(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دِ سباوون سترګې

[29.Oct.2016 - 13:05]

دِ سباوون سترګې
لیک: علي خان ساپی
   دسپن غرله دنکوکنډوونوڅخه دلمرسترګې خپلې زرینې وړانګې راغزَولې،په دشتو، خوړونووکروندوکې یې دونوپاڼووګلانوپه غونچه خولووسېړېدلوشونډوپه تبسم باندې هرکلی کاوو،چوغکو،بلبلانوونوروالوتونکویې په بدلووکڼوکوڼو،خوښیووآتڼونوباندې بدر ګې کولې،ماشومان ښوونځیوته کتابونه وکتابڅې په غاړو وڅنګونوکې روان وو، چابه دلمرسترګې ته په چوغکوسترګوپه نیغه کتل،چابه دِلمردې لېدلولپاره لاس دِوریځودپاسه کېښوده،چې سترګې یې وونه برېښېږي،ځنیوبه په تګ کې یودِبل په اوږوسره وهل ،ځینوبه په منډوکې سیالۍ سره کولې،ځینوبه کتاب په لاس کې مخ ته وازملګری کړی وو، ځنې به په اېکیوباندې سپاره وو،چې ماته یې زمادخپل وړکتوب مهال رایادکړ،کله به چې په اېکیوباندې سپاره وو،هغه کوم نوربه چې پیاده روان وو،په ټوکووخنداکې به موورته وېلو:دځمکې خلکوالله مومل شه..
   سره له دې چې زموږ هیواد له خوارودولتوڅخه شمیرل کېږي،خوبیا هم زموږ ږوند له دېروخورانوڅخه ښه وو،هرڅوک پخپل کورکې ارام وخوښ وو، خو دریغه چې دې نېستیۍ وارامۍ کې هم دښمنانوپه ارامه پرې نه ښودلو، وطن یې راته وران کړلو، موږیې دې ارامه ږوند په ارمان کړلو،هرې خواته چې ګوري، ستر ګوته به دې داسې وایې:
   اې دسباوون سترګو ټوله شپه بې له خوب څخه پوټتیا بس دی،که څه هم خوب نشته بېخودي وبېخوبي ده،لوڅې شي، ووغړېږی،ووګوری چې څه شوي دي،څه کېږي؟په ځمکه باندې دشپې ډېره ویجاړي پېښه شوې ده،وینې تویې شوي دي،دې دوکانودروازي ماتې شوي دي،هرڅه اخستل شوي دي،دیوالونه په ګولیوسوري شوي دي ،سوړې ورڅخه جوړې شوي دي،چوغکې ومرغۍ پخپلوځالوپوسې ګرځي، ځکه دشپې ورڅخه تښتېدلې وې،خودې ځالوځایونه یې وران شوي دي،اګۍ وبچوڼي یې دې ټانکونوترځنځیرونولاندې تیت پیت شوي دي،بورې مرغۍ آخواودغه خوا وېرونه پرې کوي،له بلې خواپه ځانوباندې بېرېږي،چې دا بې رحمه انسانان به په دوئ باندې هم رحم وونه کړي،دې ځان دې ساتلولپاره دې ته اړې شولې چې شاته خپل وران کورونه ومړه ماشومان شهیدان پرېږدي،له وېرونووغم څخه سترګو لیدلی ډک انځورپه زړونوکې له ځان سره یوسي،بل ځای ته کډوالې شي.
   په کوڅوکې هم څوک نه ښکاره کېدل،په کاڼیو،تېږو،ماتولرګیووخاورو.. کرغېړنې ښکاره کېدلې،یوازي غټ سري سپي به پړسېدلې ګېدې دانسا په غوښو ډک نسونه په وینوسره سرونه ږبې اېستلي ګرځېدل.
    په هغه چاباندې چې داپه ویرلړې شپه تېره شوي وه،ویریې دې ویردپاسه ويرشوي وو،دګهیځ له اذان سره سم دکورونومخي ته کرایې ګاډي ولاړوو،کپړې به پکښې وراچول کېدلې،زخمیا به له ځګېرويو سره،ماشوان به له ږړاډک پکښې ورپورته کېدلو،له ځینوڅخه به شهیدان هم پکښې کېښدل،دلمرله راختلوسره زرینې ښکلې وړانګې په دودوګړدباندې بدرنګه کېدلې،دې پاکې هواپه ساکولوکې به دې وینوبوی وو ،سترګې به اسمان ته پورته کېدلې،دِ لوړاپه  پاکي کې به دِځمکې دِناپاکي راګرځَوَنَّه وه.
