارمې سر څڼه ده " ۔
مکالمې :
پۀ ناولونو کښې مکالمې وي خو د ناولونو ډانچه پرې نۀ شي اېښودلے ۔ خو د ډرامې ساخت ( جوړښت ) د مکالمو پۀ ذريعه کيږي اؤ عام اولس لۀ ظاهري جوثې نه هم د نورو ادبي اصنافو پۀ مقابله کښې د ډرامې پېژندګلو پۀ اسانه کؤلے شي ۔ دا مکالمې محض د يؤ ترکيبي عُنصر نه لري بلکې د دې کار دا وي چې د خبرو اترو پۀ ذريعه هم اهنګي پېداکيږي ۔ هم دا وجه ده چې د مکالمو تعلق نېغ پۀ نېغه د کردار نګارۍ سره دے ۔ ولې چې مکالمې نۀ صرف لفظونه ادا کوي بلکې د هغې پۀ ذريعه  د ويونکي د احساساتو نندارې هم پۀ ګوته کوي ۔ دا بېله خبره ده چې ناول برخلاف مکالمې هم خپل يؤ اهميت لري چې کله وئېلے شوې نۀ وي يعني کردار خپلو احساساتو له د لفظونو شکل نۀ وي ورکړے خو ددې غمازي هم هاغه مکالمې کوي چې د کردار پۀ ژبه ډرامه کښې ډرامه نګار د خپلې ذاتي رائې څرګندونه ځان لۀ نۀ شي کولے اؤ نۀ د ناول نګار پۀ شان د خپل شخصيت تجزيه کوي بلکې د کردار شخصيت پخپله د هغۀ د مکالمو پۀ ذريعه څرګنديږي ۔ پۀ ناول کښې کۀ مصنف ته د خپلې رائې څرګندول وي نو هم ئې د يؤ نه يؤ کردار پۀ ذريعه کوي ۔ البته مونږ ته په سنسکرت ډرامو کښې د " نټي " اؤ " سوتر دهار " کردارونه پۀ لاس راځې چې حقيقت کښې د ډرامه پېش کوي ۔ دا کردارونه کله کله د کردار نو پحقله د خپلې رائې اظهار پۀ دستاوېز ي انداز کوي ۔ پۀ يونانې ډرامه کښې دا کار د " کورس " نه اخستے شي ۔ د کردارونو مکالمې نۀ صرف خپل ځان سره واقعات وړاندې بيائې بلکې هغه قيصه هم برابره بيائې بعضي وخت ډرامه نګار دا رنګ د خپلې رائې څرګندونه کوي چې هغه پخپله خپل ځان سره خبرې کوي اؤ ګويا پۀ اوچت اواز سوچ کوي اؤ دلته هغه کردار د خپل شخصيت پېژندګلو چې پۀ عملي توګه څرګند نۀ شي ۔

کشمکش :
پۀ ډرمه کښې د کشمکش ډېر اهميت وي ۔ دا کشمکش کۀ د نظريو هم وي اؤ وګړو ذاتي هم ۔ دلته ذاتي مقصدونه هم جنګيږي اؤ اصول هم ۔ داسې لکه پۀ يونانې ډرامه کښې " انټي ګوني " کښې چې مصنف سفاکليز دے ۔ د تهيبس بادشاه کريان د خپل خورئ پالې نيسز لاس پۀ مېدان غورځولے شي ، پالې نيسز خور " اينټي ګوني " خپل ورور ښخؤل غواړي د دې پاره رياستي قوانين ثانوي حېثيت لري دغه د هغې قانون پروا نه کوي اؤ لاش ښخوي اؤ پۀ دې جرم کښې وژلے شي ۔ دلته يؤ کشمکش اؤ يؤ تصادم " ډغره " ده ۔ دلته د رښتياؤ اؤ دروغو پۀ ډغره کښې الميه نۀ جوړيږي ۔ بلکې داسې تصادم دے چرته چې دواړه پۀ خپلو اُصولو ښۀ پۀ سختۍ سره ولاړ دي ۔ د دواړو دليلونه اؤ منطقونه حق بجانب دي ۔ دلته يؤ دريم کردار مونږ ته پۀ نظر راځې چې د بادشاه کريان زوې اؤ د اينټي ګوني چنغول دے ۔ د چا پۀ وجه چې د الميې پۀ شدت ( زور " کښې نوره هم اضافه کيږي ۔ يو طرفته بادشاه اؤ پلار سره وفاداري کؤل دي اؤ بل پله ئې د چنغلې يا محبوبې سوال دے چې پۀ مېړانه پخپلو اوصولو کلکه ولاړه ده ۔ هغه د محبوب د مرستې د پاره خپل ځان قرباني ورکوي اؤ د کريان ښځه د زوې لۀ غمه خودکشي کوي ۔ الميه د اينټي ګوني نه بلکې د کريان الميه ده د هېمن پۀ نزد دا تصادم ( ډغره ) څۀ عجيبه شکل اختياروي هغه د خپل پلار وفادار هم دے اؤ د بادشاه هم اؤ بيا د هغې محبوبې سره هم دے چې دخپل کردار د لوئيئ ښکار کيږي ۔ د هغه وفاداري پخپله د يؤ کشمکش پۀ صورت کښې څطګنديږي اؤ د دې کشمکش حل د دې الميې شکل اختياروي ځکه نو د اينټي ګوني کشمکش د يؤ خاص نوعېت دے ۔ 
کۀ چرې مونږ د البسن د ډرامې ( ګوډيانو کور ) مطالعه کړو نو هلته هم مونږ ته دا کشمکش د " نورا " پخپل شخصيت کښې پۀ نظر راځې ۔ غرض دا چې پۀ ډرامه کښې د څۀ کشمکش کېدل لازمي دي ۔ لکه چې " هډسن " وئېلي دي " دا کشمکش خو د ډرامې د ملا تير دے " د کشمکش ابتداء د ډرامې وي اؤ د دې انتها ( انجام ) د دې نقطه عروج وي ۔

- ژباړه: ‌‌‌‌‌‌ډاکترحسرت
بېرته شاته