   اې دسباوون سترګو!ووګورۍ اسمان شین ښکاره کېږي،خودې شمال له لمنویې توري وریځې راخپرېږي،دې هندوکوش شېلې ودرې یې ټولې په لړوډکې کړي دي،د سالنګ په لاروله تندروټکې سره راروانې دي،پاکې لارې یې په دوړو وګردونوډکې کړي دي،ترتورووریځولاندې په ټانکوکې سره خوګان دې،دې ورېځودپاسه په اسمانوکې روسي بازان(الوتکې)دي،ماشین ګړې ماشې په ګوتو،راکټونه له هرخواپه راویشتو دي، په ارګ باندې دې الوتکوډولۍ ده،دکابل زړه په چاودودی،چیغې وهي مامه ورانوی، خپل ځانونه پخبلولاسونومه تباکوی،دښمن ته لاس په لاس کې مه ورکوی،دښمن دِ تاسوپلوي ستاسودِوروڼوپه وږلوکې دېدې لپاره کوي،چې تاسوتل ترتله دِ ځان غلامان ووګرځوي، زه دې تاسوموریم، تاسوزمازامن یاست،ایا څوک خپل ورورپه دشمن باندې دِڅوکۍ یا واکدارۍ لپاره وږنې؟.
   اې دسباووون سترګو! پوهېږم چې لېدل نه غواړۍ،ځکه جامونه موله اوښکو څخه ډک شول،دې لید هندارې یې ډوبې کړلې ،ډنډونه یې درکې ولاړ دي، پوټولی یې نه شي،چې تویې به شي،ښورَولی یې نه شې چې دبڼوپه څوکو به ملغلرې شي ، تمتیا(صبر)کوی،اوښکې به وچې شي، بېرته به له دردونوډکې زړه ته ور ووګرځي ، ځکه (زړه دې رازونوبوخڅه ده،دې غمونوخزانه ده).
   کوم خواته به ووګورۍ؟هرې خواته لارې،کلي،کوڅې،کورونه،بانډې،دوکانونه،پارکونه ..ټول خراب په وینولړل شوي دي،مه مړاوې کېږی،مه زما په ځان خوځښت(شعور) کې سلګۍ راتخنوۍ..که اوښکې موسېلاب شي،باڼه مودغرونومشکوڼي شي،نه به پرې وومینځل شي، نه به پرې جاروشي، ځکه (دِخپلولاسونوکړَلَّوته درمل نشته دی).
   اې دسباوون سترګو!پخپله ماړوېتیاکې،کولی شی،ګوډومات،کونډې یتیمان،بورې مندې ماشومان،پردېسان کډوالان..ووګورۍ،که څه هم څنګښت(حال)یې دِزړه پردې غوڅوي،دِسړیتوب وانسانیت نومځړی ووجدان لړځوي،که څوک نومځړی وولري.
   پټې شۍ،ځکه وران کورونه،ترخاورولاندې ږوندي،په لاروکې پراته ځانونه ،تنې ورڅخه پرې سرونه،په بموباندې چاودلي سوي سکورموټرونه، تیت راتیت هډوکي، غوښې ،پوښې ولاسونه،..نه شی لیدلی،ځکه سړیني شعوروانساني خوږَوَنّه سړی دحزن په توفان لاهوکوي،که څوک سړی وي.
   اې دسباوون سترګو!دالږپېښې ما له خوراډېروپېښوڅخه تاسوته دروولیدلې،بس دی ،دې باګرام په جیل کې سړي ته دبې پتی وراړول،په بې پیلوټه الوتکوپه سروباندې کورونه راورانول،ودونه وخوشحالۍ په ویرباندې بدلول،ورورپه ورورباندې وږل،دهیوادپه شتنمي باندې ټالارجوړَول..اوداس نوروبدبختیوپوسې به مونه لوڅوم،ځکه بېرېږم چې لېدل به موورک کړم،الله دې نه کوي ړندې به شی،ترهېواده به ځارشی،هېوادبه ترخاینانوقربان شي،نن نه عیسی(ع) شته چې ړوند بناکړي،نه میرویس نیکه شته چې یوغ موله غاړوپورته ومات کړي،نه خوشحال خټک شته چې دې دښمنانو،خاینانو مخ نیوی ووکړي،نه احمدشاه بابا شته چې نړۍ ته موورووپېږني موږهم نران یو انسانان یودبرم ودعزت ږوندغواړولکه څنګه موچې په برم وشهامت سره ږوند کاوو.
(علي خان ساپی).

 

- ع ساپی
 بېرته شاته